پښتو ادب · شاعران
ډاکتر حسن- لندن
د ډاکتر حسن- لندن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
54 خپاره شوي شعرونه
يو نظم اويوه څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
يو نظم اويوه څلوريزه
ډاکتر حسن- لندن
نــــــــظـــــــم
ستا دهجردتیارو چې
تور ځادر مې
په زړه خور شي
چیرته لرې مې په زړه کې
ستا یادونه دلاسه کړي
لکه تور تورتم دوریځو
پاس په سر دچا ولا ړ وي
خو لږ لرې
دیوه هسک غره
شنه لمن وي لمر په خپلو
پلو شو کې رانغښتلې
۱۸- جولای ۲۰۰۶ لندن
څــــلـــوريــــزه
داپه غاړه دساقي کې زنار پروت دی
که زما په بیخودي کې مهارپروت دی
دا نشه ده په پیالوکې چې پرې څاڅي
که په شونډودحسن کې خمار پروت
دی
ډاکټر حسن - لندن
پرهرژلې سینهبشپړ شعر ولولئ
پرهرژلې سینه
ډاکتر حسن- لندن
داسې اخیستی یم اسمان په اوږو
لکه خځلې د توپان په اوږو
دځوانیمرګو تلوسو جنازې
وړمه داوښکو دکاروان په اوږو
یمه ویشتلی دبڼو په غشو
دتورو سترګو دکمان په اوږو
ته وا کاتبې فرښتې نن سبا
شیطان وژلي دانسان په اوږو
ځي په پښو کې دجانان پریوزي
رغړي مې اوښکې دګریوان په اوږو
لکه شپلۍ له پرهرژلې سینې
دردونه باسو دفغان په اوږو
له غمه خاورې بادومه په سر
لکه بړبوکه د بیابان په اوږو
په مونږغدۍدزورورو راغله
کمزورې وړي لکه لیوان په اوږو
حسن لا دلته دمه کړې نه ده
بیا ئې عدم ته وړي دوران په اوږو
څلوريزيبشپړ شعر ولولئ
څلوريزي
ډاکتر حسن- لندن
مونږ یو تخمونه دنګې ونې به شو
په مونږ دي خاورې اړوي ستمګر
له هرې لوټې نه به سر کړو پورته
مونږ چې په وینو شو لانده دځیګر
څلوريزي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
راځئ چې تورې لوغړنې تیارې
نور دقلم په پلوشو ویلي کړو
دزور او جبر اوسپنیزې کړۍ
دنوي فکر په شغلو ویلي کړو
څلوريزهبشپړ شعر ولولئ
څلوريزه
ډاکتر حسن- لندن
د نذر جادو دي وکړ
د ګفتار په افسون څه کړې
ماخو روح درته درکړﺉ
زما دتن په بېلتون څه کړې