پښتو ادب · شاعران
عزت الله اڪبري
د عزت الله اڪبري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
30 خپاره شوي شعرونه
ګیله مند یمبشپړ شعر ولولئ
ګیله مند یم
عزت الله اڪبري
نه له چانه کړم ګیله نه ګیله مند یم
زه مې خپلو بدو کړو ته فکر مند یم
که هرڅه په ما راځي دا مې عمل دی
د بل چا په حق خوړو کې قدرت مند یم
خپل عیبونه را ته نه ښکاري دوستانو
د بل عیب ته ښه ځیرک او لوی هُشمند یم
نیک عمل مې زره بین کې نه ښکاریژي
په بدیو کې بدرنګه ښه په خوند یم
بیا ګیله کړم چې خالقه څه مې کړي
نا خبره له خپل عیبه عیب مند یم
اکبري الله عادل دی عدالت کړي
که سم نه کړم خپل مدام بې خوند یم
هر افغانبشپړ شعر ولولئ
هر افغان
عزت الله اڪبري
د زړه زخم مې ناسور سوی جګر دی
چې جانان ورته را تلو وران دا ګدر دی
په کورونو مو اور بل دهشت ګري کړي
هر افغان مو شو ستی او جوړ محشر دی
په مریو مو چاړی په وینو سرې شوې
قصاب وایي امر کړی پیغمبر دی
زه یې پوه په اشاره او په زړګی یم
دوی مې نه آوری سورې کوڼ لر او بر دی
له خپل ژونده شومه تنګ چې تا مړ وینم
هسې خوشي مې د ژوند پیټی په سر دی
هر ابلیس د فرشتو سپین لباس واغیست
جاهل وایې چې وارث د پیغمبر دی
زمونږ د وینو دلالان څومره ډیر شوي
زمونږ د مرګ فتوا د دویه په ممبر دی
په مسجد کې چې په وینو کې لمبیژي
دا د هغه دو زخی ملا نظر دی
هر یو چا اوس د جهاد فتوا کړه خپله
په دوو ګتو یې پټ کړی دا لوی لمر دی
اکبري په زړه زخمې بسمل بسمل یم
زما و جود ټوټې ټوټې ټبر ټبر دی
تکیهبشپړ شعر ولولئ
تکیه
عزت الله اڪبري
تکیه
بیله خدایه چې په بل چا څوک تکیه کړي
تیروتنه د خپل عمر ښه پخه کړي
څه چې خدای کړي هر بنده ترینه عاجز دی
رب پوهیژي چې تقدیر څنګه نوشته کړي
په هر څه کې یې حکمت او مرحمت دی
انسان هسې له الله نه ځان خپه کړي
د الله مهربانی کې لوی کمال دی
په هر حال په هر نفس الله هرڅه کړي
اکبري د الله رحم دومره ډیر دی
هر انسان ته انسانیت الله تحفه کړي
نیرانبشپړ شعر ولولئ
نیران
عزت الله اڪبري
ژوند هغه دی چې پخوا کې د جانان وي
بادشاهي ده که په ژوند کې د انسان وي
که د ژوند مل په خبرو پوه دا نا وي
نو دا ژوند به د الله بیا لوی احسان وي
که نادان د چا جانان شي کور یې وران دی
بیا به ټول عمر په غم او په ګریان وي
که دوښمن د چا هوښیار وي بختور دی
خو که دوست دې شو نادان زړګی پریشان وي
بس ټول ژوند به تیره وې په جهنم کې
که په ژوند کې دې نادان عمری جانان وي
اکبري خدای مو دې ساتي له نادان نه
له نادان سره لحظه ژوند د نیران وي
ځان ته حیران یمبشپړ شعر ولولئ
ځان ته حیران یم
عزت الله اڪبري
د دنیا په کار بار کې حک حیران یم
ځان مې هیر د بل په بدو کې ګویان یم
که هر څومره دنیا مومم نه مړیژم
په حلالو په حرامو کې یو شان یم
خپله ګټه مې چې وي یمه خوشحاله
که بل هر څومره تاوان کوي خندان یم
په کارونو مې د رب مخلوق شرمیژي
بیا ادعا کوم چې او خلکو انسان یم
سوچ او فکر مې دهشت او غلامي ده
هسې خوشي کړم ادعا چې مسلمان یم
د بل مرګ او د بل درد ته خوشحالیژم
د انسان په څیره زه هسې شیطان یم
اکبري انسانیت مړ په دې دنیا شو
ځان کړم یاد اوس په کوم نوم ځان ته حیران یم
مناجاتبشپړ شعر ولولئ
مناجات
عزت الله اڪبري
ستا لپاره شپه او ورځ ناست په دعاء یم
هیر مې نه یې په رګ رګ کې ستا آشنا یم
رب مې لوی او له هرڅه ځنی بینیاز دی
زه مې هغه لوی خالق ته په ژړا یم
هیڅ خالي لاس ستا له دره تللي ندي
زه هم ستا د لوی احسان په تمنا یم
ربه ستا رضا زما رضا مدام ده
ستا رضا د یار شفاء ده په ثنا یم
اکبري الله ته سوال کړم باوري یم
چې زما جانان زما په دې ګواه یم
نصیببشپړ شعر ولولئ
نصیب
عزت الله اڪبري
سپینه ګیره غاښ وتلي چم د ځوان کړي
ډیر افسوس داسې زاړه به ورک خپل ځان کړي
چې سر سپین شي عقل هوش به یې پخیژي
نور نسلونه یې له کړنو ځان قربان کړي
خو دا ځینې چې زړیګي نو وړیګي
خپل پردی له خپلو کړنو روی ګردان کړي
هسې کړه کړي چې ماشوم به یې و نه کړي
نور نسلونه به یې کړه نو ته حیران کړي
څوک چې زوړ شي پاک الله ته توبه ګار شي
خو دا ځینې په رښتیا خپل ځان شیطان کړي
اکبري له پاک الله هدایت غواړم
په زوړ والي کې نصیب که مې ایمان کړي
حمد شریفبشپړ شعر ولولئ
حمد شریف
عزت الله اڪبري
چې هم عشق او هم جانان د چا پخوا وي
نو سم دم به په جهان کې شاهین شاه وي
د جنت حورې غلمان مې په کار نه دي
ستا رضا به ربه زما مدام رضا وي
که ستا مینه مې نصیب شوه لویه خدایه
په دارینو کې نصیب به مې ښکلا وي
دا ښکلا به له دارینو وي بهتره
که مې عشق او جانان دواړه پاک الله وي
د دنیا ټول نعمتونه ستا عطا ده
زه محتاج یم او ستا نوم تل کبریا وي
اکبري د الله یاد تل په اخلاص کړه
مهربانه رب بښونکئ د ګناه وي
د بينواويب پاڼي تهبشپړ شعر ولولئ
د بينواويب پاڼي ته
عزت الله اڪبري
د بينواويب پاڼي ته
نوی کال دنوی خال دمبارک شه
دغه م
ينه دغه خيال دمبارک شه
ته دمیني يوه ويب پاڼه راته ښکاري
تل دايم همدغه شان دمبارک شه
سترګیبشپړ شعر ولولئ
سترګی
عزت الله اڪبري
سترګی
داچه پورته ترآسمــــــــــــــان یی تجلاشوه
په خیال بیا اړه وی
چیرته خوبان ســترګی
چه بی تیغه یی حلال پری عاشــــــقان کړل
بره ګی بره ګی اړوی مهریان ســــــــترګی
چه دمینی ټول قدرت پکــــــــــی مرموزشو
په نازنازغړه وی ځکه جنان ســــــــــترګی
مینی
هغه وخت سوراورپه عاشـــــق بل کړ
مخامخ چه جنګوی عاشقان ســــــــــــترګی
داطلس بهر تری کم دی په براخی کـــــــــی
غرقوی په یوه نظرکی جهان ستــــــــــرګی
په ښکلاکی لعل ګوهرورته ســـــــــلام
کړی
دتسنین له نوره ډکی لعلان ستــــــــــــــرګی
غټی غټی سترګی بیا له اوښـــــــــکوډه کی
څوک
پری وژنی چه دکړه لی عیان سترګی
عزت الله اکبـــــــــــــــری تل په دغه ویاړی
چه تعریف یی کړی ســــــیابوراګان سترګی