د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډاکتر حسن- لندن

د ډاکتر حسن- لندن پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

54 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

ګوره ریښتني به کیسې ترې ووزي
شونډې يې پریږده چې پلمې ترې ووزي

ډیراسویلي دي شال په پام پورته کړه
چې په ورو ورو بلي ډیوې ترې ووزي

یا مې دخولې نغری له تیږو ډک کړه
یا خويې پریږده چې لمبې ترې ووزي

قلم مې مه تخنوه خیاله دیار
دتیرې شپې به خاطرې ترې ووزي

دزړه تڼاکوکې مې ښخ کړه باڼه
چې ددردونو قافلې ترې ووزي

(حسنه) مه غړوه سترګې پسې
دزړه دوینو به ویالې ترې ووزي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

پاتي شه اشنا دزړه چاودون کیسه لا پاتي ده
روح مې که ټپي ده دژوندون کیسه لا پاتي ده

مه وینځه مقتل دزړه له وینو دشهیدارمان
تږي قاتلان دي دشبخون کیسه لا پاتي ده

لا خومې دزړه سودا خاپوړي کړي دخیال دشت کې
عشقه ګړندی شه دجنون کیسه لا پاتي ده

لا به څومره غاړو ته چړي سترګې په لا ره وي
ډیره دځنګل دړوندقانون کیسه لا پاتي ده

خیر که زه قلم قلم قلمه ستا په جرم شم
وچ نه شې دظلم دمضمون کیسه لا پاتي ده

کړې يې لټپلاندي که په اوردژوندکباب غوندې
صبر شه (حسنه) دګردون کیسه لا پاتي ده

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

ستادسترګو په ائینوکې دخپل غم تصویر ته ګورم
رانه مه اړه وه سترګې نن مې سم تقدیر ته ګورم

څو شیبې موټي کې ټینګې لږ راونیسه نصیبه
په ګډا يې نن په شونډو دخپل خوب تعبیر ته ګورم

ګونګې کرښي دورغوي راته نه وايي حالونه
چې ترڅو به مې دهیلو لوټ تالا بهیرته ګورم

راشه دومره خمارونه دوصال وزبیښو دواړه
چې نه ته په ګنا بند يې اونه زه تقصیر ته ګورم

دهڅانداحساس مزل دې په فضاکې نه ځائیږي
بس په پښوکې دې حسنه دغربت ځنځیرته ګورم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

نوري هیلي مې ګلفامه دازغو په غیږکې واخله
یو ارمان دمحبت مې دخوشبو په غیږکې واخله

عشق تصویر کړم دوریځو اوښکې اوښې یم څڅیږم
څو شیبوته مې دمیني دلیمو په غیږکې واخله

ته چې ځې درپسي ګورم بس ورځه په مخ دښه شه
داتصویر درڼو سترګود ائینو په غیږکې واخله

لکه وریځي هلته اوري چې اړتیا يې چیرته نه وي
ما دغم له دې بارانه دبڼو په غیږکې واخله

وینم خوب مشکین ماحول دی درخسار ګلشن ته خیږم
پټي سترګي مې دزلفو دزانګو په غیږکې واخله

ته چې ځې درپسي ځغلي دلمریز حسن میرمنې
نور مې سیوری زړه له خاورو دجلو په غیږکې واخله

دمچکو په کفن کې دبنګړو په شرنګهار کې
(حسن) ګور دمحبت ته دنغمو په غیږکې واخله

داوښکو پرهربشپړ شعر ولولئ

داوښکو پرهر

ډاکتر حسن- لندن

نن له نوي دردژغیږي زما ناسور پرهر داوښکو
راشه وامې خله جانانه یو ځل بیا خبر داوښکو

نور مې خوف اوویره نشته دغمونه په صحراکې
بدرګه راسره درومي څنګ په څنګ لشکر داوښکو

څه که اوښکې او لفظونه راښویږي مې له زړه نه
نه مې څوک په ژبه پوه شو نه مې شته اثر داوښکو

پرې دمه تڼاکې زړه کړه نور مې وس نشته جانانه
له مودومې درته ویړدی په ګریوان ټغر داوښکو

دسلګیو په کاروان کې په صحرا دشپې کې درومي
نه لنډیږي لویه خدایه زما دغم سفر داوښکو

دغم سیند پکې ایسار دی ته به هم پکې لاهو شې
پټي سترګې مې لږ پریږده مه پرانیزه ور داوښکو

ولې قهر دې زیاتیږي نور څه غواړې ستمګره
نه مې چیغې شته په ژبه نه مې شوروشر داوښکو

هره خواه زرپرستان دي په دې چم کې يې تول نشته
پریږدئ خاورو کې شي خاورې د( حسن) جوهر داوښکو

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

وشیندئ پرې اوښکې په وطن اورلګیدلی دی
نه خاندي ګلونه په ګلشن اورلګیدلی دی

ویني دکابل که دخیبراوښکې ور پاکي کړم
خدایه دپښتون په روح اوتن اورلګیدلی دی

هاغه دي لمبې دشفق خیږي دافق په خوا
بیادسباون په سپین کفن اورلګیدلی دی

ستا ترمحلونه به يې هم سپرغۍ درورسي
نن که زمادهیلوپه لمن اورلګیدلی دی

اوس هم دفریاداودردپه وصل قدغنونه دي
مه ژاړه پرون دلته په نن اورلګیدلی دی

څشي موتنده غري لادسولې دغزال ویني
بوی دی دبارتوپه ختن اورلګیدلی دی

چیرته به اشنادمحبت دنغموځاله وړو
مات دي چنارونه په چمن اورلګیدلی دی

څنګه دې له خپل محل نه پورته شنې لوخړي شوې
تاخو وې چې لري په دښمن اورلګیدلی دی

ځمه نور (حسنه) دجنون دپیرلمن نیسم
حسن لولپه شو په دیدن اورلګیدلی دی

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

څه به شاعروي چې په شعر يې نه مړیږي خلک
خوله مجلس يې چې په منډه اوچتیږي خلک

نشته قاتل نه په لمن دچا دوینونشان
دابه دروغ وي چې بیاهم دلته قتلیږي خلک

نن وي مامورسبا وزیر په دې زرخیز وطن کې
څومره ژر ژر ملګرو دلته رالویږي خلک

دجذب ظرفیت چې نه لري په ناز يې مه غوړوه
کنه نو بیابه دې له ګوتو نه ښویږي خلک

باور پرې مکړه بس تش لا فوته يې سرخوځوه
دلته چې ډزشي دیوبل ترشاپټیږي خلک

څنګه خاموشه مې دزړه په هدیره تیره شوې
دمړو سلام ته خوظالمي لږ ودریږي خلک

پریږده چې وچڼي (حسنه) محفلونه واړه
اخیرجونګړې ته دمینې راستنیږي خلک

دغلو ډلهبشپړ شعر ولولئ

دغلو ډله

ډاکتر حسن- لندن

پرې مې ږده اشنادغم داستان راباندې مه وایه
حال مې دریښې ریښې ګریوان راباندې مه وایه

پت مې دوطن اود پښتو درسره وپالی
نورخومې قاتل ته قهرمان راباندې مه وایه

هر څوکه غربت او بې وسۍ خوله راتړلي ده
ګور ه نوشیطان ته خو انسان راباندې مه وایه

ښي جیبان يې ډک کړل اوس به چپ ورته وروړاندي کړي
ډلې ته دغلوخو وزیران راباندې مه وایه

ما ستا په خاطر شفا خانه ویل روغتون ته تل
اوس خونواشنا بیماریستان راباندې مه وایه

نه غواړم درمل درنه پرهرپرهر دې پروت یمه
مالګې دخیرات ته خو درمان راباندې مه وایه

بر خه يې دځان په هریو کار کې مقدمه وي
دې ټیکدارانوته والیان راباندې مه وایه

زه (حسن) به ستا دبې وسۍ عذر ټول ومنم
مارته دړستوني خوجانان راباندې مه وایه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ډاکتر حسن- لندن

راشه دبل چا دزړه سرخونه ئې
زړه دې راټول کړه سمندرخونه ئې

غم ته مې راوړې دمسکا لړونه
اوښکې مې ږدې پکې زرګرخونه ئې

سترګې دې نه لګوي چک په زړه مې
وایه جانانه مرورخو نه ئې

زه که زړه خورم خویم پردیس خوړلی
ته خومه ژاړه مسا فرخونه ئې

که هرڅوښکلی ئې لندنه نوڅه
زمونږد کلي مازدیګرخونه ئې

پریږده پیوندمې شي دزړه چاکونه
ولې رالویږې پکې لمرخونه ئې

څنګه بیړۍ درته دزړه وتړم
طوفاني حسنه څه لنګرخونه ئې

وې چې ( حسنه) ځنګه مخ درلوڅ کړم
څه دبنګړیوسوداګرخونه ئې

څلوریزيبشپړ شعر ولولئ

څلوریزي

ډاکتر حسن- لندن

دیموکراسي مو کړه بدله جامه
ملاموهم په دریشي کې ګرزي

د نورو غله تر مخ څادر وپیچي
زمونږه غله په نکتا ئي کې ګرزي

**

تغافل ته مې دې نوم دا دا ورکړ
دشاعر دمحبت هنر ته ګوره

که ګلونه دبهار چیرته دریاد شول
د(حسن ) دزړه ګلګون پرهرته ګور

***
ددتیارو په څلورلاري کې ولاړوم
نوردسترګودې دنیا راته رڼا کړه

له ګردونو ډکي سترګې درته راغلم
نم داوښکو راپیدا پکې ځلا کړه