پښتو ادب · شاعران
عزت الله اڪبري
د عزت الله اڪبري پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
30 خپاره شوي شعرونه
بُخلبشپړ شعر ولولئ
بُخل
عزت الله اڪبري
په ځوانۍڪـــــــې ترېنه هېر غني سبحان
چـــــې بوډاشــــي پـــه ژړا غـــواړي ایمان
د ځوانۍ عمر به تیر ټول په غفلت ڪــړي
په پیرۍ ڪــــې په توبو شـــــي په ګریان
که په صدق یې لاس پورته کړل سبحان ته
لوی څښتن به یې نصیب ڪړي پاک ایمان
او ڪه څوڪ په پیرۍ هم ڪــوي بُخلونه
د شیــطان په لار روان وي بـــې ایــــــمان
بـــس خـطا به یـــې ایـــمان وي په دارینو
اڪــــبري الله دې خــوار ڪــړي شیطانان
صاحبهبشپړ شعر ولولئ
صاحبه
عزت الله اڪبري
په خوله روژه په زړه ڪینه لرې صاحـــبه
څـــه چټله عقیده لـــرې صـــاحببه
د زره رګ رګ دې ریا ڪـــینې پـــوښــــلی
بې زڪــواته خزانه لــرې صـــاحبه
چې حرام دې پرې خوړل ټول بېګانه شول
ښه بې خونده خیلخانه لرې صاحبه
پــس پیري دې په خوارۍ او په ذلت شوه
د حــــرامو فـــلسفه لرې صــــــاحبه
تا چـــــې بل ته په زړګي ڪې بد ڪره لي
اوس په ژوند دا ثمره لــرې صــاحبه
اڪـبري ته خو ستا شوم ڪردار معلوم دی
د شیطان دوستي پخه لرې صــاحبه
ښه کولبشپړ شعر ولولئ
ښه کول
عزت الله اڪبري
ښه کول د هر انسان لوی مسوولیت دی
په دنیا کې د انسا دا رسالت دی
خو چې ښه کړې بیا احسان په هیچا مکړه
ځکه دا د هر انسان خپل انسانیت دی
یو له بل سره چې مرسته کړي نیکي ده
خپل همنوعه ځورول لوی رزالت دی
د نیکۍ کول خاصیت د انبیا دی
بدې کړل د شیطانانو لوی خصلت دی
اکبري احسان کول لوی له هرڅه نه
ځکه دا د لوی څښتن عظیم صفت دی
دنیابشپړ شعر ولولئ
دنیا
عزت الله اڪبري
دنیا
بیله تا شولم احتیاج د دې دنیا
سخت بی کس شوم په یو وار د دې دنیا
ستا ځواني مهرباني وه بې رقیبه
ځکه زه شوم ملنګ یار د دې دنیا
ماشومان د هر ماښام له مانه غواړي
زړه مې چوي په ناتار د دې دنیا
ستا په شتون کې زه بادشاه د دې دنیا وم
اوس زه هسې شوم ګدا د دې دنیا
ته مې تاج وې پاس په سر زما ښکلا وي
را نه لاړې شوم بې یار د دې دنیا
اکبري به ستا کوم یاد له یاده باسي
هرې خواته پروت ستا یاد د دې دنیا
لامکانهبشپړ شعر ولولئ
لامکانه
عزت الله اڪبري
لویه خدایه لویه خدایه مهربانه
د خپل رحم پلوشي کړه ته روښانه
ته زمونږه ګناهونه را ته معاف کړه
ته مو خلاص کړه له واسواسه د شیطانه
ته د هرڅه لوی مالک او ذلجلال یې
ته روغتیا راکړې خالقه لوی سبحانه
ستا په مینه محبت کې مې ژوند تیر کړ
په هر حال مې مددګارشه لوی رحمانه
اکبري لاس پورته کړي ستا حضور ته
ته یې مل شه په دارینو لا مکانه
مشرانبشپړ شعر ولولئ
مشران
عزت الله اڪبري
په مشرانو کې اخلاص او مرحمت وو
هر یو کار یې په رښتیا زمونږ عزت وو
د دوی قهر او خوښي به په خپل ځای وو
یوه او بل ته احترام د دوی عادت وو
یو د بل په اولادونو دردیدل دوی
هر ماشوم ته یې په زړو کې شفقت وو
که په ټول ټبر به یو تن په غم ښکیل شو
د همغه لاس نیوی د دوی خصلت وو
اتحاد او اتفاق برابري وه
هر یو کار او هر کردار یې صداقت وو
اوس شوه سخته ځان ځاني مشري شوه ورکه
ښه کول زمونږ د مشرانو رسالت وو
نه د مشر احترام نه شفقت شته
هغه وخت داسې کارونه شیطنت وو
اکبري بیا به رانشې تللي خلک
په کړو وړو کې د دوی والله رحمانیت وو
محبتبشپړ شعر ولولئ
محبت
عزت الله اڪبري
که ستا مینه محبت را سره مل وي
د دنیا هره سختي ما ته ګل وي
ستا د مینې محبت په تلوسه کې
ابراهیم غوندې په اور کې مې تسل وي
ستا رضا چې پرې حاصله شي خاونده
زما مال او سر د ټول ستا په تکل وي
لوی دریاب چې ورته وچه لاره ورکړي
ربه دا به ستا کرم د هر مشکل وي
چې زخمي زخمې وجود د ورته جوړ کړ
ای څښتنه د هرڅه تا سره چل وي
چې له بنده د کړ خلاص او باد شاهي کړي
اکبري همدا قدرت د الله تل وي
لوی احسانبشپړ شعر ولولئ
لوی احسان
عزت الله اڪبري
په تینګ عزم اراده یم مسلمان
په څلورو کتابونو مې ایمان
د اسلام په حقانیت زما عقیده ده
ستا په ذات ستا په صفاتو هر زمان
فرشتې او رسولان دې دي برحقه
د شر خیر اندازه ته کړي سبحان
له مرګ وروسته په ژوندون زما باور دی
لوی څښتن مې د هرڅه روزي رسان
اکبري خاکي بنده او ګنهګار یم
دا چې ته مې کړې پردې ستا لوی احسان
خستهبشپړ شعر ولولئ
خسته
عزت الله اڪبري
زه له ښار خسته خسته یم ته له کلي یې خسته
نه په کلي کې خوند پاتې نه مو ښار دی ښایسته
هم له کلي هم له ښاره اخلاص کډه شولو یاره
لویان قتل کړي په فخر کوچونیان عقده په زړه
یو دبل سرته مو ایښې دوښمنۍ کې ښه تکړه یو
په یو بل نوم سره وژنو ژوند او مرګ مو عجیبه
په خوله واړه مسلمان یو او په زړو خشن خشن
د خپل ورور په مرګ غازي یو څه عجیبه فیصله
که په هر لوري کې مړه شو شهادت مو نصیب کیژي
زه خو نه منم دا لاره راته ښکاري سرچپه
اکبري مسلماني یوازې خولو کې اوړي راوړي
یو دبل په ورکیدو کې مونږه څومره یو تکړه
مینهبشپړ شعر ولولئ
مینه
عزت الله اڪبري
لوی جوهر دی هر انسان ته پاکه مینه
ستر عزت او عالي شان دی پاکه مینه
لوی څښتن مې په لویۍ کې مینه و کړه
لوی صفت د لوی سبحان دی پاکه مینه
دا نړۍ د پاکې مینې نه پیدا شوه
د جهان د مینې مور ده پاکه مینه
لوی جوهر د انسانیت په محور ګرځي
د انسان د ژوند مدار دی پاکه مینه
اکبري په مینه ناکو خدای مین کړم
لوی سرمشق او هم ایمان مې پاکه مینه