د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ماښام خټک کراچۍ

د ماښام خټک کراچۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزل/ ماښام خټک کراچۍبشپړ شعر ولولئ

غزل/ ماښام خټک کراچۍ

ماښام خټک کراچۍ

غزل

ماښام خټک (کراچۍ)

فیصلې دی چې ماتیږی فاصلې دی چې اوږدیږی
دلته داسې سړے نشته چې پرې زړونه راټولیږی

د نظر تر حده ګورم ېو سړے هم لیدے نه شی
په غوږونو کښې مې شور دے دا ېو زړه مې دے درزیږی

دغه خلق چې خاموش دی دغه خلق ګونګېان نه دی
که خبره د خلې ووباسی په خبره سر غوڅیږی

هر ېو خاڅکے ې تېره دے د وجود نه پورې ووځی
دا د کوم موسم باران دے دا په ما چې راوریږی

زما زمکه سره وورونه زما کور تالا والا شو
دا د چا د ګټې جنګ دے چې تر ووسه نه ختمیږی

دا زما د چم همزولی دا زما د کلی خلق
ېه ما ښامه دېر ساده دی ېه ماښامه نه پوهیږی