د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

زرلښته حفيظ

د زرلښته حفيظ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

49 خپاره شوي شعرونه

دسولي بابا تهبشپړ شعر ولولئ

دسولي بابا ته

زرلښته حفيظ

دسولې باچاخان خان غفارخان ته

د ننګونو قهرمـــــانه دپښتون د زړه ارمـــــــانه
نړيوال هــــم پرتاوياړي اې دسولـــــې باچاخانه
****
شملورپښتانه نن بياستاژوندون لره ارمان کړي
ستادمينې پلويان هم غږ دسولې په جهان کړي
ته دسولې په ارمان وی قرباني شوې دوختونو
زولنۍ د شرنګـــولــــي بنديوان دزندانـــونــــو
****
ازادي ته يو ناره وې ارماني لاړی جها نه
نړيوال هم پرتا وياړي اې دسولې باچاخانه
****
ته دپوهی رڼا يي وې دژوندون په حرکت کې
ته دسرو زرونه پورته با لاتر په هرقيمت کې
ته مشال وی په تياروکې دننګونوحقيقت کې
ته اوبه دجنګ لمبوته ديوسولې سترقوت کې
*****
ستاهمت باندې زه وياړم حق دغواړم له جهانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچا خانه
****
عيسی رابه شي دونيا يوژوندبه درکړي تاته
مسلمان کعبۍ ته لاړشه اواز پورته کړه دونياته
چې پښتون يم مسلمان يم په جاروايم هرچاته
سوله غواړم په نړۍ کې يم طوفان دجنګ بلاته
*****
ته دسولـــــې بل ډيوه وې اې دمينې قهرمـــــانه
نړيوال هم پرتاوياړي اې دسولې باچاخـــــــــانه
*****
زه يوه ښځه دټولنۍ اوس ارمان ستادژوندون کړم
دونياوال ته سوله غواړم نن کيسي ستادپرون کړم
لر اوبر پښتنو يو شئ دملي وحدت ژوندون ته
ارواح ښاددغفارخان به دزرلښتۍ په مضمون کړم
*****
سرراپورته کړه پښتونه دپښتون دزړه ارمانه
نړيوال هم پر تا وياړي اې دسولې باچاخانه

دسولې جرګهبشپړ شعر ولولئ

دسولې جرګه

زرلښته حفيظ

زرلښته حفيظ

شمله وروپه جرګوسره يي جوړکړئ
دپښتون قام په دودوسره يې جوړکړئ
زمانې پرمونږ ډيري نادودي وکړی
په کلک هوډدپښتنوسره يي جوړکړئ
****
باچاخان غوندی دسولې په قانون شئ
دوختونو تقاضا ته کلک پښتون شئ
لرو برو پښتنو لاسونه ورکړئ
بيادسولې دکاروان ملي تړون شئ
****
داسې نه چې خړطوفان موسره يوسي
لکه لعل دبدخشان مو سره يوسي
دپاريس انجنوته بيادغاړې هارشي
پښتنې به تر ليلامه پورې يوسي
****
جنګ نوربس دی يوې سولې ته رضاشئ
ټوپک پريږدئ يودبل سره پخلا شئ
جهاني وايي "١*بيړۍ مونورډوبيږي"
قلم پورته کړئ د پوهي سپين رڼاشئ
****
دحفيظ دزړه رضا پلورې لاړ شئ
دژوندون دارتقا په لورې لاړ شئ
دوطن دموردويرټغر نور ټول کړئ
ميليتونو تقاضا په لورې لاړ شئ
****
نوي نسل ته يو نوې سمون راوړئ
ډک دمينې اودپوهی ژوندون راوړئ
سوله زمونږدارمانونولوې ارمان دی
بيادسولې دجرګۍ پيوستون را وړئ

١*دجهاني صاحب يوشعر څخه يادونه شوی

سولهبشپړ شعر ولولئ

سوله

زرلښته حفيظ

سوله ده چې ژوند ته مو ښکلا راوړي
سوله ده چې جهل ته رڼا راوړي
سوله ده زموږ داميدو ډيوه
سوله ده زموږ د ميلتو هيله
سوله دنړۍ ټول انسانان غواړي
سوله دزانګو ټول ماشومان غواړي
سوله د زړۍ بوډۍ ورغوي کې
سوله په دوعا کې مسلمان غواړي
سوله ښه قانون ده د بشر حقوق
سوله د نړۍزحمتکشان غواړي
سوله ده سمبوال دښځينه احساس
سوله دمعيوب دزړه ارمان غواړي
سوله د جنګونو اختتام نوم ده
سوله د يتيم د مخ خندا زيرۍ
سوله طبعيت ته دښکلا زيرۍ
سوله دقومونو اتحاد معنی
سوله مودکوځي پښتنخوازيرۍ
سوله هر مين ته د وفا زيرۍ
سوله د وړۍ مرغۍ هم هيله ده
سوله دژوندودن د تقاضازيرۍ
سوله مو دپيغلو د اوربل ګلاب
سوله مودځوان دژوند بقا زيرۍ
سوله په نړۍ کې هرانسان غواړي
سوله مووطن ته هرافغان غواړي
سوله د انسان د ژوندقانون غواړي
سوله د نژاد تعبض بدلون غواړي
سوله د نړۍ پر مخ سمون غواړي
سوله د حفيظ د ډير سلګو ارمان
زمادځوانيمرګ(١) د ژوندشيبوارمان

دلته دځوانيمرګ ارمان څخه مطلب زما د شهيد وراره کوم چې په هالند کې د موټر په ټکر کې دڅلورو نورو افغاني ځوانانو سره يوځاې ددونيا نه سترګې پټي کړي ده

د اختر ډالۍبشپړ شعر ولولئ

د اختر ډالۍ

زرلښته حفيظ

زما خيالونو کې ميشته پښتنو
زما په سترګو کې ليمه پښتنو
زه د اختر مبارکي وايمه
په ټول جهان خواره واره پښتنو
دغه خوښۍ دې وي ډالۍ تاسي ته
دژوند ډګر کې ازموده پښتنو
دګل ګيډۍ مې په سوغات ومنئ
دبڼ د ګلو نه ښايسته پښتنو
سوله خوښي دې وي ډالۍ تاسی ته
دتاريخ پاڼو کې درنه پښتنو
شپه مو برات ورځ مو اختر اخترشه
دنړۍ هر ګوټ کی ميشته پښتنو
زما لاسونه ددوعا نه ډک دي
د(زرلښت)سترګو کې ليمه پښتنو
خوښي دې درشي کور په کور تاسي ته
سوله دې راشي په هر لور تاسي ته
دپښتنو خويندو دو عا اختر
دمسافر زړه تمنا ده اختر

داختر ورځې
اختريم ستا دکلي کور جانانه
بياګل ميلې ته کوم زورجانانه
ستاغريبانو ته پيغام ورکوم
درليګم زړونوته يوشورجانانه
****
منم اخترغوندې اختر نه يمه
غمجنوزړوته خوږخبرنه يمه
دمجبورې نه يوالحام درکوم
مساپروسترګو ته نظرنه يمه
****
مورجانې پورته کړه نن بيالاسونه
داختر ورځ کې ددوعا لاسونه
ټول خپه زړونو ته خندا وغواړه
هغه دسولې ژوندون بيا وغواړه
****
چې اختروکې ميندې بوري نه شي
هديري تګ ته بيا مجبورې نه شي
په سره نکريزوکړي سره بيا لاسونه
ښکلې به ښکاري ددوعا لاسونه
****
په ټول دونيا کې اې درانه پښتانه
دزرلښت سترګوکې ليمه پښتانه
د اختر ورځونه الحام واخلئ
د مينې ګل سره جانان واخلئ

دسولي لارويانوبشپړ شعر ولولئ

دسولي لارويانو

زرلښته حفيظ

دسولي لارويانو ته ډالۍ

د جلا لا د ګو در غاړی ته راځه جانانه
دکونړسيندسره څپوکې شه نغمه جانانه
ماته د سولې ترانو کې خوږ سندري وايه
شه دننګرهارپه لوړوغرونوکې ټپه جانانه
****
ځوانان ته وايه چې وطن کې موبدلون راوړئ
سوله شعارکړئ تردی نوم په کې سمون راوړئ
د څولسيزو غميزو کيسه نور خطمه کړئ بس
دجنګ او سولې مينځ کرښه دبيلتون راوړئ
****
زاړه فکرونه بدلول يو ځوان قوت غواړي
ننګ دپښتون دوطن عشق ملي وحدت غواړي
دنوي عصر تقاضا سره ژوندون پيل کړئ
داسې اقدام يوښه اخلاص دصداقت غواړي
****
موټۍ را ونغاړئ رښتيني مسلمان په نامه
سرونه پورته په شمله کړئ دافغان په نامه
مينه کړۍ په کړۍ تاوه کړئ د سولې په نوم
فضا ته پورته شئ زمونږ ملي ارمان په نامه
****
فضا ته پورته شئ پښتون ته يو ارمان راوړئ
شلم پيړۍ نه د وختو نوهغه ځوان (١ )راوړئ
چې نړيوال ورته حيران شي دعلميت په نامه
عبدالاحد مهمندپه شان يوښه افغان راوړئ
****
خويندو راځئ چې دملالۍ ميوندبياوګټو
سوله سندره کړو غيرت مو د بابا وګټو
بيادنازوپه ارمانونو باندې پل پورته کړو
بيا تراټکه پوری لاړشو پښتونخوا وګټو
****
پردي راغلي څنګه مونږ لره ژوندون جوړوي؟
جنګ بهانه ده اسارت ته يو مضمون جوړوي
ځوانانو ورکړئ دوحدت لاس دقران په نامه
غرونه لعلونه لري خداې چې پری جنون جوړوي
***
ځوانانو ويښ شئ ددی عصر تقاضا يي تاسو
دا تياره شوې ژوند ته زيرې د سبا يي تاسو
دتورټوپک دخولۍ خبرو باندې نه جوړيږي
علم موخپله کړئ ډ يوه راوړئ رڼا يي تاسو
****
دا در يد لې وطن تاسو نه ا لهام غواړي!
سوله يي مينه ده دمينې خوږ جانان غواړي
دشاه جهان غوندې وطن نه تاج محل جوړکړئ
جنون د مينې ليونتوب کې نور جهان غواړي
****
د جلا لا د ګو در غاړی ته راځه جانانه
دکونړسيندسره څپوکې شه نغمه جانانه
ماته د سولې ترانو کې خوږ سندري وايه
شه دننګرهارپه لوړوغرونوکې ټپه جانانه
****
ځوانانو سپين جامې اغوستي پښتونخواګټي
سوله يي موخه ده اوس خان ولي بابا ګټي
حفيظه ستا د ارمانو نو غوټۍ ګل کړيدي
داسيا زړه کې بيا يو تخت د احمد شاه ګټي

ګرانو لوستونکو:- دلته دشلم پيړۍ ځوان ١اولين افغان فضانورد عبدالاحد مهمندڅخه يادونه شويدی .

بشري جنايتونهبشپړ شعر ولولئ

بشري جنايتونه

زرلښته حفيظ

زرلښته حفيظ
ته مې مينه ته مې ځان افغا نستانه
ته مې روح ته مې جانان افغا نستانه

هندوکش اوستا پاميرنه به ځاريږم
کنړسيندمې لوې جهان افغانستانه

ستادمينې خوږ نغمه مې په رګو کې
ته زما دعشق داستان افغانستانه

لروبراوپښتانه ستا په نوم به وياړي
ته لوې کوردلوې افغان افغانستانه

ستاتاجک اوهزاره ازبک نه ځارشم
پښتون زړه ته مې ارمان افغانستانه

غم ځپلي ولسو نه دی قربان شم
لوړپاميرد ښکلا بام افغانستانه

ننګيالي پرتا سرونه قربان کړي
ازاد اوسی په جهان افغانستانه

چې سينه کې حفاظت ستادکلام کړي
دي ستا ننګ ته په ميدان افغانستانه

غورځنګونه درقيب ته چې نظرکړم
برۍ ستا د وي مدام افغانستانه

دټوپک په خوله چې سوله درته غواړي
ورکه وي ستا ټول بچيان افغانستانه

بشري جنايتونه تاته *١ډير شول
په سلګوکې يم نالان افغانستانه

دری لسيزه ده دجنګ لمبوکې سوزی
ډيرشول قتل ستابچيان افغانستانه

دحفيظ ارمان به خوددرته سلګۍکړي
چې جنګونوکې شوې وران افغانستانه

په کندزکې دناټو بمباري او دافغانستان د۹۹غريبوخلکو شهادت ته اشاره ده

نېټه : ١٣ / ٦ / ١٣٨٨ | 2009-09-04

سولې ته جنډې تړئبشپړ شعر ولولئ

سولې ته جنډې تړئ

زرلښته حفيظ

اې دوطن پيغلې غبرګ لاسونه په زيارت کيږدئ
سولې ته
جنډې تړ ئ نذرونه په زيارت کېږدئ
***
جوړکړئ کتارونه په هوا کې دسپين غرپه لور
پاس په اسمانو کې لړۍ لړۍ ځي دتورغرپه لور
والوزئ شاهين شئ قطارونه د خيبر په لور
بيادسولې غږ شئ دپښتون دلوی ټبرپه لور

***
زرکو په شان لاړ شې ارمانونه دغيرت کيږدئ
سولې ته جنډې تړي نذرونه په زيارت کېږ
دئ
***
بيا چې بورې نه شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډې نه شي دوطن دا ګلالۍ ناوې
بياچې ديتيم
ژړا وانه ورم دتنـــــــــــــــــــکي بچي
پرېږده چې سینګار وي ددې قام د سوکالۍ ناوې
***
جوړ ترې بېرغونه
کړئ شالونه په زیارت کېږدئ
سولې ته جنډي تړي، نذرونه په زیارت کېږدئ
***
خدای خو لوی باچا دی که قبول م
و دا سوالونه شي
ختم شي د وير شيبې خوشحال مو خفه زړونه شي
بيا حفيظ شي ښاده، د ارمان غوټۍ ګلونه شي
هر
خواته مستي وي د ډولونو اوازونه شي
***
خداې ته هيله وکړې ارمانو نه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډې تړي
لاسونه په زيارت کېږدئ
***

بيا چې بورې نه شي دوطن داغيرتي ميندې
بيا چې کونډې نه شي
دوطن دا ګلالۍ ناوې

بياچې ديتيم ژړا وانه ورم دتنـــــــــــــــــــکي بچي
پرېږده چې سینګار
وي ددې قام د سوکالۍ ناوې
***
جوړ ترې بېرغونه کړئ ، شالونه په زیارت کېږدئ
سولې ته جنډئ تړئ نذرونه په
زیارت کېږ دئ
***
خدای خو لوی باچا دی که قبول مو دا سوالونه شي
ختم شي د وير شيبې خوشحال مو خفه زړونه شي

بيا حفيظ شي ښاده، د ارمان غوټۍ ګلونه شي
هر خواته مستي وي د ډولونو اوازونه شي

***

خداې ته هيله وکړې ارمانو نه په زيارت کيږدئ
سولې ته جنډې تړي لاسونه په
زيارت کېږدئ

ملنګ جان تهبشپړ شعر ولولئ

ملنګ جان ته

زرلښته حفيظ

ارواح ښادملنګ جان ته
زما زخمي زخمي وطنه ملنګ جان خپه دی
ارواح يې بياتازه کووننګ دا فغان خپه دی
****
په ګران هيوادکې دنفاق د اورلمبې جګيږي
دموردغيږې دماشوم زړګی په
بم چاوديږي
دغه وحشي دغم وختونوته اثره نه کيږي
خاونده ولې نور زمونږه توبه نه قبليږي ؟

****
دوطن عشق کې ليونی په قبرستان خپه دی
ارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی
****
زموږوطن کې
دجنګونولوی سنګر وګورئ
په سروګولیودماشـــوم زخمي ټټر وګورئ
نورمودميندوپه سلګوکې شيمه پاتې نه شوه
ديزيدجنګ دی کربلاکې لوی محشروګورئ

****
خيبردغم نارې وهي پښتنونستان خپه دی
ارواح يي
بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی

****
پښتنوشور د افغانيت دننګ سړي غواړي
دملنګ جان په پل روان
هغه زلمي غواړي
چې دخوشحال او د احمد په ارادو مين وي
لکه ميرويس هسکه شمله په زندګي غواړي

****
زمونږ دميندوفريادوته خوشحال خان خپه دی
ارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه
دی
****
پښتنوجوړه کړئ جرګه ملي تړون وغواړئ
زمونږ دټولو مليتونو پيوستون وغواړئ
چې نوردغم اودويرنوکيسې پاتې نه شي
دنوې عصر تقاضادژوندسمون وغواړئ

****
حفيظ دسولې اوآز پورته کړه افغان خپه
دی
ارواح يي بياتازه کوو چې ملنګ جان خپه دی

ای زما ښکلې وطنهبشپړ شعر ولولئ

ای زما ښکلې وطنه

زرلښته حفيظ

داوختونه ما تمو نه به د ی تير شي
داجګړۍ او ستمونه
به هم هيرشي

بيابه اوښکې ديتيم نه تل خنداوي
توره بوړه١* به ښه ځاې دتماشا وي

بيابه ټولې مستې پيغلې به خنديږي
بياسپين غرکې به غاټول ګلان غوړيږي

ا ر غوان به د
چند ړو سره يو ځاې
د خيبر د غر و لمنو کې ټو کيږي

اباسين به دی دمينې نغمه ګر شي
ارغنداو به دی دهيلوجلوه ګرشي

کونړسيند به دغيرت سندرې وايي
د هري په ترانو کې به دی
ستايي

داموسيند په څپو کې به يا ديږی
د ننګرهار په ګلابونو به ناز يږی

مسافر د وطنو به را ستانه شي
افغانان به دننګونو کور بانه شي

دجنګونواوغمونوموربه مړه
وي
ترانې به دې دسولې زمزمه وي

زه به راشمه دمينې خوږلمن ته
دحفيظ دارمانو ښکلې وطن ته

دلته توره بوړه١ څخه دننګرهارد دپچيرا اګام ولسوالی هغه غره ته ايشاره شوې دی چې يو وخت
کې د امريکايي قواو ديرغل په نتيجه کې په نيپالي بمونو د اسامه دلټون په بمبارد شو

جنګه ستا خريدار نه يوبشپړ شعر ولولئ

جنګه ستا خريدار نه يو

زرلښته حفيظ

دشلم پيړۍ غميزوکې پيدا شوم
يوشتم پيړۍ کې لاهم په سلګو يم

ديوسولې دراتلو په ارمان پايم
جنګه ستاله ناکردو نه په ګيلو يم

خوږ وطن م
ودمرګونوقتلګاه شو
داجلادجلادوختو ته په زارو يم

جنګه ته مو دخيالونو جانان نه يي
مونږدسولې دراتګ خريداران يو

ته هم ولاړ شه ټوپکي ياران ديوسه
مونږدسولې دوختونو ليونيان يو

دا وطن ته د خوبونو جانان غواړو
د يوسولې دراتګ هواداران يو

دحفيظ د ليونۍ مينې ارمان
ته
مونږ دسولې دراتګ تږې مارغان يو