پښتو ادب · شاعران
شکرالله طاهري
د شکرالله طاهري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
38 خپاره شوي شعرونه
مینهبشپړ شعر ولولئ
مینه
شکرالله طاهري
مینه کار دزړه دی مینه کیږي په جذبه باندې
عقل هیڅ کار نلري په کاراو بارد زړه باندې
مینه حکومت کوي د هر عاشق دزړه په سر
مینې نه غیرنکړي زړه دبل چا مشوره باندې
مینه دی جنون جنون کې ښه اوبد تمیزنه وي
سوزي پتنګان ځکه د شمعې په لمبه باندې
عقل وي په سرپه ځوان اوزوړکې فرق نلري
پوهه به زیاتیږي د سړي په تجربه باندې
علم په عمل دی بې عمله عا لم نه کیږي
ډیر خلک ایږدي به کتابونه په تاقچه باندې
مینه دوطن هم یو نشه دی یو بیل خوند لري
هرڅوک نه پوهیږي طاهري پدې نشهَ باندې
آخر به درنه ځيبشپړ شعر ولولئ
آخر به درنه ځي
شکرالله طاهري
آخر به درنه ځي دا لباسي شان او شوکت
دایم
نه پاتې کیږي ظالمانو ته قدرت
وفا خو به ته هغه وخت دخپل یارانو ګورې
ایمان خوبه ته
هغه وخت ددی خوارانوګورې
چه هرڅه درنه لاړشي پاتې نه شي داشهرت
آخر به درنه ځي دا لباسي شان او شوکت
ډیر راغلۍ تا غوندې او لاړو د قدرت نه
ډیرسپیړې خلک دي خوړلی ددې وخت نه
کارمل امین تره کې
اونجیب نه لاړ عزت
آخر به درنه ځي دا لباسي شان او شوکت
د خلکو په وهلوکې رښتیا ته قهرمان
یې
ظالم اومستبدو په رښتیا ته نګهبان یې
بیشکه چه تا کړی بس همدوی له ډیرخدمت
آخر به درنه
ځي دا لباسي شان او شوکت
پخپله ته یې ګورې چه توحین دانسانیت کړي
مظلوم خلکوپه سرباندې دا خپله تجارت
کړي
داوخت دی لویه خدایه ورته ورکه نوررخصت
آخر به ورنه ځي دا لباسي شان او شوکت
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
آرام خو راته ځکه دا خپل زړه نه راکوي
چې یار شي مروره بیا نو خوله نه راکوي
داسې چې ټکرې خورم په سمه لارغورځیږم
ساقي د تور سترګو نور غمزه نه راکوي
ایشتلی په زړګي یم د یار هجر جوړ به نشم
طبیبه ستا د وا چې څه فایده نه راکوي
زړه خوراته وایې هرسهارچې نوریې نه څکم
خو عقل په ماښام راته توبه نه راکوي
اصلي پښتنه مور زیږولی طاهري یې
تندي چې د اغیار درته سجده نه راکوي
د آسیا دزړګې سربشپړ شعر ولولئ
د آسیا دزړګې سر
شکرالله طاهري
ای زما ښکلې وطنه د آسیا دزړګې سر
هیڅ نګورم ثاني دې په دنیا کې لراوبر
دننګ اوغیرت ویاړدی میشته شوی ستا په خاوره
دتورې او میړانې افتخار لرې په غاړه
اوسیږي دزمري بچي ستا په هر ډګر
هیڅ نګورم ثاني دې په دنیا کې لراوبر
جارشم ای وطنه ستا دخړ او پړ سیندونو
دنیا به ټول کُربان کړم ستا د شاړاو واړ دښتونو
ستا کاڼې دي لعلونه خاوره او شګې راته زر
هیڅ نګورم ثاني دې په دنیا کې لراوبر
تازه هواخوستا ده چې مې روح پکښې تازه وه
په لوږه او په تنده مې هم تل خوشحاله زړه وه
طاهري له جنت یې دهمدې دنیا په سر
هیڅ نګورم ثاني دې په دنیا کې لراوبر
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
لیلا خو ډ که د شباب ځنې ده
مست دخپل سترګودشراب ځنې ده
دا مینه څه بلا ده خدایه چې خلک
په اورسوځیږي اوکباب ځنې ده
هره ورځ دمرګ فتوا را کوې
حکم یې دسترګو د کتاب ځنې ده
نه خوب راځي اونه مې وخت تیریږي
شپه ورځ مې دواړه اوس خراب ځنې ده
راکه دسروشونډوشربت نه ذکات
اوس خویې حد جګ د نصاب ځنې ده
سپوږمی په مخ لري ډیرتور داغونه
دمخ رڼا دې کوم آفتاب ځنې ده
نه مې کتۍ شي نه کتۍ شم ورته
خراب خراب مې زړه حجاب ځنې ده
طاهري هروخت د رقیب دا زیړ رنګ
زما د بد دعا عذاب ځنې ده
دعشق رنځبشپړ شعر ولولئ
دعشق رنځ
شکرالله طاهري
طبیبه راته وایه دعشق رنځ دی څه بلا
دا تبه راځي ماله او که وار دی په هرچا
خوب يې رانه وړی آرامي کرارمې نشته
دوصل اوربه جوړه کړی انګارپه زړه زما
اول سړی مجنون شي پسې بیا ځیکرخون شي
آخرخاورې په سر به اړوي په هر بیدیا
دیارد ښکلې مخ رڼا چیرته شوې ایساره
دیدن دې جوړه شوې راته بوټې د کیمیا
د سروشونډونه راکه چې وڅکمه بې باکه
ساقي بس یوددې جام نه توبه مات کړی ما
طاهري خوخدایه غوښته یاریوزړه سوانده
د داسې یو بیدرد سره دې څنګه کړل آشنا
اختربشپړ شعر ولولئ
اختر
شکرالله طاهري
چې جنګ او جګړه چاته اچولې وي ټغر
اختر نه یې ورځي په سر
چې ورځ یې کربلا وي او هره شپه یې محشر
اخترنه یې ورځي په سر
خوله ډک چې وي خندا نه اخترځي هغه خواله
اختروي د هغو چې تل خوښ وي او خوشحاله
د چا چې په ژړاوو وینه ډنډ وي په ځیګر
اختر نه یې ورځي په سر
ټول عمر مو په غم او په ماتم دی تیره کړې
آرام او د هوسا ژوند مو د سره هیره کړې
غمونه او ماتم داسې د چا چې وي ټبر
اختر نه یې ورځي په سر
تنکي تنکي ځوانان مو پخپل وینو لمبیږي
ډیر کونډې یتیمان مو د لوږې نه مړ کیږي
زخمي چې ځیګرونه وي سوری سوری ټټر
اختر نه یې ورځي په سر
په جنګ او په جګړه کې خوارشوي ملتونه
طاهري د نفرت اور سوځولي ډیر قومونه
دجنګ او دجګړې ژوند مصیبت وي سراسر
اختر نه یې ورځي په سر
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
راکه داجل ساقي جام راکه چې غم ډېرشو
هسی بیوفا دنیا ده زړه می ورنه سېرشو
ولی به د بی وفا په دې جفا ونه ژاړم
نن سبا اونن سبا کی هرڅه ورنه هېر شو
راشئ دې کم بخت اوخوارنصیب قسمت ته وګورئ
اوس مې څنګ ته راغی چې بهاردځوانی تېرشو
ما خو د زړه وینه ورکاوه چې که آشنا شي
غټه شوه په مټه شوه ګیډړرا باندې شېرشو
دوست اودښمن دواړه اوس په یورنګ راته ښکاري
لاړه غمخواری اوهمدردی دخلکو هېرشو
بد سړی دی بد بلا ما ویل چې ځان ترې ساتئ
آخرطاهري خپله پدې بد بلا کې ګېر شو
وکیلانبشپړ شعر ولولئ
وکیلان
شکرالله طاهري
غلو راغلي چې بیا دلته وکیلان شي
خدای دې ونکړي چې بیا دا وطن وران شي
نه یې علم نه هنر او نه کمال شته
په تش لاس به يې وطن څنګه ودان شي
د بې علم سړي او ملک تعلق څه وي ؟
په کشتۍ کې چې باد بان نه وي طوفان شي
تر ابده به پراته وي په تیارو کې
کوم قسمت پخپل لاسونو چې ویران شي
وایې وریځ چې د قبلې خیژي باران شي
که پاچاهم عادل نه وي ملک به وران شي
طاهري وې خدای دې داسې تندر راوړي
چې ورک پرې د وطن ټول خاینان شي
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
شکرالله طاهري
جوړ د ډبرو دي هیڅ جان نلري
مینه په زړه کې چې انسان نلري
هرچاته ګوري به د شک په سترګو
هغه پخپله چې ایمان نلري
نه به رسیږي په منزل د مقصود
څوک چې یقین باور په ځان نلري
هیچا ته نه دی پاتې شوی قدرت
د تل د پاره څوک فرمان نلري
ځانخرڅوي وطن ناموس به څه وي
هر هغه چاته چې وجدان نلري
چې دوطن په ورانۍ نه ځوریږي
داسې سرونه خو تاوان نلري
په هر دعا کې درته سوله غواړم
چا ویل چې طاهري ارمان نلري