د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

پوهنمل محمد وارث

د پوهنمل محمد وارث پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

42 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهنمل محمد وارث

 

پرښې ملګرې د سهاره سره وي
 ګل خو هميش وېده د خاره سره وي

 د اسمان لمنه هسې ډکه ښکاري
 رنګونه ډير خو د بهاره سره وي

 د سپرلي هغه شيبې زما ياديږي
 نری باران چې له غباره سره وي

 زه ئې هسې تهمتي او ملامت کړم
 څړيکې هميش بيا له پرهاره سره وي

 د زاهد په سجدو کله خطا مه شئ
 ډار خو له خدايه توبه ګاره سره وي

 دا د ويرې ژوند ( وارثه ) هيڅ خوند نه کړي
 خوند په مينه کې له داره سره وي

توپیر شتهبشپړ شعر ولولئ

توپیر شته

پوهنمل محمد وارث

زما اند او ستا خيالونو کې توپير شته
بس د هر چا په فکرونو کې توپير شته

ته مغروره خو د هيچا پروا نکړې
دامنم چې عادتونو کې توپير شته

د ساده مينې ارزش باندې پوهيږم
چې په کليو او ښارونو کې توپير شته

د رباب خوږو نغمو ته که لږ ځير شې
د هر تار په اوازونو کې توپير شته

ما احساس د خطر وکړ چې ډوبيږم
سمندره! ستا موجونو کې توپير شته

وارث وائي زما درد ځکه سوا دې
د هر چا د زړه دردونو کې توپير شته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهنمل محمد وارث

تيارې دي خورې شوې د رڼا څه اثر نشته
 خوښۍ دي ياغي شوې د خندا څه اثر نشته

 بارودو وریځې جوړې کړې او نيم اسمان ئې ونيو
 دا شپې څومره اوږدې شوې د سبا څه اثر نشته

 ناصح څه ګناه کړې چې توبو ته ئې مخه وکړه
 په وعظ او نصيحت کې ئې د رښتيا څه اثر نشته

 ناروغ فکرونه کله په ګناه باندې پوهيږي
 عذاب سره ئې شپې دي د دعا څه اثر نشته

 اغيار په خپل هنر ورته له هر څه نه زړه تور کړ
 مغرورې ککرۍ کې د پروا څه اثر نشته

 که هر څومره نصيحت او لارښوونې ورته وکړې
( وارثه ) په بې لارو د وينا څه اثر نشته

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهنمل محمد وارث

چې مستي او شور ئې نشته حيران نه يم
 حالات هم د زمانې دي زنګ وهلي

 لا تراوسه ئې فکرونه ستړي ښکاري
 دلته خيال او احساس دواړه جنګ وهلي

 له خزانه نه به زه ولې ګيله مند يم
 په سپرلي کې ټول ګلان دي رنګ وهلي #

زه اغيار ته په پاخه کاڼي کم راغلم
 چې اوس خپل رانه تيريږي څنګ وهلي

 ما وعده د اميل هسې ورته ورکړه
 خبر نه وم چې ږلۍ، لونګ وهلي

 چې خمار ئې نه ماتيږي پوه پرې نه شوې
 ای ( وارثه ) دوې پيالو کې بنګ وهلي

پیژنمبشپړ شعر ولولئ

پیژنم

پوهنمل محمد وارث

سترګو د جانان کې زه غلا پيژنم
 ښکاري په کې ټوله دنيا پيژنم

 سره چې اننګي شي د شفق په څير
 هله ئې د سترګو حيا پيژنم

 لا که بې پروا شي پروا نه کوي
 پټ ئې اننګو کې ادا پيژنم

 دلته چې اوسيږې مينه جرم دی
 بس زه ناروا او روا پيژنم

 څومره چې تروږمۍ ځان ته غره شي خو
 لمر ختو نه مخکې سبا پيژنم

 ستا د خاطرو دفتر مې وسپړه
 اوس پکې ګناه او خطا پيژنم

 دومره تجربه ( وارث ) حاصيله کړه
 وائې چې پخلا نا پخلا پيژنم

تر داره مه ځهبشپړ شعر ولولئ

تر داره مه ځه

پوهنمل محمد وارث

 

ما له اوله ستا د مينې ليونتوب منلې
 پري چې زما جنون ياغي شي ته تر داره مه ځه

 چې د اغيار په لمسون لارې دې کږې کړې د وخت
 ماشوم زړګي سره مدام په دغه لاره مه ځه

 لا دې له سترګو نه نشې هم کوزې شوې نه دي
 ډک شوی زړه دې په ما تش کړه خو دواره مه ځه

 د ګونګې مينې کفاره درباندې واوختله
 حق يې ادا کړه بنده غاړه ای نګاره مه ځه

 لښکر د تورو شپو دمشالونو کاروان لوټ کړ
 تم شه زوال د تروږمۍ راشي تر سهاره مه ځه

 هلته دا نوي بنديزونه د ( وارث ) خوښ نه شول
 کلي کې هم توبې ماتيږي اوس له ښاره مه ځه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهنمل محمد وارث

فرهادي نشه مې سر کې پاريدلې
 په تش لاس به په لوې غرکې لاره باسم

 سپرغۍ کله په ايرو کې پټيدی شي
 فلسفه يم په نظر کې لاره باسم

 که مخې ته خنډونه هم ايجاد شي
 د وږمو په څير سحر کې لاره باسم

 له توپانه سره شپې مې ازمايلي
 اوس په خپله سمندر کې لاره باسم

 پام په خوار نظر کاته راته و نه کړې
 لکه څړېکې په پرهر کې لاره باسم

 که سکروټې مې په سر باندې انبا رشي
( وارث ) واېي په مجمر کې لاره باسم

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهنمل محمد وارث

اوښکې په څوکو د بڼو کې زنګوم درځمه
 ماتې سلګۍ مې حوصيلو کې زنګوم درځمه

 چې دې زما په زړه کرلي غشي ونه رېبل
 څړيکې، دردونه پرهرو کې زنګوم درځمه

 دا څه پرې وشوه چې احساس مې اوس ارام نلري
 لکه ماشوم يې په زانګو کې زنګوم درځمه

 زما پخې وعدې د نخل يو ثمر وګڼه
 د ګلو هار به په سپرلو کې زنګوم درځمه

 ياغي خيالونه مې انځور غوندې اوس چوپ پاتې دي
 لکه سندره په نغمو کې زنګوم درځمه

 دا شوخ فکرونه مې احساس رابوګنوي هر وارې
 زه يې له نازه په ليمو کې زنګوم درځمه

 لکه بورا چې خپل وزرونه په لمبو کې سيځي
 داسې وجود مې په لمبو کې زنګوم درځمه

 وائي ( وارث ) چې بغاوت ته مې اوس غاړه ايښې
 ښه په ښکاره زولنې پښو کې زنګوم درځمه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهنمل محمد وارث

ما خپل قسمت نه په سلګو ژړلي وه
 هم مې په ورځ هم مې په شپو ژړلي وه

 چې ګناه مې کړې نه وه ګناهګار شوم
 بيامې تقدير ته په شيبو ژړلي و ه

 چې تکل مې بيا تر عرشه نيمه خواه شو
 په نيمه لاره فرشتو ژړلي وه

 چې سکون د زړه مې نشته نا قرار يم
 لکه يتيم مې په غرمو ژړلي وه

 غوټۍ لاړې ځوانيمرګې شوې له واره
 له ډيره سوزه بيا ازغو ژړلي وه

 هره ورځې زه په اوښکو ګرېوان مينځم
 نامراد ژوند ته مې توبو ژړلي وه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

پوهنمل محمد وارث

ما د لمر په پلوشو کې يو راز وليد
چې وږمو سره به يوځای بهار راشي

شين سح رکې به غوټۍ له خوبه پاڅي
چي اذانه سره يوځای مليار راشي

د خزان کډې تړلې راته ښکاري
له وچ بڼ به د بلبلو چغهار راشي

پرهرونه به پخپله پيوند اخلي
ګوندې دا چې مسيحا پدې لار راشي

توتکيو د سپرلي سندرې راوړې
دځوانۍ دور به بيا په چنار راشي

تورتمونه اوس له وريځو رخصت اخلي
بيا له ډيرې مودې ګوره سهار راشي