پښتو ادب · شاعران
جمال ناصر اصولي
د جمال ناصر اصولي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
7 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جمال ناصر اصولي
مونږه د اور په پوکو ناڅو خپله نه ګډيږو
مونږ د ډالر او د کلدارو په وير نه مړيږو
منو چې ټول عمر مو وينه په اسلام ورکړې
خو يو عادت لرو پيسو باندې هيڅ نه بسيږو
هغه د لنګ پنجابی سرو سره تللی نه شو
مونږ پښتانه يو د قاغذ په بيعه ښه خرڅيږو
ښه که د غرونو ليوني يو د بازونو ښکار کړو
ولې د کونډو د يتيم په اوښکو نه زوريږو
موږ ميخانې لرو بې بيعې ډک خمونه لرو
سهار بيګا يې څښو تشيږي نه او نه مستيږو
د جنت لاره د کابله تېره شوې که ده
اصولي ووايه صرات له پله کله لويږو
د نن شاعرانبشپړ شعر ولولئ
د نن شاعران
جمال ناصر اصولي
شاعران دي شونډې ستایي
ښه پیران وي پوندې ستایي
په عفت د بل نازیږي
د بل مور او خویندې ستایي
چې د نفس هوا یې راشي
جونې څه چې کونډې ستایي
ځان ته لس ګزه بورکې کا
خو د بل بربنډې ستایي
دوزخي ښکلې کا جوړې
بیایې حورو شانتې ستایي
په وطن یې اور بلیږي
کنډوالې او کندې ستایي
یتیمان اوښکو لاهو کړل
دوی د کفر ژرندې ستایي
دلکشا کې اور بلیږي
دوی غومبري زنې ستایي
په هر کور کې جنازې دي
دوی جنۍ پمنې ستایي
که د مړو جنازې کړي
دوی یې ښې کفنې ستايې
زموږ بوټو اور اخیستی
دوی د بل شنې ونې ستایي
خپلو زاڼو چوپان جوړ کړي
خو د بل کوترې ستایی
ایتونو ته اور ورکا
خو د بل خبرې ستایي
اصولي شاعر د اور شه
چې د بل شاعرې ستایي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جمال ناصر اصولي
زړه مې راته وایی چې به تیز بادونه بیا راشي
تویې به کړي اوښکې چې پرې تور مخونه بیا راشي
سولې پرښتې ته به کفن په غاړه بیا ورکړي
جوړ د خپل اسمانه چې په سر تندرونه بیا راشي
مستې به د غم میرمنې بیا په چیغو، چیغو شي
سپینو لوپټو کې به دا سره وختونه بیا راشي
بیا به څو ویرنې د غزل قالب کې ووینو
مینې ته یې لیکم خو ویرن شعرونه بیا راشي
هره خوا چې ګورم د وطن مور لیلامي وینم
خدایه ته یې ومنه چې ورک نیکونه بیا راشي
یو خوا سکندر دی په دا بله یې مغل وینم
مینې رانه اخلي پخواني دردونه بیا راشي
هره خوا چې ګورم په درانه خوب بیده شویدي
ویښ د زمانې ته خود بربنډ خوبونه بیا راشي
کله د وطن ناوې ته موږ ټیکری ورکړی دی
کله یې چې واخلو په جیبو نوټونه بیا راشي
تورې بوړبوکۍ مو د پښتون په کلیو ولیدې
کله چې دا تیرې شي نو تور، تمونه بیا راشي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جمال ناصر اصولي
کاشکې زه د بوډۍ ټال وای پاس په غرونو ښکاریدلی
کاشکې زه پښتون پګړۍ وای په دارونو ښکاریدلی
کاشکې توره شپه دوزخ وای کاشکې اور وای مستیدلی
بیا د ښکلې شان رڼا وای په خوندونو ښکاریدلی
یا د علم وای د کفر بیا د کفر زلزله وای
بیا دتوره هدیره وای په قبرونو ښکاریدلی
یا مرید د پیغمبر وای ښکلی تخت د سلیمان وای
بیا فرید وای احمدخان وای په لکونو ښکاریدلی
خو چې نه وای پښتنو کې نه مې دین نه مې مذهب وای
بس یو بوټی د صحرا وای په رنګونو ښکاریدلی
یا د نر غوندې شاعر وای په رباب را تاویدلی
بیا تاریخ د پښتنو وای په مرګونو ښکاریدلی
د هوسۍ په شان اصیل وای د طوطي په شان ګویا وای
اتفاق وای پښتنو کې په بریتونو ښکاریدلی
هغه تخت وای هغه توره هغه ننګ وای
بیا ډهلي کې احمدشا وای په پوځونو ښکاریدلی
په رښتیا که یو افغان وای یا بربنډه افغاني وای
اصولي د دار پښتو به په دارونو ښکاریدلی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
جمال ناصر اصولي
هغه لاندې صحرا ګوره په هغه وچې مې کور دی
هر بورا یې خاورې شوی هر ګلاب باندې سور اور دی
هر ملا فتوي د مرګ کا چې د ورور دی کافر شوی
هر خادم یې جلاد شوی هر قاضي په زړګي تور دی
هر زلمي لاس کې ټوپک دی هر صوفي لاس کې رسۍ ده
هرماشوم په خوله کنځا ده د سپینګیري لاس کې اور دی
هر عزیز یې مکناټن دی یا خوشال دی اورنګزیب ته
بیا بابا دی پاڼيپت کې چې لیدلی ښه ورور دی
د هیلیو ویالې وچې د ملیار لاسونه پرې دي
د میرویس مزار ړنګ دی د بابا په جنډو چور دی
د ملالې ټپې نشته د ایوب لښکرې ورکې
د احمد وږی خرڅ شوی د صابر لاسوی ګور دی
بیا زما په پلازمېنه پیښور کې مهاجر یې
پنجاپی د نیکه شوی مشره دومره د غرور دی
شمله ور مې ټپي شوی پوهنتون مې وړکتون دی
اصولي مې بې اصوله اصولیت راته تربور دی
غېږهبشپړ شعر ولولئ
غېږه
جمال ناصر اصولي
د غلچكو اوښكو د زغم نه لرم
تور بيلتانه څخه حرم نلرم
زه د كه سرو شونډو جاومونه وينم
زه يې څښلوته درم نلرم
ستا كه په يو قدم بوسې ايښي دي
ديوقدم كعبې ته دم نلرم
غيږه دې راكړه چې دنيا وونيم
بيا دې جنت حوروكرم نلرم
خود مې ټپي لـه دنيا تللى بولـه
ټپ ته چې ستاسينې ملهم نلري
ګرانې كه زلفې دې تيارې جوړې كړي
بيا"اصولي"په دنياكم نلرم
00/09/25 برمينګم U.K
ړوند بڼبشپړ شعر ولولئ
ړوند بڼ
جمال ناصر اصولي
ړوند بڼ
مالياره بڼ در څخه وران نه شي
هسې يې ساته چې ودان نه شي
لكه نښتر په ژمي اوړي چې وي
مسكا دې كاندي چې خندان نه شي
عشق منظره غوندې وښكاريږي
انځور ورښايه چې پښېمان نه شي
مالياره ګوره يې لـه لرې څخه
لـه بوى يې تير شه چې تاوان نه شي
جام د ساقي واخلـه د لاسه نه مې
هسې د زړه زربې ټكان نه شي
هسې يې وساته د خلكو نه پټ
چې دا د نن په څېر افغان نه شي
ورته دا بر ګې كيسې مه اچوه
چې "اصولي" د زړه زندان نه شي
جمال ناصر "اصولي"