د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرلښت حفيظ بشريار

د زرلښت حفيظ بشريار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

سوله او مینهبشپړ شعر ولولئ

سوله او مینه

زرلښت حفيظ بشريار

دانړۍ چې نن دډيرغمونو کور دی
 دټوپک په خوله خبرې دي اوزوردی
 انسانيت په تور تمونو کې ګير شوې
 دادجنګ دبدبختيولوې انځور دی
****
زه منم چې دا حالات به هم بدليږ ي
 انسانيت به ټول نړۍ کې راخوريږي
 دټوپک اودتوپوونو واکداري به
 زمادخدای په امر هره ورځ کميږي
****
زه پوهيږم چې دجنګ مينان ډير دي
 اودسولې پلويان د ګوتو شمير دي
 يوه ورځ به پيوستون دزړونو راشي
 سوله پال دنړۍ تل دګل په څير دي
****
انسانيت به دژوندون ښه فلسفه وي
 محبت به دسکون ښکلې کيسه وي
 کائينات کې به دسولې فضاخپورشي
 سوله مينه به دحفيظ ښکلې لمحه وي

ښځو باندې ظلمبشپړ شعر ولولئ

ښځو باندې ظلم

زرلښت حفيظ بشريار

 نظم
 دخپل ښايست په تهمتوکې سوزم
 افغانه ښځه يم لمبوکې سوزم
 چې خدای قسمت کې راته څه ليکلې
 زه دوحشت په جزيروکې سوزم

 خدايه داستادغه مغروربندګان
 لتامنکردي دا دځمکې خدايان
 دکليمۍ ژبه يې پرې کړ ه رانه
 چې ماښوده پرې خپل بچوته قران

 افغانه ستا دغيرتونو کور کې
 په يويشتم پيړۍ کې سياله نه شوم
 دحکومت قاضي مې هم ګرم ګڼي
 خدايه بی غمه دجنجاله نه شوم

 څوک رانه پوزه څوک مې خوله پرې کوي
 څوک مې مرې په پڅ چاړه پرې کوي
 دلته انصاف خلکونه ورک ده خدايه
 څوک په سنګسار دژونداثره پرې کوي

 زما دمينې خدايه تاته وايم
 زمونږ قسمت به بدلوی او کنه ؟
 څوک چې په ښځو باندې ظلم کوي
 دوې ته جزا به ورکوی اوکنه؟

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

زرلښت حفيظ بشريار

 

دواړه سترګې دمين دزړه هنداره
محبت اومينه دواړه دعشق لاره
سوداګردحقيقت جوهرشناس دی
منصورځکه په مسکاورځي ترداره
ستاګاونډکې دسروسوداګري ده
ځکه تش لاسونه راغلم ستادښاره
زه دجنګ دغم وختونوقرباني يم
مانه څه غواړی دمينې طلبګاره
دايمان دزړه کعبی نه سوداوکړه
يوسوغات راوړه دسولې دبازاره
يوسف ياره زليخابيرته ځوانيږي
مراد و غواړه د مينې له درباره
زرغوټۍ ده پسرلوسره رادرومي
غوټۍ ګل به شي دمينې انتظاره

ننګرهاره ننګرهارهبشپړ شعر ولولئ

ننګرهاره ننګرهاره

زرلښت حفيظ بشريار

   

ننګرهاره ننګرهاره اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دی مبارک شه دنارنج ګل افتخاره
****
ستا باغونه مې ياديږی نارنج ګل دبياسپړيږی
دهمزولوسره مينه مې نن مې بيا په زړه وريږی
دمورجان دخولی دعاګانې دهمزولوخنداګاني
ستاښايست دګل بڼوڼومې په زړه باندی وريږي
****
اې زما د دغاړی هاره ننګرهاره ننګرهاره
دنارنج ګل افتخاره نوی کال دې مبارشه
****
خا طری مې پاريدلي ټولې ستا لمن نيولي
ستادميندوارمانوته ما په سروسترګو ژړلې
برۍ ستا ده زه منمه ما يويو درته ليکلي
دقسمت مقابله کې ما با يللې تا ګټلي
****
ننګرهاره ننګرهار اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه د نارنج ګل افتخاره
****
دهوا جګو څپو نه دخپل زړه له تنابو نه
داشنا ښايسته يادونه دګلروخومحفلو نه
ته لرئ ژوندي ولسونه ميله ځاې دزيارتونه
ستا ديدن ته هوسيږ م په تا وياړي ولسونه
****
يادوم دې نن بيواره اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دمبارک شه د نارنج ګل افتخاره
****
ستاشمشادنه قربانيږم ولسو نه به دی ځارشم
که زه بيا ستا ميلمنه شم يا ډيوه دکوم مزارشم
بغدادي کوترې غواړه زه به سره ګل د انار شم
نارنج ګل به ټولومه ميلمنه که ستا دښارشم
****
دکونړ دسيند غړ مباره ننګرهاره ننګرهاره
اې دسولې ډک بازاره دنارنج ګل افتخاره
****
صفتونه دبي شانه روح مې واخستو له تانه
ما خاپوړې درکې کړې زما زړه په تا ودانه
ته د سولې ښه زانګو يي زما مينه زما ځانه
نوی کال دمبارک شه د (حفيظ) دزړه ارمانه
****
ننګرهاره ننګرهار اې دسولې ډک بازاره
نوی کال دې مبارک شه دنارنج ګل افتخاره

افغان سربازتهبشپړ شعر ولولئ

افغان سربازته

زرلښت حفيظ بشريار

وتړه شمله ننګ دافغان پښتونه پورته شه
و ينه دغيرت يي با ايمان پښتونه پورته شه

پورته کړه لاسونه دونيا ولاو ته دا وښايه
هسکه ده شمله دميرويس خان پښتونه پورته شه

بيادنوې عصر تمدن سره اشنا شه ته
اې دغيرتو د داستان پښتونه پورته شه

بيا خپل کابل جان ته طلايي تاجونه وګټه
خان دزمانې شه خوشحال خان پښتونه پورته شه

بيا د پلار نيکونو د غيرت هغه دونيا راوړه
بيا چې په ملکنو حکومت کړي احمدشاه راوړه

ته ازاد پښتون يي ازادي ته په ګډا شه ته
بيا دسنګر ځوان شه زلزله په ټول دونيا راوړه

څو پوری ځواکونه د نړۍ ستا حفاظت کوي
بيا افغان سرباز شه تجاوز په کور بلا راوړه

څو پورې د سولې انتظار کې مسافره يم
مينه دغيرت شه دناموس ننګ ته دفاع راوړه

زما دوطن پيغلې دګودرتګ ته ارمان لري
سوله ورته وګټه حفيظ ته خوږ فضاراوړه