د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شکرالله طاهري

د شکرالله طاهري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

38 خپاره شوي شعرونه

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

شکرالله طاهري

تندر به پریوزي طوفان راځي
کله چې آه مې
په دهان راځي
په زلزله به شي ورانه دنیا
چیرته چې زما دژوند داستان راځي
لږ مې په ژوند قدر ساته آشنا
چې پس له مرګه بیا ارمان راځي
په مجبوري چې وطن نوي پریښۍ
هر ګړۍ قهر به په ځان راځي
ځما جنګ ځپلې ځما وران وطنه
سوله دې کله په دام
ان راځي
هرخوا لګیا دی ورانوي دې خلک
په جوړولو به کوم ځوان راځي
دمظلوم آه تیز دی فولاد
زوبوي
طاهري ځان ساته چې ګران راځي

موريبشپړ شعر ولولئ

موري

شکرالله طاهري

ای زما قسمته ای زما د بخت ستورې
ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی
مورې
داسې مهربانه زړه دومره عاطفې نه ډک
هیڅ نه پیدا کیږي که هرځاې ددنیا ګورې
ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی
مورې
سلام دی زر کرته دا ستا مینه او الفت ته
زه خوب اوته بیداره ترسحرزما په لورې
ستا تر قدمو لاندې زما
جنت دی مورې
ته مې دځیګر ټوټه ته دسترګو تور زما
دې نه هم لازیاته ډیره ګرانه راته نورې
ستا تر قدمو لاندې
زما جنت دی مورې
نشي ادا کولاې طاهري دې د شیدو بدل
زه دې یم پوروړی داحسان ترقیامت پورې
ستا تر قدمو لاندې زما جنت دی مورې
سیدني

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شکرالله طاهري

نورڅه غم راسره نشته یوستا یاد دی په سینه کې
ستا
دهجردرد مې ځي راځي هر وخت دزړه چینه کې
هر سهارماښام ایږدمه ستا دمخ زیارت ته شمع
ما
ایستلۍ ستا تصویر دی دخپل زړه په آئینه کې
همدا وچه لمده شوي دا شنو پاڼو رنګ
راوړي؟
که د کوم عاشق دزړه وینه ګډ شوی په خینه کې
ستا د ډیر بې وفائې نه زړه کې جوړ شو پرهارونه
خداې دپاره نور لاس مه وهه دې زخم دیرینه کې
ما د زړه په تل جوړ کړی یو د مینې محل تاته
بسم الله که راشه کیده قدم ته یې په زینه کې
راکه طاهري له خدایه د آخرت بری راکه
چه نایاب دولت دی نشته د دنیا په ګنجینه
کې

نوبهارهبشپړ شعر ولولئ

نوبهاره

شکرالله طاهري

راوړ د نارنج ګل زیری بیا د نوبهاره
وړې به دکابل په لور خوشبو
د ننګرهاره
بیا به د نارنج ګلومیله جوړ شي باغونو کې
بیا به نجونې ځانګي خوشحالي کوي تالونوکې
خلک به راځي بیا د کابل او قندهاره
راوړ د نارنج ګل زیری بیا د نوبهاره
جوړ به شي به بیا دکشمالیو او شبوچمن

خپوربه کړي نرګس بیاهره خوا ته دخوشبولمن
بیا به بلبلان راځي په شور اوپه چغاره
راوړ د نارنج ګل زیری
بیا د نوبهاره
بڼ په بڼ به بیا وي د ګلونو رنګارنګ فیشن
جوړ به کړي مرسل بیا په هرځای کې دښکلا ګلشن
بیا
به شوګوفه کړي هر یوګل زمونږ د ګلزاره
راوړ د نارنج ګل زیری بیا د نوبهاره
بیا به د مملې د باغ د ګلونو تم
اشې کوو
تنده به بیا مات په شفاف سړې چینې کوو
تاته به راوړم آشنا نرګس د ګلو هاره
راوړ د نارنج ګل زیری
بیا د نوبهاره
جوړ به شي به بیا د بهسودوپله سیل بینو ته
پراخ پراخ میدانونه دپتنګ بازۍ شوقینوته
بیا
به شور ماشور شي جلالکوټ پدې بازاره
راوړ د نارنج ګل زیری بیا د نوبهاره
جارشم زه دا ستادسره روددهغه
خړاوبو
زه مین په تا ستا په سپین غراوهغه ټیټ مارکو
پروت یم طاهري زه په غربت کې د ناچاره
راوړ د نارنج
ګل زیری بیا د نوبهاره

صلحبشپړ شعر ولولئ

صلح

شکرالله طاهري

آخر به ځي دا توره شپه رڼا به بیا راځي
د ښکلی او روښانې ژوند دنیا به بیا راځي
ورک به شي دا ظلم او ستم
په مظلومانو
نه به بیا ورانیږي کلۍ کور د غریبانو
لاړ به
شي د غم دور د خندا به بیا راځي
غریب او بینوا به په بمونو نه مړ
کیږي
پاک عصمتونه به نور دلته نه خر څیږي
باران د رحمتونو زمونږ په خوا به
بیا راځي
دجنګ او دجګړې نه به نور خلک ستړی کیږي
د زور او د زیاتي قانون به هیڅ نور نه چلیږي
په
بد کارونو هرچا ته حیاء به بیا راځي
دا کرکه اونفرت به نورورک کیږي د وطن
نه
یو ښکلې ګلستان به بیا جوړ کړو دې چمن نه
د مینې محبت پاکه فضاء به
بیا راځي
خلک په رشوت او په خیانت به بیا شرمیږي
د غدر او د غلانه به
بیا هرسړی یریږي
د خپل وطن خدمت فکر او سودا به بیا راځي
د صلحې آرامۍ
جنت به جوړکړو دلته بیا
دردمند او د زخمي زړونو مرحم به کړو پیدا
د هر مرض
او هر درد مسیحاء به بیا راځي
ناراض او مرور ورونه به واچوو
پخُلا
پرې به نکړو نوربه ددې خپل بدن اعضاء
نه به دښمن په ډُول ګډا به بیا راځي
خوندي به شي هریوحق دبشر او انسانیت دلته
ټینګ به شي قانون د انصاف او عدالت دلته
طاهري یاره زیرې مې په تا به بیا راځي

شعربشپړ شعر ولولئ

شعر

شکرالله طاهري

شعر

شکرالله طاهري

کوم بیعدل اوبی انصاف چی حکمران شي

بدبختې سره به خلک لاس او ګریوان شي

د ملت په وینو غوښو تجارت کا

هر سړی چې بیت المال ته بې ایمان شي

دا جفا ندی د ملک سره نور څه دی

چې ستا په عداوت کې وطن وران شي

څوک به څه
کاندې ګیله د بې تعلیمو

چې پوهان او عالمان ګوندي ماران شي

څوک
به ورکړي تحفظ هغه ملت ته

چې پخپله محافظان داړه ماران شي

خداې دې داسې تندر راولي له غیبه

چه ورک د وطن ټول
دا خاینان شي

طاهري به صدقه شي ددې خاورې

خو آباد
دې زما ګران افغانستان شي

ملي وحدتبشپړ شعر ولولئ

ملي وحدت

شکرالله طاهري

ملي وحدت

هر کامیابي دی اتحاد کې نښې د زوراود طاقت ورکوي

وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي

خلکودخپل وح
دت له فیضه د پرمختګ ګامونه آخلي

نن د هنر علم او پوهې په هر ډګر
کې لیاقت ورکوي

وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي

نوی ملکونه را پیدا شو نوی خلک هلته آشنا شو

د ورورولۍ
اود صفا ژوند نن ټول دنیا ته ضمانت ورکوي

وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي

نفاق کې ملک ورانیږي ژوند کول خلکو ته ګرانیږي

زما دویجاړوطن
داهرګوټ دغه ادعا ته شهادت ورکوي

وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي

نور د نفاق دا منډې پریدئ دا فرقه وارې جنډې کیدئ

داجګړه ماراستادان
مونږ ته درس اوسبق دشیطانت ورکوي

وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي

ملې وحدت یولوی نعمت دی دې کې د ټول ملت عزت دی

دایوغیرت دا یو همت دی توره په لاس د
شجاعت ورکوي

وحدت هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي

څوک چه پدې ملت
زهیروي هغه دې زمونږدسروکیل وي

ظالم زمونږ ندی پکار نه څوک ظالم ته وکالت ورکوي

وحدت هرقوم اوهرملت ته زیرۍ دصلح اوسعادت ورکوي

ټول دهمدې خاورې بچیان یو داموشهرت دی چه افغان یو

په بل وطن چه افتخارکا طاهري ځان ته خجالت ورکوي

وحدت
هرقوم اوهرملت ته زیری دصلح اوسعادت ورکوي

شکرالله طاهري

بازاربشپړ شعر ولولئ

بازار

شکرالله طاهري

هرڅه به خرڅیږي اوس دنیا لکه بازار شو
انسان چې دانسان دوینې‌‌،غوښې خریدار شو

وایي دې سیاست کې دوطن او دقوم ګټه ده
لاړو مسلمان نه دین، ایمان
لکه تجار شو

وځي هره ورځ د انسانیت یو جنازه به اوس
خپله د بشر د حق واکدار چې ټیکه دار شو

اوس خو به خرڅیږي عزتونه شرافت دلته
دومره قضاوت چې دوجدان داسې بیکار شو

لالج دامیري رحم ټول کړی دی د زړونونه
هرلاس د قصاب او هرنګاه دلته خونکار شو

هرسړۍ ارمان
دیوحسرت ګرځوي ځان سره
ډیرخلک د دین او د مذهب ځنې بیزارشو

ضُعف دایمان ندی نوداڅه دی طاهري آشنا
خلکو د ظالم او ستمګر چې طرفدار شو