د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شاهد اقبال باغي

د شاهد اقبال باغي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

ځه کنهبشپړ شعر ولولئ

ځه کنه

شاهد اقبال باغي

ځه کنه

ځه کنه یو غر راباندې واړوه
ومی سیزه لمر راباندې واړوه

ناست یم کیفیت کې ماښامو سره
نه ځمکه په سر راباندې واړوه

خدایه چې د مینې جواري کوي
داسې جوارګر راباندې واړوه

ګورمه په سترګو کې تاثیر لرې
روغ مې کړه نظر راباندې واړوه

یا خو پدې ښار کې امن راوله
یا خو پیښور راباندې واړوه

زه پدې الهام خپله هم پوه نه یم
ربه سخنور راباندې واړوه

اوس دا باغي زړه د سړیدو نه دی
اوس خو سمندر را باندې واړوه
----------------------------
شاعر : شاهد اقبال باغي