د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

فدامحمد نومير

د فدامحمد نومير پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

41 خپاره شوي شعرونه

دمرګ خوببشپړ شعر ولولئ

دمرګ خوب

فدامحمد نومير

دمرګ خوب

خبر نه يم چي همه واړه ړانده دي

مرګ وهلي ټول دمرګ په
خوب ويده دي

سترګي نلري غوږونه کاڼه شوي

څه خبر چي نن سباپه ورکيده دي

داغيارو فوځ يي ور،
ديوال نيولۍ

له هر لوري، هر پلؤ په ټکيده دي

ديده نه لغړي چي څه تيري ماحول کښي

سبانه ګوري
دنن په سنجيده دي

په ژوندون يي جنازه پر اوږو ګرځي

دادمرګ په خوب ويده په ښخيده دي

ويښ يي هم
دځانځانۍ په نشو مست دئ

دابدال، غلجي،زي ، خيل په ږغيده دي

٢١ جنوري ١٩٩٣ کلفورنيا،لوس انجليس