پښتو ادب · شاعران
داکټر فضل الله ساقب
د داکټر فضل الله ساقب پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
پښتانه يادونه : داكټر فضل الله ساقببشپړ شعر ولولئ
پښتانه يادونه : داكټر فضل الله ساقب
داکټر فضل الله ساقب
داكټر فضل الله ساقب
پښتانه يادونه
جانانه لکه ته ېې ستا نازونه پښتانه دي
مدام مې زړه کې اوسي دا يادونه پښتانه دي
ډيوې غوندې روښانه مې په مړو هيلو بلېږي
دا څړيکې پښتنې دې دا دردونه پښتانه دي
په ژبه که له ډېرې حيا هو وييلی نشې
د مړاوو سترګو کونج کې دې ستونه پښتانه دي
د زړه په کور کې اوسي هېرېدل پکې هېڅ نشته
د مينې په قانون کې دا دودونه پښتانه دي
يوه يوه خبره د جانان مې راته ستايي
ساقي نن پښتون شوی دا جامونه پښتانه دي
ف – ث ته د پښتون اشنا پښتو په زړه اورېږي
ليکل ېې پښتانه نن ېې نظمونه پښتانه دي.