پښتو ادب · شاعران
سمیع الله تړون
د سمیع الله تړون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
20 خپاره شوي شعرونه
تاته نیمګړی نظم / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
تاته نیمګړی نظم / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
تاته نيمګړی نظم
بيا مې دزړه دنېا خرابه شوله
بيا مې ګرېوان کې ېوه تڼۍ نشته
اوس ېوه ورکه تلوسه لټوم
اوس مې مزه د زندګۍ نشته
ما د تورتم لمنې وشلولې
زه په رڼا پسې راووتلم
اوس به څلور کونجه دنيا لټوم
زه چې په تا پسې راووتلم
ستا دروغجن تصوير چې راغی راته
دا کائنات راته بدل ښکارېدل
ټوله دنيا راته شاعره شوله
راته هر څه غزل غزل ښکارېدل
ما ورته ټوله شپه کيسې کولې
خو ستا تصوير خبرې نه کولې
جېلوانه بيا مې څه ګناه کړېده
راته ځنځير خبرې نه کولې
اوس دې نامه زړه پورې کلکه نيسم
په کتابونو کې دې ګورمه اوس
د پسرلو لارې مې ونيولې
په ګلابونو کې دې ګورمه اوس
ګلابي مخ دې په پرده کې ساته
چې په غرمو درنه خراب نه شي
زما زړکی به پرې زره زره شي
چې پاڼې پاڼې دا ګلاب نه شي
دلوټ باران کميس دې مه اغونده
چې پسرلې درسره جنګ ونکړي
زړه خو مې هسې هم بې لارې دې اوس
دا لېونې درسره جنګ ونکړي
که ته جامې زما په خوښه اخلې
زه درته زېړه مرينه اخلمه
د هندوستان مېرو ته ځان اوباسم
درله دنور يوه چينه اخلمه
د نور نه ډکې د رڼا ملکې
ته په اورونو باندې خپې مه ږده
د چا دمېنې ځاله ورانه نه کړې
د چا په زړونو باندې خپې مه ږده
زه مې دزړه په ژبه نه پوهېدم
تا مې دزړه ترجمانې وکړله
سم له دوذخه دې راووېستمه
په ما دې ښه مهربانې وکړله
له هغې ورځې چې مې وپېژندې
په کاېناتو کې بدلون وېنمه
وجود مې نوې وېنه جوړه کړله
اوس مې خېالاتو کې بدلون وېنمه
د کوه قاف دغره وړې ښاپېرۍ
چرته زما له مېنې تېره نه شې
زما د زړه ازار دې ونه وهې
دترابان ګوتو کې ګېره نه شې
زما اواز زما د زړه اواز دې
تا مې په زړه باندې لاسونه اېښې
کلې دې چاته څه وېلې نه شم
ځکه مې خوله باندې لاسونه اېښې
زما شاعرې ښاپېرۍ ملګرې
زه دې والله چې خپل وجود ګڼمه
زه دې نامه له خولې نه نه اوباسم
زه دې دعا زه دې درود ګڼمه
ما دې د مينې صنوبر وګڼه
او زما ښکلې ګل اندامه يي ته
د چا نظر دې روغه تېره نه کړي
څومره نازکه څومره خامه يي ته
پام چې په زنه دې خال ونه وهې
د سبا ستوری به خفه شي درنه
زړه مې بيا ستا د ليدو وس نه لري
دغه کمزوری به خفه شي درنه
ته د ډيوې په شان بلېږې جينۍ
ځکه شمال درپسې لارې څاري
زما په زړه چې دې ګذار کړی و
اوس يي وبال درپسې لارې څاري
په ما دې داسې بلا چل کړی دی
زلمی سړی اومه ماشوم دې کړم
د زړه کيسې اوس چاته نه کومه
څومره سخي اوم څومره شوم دې کړم
بېګاه مې بيا په خوب کې وليدلې
دا ځل دې بل ډول تصوير راکړ
زما د زړه مهار کولو ته دې
له خپلو زلفو جوړ ځنځير راکړ
زه دې پخپله خبر کړی يمه
چې ځانله بل ډول ملګری ګورې
زما دشعر تنور کې اور بلوې
د مړو ايرو منځ کې بڅری ګورې
پوهېږم زړه دې څومره ډېر درزيږي
زما دمينې انګازه ده پکې
دغې جنت ته به ضرور درځمه
زما لپاره دروازه ده پکې
راشه ګلاب مې شه تازه به دې کړم
زه د رڼو اوښکو شبنم لرمه
نوره دنېا په بلا نه وهمه
خو ېو داستا دمېنې غم لرمه
دژوندانه په دې تاوده سفر کې
راشه په دغه لاره مل مې شه
بېرته د شعر کلې ته کډه وړمه
راشه شاعر مې که غزل مې شه
سمیع الله تړون / اسداباد/۲۰۰۹/۷/۲۲
غزل / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
غزل / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
غزل
یرغل راوړی دی اغیار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د کلي نه د کار ځوانان له کوره وتي
اختره ځه چرته وزګاره سیمه ولټوه
اوس درته مونږ نه یو وزګار ځوانان له کوره وتي
زمونږ د چم په پسرلو کې مزه پاتې نه ده
لکه نښتر لکه چنار ځوانان له کوره وتي
سپینه ماڼۍ به دې په تورو لوګو توره کاندې
یو ځل به بیا درکړي ګوزار ځوانان له کوره وتي
ستا د بې شمېره صليبي لښکرو ملا ماتوي
دلته اېله یو څو په شمار ځوانان له کوره وتي
د فلسطین د بچو اوښکې نورې نه شي لیدی
د ايوبي په انتظار ځوانان له کوره وتي
بس دا تړون ساده سړی دی چې په کور کې ناست دی
په دې وطن کې خو هوښيار ځوانان له کوره وتي
سمیع الله تړون / اسداباد
غزل /سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
غزل /سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
غزل
چاراتړلي دي ترغاړې زمونږ خپل لاسونه
زخمي زخمي په وينوسره لکه دګل لاسونه
خدايه زما دمينې يار پکې ژوندی وساته
دښکلا چم ته راتېر کړي عزرايل لاسونه
والله که کېږي پرې تسل دميرات شوي زړګي
تابوت کې راوړي پېښورته له کابل لاسونه
لپه دې راکړه داوبو ښه دې دخدای سره دي
ما دې په خوب کې خوږه ياره ښکلول لاسونه
مظلوم ګرېوان ته مې جانان داسې په شنه کې ناست دی
لکه اوږده کړي فلسطين ته اسرائل لاسونه
بيا دشاعرې ښاپېرۍ په لاره پل اخلمه
تړونه ځکه ښکلومه دغزل لاسونه
تړون / اسداباد
کرزي ته نظم /سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
کرزي ته نظم /سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
کرزي ته
پردي ځامن دهيچا نه خپلېږي
لالادمرګ اجازه مه ورکوه
زمابچوړي سوال ته مه کېنوه
زما دمرګ اجازه مه ورکوه
تابه له ټولوخلکو روسته وژني
دچادمرګ اجازه مه ورکوه
زما ځنګلې په باروتو سېزې
زما په غردې زړه خوږېږي که نه
مال مې دې لاړشي په بلا يي وله
زما په سر دې زړه خوږېږي که نه
ماشومان وږي له کورونوتښتي
په مازيګردې زړه خوږيږي که نه
دپارلمان وکيله ساه دې وځه
ته دکرزي لالا سلام څه کوې
ته له تودې بړستنې نه راوځې
بړستن دې ېخه شه ارام څه کوې
دادبمونوشوردې نه ويښوي
په خپله خاوره اوخپل قام څه کوې
مشره وطن دې ټول سوری سوری کړ
اوس رواجونه رنګ په رنګ راځي
پردۍ لښکرې په ټوپکو سنبال
په سوله نه راځي په جنګ راځي
زمونږ په دين او وطن لوبې کوي
ځکه مو وينې په غورځنګ راځي
ددې کيسې درنه پوښتنه کوم
دادروند لقب مارشال دې چاته ورکړ
دملالۍ مزار جنډه نه لري
د ايوب توره ډال دې چاته ورکړ
نور انسانان يي په بوټانو ولي
دستر غازي مډال دې چاته ورکړ
ديموکراسۍ له ژونده وويستلو
خپلو بچو پسې پېرې کوو
څومره دې ووژلو بس دی کنه
همېشه غم دهديرې کوو
داور لمبه دې درنه وګرځېږي
مونږ افغانان درته ښېرې کوو
لالا لالانه دې پوښتنه وکړه
افغانستان سره دې څه کارو
که صليبي جګړه دې نه کوله
دمسلمان سره دې څه کارو
که اسامه په توره بوره کې و
وزيريستان سره دې څه کارو
داحمدشاه تاريخ دې نه دی لوستی
تاسره قدر دامان نشته
ته دميروېس نيکه له ذاته نه يي
تاکې غېرت تاکې ايمان نشته
زرده رسوا به شې ذليله به شې
په سر دې سيوری دقران نشته
ته هم پوهېږې چې وطن تبا شو
زه هم پوهېږم چې غلام يمه
يوه جوړه جامې خوراکه راته
لغړ راوتی له بګرام يمه
پاچا صيب ګوته له ماشې لېرې کړه
زه دې اولس يم زه دې قام يمه
اور غورځونکو ته دې ووايه لږ
سمه اوغر درته خېرې کوي
زمادقام خولګۍ له وينو ډکه
هر مازيګردرته خېرې کوي
د باجوړګلونه مه رژوئ
چې پېښور درته خېرې کوي
لږدبړستنې نه بهر راوځه
چې داپه کومه ډرامه جنګ دی
صليب ککرې غواړي وينې غواړي
بيا په امت مسلمه جنګ دی
بش خو يي ستړی کړ په کور کېناسته
دابامه او اسامه جنګ دی
ته وايي خوله پټه کړه غلی کېنه
زه وايم غږ زما ازاد ښه دی
زه وايم قام تبا شه ننګ تبا شه
ته واېې دغسې برباد ښه دی
بس ته پردوته ستړيمشي کوه
مونږ سره فکر دجهاد ښه دی
سمیع الله تړون
نړۍ ته/ سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
نړۍ ته/ سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
نړۍ ته
نړۍ چپ شه نړۍ غوږ شه نړۍ واوره
بيا يو سوي انقلاب ته دې زړه شوی
د خونخوارو يهودانو غم دې وکړه
بيا د سرو وينو سېلاب ته دې زړه شوی
ما به پېژنې که نه خو زه پښتون يم
زه د دې خاورې بچی يمه افغان يم
د نړۍ په مظلومانو مې زړه سوځي
اخر زړه زما د غوښې دی انسان يم
نړۍ څه کا خو ددوه وو جنګول کا
دنړۍ په کومکونو چې ازاد شي
هغه خلک شي له ټولو وروسته پاتې
همغه ولس په ټولو کې برباد شي
دا مړه نړۍ له وږو څه خبر ده
زمونږ چم کې نه غنم او نه جوار شته
دا همدوی وو چې هلمند يي کنډواله کړ
بيا هم وايي په دې سيمه کې کوکنار شته
چې زمونږه په تندو باندې راوري
د ړندو د لاسو کاڼي دې ړانده شي
زمونږ زرکې ستا له وېرې مستي نه کا
ستاسو زرکې ستاسو زاڼي دې ړانده شي
ياره سره سيلۍ د کلي نه چاپېر ده
د مرغيو ځالې نشته ګودر ړنګ دی
تا اتلس پسرلي په اور کې تېر کړه
په والله اوس دې د اور په شانه رنګ دی
ماشومانو د ټوپکو چل زده کړی
د قلم له تورو ليکو خبر نه دي
نړېوال د بشريت سندرې وايي
خو زمونږ د خوارو کړيکو خبر نه دي
ما شمله له سره ليرې کړه وطنه
ستا د پاکې ازادۍ تاريخ مې خرڅ کړ
د مېوند په نوم مې سمې لوبې وکړې
د زړورې ملالۍ تاريخ مې خرڅ کړ
ما سنګر ته امتحان د وينو ورکړ
زه په دغه ازموينه کې ناکام شوم
ما پردي له تانه وشړل وطنه
خو اوس بېرته د پردو خلکو غلام شوم
دا اولس خو داسې نه و نړېوالو
دلته سوله دلته مينه په څپو وه
پر څټونو مو پردي توغونه نه وو
زمونږ تن کې زمونږ وينه په څپو وه
خو اوس دومره پرمختګ وطن ته راغی
پلار ګټلي تاريخونه مو برباد شو
دغه څومره نيکمرغي ده وطنوالو
مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو ،مونږ ازاد شو
سمیع الله تړون / اسداباد
نظم / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
نظم / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
نظم
ګرانې رښتيا وایم خوښېږې مې ته
زما دژوند دکتاب پاڼه ته یی
چې شپه او ورځ یی په خوبونو وينم
ها له کتاره وتې زاڼه ته يي
ګرانې له مينې دې منکر نه یمه
راشه دخدای په نوم قسم راکړه
خو خپل عادت له یاده ونه باسې
خوشالي مه راکوه غم راکړه
زه مې په خیال تڼاکې نه ودروم
زه يو سپېڅلی غوندې زړه لرمه
اوښکې به لپې لپې درکړم اشنا
خوملغلرې ګوره نه لرمه
زه دمارانو بچې هم نه وژنم
وایم چې مارشي ترې ښامار جوړ شي
انسان جانان راسره ظلم کوي
کېدای شي دغه مار مې یار جوړ شي
ستا په دې دومره اوږده مينه کې زه
ستا دلاس نښه یو دسمال لرمه
ملنګ شاعر یم زړه مې مه ماتوه
خدای به دې ووهې وبال لرمه
ته دبنګلو او رڼاګانو ميره
زه یو غريب شاعر دغرونو شاعر
که ستا په کلک زړه کې مې لاره وکړه
نو بيا مې وګڼه دزړونو شاعر
سحر کې تا پسې یاسين ختموم
مازیګر سورتې رحمان وایم
سپېڅلی نوم دې په ذکرونو لمانځم
زه ټوله شپه جانان جانان وایم
اوس چې شعر لیکم زړه مې ودرزېږي
په هر يو بيت کې راته ته ښکارې
درته نارې کړمه درغاړې وځم
جانانه چرته يي چې نه ښکارې ؟
سمیع الله تړون /اسداباد
غزل /سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
غزل /سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
غزل
رادې شي اجل لېونی شوی يم
زړه مې شو پاګل لېونی شوی يم
ته وې چې اول دې په ځان پوه کړمه
تا پسې اول لېونی شوی يم
ستا بڼو مې زړه په بله واړوه
سم لکه کابل لېونی شوی يم
داويرجنې شپې به سندرمارې کړو
شه راسره مل لېونی شوی يم
ياره زه دښار کوڅو ته نه درځم
زه اوس دځنګل لېونی شوی يم
دا ځله بدل دم ګری ګورمه
داځله بدل لېونی شوی يم
اوس رانه دزړونو تړون نه کېږي
اوس خو مکمل لېونی شوی يم
سمیع الله تړون
نظم / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
نظم / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
نظم
يو لېونی ملنګ سحر اوماښام
زمونږ دړنګ کلي په څنګ کې ګرځي
خاوند ته پخپله ښه پوهېږې
خلک دمه شو داپه جنګ کې ګرځي
زما دوطن دهغه خړو دښتو
ښکلي بازونه چا ښکاريانو يوړل
دبورو مېندو دشهيدو بچو
هډوکي غرونوته لېوانو يوړل
وطن مو لامبي دسرو وينو ډنډکې
رانه بېروج سنګ مرمر تالاشو
ددنګو غرونو له وچتو څوکو
رانه شينکي شينکي نښتر تالاشو
چا مو دپلار شمله سورۍ سورۍ کړه
ځينو په ژوند زمونږه لوبې وکړې
چا دملالې بېرغ ونړاوه
چا په مېوند زمونږه لوبې وکړې
وير دی ماتم دی ټول زلمي خښيږي
دټوپک ډزې دي خبرې نشته
ها چې خبرو يي جهان لړزاوه
هغه سپېڅلې شان ککرې نشته
ګودردتوروکاڼو کان جوړ شوی
سېلاب دکلي چنارونه وړي
ښاماره ولم دې رسا په تندي
زمونږ له غرونو دې لالونه وړي
ربه داتور غرونه دې ټول وسپړه
مونږ ته رڼه غوندې چينه پېداکړه
چې د بې وسو غږ په غور واوري
يوه له درد ډکه سينه پېدا کړه
ستا دمارانو له دوزخه توبه
مونږ دشرابو جنتونه غواړو
چې له هندارو نه جوړ شوي ربه
دښکلو پاکو حورو زړونه غواړو
مونږ په سرونو خاورې وشيندلې
بس دم ګړۍ له به باران راشي
دخټو سيمه کې نن دوړې نشته
کېداي شي کلي ته جانان راشي
خدايي به يو سپين سړی غېبي پېدا کړي
لکه يونس چې له دريابه وځي
مونږ بغاوت کوو چې نه يي منو
جنګ دې دسولې له کتابه وځي
ته ښه پوهېږې ددې ښار دښکلو
خدايه چې څنګ ورنه ښکلا اخلې
تا کړل پېدا له خپلې موره ښکلي
اوس په بدرنګ ورنه ښکلا اخلې
چې دې دنيا ته دې راولېږلو
ښکلی جانان درنه ضرور غواړو
ته مو يو بل سره کړه زړونه پېوند
مونږ درنه مينه او سرور غواړو
سمیع الله تړون
کرزي ته / سمیع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
کرزي ته / سمیع الله تړون
سمیع الله تړون
دا شعر کوم کس په خپل غږ ويلی دی خو په ځينو بیتونو کې يي ګوتی هم وهلي چې دا یی ډیر بد کار کړی
غزل / سميع الله تړونبشپړ شعر ولولئ
غزل / سميع الله تړون
سمیع الله تړون
غزل
لکه دګل چې بې شبنمه ګذاره نه کېږي
زما دزړه هم بې له غمه ګذاره نه کېږي
د ژمي شپه ده ستا کيسې راباندې ښې لګيږي
کيسې کوه خو بې چلمه ګذاره نه کېږي
ما درته وېل زړه ته مې ډېره مينه مه ورکوه
د دې ظالم خو اوس په کمه ګذاره نه کېږي
مرګی مې خوښ دی د رقیب څېره به نه وينمه
خو بې له تانه مې صنمه ګذاره نه کېږي
د زړه پر پاڼه مې غزل وليکه ساه مې وځي
اوس بې غزله مې قلمه ګذاره نه کېږي
که درته ګران يمه نو بل تصوير دې راکړه راته
د دې تصوير سره مې سمه ګذاره نه کېږي
دې پېښور راباندې داسې بلا چل کړی دی
چې اوس مې بره له تورخمه ګذاره نه کېږي
سمیع الله تړون / اسداباد