پښتو ادب · شاعران
محمدالله جهادوال
د محمدالله جهادوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
خدايه !بشپړ شعر ولولئ
خدايه !
محمدالله جهادوال
خدايه! ستا داامتحان به وي ترکومه
دغه ظلم او طغيان به وي تر کوم
ه
اسلامي افغانستان کې لويه خدايه
دابى دينه کافران به وي ترکومه
قتل عام ده شروع کړې کافرانو
دتوپو-بموباران به وي ترکومه
دبمونو- دټانګونو ﻻندې ربه
ښځې- نر- واړه- لويان به وي ترکوم
ه
دبلبلوځاى نيولې دى زاغانو
په باغونوکې زاغان به وي ترکومه
ته په آه دمظلومانو خفه کيږي
دمظلوم آه اوفغان به وي تر کومه
ته چې امر وکړي کن فيکون کيږي
انتظار ستا داحسان به وي تر کوم
ه
په زړانن ( جهادوال ) ده ستا په درکې
لوند په اوښکويي ګريوان به وي تر کومه