د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

حافظ مالیار

د حافظ مالیار پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

خزانبشپړ شعر ولولئ

خزان

حافظ مالیار

 

راشي خزان دونو پاڼو ته سرخي راولي

شين رنګ يې ژيړ کړي مرګ تالان يې په ځواني راولي
ش
ګلابي رنګ. ګلابي مخ او کلابي حسن یې

شي پاټې پا ڼې هر ګلاب لره نيستي راولي

دزمان جبر چوپې خولې سره بدلون جوړوي

ځواني بدله په زړښت کړي بيا مرګي راولي

دهر انسان دژوند سپرلی هم دخزان سره وي

پاني دنيا ده هرانسان ته جدايې راولي

عمر چې لاړه دور لاړه بيرته بيا نه راځي

څنګه چې لاړه بيابه څوک دا تير سپرلي راولي

ښه خو هغه حفيظ ملياره چې احساس ولري

په دالڼد عمر کې دزړونو پاچاهي راولي