پښتو ادب · شاعران
شس الله خوستی
د شس الله خوستی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
صراط المحبتبشپړ شعر ولولئ
صراط المحبت
شس الله خوستی
ماډیرې طریقې وکړې یوه هم نه کوي کار
بې زړه چې نکړو ځان ورته ،بل چم نه کوي کار
اغزنه دښته،هره خوا بلا ،د شپې مزل
چې نفس ورلاندې نکړو ،نوقدم نه کوي کار
دزړه په سترګو وګوره صراط المحبت
دسرسترګې په داسې ځای کې سم نه کوي کار
که ژاړې هره شپه ،خوچې فطرت دې وي خزان
پرې لوندزړګی دګل ندی ،شبنم نکوي کار
چې شمس ته ورکتی نشم ،نوتابه ګورم څه
نظرمې په دیدن کې خورم قسم نه کوي کار