د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سندریز شور

د سندریز شور پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

غزل / سندریز شوربشپړ شعر ولولئ

غزل / سندریز شور

سندریز شور

 

بنــــده ، بنـــده شــــــــاعري ، بې پيــــــونده شاعري
ځنې خلک چلــــــــوي ، لکـــــــــه ژرنده شـــــــاعري

خدای وهلی دی چې چا ، کړ خپل ژوند شاعرانه
بريالی دی چې کوي ، څــــــــوک له ژونده شاعري

د رنګونو پرېمــــــاني ، او د ژبې مصنــــــــــوعيت
ترکيبونه بې معنا ، کړي بې خـــــــــــــونده شاعري

دا ټوپک ، دا تمــــــــــــــانچې ، دا بمــونه دا برچې
نور ژغورل غــــــــواړي اشنا ، له دې ګنده شاعري

تورې سترګې معمــــــــــــــا ، شل رازونه شي افشا
سپينه خــــــــــوله ده د جينۍ ، ښه څرګنده شاعري

ما ليـدلی د يو چـــــــــا ، د بنګړو په شور کې ژوند
ما زده کړې د يوچـــــــــــــــــــا ، له مړونده شــــاعري
سندريز شور
sandareezyaar@yahoo.com