پښتو ادب · شاعران
حفیظ مالیار
د حفیظ مالیار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
17 خپاره شوي شعرونه
لا ويده ييبشپړ شعر ولولئ
لا ويده يي
حفیظ مالیار
سره غرمه شوله جانانه لا ويده يي
شولې پاته له کاروانه لا ويده يي
مونږ يوې مړۍ ډوډۍ ته لا حيران يو
خلک لاړل تر اسمانه لا ويده يي
ترقي ده د تعليم سره تړلې
ځان خبر کړه له جهانه لا ويده يي
صرف په برخه زمونږ وينه تويدل دي
ژوند خو دا ندی جانانه لا ويده يي
څوبه خط د ډيورنډ زمونږ تر مينځ وي
لر او بر افغانستانه لا ويده يي
کړه د کنډو يتيمانو اوښکې پاکې
ای د سولې ډک بارانه لا ويده يي
وران ويجاړ يي کړی لا هم په تا کې ګرځي
خفه نه شې کا بل جانه لا ويده يي
د حفيظ مليار په ژوند وطن ګلشن کړه
زر شه پا څيږه ارمانه لا ويده يي
زما مورېبشپړ شعر ولولئ
زما مورې
حفیظ مالیار
زما مورې
ته قيبله ته مې جنت يي زما موری
ته ثواب ته برکت يي زما مورې
بيخوبي او زحمتونه د ګاللي
ته مرحم ته شفقت يي زما مورې
په خپل عمر ته غمخوره د اولاد يي
ته وفا ته محبت يي زما مورې
ارمانونه اميدونه د په زړه دي
ته دعا او ته رحمت يي زما مورې
ارمانجن ستا د خدمت حفيظ مليار يم
ته مې پت ته مې عزت يي زما مورې
د غمو پيټیبشپړ شعر ولولئ
د غمو پيټی
حفیظ مالیار
غنيمت ګڼه هر دم د ژوند په لاره
چې شو تير هغه رانشي په بار باره
څو کيدای شي ګشلان وکره په بڼ کې
چې هر څوک د لزت يوسي له ګلزاره
که د شاتو مچۍ نشوی بياهم خير دی
هسې نه چې شې لړم غوندی نيشداره
ښه هغه چې پاچائئ کوي په زړونو
ګټه چا کله ليدلې له ازاره
ځان ښودل ځان پړسول راته عيب ښکاري
ملنګي لباس کې ګرځه شه خاکساره
په مرګي د هيس انسان روادار مه شه
که د خپل او يا پردی وي زما ياره
پسله مرګه به هغه خلک ياديږي
په ژوندون چی تری څه پاته وی يادګره
د غمو پيټی په هر چا باندی بار وي
په چا ډير وي په چا کم حفيظ ملياره
جدايي نشتهبشپړ شعر ولولئ
جدايي نشته
حفیظ مالیار
د اټک او د ې سپين غر جدايي نشته
د امونه دې خيبر جدايي نشته
که هرڅو ټوټې ټوټې شي له بدنه
له تنې نه خو د سر جدايي نشته
له يو موره ئي شدې په ګډه څکلي
په هيڅ شان د لر او بر جدايي نشته
روژئ تل مدام په صبر نيول کيږي
د روژې او د اختر جدايي نشته
تورې شپې به شي سبا حفيظ ملياره
شوګيرونه د سحر جدايي نشته
تر بو لا نه پوریبشپړ شعر ولولئ
تر بو لا نه پوری
حفیظ مالیار
دا ستامسکا زما زړګی تخنوي
لکه شمال چی د پېکی خنوی
شوڼډی د وغوړيږ ی ګل غندی شی
لکه ګلبڼ چی هر سسپرلی تخنوی
د نارنج ګل غوندی عطرونه پاشی
د عطرو بوی د ما ښامی تخنوی
سری اننګی د خدای نزره مکړه
د جنت با غ دی هر سړی تخنوی
افغا نستانه تر بولانه پورۍ
ښکلی وږمی د هر نيالګی تخنوی
اوښکی می پرخه شی دا ستا په ياد کی
د هجران باد می سهری تخنوی
حفيظ مليار نه د دودنه جګ کړل
لکه يو څوک چی سپيلنی تخنوی
په ايران کې سر په داربشپړ شعر ولولئ
په ايران کې سر په دار
حفیظ مالیار
مونږه افغانان څه خوار او زار شولو
څه مړه په جنګو کې څه فرار شولو
شو افغانستان د بزکشي ميدان
د هر پهلاون شو د مستي ميدان
څومره بد بختيو کي دچار شولو
مونږه افغانان څه خوار او زار شولو
ډير په پاکستان کې سرګردان شولو
خپل په دا ورتګ لا پښيمان شولو
ډير مو په ايران کې سرپه دار شولو
مونږه افغانان څه خوار او زار شولو
ځينې په روسيه ځينې يونان کې مرې
ځينې د ترکيي په بيابان کې مرۍ
ډير لاره کې بهر ته ګزار شولو
مونږه افانان څه خوار اوزار شولو
څوک خښ په کفن څوک بيکفن شولو
څوک خښ په وطن څوک بی وطن شولو
څوک بيا د ماهيانو د خولې ښکار شولو
مونږه افغانان څه خوار اوزار شولو
څه سايسته ځوانان زمونږ وزګار ګرځې
په پردو ملکوګې دوۍ نهار ګرځې
اي خدايه له ژوند ځينې بيزار شولو
مونږه افغانان څه خوار او زار شولو
ای مورې نور مه ژاړه لوګې د شم
اوښکې د کړه پاکې سپيلنې دشم
ستا بيا د ديدن سترګې په لار شولو
مونږه افغانان څه خوار او زار شولو
مونږ که د ملې وحدت همکار نشلو
ای حفيظ ملياره که هوښيار نشلو
ګل نشلو ګلبڼ ته هسې خار شولو
مونږه افغانان څه خوار او زار شولو
بيا نه راځمهبشپړ شعر ولولئ
بيا نه راځمه
حفیظ مالیار
د ښاغی اجمل اټک د شعر په اقتفا
ارمانجن ځمه ستا له خوا ګوره بيا نه راځمه
فانی دنيا د وی دا ستا ګوره بيا نه راځمه
لکه پولۍ د غم بټۍ کې د وريت کړی يمه
خوری دا پولۍ ته هر صبا ګوره بيا نه راځمه
د زړګې غوټئ به می خلاسې کړم ملا امې ته
تا به کړم هر چاته رسوا ګوره بيا نه راځمه
دا اح افسوز چی د ماشوم زړګې له خولې مي وځی
نور به يي نه اخلم ګناه ګوره بيا نه راځمه
زه يم پښتون خکه خپل عهد کی په اور وسوځيدم
په پښتو پوه نشوی اشنا ګوره بيا نه راځمه
د حسرت اوښکو غوندی زه حفيظ مليار څڅيږم
نشته له تا بل بيوفا ګوره بيا نه راځمه