پښتو ادب · شاعران
کوچۍ احمدزۍ
د کوچۍ احمدزۍ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
اختره پام چې په دې لار رانشيبشپړ شعر ولولئ
اختره پام چې په دې لار رانشي
کوچۍ احمدزۍ
اختره پام چې په دې لار رانشي
په دي کوڅه په دغه خوا رانشي
دلته لا اوښکې وچې شوې نه دې
د غم سیلۍ لا ودریدلې نه دې
ډیوې دې مړې توره تیاره دلته
سلګۍ دې ساندې دې ویرونه دلته
یتیمان ناست دي تیر وختونه ژاړي
د مور او پلار خواږه یادونه ژاړي
څوک د ادې دي وخت اختر یادوي
څوک د بابا ځواني نښتر یادوي
خوشالې نشته دلته غم میلمه ده
ورسره درد او هم ماتم میلمه ده
دلته د هیلو جنازې پرتې دې
دا پاتې ژوند ته وسوسې پرتې دې
تر اوسه خلک تسلي ته راځي
مونږ غمځپلو غمرازي ته راځي
دلته زړې جامې په تن دي زمونږ
زړونه ټپي پرهر پرهر دي زمونږ
مونږ هدیرو ته هره ورځ روان یو
کله ماښام کله سحر روان یو
دلته نه شور شته د بنکړو اختره !
نه سره نکریزي په لاسو اختره !
اختره څه کوي چې دلته راځي
زمونږ دي وران ویجاړ انګړ ته راځي
اختره پام چې په دې لار رانشي
په دي کوڅه په دغه خوا رانشي
د " کوچۍ" اوښکې وچې شوې نه دې
لا يې سلګۍ هم غلې شوې نه دې
اختره پام په غلطي رانشي
د غم ټغر ته په خوښې رانشي
کوچۍ احمدزۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کوچۍ احمدزۍ
د چا سترګې په رنجو ډیرې ښکلیږي
د چا ښکلې د خپل یار په لیدو کیږي
ځنې سترګې په خپل ذات کی ښایسته وې
نه یي یار نه یي رنجو ته اړتیا کیږي
د چا زړه کی د دنیا مینه چې نه وي
د هغه زړه بیا د خدای مینې ته کیږي
د دنیا مینه کی درد او رنځ همیش وي
د الله مینه د هر درد دوا کیږي
ای بنده هر څه چې په دنیا وکړي تیریږي
یو عمل ده ستا د ژوند چې پاتي کیږي
د دنیا رنګینې پاتې له هر چا دي
یو په ښو باندې ستا قبر رڼا کیږي
که جانان درسره سل کاله ژوندی یي
اخر تګ دي تور لحد ته تنها کیږي
نور فکرونه د دنیا د مینې پریږده
د دنیا هستي پخپله فنا کیږي
دا انبار د دولت څه کړي ای انسانه
اخر یو کفن دی مرګ کې په تن کیږي
که هر څومره جایدادونه دلته جوړ کړي
په دنیا دي اخر تور لحد کور کیږي
,کوچی٬ ټولو وروڼو خوندو ته دا وایه
نن هم وخت ده کنه بیا ناوخته کیږي
هر سړی د خپل اعمالو جوابګو وي
خو ویل د خدای په لار کې ثواب کیږي
کوچۍ احمدزۍ
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
کوچۍ احمدزۍ
د کال وروستی ماښام ٶ
ما کړی ستا په نام ؤ
ته ناخبر له ځانه
زما په تا کې پام ؤ
څوک د خپل يار په لټه
په چا د يار الزام ؤ
يؤ وو جومات ته په لار
بل سره لاس کې جام ؤ
ساقي جامونه ويشل
په منبر ناست امام ؤ
څوک په تسبو کې ډوب ؤ
په چا غزل الهام ؤ
څوک له بيلتون ژړيدل
چاته وصال انعام ؤ
څوک ملامت وو ځانته
چاته جانان بدنام ؤ
ښکلى عجب منظر ؤ
جانان ولاړ په بام ؤ
يٶ عجيبه احساس ؤ
بيا د يٶ کال انجام ؤ
کوچۍ د زړه په وينو
ليکلى دا کلام ؤ