پښتو ادب · شاعران
باز روغوال
د باز روغوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
د ظا لم واکدار نه فریاد ونهبشپړ شعر ولولئ
د ظا لم واکدار نه فریاد ونه
باز روغوال
په یو ښار باندی واکدار یو قو مندا ن وه
خدا نا ترسه ډ یر ظالم غوندی انسان وه
یو ذ ره د امن نه وه په دی ښار کښی
په رڼا ورځ چور کیدل به خلک لار کښی
خطره د مال او سر او د غزته
پدی ښار باندی حاکم وه سم وخشته
د بهلول سره ملګری همشهر یا ن شول
د با د شاه د ربار ته ټول ورونو روان شول
خپل واکدار ځنی یی وکړل فریادونه
غلیشا نه زمونږ واخله لږ عرضونه
باد شاه ویلی چی زما دا قو مندان
په ټول ملک کښی دی د سولی قهرمان
د تحقیر په ځای یی ښه کړلو تقد یر
سور مډال یی ورته ورکړو بی نظیر
د رښتیا خبري یی هیڅ نه اورید لي
د ی با د شاه د چا پلو سانو تل منلي
د با د شاه نه راټول شوی چا پلوسان وه
د باخي غوندی تړلي پری چشما ن وه
د اولس غرضونه یی نه کړ لو قبول
دا واکدار وه دی باد شاه ته ډ یر مقبول
نا امیده همشهریا ن شولو را روان
په خپل مسکن ته شو ستانه ستړی ستوما ن
راشۍ وګورۍ ددی وخت واکداران
د وی نه جوړ دی داسی لوی لوی ښاماران
چی په کومه غلاقه باندی واکدار شی
هغه تخت یی میراثه د مور او پلار شی
که په هر چا هر څه کیږی په د وی څه
که څوک مری که پاتی کیږی په دوی څه
رب(ج) غرض واخلی د خوارو افغانانو
مونږ ه خلاص کړی د بی رحمه واکدارانو
ای (روغواله) لږ همت کول پکا ر دي
بی همت خلک د خپل ژوند نه بی زار دي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
باز روغوال
ګډ په وطن مو د مر ګونو جوړ نا تا ر دی
لږسوچ ورونو په کا ردی لږ سوچ ورونو په کار دی
یا لرو برو افغا نا نو- د دی وطن صاد ق بچیانو- د سالم فکرخا وندانو؟
ستا سی وطن کښی د تو پونو ګړمبها ر دی
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کار دی
دا مرګ او میر به وی تر کومه - کور په کور ویر به وی تر کومه
مړ دا ضمیر به وی تر کومه ؟
خپلو ځا نو ته مو جوړ کړی خپله دا ر دی
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کار دی
جنګونه ورځ تر ورځ زیا تیږی- په خوار ملت سختي تیریږی
په خوب ویده کله ویښیږي
لږ را بیدار شۍ د هوښیا رو خلکو کار دی ؟
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کار دی
خارج روزلی اجنټان دی- دوی د لستوڼی پټ ماران دی- زمونږد خاوری دشمنان دی
په ښکا ره د لته تل خدمت کښي د اغیار دی؟
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورونو په کاردی
په خپل وطن مین د وستانو- لاره کړۍ بند د خاینانو- د دی نا ترسه لوټ مارانو؟
د رنه خلاص نشی د (روغوال) داسی شعا ر د ی
لږسوچ ورونو په کا ر دی لږ سوچ ورنو په کا ردی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
باز روغوال
نن می فکر ورونو داسي بی مجال دی
یو ساعت راته په مثل د یو کال دی
د یا قوت او زمرود غمي تری جار شه
ورنه ښکلي د لیلا د زني خال دی
اننګي یی سره انار د قندهار دی
خدای(ج) ورکړی ښاپیرۍ پشان جمال دی
د یوسف(ع) ښایست میراث کښی ورته پاتي
نوراني صورت ورکړی ذ والجلال دی
په یخ ژمي کښی خوله می پر مخ را شی
را خپور شوی می په زړه د میني جا ل دی
ما ویلی زړه می تا با ندی بیللي
دی ویلي زما او ستا منځ کښی د یوال دی
عنبري خوشبوی یی تلله د زلفانو
پري تړلی بند په بند زړه د (روغوال) دی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
باز روغوال
د لیلا په تور اوربل کښی سپین ویښتا ن شو را ښکا ره=
د ګلا نو په شین بڼ کښی نن خزا ن شو را ښکا ره=
په سپین مخ یی توری لیکی مل د ګو نځو سره ویی=
لکه وریځ د لمر په مخکی سیا با ن شو را ښکا ره=
ګلا ن توي شوی پا ڼی پا ڼی اغزی پا تی په ډ نډ رو=
طو طیا ن لاړل ددی با غهء تورکا رغان شو راښکا ره=
د لته هر زړه د رد ید لي د خزان څپو وهلي=
چی نا څا په په رمه کښی سره لیوان شو را ښکا ره=
د ځوانۍ عمرمی تیرشو خوپه خوند با ندی پوه نشوم=
د لته ژوند راته ملګرو سر ګردان شو را ښکا ره=
داسی څه می پیدا نکړل چی زوال پدی رانشی=
څوک به وړي څوک به راوړي داسی کاروان شو راښکا ره=
ای (روغواله) چی بوډا شوي نو په هرڅه ښه اګاه شوي=
پدی ژوند کښی می دوستا ن او دښمنان شو را ښکا ره=
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
باز روغوال
د ره په د ره ګرزم خاد مان لټوم-
په خپل خاوره مینه پتنګان لټوم-
چی تیر د مال او سره وه د وطن په ازادۍ-
میر ویس او ا حمدشاه غازی امان لټوم -
ژوندۍ کړۍ د نیکو مو هغه ښکلی کار نامي-
د دی هد ف د پاره شاه زلمیا ن لټوم-
لږ واورۍ فریا دونه د بی وزلو وطنوالو -
ویښوومه دا سرتیری افغا نا ن لټوم-
یو شۍ فیصله په اتفاق د سولي وکړ ۍ-
د سولي رسید و نیک مشران لټوم -
(روغواله) د رد ید لی هر بچی د دی وطن دی -
زخمی زړونو لپاره ښه د ر مان لټوم -
جلال اباد
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
باز روغوال
اخ څومره د ر په د ر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
مهاجر په لروبر شو د دی خپلی نا پو هۍ نه
عزت وه د بد به وه د پښتون اوچت شمله وه
د غیرو په نظر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
د غازی د توری شرنګ تل په غوږ کښی د پرنګ
اوس خو مونږ د د وی نوکرشو ددی خپلی ناپوهۍ نه
کړو تقسیم یی په فرقو په بیل بیلو نیژاد و
څه په ګډ و وډ و سر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
اوس خپلو کښی جنګیږو برنا حق پکښی مړه کیږو
نن یو بل ته په سنګر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
ننګیا لی وه افغان قام ایما نداره لره نا م
دومره سپک لکه وزر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
طلا ده که لعلونه دی وطن کښی دی کا نونه
چور چپا ومولغل او زرشو د دی خپلی نا پوهۍ نه
څپی راغلی خونړۍ غرقه شوه زمونږ بیړۍ
چی ورګډ په ګم ګود ر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
را ته جوړ د جګړو غم ټول اوسیږو په تورتم
ژوند مو ورځ تر ورځ بد ترشو د دی خپلی ناپوهۍ نه
(روغوال) کړی د ا سی دعا خدایه(ج) راولي رڼا
ټول وطن مو کنډ کپر شو د دی خپلی نا پوهۍ نه
جلال اباد