پښتو ادب · شاعران
ډاکټر محمدآجان مرزی
د ډاکټر محمدآجان مرزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
5 خپاره شوي شعرونه
دیارانو محفلبشپړ شعر ولولئ
دیارانو محفل
ډاکټر محمدآجان مرزی
محفل و د يارانو ښکلې شپه ښکلې شېبې وې
دوستي هلته کوربه وه د صفا خپرې نغمې وې
دېره د زړونو جوړه د زاهد لارې وې بندې
سندرې آسماني وې د هستۍ ښکلې څپې وې
جامونه د رحمت ډک د ساقي په سرو شرابو
مطرب مست په سندرو د راګونو ولولې وې
خندا وه په لېمو کې سينې ډکې وې له عشقه
څپې وې د الفت ورکې تيارې د نيمو شپو وې
انځور د پاکو زړونو مې لېده په ښکلو سترګو
مسکا پر ټولو شونډو بې له غمه نندارې وې
د پاک زړه عبادت و د مېکشو په مجلس کې
نه غم و د سبا او نه کيسې د تېرو شپو وې
د زړونو وې بدلې مست جامونه وو له شوقه
سندرې پاېکوبې وه د الم ورکې څېرې وې
بلي لمبېبشپړ شعر ولولئ
بلي لمبې
ډاکټر محمدآجان مرزی
باران پر غرو وريږي د توپان مستې څپې دي
پړکونه د تالندو برښنا ده د بادونو ولولې دي
جونګړې د بېوزلو واړه ډوبې شوې سېلاب کې
بیا ورځې د دردونو بيا د غم څه تورې شپې دي
پردیس کور ته روان قدم به ورو ږدي پر موړونو
آفت ته لاره لنډه د هجران کيسې اوږدې دي
مخ خړ شو د ګلابو د نرګس سترګې ړنډې شوې
انځور ښکلی ویجاړ شو اوس د بدو نندارې دي
بڼونه به ړنګېږي ورک به بوی شي د رېحانو
وزر د بلبل سوزي د سره اور بلې لمبې دي
نغمې د شپېلو نشته دښتې وچې او وېجاړې
نسيم د بهار ورک شو د رنځونو سلسلې دي
خندا ورکه له شونډو پر هر مخ اوښکې روانې
باغبان ژاړي له غمه د غاټولو جنازې دي
نه خوند پاتې په ميو نه تاثير ګورم دعا کې
مستي له غزل ورکه د دردونو ترانې دي
تیر وختونهبشپړ شعر ولولئ
تیر وختونه
ډاکټر محمدآجان مرزی
دا د کوم توپان بادونه دا د کوم دریاب موجونه
د زړه سوز به د مېن وي یا د اوښکو سېلابونه
د ګل پاڼې په هوا شوې د خزان له اوره تښتي
غنچه وسوله لمبو کې د غاټول پر زړه داغونه
لاره ورکه په جنون کې کاروان نشته هیلې ورکې
پر جام پروت ګرد د وختونو د غماز ګرم دي بزمونه
مطرب لاړو له محفله پېل چې ساز شو د نااهلو
ټول سورونه د قیامت دي د مرګونو دي سازونه
ګرمي ورکه له حجرو شوه د یارانو لارې څارم
د یادونو انځور ورک شو ټول د هجر تصویرونه
د آسمان ستورو ته ګورم لټوم ځلا د مینې
رڼا ورکه له جهانه ورک له سر ښکلي خیالونه
کېسې لنډې مزل اوږد تیارې د غم نه سبا کېږي
نه کاروان شته د کوچیانو نه رمې نه اوچت غرونه
پاکه مینهبشپړ شعر ولولئ
پاکه مینه
ډاکټر محمدآجان مرزی
دا د رندانو کوڅه ځه خپلو سجدو ته درومه
دلته ماڼۍ د صداقت خپلو جرګو ته درومه
بازاز د حق دلته سودا د بد تعبير نشته ده
دا ده دنیا د حقيقت خپلو خيالو ته درومه
د جنت لار نده نه حورې په کتار ولاړې
دا د ملنګو ده کوټه خپلو حجرو ته درومه
عبادتونه او ثنا بې له اجرت شي دلته
له وېرې نشته واویلا خپلو تسبو ته درومه
مینه د رب نه په مسجد نه په منبر لټوو
زړه مو کعبه ده د صفا خپلو کوڅو ته درومه
لاره د ژوند مو په تقوی او تواضع کې پرته
دا ستا تعبير نه هم معنی خپلو علمو ته درومه
نوم د الله سره مو مینه بل حساب نلرو
عبادت نکړو په ظاهر خپلو پلمو ته درومه
نه مرتبې دلته پېدا شي نه د زر خزانې
دلته د فهم ټغر پروت خپلو کيسو ته درومه
د ساحل ریګ هره زره کې دي پراته رازونه
روان د عقل دی دریاب خپلو اوبو ته درومه
رڼا د قدر دلته بله اور د عشق بلېږي
دلته د پاکو زړونو اور خپلو نغرو ته درومه
د زړه هیلهبشپړ شعر ولولئ
د زړه هیله
ډاکټر محمدآجان مرزی
راشه د تورو شپو تېارو کې بیا رڼا راوله
اوس چې دي ورځې د ظلمت راته سبا راوله
د ړنګو کلو د غمونو تصویرونه ورک کړه
هېر کړه د غم زوړ روایت بل مسيحا راوله
له وچو شونډو خندا ورکه زړونه ډک له درده
بند کړه بادونه د خزان ګل ته بورا راوله
د لوڅو پښو تڼاکې ډېرې د غریب پر تلي
وېجاړ کورونه کړه آباد نوې ځلا راوله
بیا پر رڼا د پوهې ورک کړه خرافات له ملکه
ړنګې د لافو کړه حجرې د حق سودا راوله
رنګين پر وينو د انسان ټغر د خاورو شولو
ماتې چړې کړه د ظلمونو بیا خندا راوله
د ارمانونو بېړۍ ورکه د دریاب څپو کې
له توپانونو مه بېرېږه د نسیم بله نڅا راوله