پښتو ادب · شاعران
زرمینه عظیمي
د زرمینه عظیمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
6 خپاره شوي شعرونه
ستا خیالبشپړ شعر ولولئ
ستا خیال
زرمینه عظیمي
کله داهم ښه بهانه شې
ستادراکړی درد پتولو لپاره
کله په زړه مې
لکه واوره ووریږی
نغمه شې
سکون شې
درمان شې
خو
صرف څوشیبې لپاره
بیابیرته
مغرورشي
ظالم شي
سره سا شي
اویوه لرزه شي
زما په ټول بدن کې
اوومې لرزوي
چې صرف خیال یې
ګودربشپړ شعر ولولئ
ګودر
زرمینه عظیمي
څه شو هغه ګودر؟
څه شو هغه دګودر غاړه؟
څه شوه هغه زموږ دکلي مسته لیونۍ
چې ښایسته و پرې مازیګړی زموږ
هغه په سورسولو کې پته لونګینه
هغه چې هرسهاربه دپولیوشرنګهارو
هغه لیونۍ چې قدم په قدم یې دمینې نښه وه
هغه زموږ دکلي ښایسته ښاپیرۍ
څه شوه هغه ؟
چیرته لاره ؟
څوګ خويي ولټوي
څوګ خودي راته
هغه دګودررنګین مازیګرۍ بیا راولۍ
هو بیا
دابدرنګه ګودر ته مې ښایست راولی؟
زه خپل دګ ګودر پسې خفه یمه
خفه یمه
بې څراغه ښاربشپړ شعر ولولئ
بې څراغه ښار
زرمینه عظیمي
-هو هغه شپه مې داسمان هغه ښکلی څیره ښه په یاد ده
هو څومره ښاسیته بریښیده
داسې لکه یوه ښایسته په پښتنی هڅوب ښکلی شوی ناوي
بلکل همداسې یوه شپه وه
چې ددې ښکلې اسمان په کتوکتو
دخوب ډرنې ډرنې پلوشې مې سترګو ته راغلې
اوزه له ځانه سره یوه عجیبه نړۍ ته یوړمه
داسې یوښارته چې ....
په مادي ښایستونه کې بې همتا ښار
او په طبیعی ښایستونه کې بې سارۍ
همداسې په څراغونه رنګینه او بې مثاله
داسې يو ښارته
چې ړنا او ړنا وه
خو دهغوی ړنا بل شانته ښکاریده
هو ماته دهغوی دړناګانودګ ښار
دتیاړی نه دګه ښکاریده
او ولي به نه واي ؟
پوهیږی
سربیره په دومره ښکلا او ړنا
ددې ښار خلک یو بل سره نه پیژندل
دلته کینه ،دښمنی ،وروروژل
هو دا هر څه دېر و
خوزه ورته حیرانه پدې ومه
چې ددې ښار خلک
نه خو یوبل ته اړتیا درلود او نه هم کومه ستونزه
نه پوهیدم چې دا به دڅه لپاره وي؟
او ښاري هم ښایسته دي دلته خو یرغلګر هم نه و
بیا به څه علت وی؟
همداپوښتنی سره روان ومه
چې دلیری نه یوکس تر نظر شو
دېردپوخ عمر خاوند او پوه ښکاریده
سلام نه پس
ورته وویل
ولی ددې ښار په ښایستونو
ښایست
او ړناګانوګې
رنا
نشته؟
په یوه تریخ مسکاسره یې
جواب راکړل
آه لوړی
داهرڅه اشته
خو؟
خو څه ؟
خو دي ښار خلک کې بینا کس نسته
هو دلته ټول رانده شوي
اوهغه هم یوازی
اویوازی
ددې دروازی په تړلو سره
هو یوازی ددې دروازی په تړلو
مخ مې ورلو
چې داکومه دروازه ده
هو
ومې لیدل
او څنګه ښه علت
درانده کیدل لپاره
هغه هم داسې رانده
چې سترګی لری
خودید نلری
بیا
یې راته وویل
هوزموږدښارخلک
ددې په خارو ختولرلو
تمیرپه تړلو سره
بس همدا
یعنی
دښوونځی په تړلو
او جاهلیت ته په مخه اړلوسره
رانده شول
هورانده شول
او زموږدښارړنایې دلته بندی کړل
پدې
خوبونو کې دلمرپه زرین ورانګو سره
راویښه شوم
اوخپل خوب ته فکر یورمه
ځکه زما دښار اوکلی
ړنا هم په تیارو کې دوبه ده
هو دلته هم
ړنا نشته
اودلته هم
زما دښارښایست
په تیارو کې دوب ده
دلته هم ښوونځي زموږ په مخ ټړلی
هو
ړنا نشته
او زما
ښارهم
په څراغونوکې بې څراغه ښار
دی
پاتې نشوبشپړ شعر ولولئ
پاتې نشو
زرمینه عظیمي
ټولې راته ووژل افغان پاتې نشو
نړۍ ژوي نیولۍ انسان پاتې نشو
هرې خواکې اورراباندې بل کړی
په سوځیدو شوللمه باران پاتې نشو
هریوخیال می وژني په څه پلمو
داسې ښکاری چې مسلمان پاتې نشو
څوک ویلی نشی حقیقت خولي تړلې
په داراوسیږوآزادی بیان پاتې نشو
اوهغه اورپسی راغلی میلمانه
صاحب دکورشومهمان پاتې نشو
هغه وقت مې اوښکې دېرې توی کړی
جانان په تلووپه ارمان پاتې نشو
زما دزړه اوازبشپړ شعر ولولئ
زما دزړه اواز
زرمینه عظیمي
نن بیا سهاروختی دځنګل دونو پاڼی رژیده نه ......
لری لږیخواڅخه دلوی سیند داوبوسره هار له خوبه پاڅولم ا
بیایوه بله ورځ بیا زه اوزما لیونتوب پیل شو.....
بیا په کوڅو کی ګرځم .............
نن بیا دلیونو په شان هغه لټوم .....
کوندی دځنګل د ونو لاندی یاخوبه لږلری دسیند پرغاړه چیری بیاومومم..
او ورته خپل دزړه هر پرهروښیم ووایم
چی دا څه دی ؟
هاداڅه وو؟
چی رادکړل اولاړی ؟
اه اه اه
یوځل دی هم سوچ ونکړو ؟
ایادومره درته زما دزړه ماتول اسان وو ؟
اه اه اه څه ووڅه وو؟؟؟؟؟؟؟؟؟
زه په داسی سوچونوکی روانه ومه چیری دلاری یو راوی دفکرونود دنیاڅخه ویستلم
سلام !......څه لټوې
چوپ پاتی شوم ځکه ماسره هیڅ ځواب نه وو څه به می ویل چی څه لټوم ؟
دابه می ویلو وو چی هغه څوک لټوم ؟
چی دیوی ورځی لپاره یی هم په زړه کی نه وم دابه می ویل ؟
یاخوهغه څه تاراته ویلو وو
ها هغه چی نورید ماسره مینه نشته نوردی په زړه کی زما ځای نشته دابه می ویل ؟
اه اه څومره اسانه وی داخبری کله چی تاراته ویل
اما ای کاش پدی پوهیدلای وی کومی چی زه یی دویلو جرات نه شم کولای وه څنګه می اوریدلی به یی ای کاش چی پوهیدلای وای .............
زه بیا پهه همدی سوچونوکی ډوبه ومه چی بیاغږشوراباندی ......
هی لیونی تاته وایم څه لټوی ؟
بیامی ورته وکتل خو دی ویلو لپاره نه وو راسره چی څه ووایم
همداسی می خپل ځآن سره بس دومره وویل
لاړشه لاړشه .....
لارویه خپل کارپسی
زه چی څه لټوم هغه دلته نشته
هسی زه ځان غلته وم
کوندی یوه ورځ به یی پیداکړم
هو پیدا به یی کړم پیدابه یی کړم
څه لاری پسی دی ....
لاروی په ځیر ځیر راته وکتل او پوه شو چی څه دویلو راسره نشته ....
ځان سره مسکی شو اوروان شو لاروی
دهغی له تګ سره می په زړه سره یو درد شو
چیغی می کړی !!!
ومی ژړل دمره می وژړل چی نوری اوښکی دتویولو پاتی نه شوی
په شیبوشیبومی ژړل زړه می وژړل خواوښکی می دزړه ځخه نه بهیدی
دومره چه نورمی زړه ژړل خواوښکی دسترګوځخه نه بهیدلی...
دامی دی ستانه پرته ژوندون...دامی دی پرته له تازماژوندون هودازماژوندون دی بدون له تاځخه
ای کاش چی پوهیدلی هوکاش چی پوهدلی وی....
××××××
دزړه څخه می وپوښتل؟
مینه رالنډه کړه راته یی
وویل
دهغه کس پیل اوسه چی ستاپایله وی
×××××
ستادتلونه پس
پوهیږی ماستادراتلوانتظارکوله
باورمی درلودچی یوه ورځ به بیرته راګرځی
پدی می باوردرلود
چی راځی ته ماته دردونه شی راکولای
دردنشی راکولای
اه اه کله چی راغلی
خوشحاله شومم
ومی ویل درته
چی زه پوهیدم چی بیرته راګرځی اما خبری می لاختمی نه وی
چی په غروردی راته وویل
نورمی په زړه کی ستالپاره ځای نشته ......
روان شوی
څودقیقولپاره خوپه ځان نه پوهیدم
چی په ځان پوه شوم
هیځوک نه وراسره هیڅوک هم
بس زه ومه
زماتنهایی چی هری خواکی خپره وه
زه ومه اوتنهایی زماتنهایی
مورتهبشپړ شعر ولولئ
مورته
زرمینه عظیمي
ته مې څراغ ته مې ړنادژوندون
ته مې یې شمعه ته ښکلا دژوندون
اه! بی له تاڅومره نیمګری یمه
ته مې خنداته مې بقادژوندون
څنګه به هیري کړمه ستاسختی شیبي
ته مې آرام ته مې هوسادژوندون
که ځان درنه قربان کړم دابه څه وي؟
داهرڅه کم دی ته یې طلادژوندون
ستاخبره مرغلره قیمتی ده
چې هرسهارده دادعادژوندون
ستاستاینه ډېره زیاته زه عاجزه
ته ملکه یې ته احیادژوندون
******
دمورستړی ورځی رسیدو خپل دهیوادمهربانه اوسرلوړی هڅاندې میندوته اوپه تیره خپلې ګرانې اودقدروړمورجانی ته دزړه له کومې مبارګې وایمه
اوهیله لرم خپل دستونزی اوربړونه چې زما لپاره ایستلی او زه دداحق اداکولو باندې عاجزیمه زما دامنعوی دالۍ ومنی
ځکه وايې چې
دپادشاهان دالۍ سره زردی
دقلم خاوندان ده دزره ویني
اوهوتاسوددې ورځی لپاره څه کوي؟
دڅلورم کال زده کړه یاله