د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

بازمحمد روغوال

د بازمحمد روغوال پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

22 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

 

په خپله خا وره دی خپل سر کړلو قربان شهیده
یا قاسم جان شهیده یا قهرمان شهیده

سرخودی کیښود په سنګرکښی خپل وطن لپاره
ستا په میړانه باندی ویاړي افغانان شهیده
یا قاسم جان شهیده یا قهرمان شهیده

په شهاد ت دی دافغان اولس ویاړنی زیات شوي
شولي سمبول د افتخار د هر افغان شهیده
یا قاسم جان شهیده یا قهرمان شهیده

مرګي خوهرچاته راسیږی خلاصید ل تری نشته
کاشکی نصیب شی شهاد ت دهر یوځوان شهیده
یا قاسم جان شهیده یا قهرمان شهیده

(روغوال)پنځه وخته ستا روح لره دعاوي کوي
شه په نصیب دی د جنت هوري غلمان شهیده
یا قاسم جان شهیده یا قهرمان شهیده
۱۳۹۲/۲/۲۲

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

بازمحمد روغوال

را ویښ شۍ افغانانو پنجا بیان راغلي دی
نن کور د زمریو ته ګید ړان راغلي دی

چا یی سترګي ور سري کړی نور یی د لته را لیږلی
ژوندي د رنه لاړ نشي انګر یزان راغلي دی

په شرم نه شر میږ ي د وی په نیمه نه پوهیږی
بی شرمه بی پرتوګه حبشیان راغلي دی

نور جګ شۍ افغانانو د خپل خاوری پتنګا نو
دا ستا د کور ډ یوي ته ګونګوټا ن راغلي دی

ازمو ن د افغا نانو نور وانخلۍ پنجا بیا نو
وردانګه پری (روغواله) ظا لیمان راغلي دی

جلال اباد

۱۳۹۱/ ۲/ ۱۷