پښتو ادب · شاعران
جاوید شریفې
د جاوید شریفې پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
اختــــــره راشه!بشپړ شعر ولولئ
اختــــــره راشه!
جاوید شریفې
اختره راشه خو راتګ سره دي
ځولې د مینې زمونږ کورته راوړه
اختره راشه خو راتګ سره دي
دغه وسلې زمونږه له کوره یوسه
اختره راشه خو راتګ سره دي
مونږ ته یو والۍ وروري را وله
اختره راشه خو راتګ سره دي
دغم ټغر ټول کړه مستې را وله
اختره راشه یو وار بیا خو راشه
زمونږه سیمې ته صبا خو راشه
زمونږ دژوند یوازینۍ خوښې یې
راشه هر کلې ته ښکلا خو راشه
اختره ورځ یې د خوښیو ګوره
لوی رب ته سوال وکړه قبلیږي ګوره
چې دغه ورځې مو په غم نشې بیا
زمونږه کور کلې ویرجن نشې بیا
دلته مرګونه د ځوانۍ نړوي
مرګ او ویرونه د مستۍ نړوي
اختره پام چې مونږ یو تا لرو بس
نوره خوښې نشته ژړا لرو بس
جاوید شریفې
کابل افغانستان
د روژی مبارکې ۲۲