پښتو ادب · شاعران
شکرالله طاهري
د شکرالله طاهري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
38 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
لکه سپوږمی چې خپل رڼا دلمر نه پوُر اخلي
داسې مې زړه جانانه ستا په لیدو زُور اخلي
سرې شونډې ندي د آشنا راته ښکاري انګار
خوله چې پرې کیدمه نوټول بدن مې اُوراخلي
ستا د حسن غنم رنګ او بار راوړي دواړه
فصل چې پوخ شي خو لوُګرورپسې لوُراخلي
آخرسلګی کې د مجنون په خوله وه دا خبره
عا شقان پس لدې به زما له جنون شوُراخلي
په یو نظردې څنګه ستړی سترګې واړولو
سړی چې سترګې جنګوي دسترګو تور اخلي
سره اننګو یې په سپین مخ وهي شغلې دعشق
چې زخمې زړونه ترې په یو نظرټکور اخلي
د بې ګناهو په وژلو بې غیرت به ویاړي
پښتون سړی کله خپل ځان ته دا پیغور اخلي
چې په خندا دې طاهري تیردی دسراومال نه
رقیب به څنګه ستا په زړه کې ورنه کوُراخلي
شعربشپړ شعر ولولئ
شعر
شکرالله طاهري
ډیرچې آشنا راته یادیږي داخترمخه ده
زړه ته دډیرو واقعاتو دلښکر مخه ده
دحمزه بابا دپورتنی بیت په طرحه شعر:
د نظرغشې یې ډوب کړې یم په ډنډ دوینو
الله دې خیرکړي چې یې نن بیا دنشترمخه ده
دعشق داستان مې درد سردی آشنا مه یې لوله
په هره پاڼه کې د غم دیو د فتر مخه ده
دجلالکوټ یادونه خودبه مې نا سورشي په زړه
چې دهر یاد سره یې د دردونوغرمخه ده
خود به ژړیږم طاهري دبسمل ژوند له غمه
چې د صیاد ناکاره تیغ سره د سرمخه ده
بې وفابشپړ شعر ولولئ
بې وفا
شکرالله طاهري
ډکه د دنیا لمن سراسر جفا ځني
نکړي د وفاطمع څوک د بې وفا ځني
غم لاسونه اچوي هرچاپه ګریوان دلته
هیڅوک خلاصیدی نسي داسي په ژړا ځني
هغه پخوانی مینه نسته په دوستانو کي
څوک دغم خواری امید نلري آشنا ځني
چیرته څوک ایستلی سي یو نفس آرام دلته
زړه مي ډیرتورسوی دی نورددې دنیا ځني
سراومال مي کړی داوله دخپل یار په نوم
نوربه څه څوک طمع کړي ماغوندي ګدا ځني
هرڅه چي رسیږي بس لیکه د تقدیر ګنم
نه کومه زه ګیله طاهري بل چا ځني
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
راځئ چې یونغمه شوٌ یوطرزد خپل سازونو کړو
ښکلی فضاء جوړه به په یو رنګ آوازونو کړو
راځئ چې خپل ځان رنګ کړودمینې دیورنګ سره
جوړ به سمندر شو لار به ورک د دریابونو کړو
راځئ چې نور ونه غولیږوهیڅ دکوم دښمن په چال
راځئ چې په رښتیا نور تعبیر د خپل خوبونو کړو
راځئ دا نورې شپې هم د قدر په شپه واړه وو
راځئ چې نورهم ستړی ځان الله ته په سوالونوکړو
راځئ چې د نفرت او د کینې جامونه ماتې کړو
راځئ چې ځان نورمست د محبت په شرابونو کړو
راځه چې نور پریدو طاهري دا خواراو زار ژوند
پیدا یو نوی ځای به د ژوند په شهابونو کړو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
تا د زړه په وینو لوې کړم چې ځلمی یم
اوس په غم دې که مړنه شم څه سړی یم
که دوستانو ته دې ګل یم د ګلابو
هر غلیم ته دې په سترګو کې اغزی یم
د ژوندې قومونو څنګ ته چې رانه شي
تر هغې به زه نه وایم چې ژوندی یم
ته خوشبو یې زما د ژوند د بڼ ای ګله
ستا د هرخزان په مخ کې زه سپرلی یم
که مې دا ځل دښمن وویست ستا له کوره
بیا به وایم په رښتیا چې زه زمری یم
د دنیا طبیبان څنګه به مې روغ کړي
طاهري هجر یې ایشتلی په زړګی یم
دغیرت چغهبشپړ شعر ولولئ
دغیرت چغه
شکرالله طاهري
بیا دغیرت چغو ته سرکړه
بیا د دنیا خلک خبر کړه
په قهرډیرچې نن غوریږي
بیا دا آسمان زیروزبرکړه
ته دخپل حق مشعل کړه جګه
دانصاف تله برابر کړه
ددې ژوندي قومونوڅنګ ته
راوړه ته خپل دا لراوبر کړه
په رضا څوک به یې درنکړي
په زوره الله واکبر کړه
بیاکه غوښتل دې طاهري نو
مستي نه ډک غزلې سرکړه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
هرچیرې چې وړي ظالم قسمت ورسره ځمه زه
چیرته چې راځي ساحل کشتی به پارومه زه
موج دې د غمونو که بیا راغی او بیتابه کړم
سیند به یو د اوښکو د سیلاب نه جوړومه زه
اوردمینې زړه اوځیګر دواړه زخمي کړي دي
د نوي نور زخمونو احوال بیا به در لیږمه زه
څوپورې چې رانکړی دمینې خیرات خوږ آشنا
داسې پخپل غاړه یو کچکول به ګرځومه زه
ستا په مخ بیا ښکاري راته ستورې د رڼا او بخت
یو ځل بیا ددې قسمت طالع به جنګومه زه
کله به رسیږي طاهري په کام د زړه یا رب
څو پورې په ټال د خیال آرزو به زنګومه زه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
کله چې ستا یاد مې ددې خپل خیال په ټالونو وړي
خوب رانه دوصل حسرت بیا په شوګیرونو وړي
ما خو توبه کړې وه بیګاه چې نوریې نه څکمه
دا د ازل لیکه مې جامونه په لاسونو وړي
ته خولاړې ورک شوې ګمنامی کې هم ګمنام شولې
یاد دې نه پریدي آرام راځي پخپل باغونو وړي
غم بار دې دروند شوی نوریې نشم وړلی سرباندې
هوش رانه مستانه ساقي ځکه په جامونو وړي
ډیر اوچت مقام دی مدح یې ښکلی آواز غواړي
ځکه خو مې صبر دل خراش پخپل نعتونو وړي
ډیرمې د دنیا غمونه تیر په صبر صبر کړو
خوستا طوفاني غم طاهري موج کې د دردونو وړی
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
توریې کړو چې تیز شي نظر نورهم دتیرو سترګو
خدای خبر چې بیا به څومره وژني په چړو سترګو
بیا د زړونو ښکار ته راوتلې د سینګار سره
ګوري راته خاندي خماري آشنا په سرو سترګو
داسې به ښکاریږي بې آزاره او آرام درته
څوک دې غلط نشي قاتلانو په دې مړو سترګو
په یو نظر به یوسي د زړګي سکون په غلا درنه
نکړي د امن طمع هوښیار د غلچکو سترګو
وژنې طاهري نن صبا هرڅوک د ټوپک په زور
خو وژني زما آشنا پخپل ملالو غمزدو سترګو
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
بیدرده آشنا هر وخت زړګې تا را یادوي
د اوښکو سیلاب سترګو نه په ما را پاروي
شاید چې پدې غټ اولوې دنیا بل غمخوار نشته
قسمت چې چیرته غم ګوري په ما را باروي
سل ځله فاسق ښه دی د هغې زاهد په سر
د خولې په بد عادت چې مسلمان آزاروي
طاهري سره نشته سره اوسپین چې چاله ورکړي
خو سر او مال به هر وخت تر آشنا قربانوي