پښتو ادب · شاعران
لطیف بهاند
د لطیف بهاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
2 خپاره شوي شعرونه
بې نومه غزلبشپړ شعر ولولئ
بې نومه غزل
لطیف بهاند
سور گلاب چې څڼومنځ کې تا کېښود
اور دې په گوگل کې بيا د ما کېښود
زه درته گيله دسوځېدو کوم
ته له مانه پوښتې چې اور چا کېښود
رايې کړ ،کلونه وروسته يو مچک
روح يې د غزل،په زړه کې زما کېښود
دا د تيارو فصل،چې په فصل دى
زما په غرو رغو کې ،سرې رڼا کېښود
ښکلى کړې دوکې،موږ پرې جنت باىلود
دا دستور،زموږ خټه کې هوا کېښود
پټه چې ريا سپينو جامو کې شوه
نوم پرې زاهدانو ، اوس ملا کېښود
ستا د خولې خوند مې خم ته ووايه
نوم يې ساقى جان دادى صهبا کېښود
لطیف بهاند
کیف ـ اوکراین
سور خالبشپړ شعر ولولئ
سور خال
لطیف بهاند
سور خال
لطیف بهاند
دغه سور ګل یې په شغلو کې ایښی
که یې
سور خال په اننګو کې ایښی
د ساقي خونه ستا کتل ورانوي
خدای څه اثر ستا په کتو کې ایښی
په نورو ګل په
مونږ ایرې وریږي
زمونږ قسمت یې په لیمو کې ایښی
شور د بنګړو سره یې روږدې شولو
ښکاري عزت مو زولنو کې
ایښی
چا د منصور د دار کړۍ خوښي کړې
چا خو تندی لا په سجدو کې ایښی
که دې تیارو کې زمونږ دیدین یادیږي
هغه
خو مونږ کور د سپیدو کې ایښی
چې در نه زار او صدقه شي ګلې
ما خپل زړګی په سپیلنو کې ایښی