د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ایمل امیدي

د ایمل امیدي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

8 خپاره شوي شعرونه

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

ایمل امیدي

   ستاره خورته ډالۍ کم چي ورڅخه خپل خاوند پزه او شونډ پري کړل په هرات ولايت کي. 
 
 دمظلومي افغان لورې!
ستادردونوته لوگى شم
 هره څړيکه هرپـــرهـرته
 سپلنى بــيا سپلنى شم

 ستاهمت راته مـعــلوم شو
 شم قربان دي حوصـلې ته
 تـادمـــــور حـــق ادا کـړى
 درته دود ستافلسفــې ته

 داولاد غم وې راخيستې
 ځان دي ټول ټُکرټُکر کړ
 قــــربـــاني دي لا مــثاله
 ښکلي مخ دي زيرزبر کړ
 کاميابي دي شوه مـلــګرې
 نيک مرغي دي شوه ملګرې
 افـــرين ســتــا درنـــاوي ته
 سـوکـالي دي شــوه ملګرې

 دا امــتـــحان وو اوتـاورکــړ.
ته کامــيــابه بـريالۍ شــوې
 نوردهيـڅ شي پروا مـــه کړه
 پدې لار کي مخکنۍ شوې

 مــگـــــرډيــــرداسـي وگړي
 وى انسان خوانسان نه وي
 پـــه جـامه يــي خـتـامه شه؟
 وى حيوان خو حيوان نه وي

 کـنــې مــيـــنه دانــســـان خو
 ژوندبخښل،ژوندورکول دي
 په انــسـان کـي که دا نه وي؟
 بـــيــاداړل اوبـــيــاخوړل دي

 دنياوالوخوخپل زړونه په رايـخ کـړل
 اوس نوبت دي رسيدلي زموږدخـپلو
 موږلاهم څومره چي ‌ظلم وي کوو يي؟
 لامـــو زړه سـړيــــږي نه په غــم ځـپلو.

خداي( ج ) دي عمر اوقسمت کړي درته زخم
 هيڅ غمخوار دکورنۍ دي عمرو نه شــوې
 ته دى هم دغــسي تــل ناکــام ناکــام يي؟
 په پالنه دخپل ښـــځـــي بـــچــو نه شوې؟

 بي پروا وي بي پروا شولې بـدبـخـتــه
 په ژوندون خوشي ونه ويني کم بخته
 ستاسزا به دى سزا وي ته يي ګـــوره؟
 نه به درد وي نه به زخم په زړه سخـته

 دانسان له کرښي ووتــې حــيـــوانه
 ته به څنگه بياځواب ورکړې د ځانه
 دابلس لاره دي څــنـګه کړله خوښه؟
 فـکــر ولــي تــاونــکـــړلو شـيطانه .

دخــداى ( ج ) قهربـه نو ولي نه اوريـږي
 بدل کړي موپه خپل لاس دي ځـانــونه
 داسي کارنشته چي نه دي يي موکړى.
څــنـګه پاته به پرځاي وي ايــمــانونه

 دافغان په حال خالقه (ج) ورحــمــيــږى
 نورته وکړې خپل کرم پرمــظــلــومانو
 له ظلمونوستمونو نه يي خلاص کړې.
رحــم وکـــړې تـــه پــه حال د افغانانو

 تى په قدر دانسان باندي کړې پـوه ټــول
 په خپل منځ کي يودبله ســره جــوړ کــړې
 بدبخـتــيو بدبينيوڅـــه يي خــلاص کړې
 خواخوږي او ورورلي بآندي يي موړ کړې.
٠٨-١٠-١٣٩٢ يک شنبه کابل تهيه مسکن دښاروالۍ بلاکونه

څوغزلونهبشپړ شعر ولولئ

څوغزلونه

ایمل امیدي

غزل
ولاړم،ولاړمه بربادشوم چې دي هيركړم
په غمونوكې ابادشوم چې دي هيركړم
زماله حاله څخه مه كوه پوښتنه
ستاپه غم كې څنگه شادشوم چې دي هيركړم
انتظاراوانتظارمي ټوله ژوندشو
له هرڅه نه نامرادشوم چې دي هيركړم
ددنياټول نعمتونه ګيله مند شول
په سوچونوكې مهتادشوم چې دي هيركړم
ستادمينې په شرطوپسي روان يم
بياسكه وروردفرهادشوم چې دي هيركړم
راڅه جوړدبې پوښتنوكلي كورشو
دمظلوم ولس هيوادشوم چې دي هيركړم
په ګيلويې سراسراميدي وويل:
بيانن پاته ستاله دادشوم چې دي هيركړم.

غزل
افسوس پرداسي خلكوچې هنرساتي په زړوكې
پيغام دورولۍ اودبشرساتي په زړوكې
دمينې په نوم سوځي اودمينې نه ځاريږي
عجيبه مئينان دي خپل نظرساتي په زړوكې
وتاته وايي مكړه خووماته وايي وكړه
سربيره پرهغه لا خيال دشرساتي په زړوكې
نفرت كې رالوي شوي خونفرت به څنگه هيركړي
حيران يمه ودې ته ډيرخطرساتي په زړوكې
اميددپشرفت مكړه اميدي كه دا حالت و
هاڅوك چې ګوندبازي اوخپل ټبرساتي په زړوكې

 

غزل
څوك چې په ځان كې انسانيت نلري
پدې نړۍ كې شرافت نلري
ورڅخه ټوله به بيزار،ازاروي
دهيچازړه كې محبوبيت نلري
خدايه(ج) له دغسي حالت مي ساته
رحم،كرم چې څوك عدت نلري
دهغووټولوسره پام په كاردي
مينه،انصاف اوعدالت نلري
دچابه څه كم شي اوڅه بې په ځې؟
چې په خپل ځان كې صداقت نلري
كركې به ټول وي پكښې ځان پوښلى
اميدي زړه چې محبت نلري

 

 

غزل
اوښكوله ګريوان سره پيداكړله
غم مي له هجران سره پيداكړله
دواړه سره څومره خوشحالي كوي
درداوزړه پريشان سره پيداكړله
زه به يي تركمه اظهارنه كوم
مينې اوخفګان سره پيداكړله
ډيره تنهايي پكښې كې ځكه شته
ځان مي له بيابان سره پيداكړله
اې اميدي ته موفيصله وكړه
اه مي له ارمان سره پيداكړله

 

غزل
د اسلام هاسترخدمت مي هلته وليد
شرافت او انسانيت مي هلته وليد
هلته مينه هلته ژوندهلته ماناده
دهغو ي دزړونونيت مي هلته وليد
تاريخونه لا تراوسه باندي وياړي
ننگ غيرت عظم طاقت مي هلته وليد
يودبل يې په خدمت كې لاس وركړې
صداقت او محبت مي هلته وليد
په يوه ږغ سره كښته پورته كيږي
دالله پاك (ج) وحدانيت مي هلته وليد
پكښې مشركشردواړه معلوميږي
ډيرانصاف اوډيرمرعت مي هلته وليد
دومره امن دومره خوندوي اميدي كې
شريعت او عدالت مي هلته وليد

 

غزل
كله چې دي سترگې زماله سترگوڅه پنهاني شي
ماباندي هغه ورځي له هرڅه ډيري ګراني شي
ته كه نه پوهيږې خوزه دومره درته وايمه
ستاپه تللوزماباڼه،تږي شي اومړاوي شي
يوځلي خوخپل اوبيازماگريوان ته وگوره
گوندي ښايستي سترگي دي زماپرحال پريښاني شي
زه خودي دغم اودزغملوطاقت نلرم
څوك بدې دغم اودزغملوطاقت ولري
كله به په ماباندي داشيبې اسانې شي
يارمي اميدي راته په قهرداسي وويل
هيڅ داوريدوندي چې داكيسې بيانې شي

غزل
ژوندمي له غموسره ملګرى دى
توروتوروشپوسره ملګرى دى
گټه مي له هيچاڅه وانه ليده
ډيروتاوانوسره ملګرى دى
زړه مي ترفولادولاسخت شوى اوس
زړه مي له فولادولا سخت شوى دى
ځكه سرولمبوسره ملګرى دى
دريغه!ته به وايي بيابه نه كيږي
نووسلسلوسره ملګرى دى
خيردى اميدي!دغه په يادلره
خوندله زحمتوسره ملګرى دى

نظم!بشپړ شعر ولولئ

نظم!

ایمل امیدي

اې! دبرمامسلمانانووروڼو
قسم په خداي (ج) كه مي هيڅ توان رسيږي
له ځانه ډيري دعاتۍ ته كوم
وس مي تمام شو څه مي ان رسيږي

پرتاسوظلم له نيږدې وينمه
دناتوانۍ موداكيسې وينمه
زه خو ولاچې څه كولاي نشم
دبې وزلۍ مودانارې وينمه

داشرميدلي اوبې ننګه بودان
دغه له خدايه(ج) څه منكركافران
چه نه يې درداونه دمرګ غم لري
دغه بې دينه بې غيرت ملحدان

چې نه يې زړه ستي په وژلوسوړشو
اونه يې دين په سوځولو سوړشو
ټوله وحشيان دي،حيوانان دي اوسپيان
نه يې وجدان ستي په ختمولوسوړشو

څه چې په وس پوره ول ټول يې وكړل
څومره يې توان وپه خپل زوريې وكړل
نه يې حكومت اونه يې خلك پاته
ټوله كې گډول ډيرڅه نوريې وكړل

نه موسپن ږيري اوځوانان ګوري دوي
نه هغه پاك مومن بچيان ګوري دوي
تيارليوانوته يوښكارپيدادى
نه هم بې وسه مظلومان ګوري دوي

والاحيران دالوى جهان ته يمه
ددې نړۍ وهرانسان ته يمه
څنگه؟دهيچاهيڅ پروا پري نشته
دې حوصلې اوداوجدان ته يمه

غواړي چې هرڅه پوپناه كړي ورته
نه يې مسجدنه يې قران ورپريږدي
مونږيې په خپلوسترګوښه وينوچې
نې عقيده نه يې ايمان ورپريږدي

دبې وسۍ نارې له ورايه وهي
نه يې ګناه شته نه يې جرم معلوم
دمظلوميت چغې يې اوس هم اورم
نه يې څه كړي نه يې ظلم معلوم

شرقيانوتاسي هيڅ غبرګون مه ښاياست
ځكه خودوي ستي دښمنان وژني ټول
ميډيادي هم همداسي چپه وي چې؟
دوي ترورسته انسانان وژني ټول
تاسي له ليري ډيرخوندونه اخلي
پدې خاطرمسلمانان وژني ټول

چالاس رسى ورته هيڅ وخت ونكړ
ځكه په مونږكې خوپيدانشوڅوك
هرچاپه خپل سرباندي لاس نيولى
ټوله بيريږو چې تباه نشوڅوك

ملاوي دي اصل بايدزمونږماتې شي
په مونږكې هم ننگ اوغيرت نشته هيڅ
هلته مووروڼه په اوروكې سوځي
دلته موزړونو كې همت نشته هيڅ

په قسم قسم مرګوټول مړه كيږو
په نوي نوي تخنيكومړه كيږو
ښه ورته ګوروښه يې وينولاهم
په څه رقم په څه چمومړه كيږو

داخيرت ځواب به څوك وركوى
هلته بانه اوپلمه نه چليږي
داشهيدان موله ګريوانه نيسي
زمونږخبره،كيسه نه چليږي

ارمان دهغووښوغازيانوكوم
كاشكي خاليدبن وليدژوندى واى
داورځ به كله مونږ په سترګوليده
كه ايوبي غوندي زمرى ژوندى واى

خدايه(ج) بې تابل ته اميدنلرم
نوردبرماپه مظلومانوباندي ورحميږه
په ژوندوټوله په اوروكباب شول
ته پرهغووخوارانوورحميږه

بيشكه ته خودډيرزغم والايې
كنې همداخودزغملوندي
ستاپه نامه باندي قسم كومه
ددوي ظلمونه د ګاللو ندي

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ایمل امیدي

ستاله پرهروسره عدت شومه
ځكه له غموسره عدت شومه
كلى كې مي ځكه اوس څوك نه پريږدي
ډيــــــروتـــهمـــــــــتـــوســــره عدت شومه
كاشكي مي چې ستاپه شان زړگى درلود
ســـــخــــــتــــوستـــــمــوسره عدت شومه
بـــيــــاراڅخه تك اوپيزوان مه غواړه
ســتــــالــــــه علاموسره عدت شومه
څوك به مي په ښه نومونووســــــــــــتايي
زه له زولنوســــــره عـــــــدت شــــــــومـــــه
اې امــــــــيــــدي! طــــــمــــعــه راته مه لره
تـــــــــوروتــــــــوروشـپوسره عدت شومه

سحرگل خورته ډالۍبشپړ شعر ولولئ

سحرگل خورته ډالۍ

ایمل امیدي

اې دافغان دمسلمان لورې!
اې دايسادسترتوپان لورې!
پـــــرتــــاظـــلـــمــــونه وشول
تــــــاډيــــرخـــواري زغمـــلي
تــــــــه ودردوته دردشـــوې
تـــــه وتــــپـــــــوته تپ شوې
لــــــــه خولى دي آه ونه وته
لــــه زړه دي ســـاه ونه وتــه
تــــه يــــومثال وگـــرځيدې
ته يومشعال وگرځـــيـــدې
تــــــه واقعي چې دافغان بچې وې
دمـــــســــلــــمــــان بــــــچـــــې يـــــې
تادافغانۍ مورشيدي رودلـــــــي
تادافغانۍ مورشيدي رودلــــي
له توپانونوسره وجنــــــگــــيــــدې
له سخت ظلمونه سره وجنگيدې
ســـــــل افـــرين دي وتربيې لره ده
زرافـــــرين دي حوصــــــلې لره ده
تــــــــــــــــــــاخودځان پرواهيڅ ونكړله
كه څه هم ټول وجوددي ټول قربان شو
تـــــــانـــــــــــن دنـــــيــــــــالره داوښــودله.
تـــــــــــــادافغان همت نن بياژوندى كړ
تــــــــه اوس دټــــــــولوافختاروگرځيدې
پــــــه تـــــــاداټــــــــــوله افغـــانان نازيږي
پـــــه تـــــــادهـــــــــرځاي مسلمان نازيږي
تــــــه په يوداسي يوماحول كې وې چې
هـــــــــــلـــتـــــه ژونـــــــــــددانسانانونه و
هـــــلـــــتــــه كـــلـــه انـــســــانــــان اوسـيــدل
بلكي ليوان،سپيان اووحشيان اوسيدل
ســـتـــادښــمنان له خدايه(ج) تورغواړومونږ
ســــتـــاپلويان له خدايه(ج) نورغواړومونږ
اې بـــخـــتـــــورې اومظــــلـــــــومې خورې!
اې دغــــــريب اولــــس پتــــــمنــې خورې!
اې پــــــــرزړګي باندي خـــوږمنې خورې!
چـــــــې كــــــــړاونه،زحـــمـــتـــونـه نه وي
داتكــــــلـــيــفــــــونه اودردونــــــه نه وي
ځـــــكــــه نــــوتـــــــل به حسرتونه نه وي
تــــه نــــــن كـــامــــيـــابه پدې وتوانيدې
داامــــتـــحان دخــــداي(ج) له لوري څه و
خداي (ج) بــــه دهـــــرزخــــم عـوض دركوي
خـــداي(ج) بــــه حـــتـــمـاًتاته جنت دركوي
بــــــيــــشــــــــكه دامـــتل پرځاي متل دى
بـــــــې له زحــــمــــتـــــه راحت چاموندلى.

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ایمل امیدي

نن راغلې دابلاده صبروكړه
پردرجوړه كربلاده صبروكړه
قربانى بدى دنوبل جائزه يوسې
خيركه ورځ دتاسواده صبروكړه
تاريخونه به نن بيادرباندي وياړې
توپانونوته دي خواده صبروكړه
ته سپيڅلى ئې سپيڅلي كې دراوسې
دبې ننگوماته ملاده صبروكړه
اميدي ارمان دي ډيرژرپوره كيږي
داخبره دي رښتياده صبروكړه

ازادشعربشپړ شعر ولولئ

ازادشعر

ایمل امیدي

دامي له زړه نه واوره
گلي يوڅوخبرې
چي درته څومره کړمه
شېـــبـــــه ساعت شمارمه
ورځې هفتې ملگري
هفته په مياشت بدل شي
مياشت بياپه کال
کال په کلونوتيرشو
زه انتيظارباسم ستا
ته څه خبرئې لما
زه چي دي ووينمه
نودرته داسى شمه
ټوله بدن مي کوى
بي اندازې خوشحالۍ
هيڅ په خپل ځان نشمه پوۀ
لکه يوخوب چي وينم
مگر ته څه خبرېــــــږي
څنگه دي پويه کړمه
ته خوپوره پوره ئې
هيڅ ته حاجت نلرى
يودي ښايست ملګرى
بل دې زمازړه درسره
سات دي تيرپه دواړو
زماښايستى محبوبا
څه وخت خبره به شي
اخېرپه څه چل به دي
توجوځان ته کړمه
چي مي له ځانه څه
ته دادرانه بارونه
کوم چي پراته پرمادي
هميشه لېــــرى کړي ته
ستاخمارى سترگوخو
هم نوراني جلوې دې
هم دارنگين رخساردې
چي پرماډېر کړى اثر
زه ځني ډېرځوريږم
کرارله کومه وي نو
دې ته خوشحاله سمه
چي به په خوب کې راشى
راسره شي ملگري
زه خوپه خوب کې لاهم
يم دوصال په طمعه
مگرتراوسه پوري
څه مي حاصل نکړله
ستادوصال په ارمان
اوبله داخبره
زمانه ټوله خاندي
هم راوهي ملنډي
چي ته اوزه وگوره
لکه داځمکه اسمان
دومره توپيرمودې ئې
ايا؟
زماسپــــينــــې سپوږمۍ
زه دې لياقت نلرم
چي دې تل خواکې اوسم
زه چي ژوندى يمه اوس
ستاپه يادويم ژوندى
کنې کالبوت يمه تش
اوته مي روح ئې راکې
روح چي بدن کې نه وى
کالبوت نوڅه کوئ شي
خداى(ج) ته زاري کومه
ډيري خواري کومه
هغه به ورځ وي گرانې!
چي سره ډولۍ کې دې زه
ترخپله کوره راوړم
درته ويلي نشم
اونه ته ځان پوهوي
خداى(ج) خودې داسى وکړئ
چي ته يوخوب وويني
اوزه دې خواته درشم
دادرته ووايمه
چي نورنوبس دې گرانې؟
پرمانظروکړه ته
ته چي راکښينستلې
نوليما وپوښته ته
چي داکيداى شي اشنا
نوزه به وايم درته
چي نازنينې ليلا
هرڅه رښتيارښتيادې
ډېراضطراب گرځمه
زه بي تاهيڅ هم نه يم
يمه په تازه پوره
نورنوته خپله پوه شه
چي څه کوي راسره
قضاوت ستالاس کې دي

27-11-2009

په ژوندو كي حساب نه يمبشپړ شعر ولولئ

په ژوندو كي حساب نه يم

ایمل امیدي

په ژوندو كي حساب نه يم
&nb
sp;

يوډيوه ومه روښانه خبرنه وم له جهانه

بس چي ته مي واليدلي هغه دم شومه ناكامه

له ژوندونه اميد
وخوت چه ته شوي رانه جدا

هميشه مي يادولي
هميشه مي ياديدلي

ډيرغمونه مي ګاللي هم خواري مي كړلي تيري

هم ددوبي په ګرمي
كي تندلمرونه مي ګاليلي

ترهغوبه چليدمه
څوچه ته به وي خوشحال

خوشحالي دي زمااميدوه چه هرڅه به تاوايله

مابه تل هغه كول ترهغوبه درسره وم

څوځواب ؤستاله
خوا هيڅ په بله باندي نه تلم

درسره وم تراخيره نه نظرمي پربل چاؤ

نه پربل مي وه دامينه
څوچي جوړمي درته كوركړ

زه مزدوروم ستادميني ته څيښتن والې په ما

اخيرلېري شوي ليمانه نه په عجزشوي راضي

نه قبوله مركه شوه دلاسوټناكي اوس هم

دي ميخونه په لاسوكي له ژړانه مي پرمخ

جوړشوي لاري لاري دليمني روي مي دركړ

په هيڅ نه شولي خوشحال ناست
يوازي يمه خداي(ج)ته

ټولي چاري شولي خلاصي په دماغ كي چي مي څه وه

هغه ولاړه
اوتباه شو ل هغه ولاړه اوتباه شو ل

اوس
كالبوت يمه بس پاته په ژوندوكي حساب نه يم