پښتو ادب · شاعران
طوبا ندا
د طوبا ندا پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزل - طوبا ندابشپړ شعر ولولئ
غزل - طوبا ندا
طوبا ندا
غزل
ته پوهېږې مينه څه ده ؟ بس د زړونو پيوستون دی
د کثرت په آېنوکې د وحدت د رڼا شتون دی
اول مينه حسن روزي ، بياشي حسن مور د مينې
د فطرت په نندارتون کې دا څه ښکلی اوښتون دی
زما د سترګو کتاب وايه چې د مينې په مذهب شې
موږ د مينې پيغمبرې ، هم له مينې مو پنځون دی
شيخ ويل چې دوزخ اور دی سره بټۍ لکه تنور دی
ما ويل چې په دنيا کې تر دې سخت اور د بېلتون دی
بدرنګۍ و د خپل يار چې له ښکلا وو سره تلي
دا د مينې ارتقا، که تقاضا ، که يې جنون دی؟
په تيارو کې ژوندون پرېږدئ ، له رڼا سره يو ځای شئ
پښتنو خويندو راپاځئ چې اوس وخت د دې بدلون دی
د ندا او ستا په مينځ کې وايه دا څنګه رشته ده
ستا پايښت کې يې پايښت او ستا قرار کې يې سکون دی
طوبا ندا