پښتو ادب · شاعران
پوهنمل محمد وارث
د پوهنمل محمد وارث پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
42 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
پوهنمل محمد وارث
څومره که اوږدیږي د ژوندون لاره
هومره رالنډیږي د بيلتون لاره
مينځم د غزل توري راڼه به شي
جوړ به کړي احساس کی د بدلون لاره
اوس چی د سکرټو په سيند اوړمه
خیال کی می انځور شي د پرون لاره
څومره په تلوار له غره راکوزی شوی
پری به ږدي مزل کی د سکون لاره
پرښه د سهار نور تم کیدای نشي
وریځو کی بيا مومي د خلاصون لاره
دلته سپرغۍ ټولی سرګردانه دي
ځکه ئی نیولی د جنون لاره
ګُلبشپړ شعر ولولئ
ګُل
پوهنمل محمد وارث
څو څاڅکو د باران رانه ګل يووړ
توفان نه وه خزان رانه ګل يووړ
وږمو چی سحر پاڼی رپولی
په وخت ئي د اذان رانه ګل يووړ
ما زوکړی د سپوږمۍ ته وه ساتلي
د ستورو ډک اسمان رانه ګل يووړ
په شنه اسمان ږلۍ له کومه راغله
سيلۍ او خړ توفان رانه ګل يووړ
صياد دلته د بڼ په ننداره وه
کوم غشې او کمان رانه ګل يووړ
سپرلی زمونږ په کلې کی لږ تم شو
د بر کلې باغبان رانه ګل يووړ
قانع يم امانت يی وه راکړی
(وارث) وائې يزدان رانه ګل يووړ