د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سيدجمال الدين فاطمي

د سيدجمال الدين فاطمي پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

15 خپاره شوي شعرونه

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

ای فاطمي! راغی جانان او ارمـــــــــــــــان سر وخوړو

خندا خپره شوه ، خوشالي شوه ، خفګان سر وخوړو

ما لا پخـــوا ؤ رقـــيبانـــو ته چــــــــيلنج ورکـــــــــــړی

شکر کامياب شومه وصال شو هجران ســـــر وخوړو

چې به مې هر وخت پۀ ګرېوان شـــــيبه شـــېبه ورېدۀ

کار يې تمام شولو د اوښکــــــــــــــو باران سر وخوړو

زۀ لۀ هغو نه وم چې ګــــــــــــــــټه مې نصيب کې نۀ وه

نصيب را ويښ شو ګټيالی شـــــوم تاوان سر وخوړو

مــــــــــــــــــــلګرو هله به زمونږ وطن کې سوله راشي

کۀ دا بې ننګه ،بې ضمير، پاکســـــــــتان سر وخوړو

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

چې ټول عـــــــــــمر در پۀ در خاورې پۀ سر وای

خو چې ناست همېش پۀ څنګ کې د دلبر وای

د اشــــــــــــــنا د مخ کتاب مې چې لوســــــتلای

د دنيا لۀ ښـــــــــــــــــــــــــــــــــو او بدو ناخبر وای

لۀ هر خوا جوړ وای پۀ ما باران د غــــــــــــــــشو

دا ســـــــــــينه مې پرې زخمي پرهر پرهـر وای

کـــــــــــــــۀ مې دا ارمان پوره وای لـويه خدايه

هر ســـــــــــــــاعت هره لحضه به مې اختر وای

يو ديدن يې کۀ د ســـــــــــــــــــر پۀ قربانۍ وای

(فاطمي) به قربان کړی ترې خپل ســــــر وای

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

ياره ځان ســــــــــــــــــــره خبرې کړمه جوړې

خو چې تاته مخامخ شـــــــــمه ګونګی شم

کله کله دې غـــــــــــــــــم دومره زورور شي

خپل حواس لۀ لاسه ورکړم لېونی شــــــــم

ما او تا سره يو ځای يو سره خــــــــــــپل يو

چې رقيب پۀ منځ کې راشي نو پردی شم

چې تا نۀ وينمـــــــــــــــه ټول خزان خزان يم

چې تا ووينم تازه شم پســـــــــــــــــرلی شم

ستا نازونو اداګانو نه قربان شـــــــــــــــــم

ستا د مينې لۀ نظر نه ســـــــــــــــپېلنی شم

پۀ ترخۀ نظر اشـــــــــــــــنا (فاطمي)  وژنې

پۀ خواږۀ نظر دې بيرته را ژوندی شـــــــــم

غزل / سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

غزل / سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

ضمير زما تازه شي او وجـــــــــــــــــــــدان زما تازه شي

اشنا چې تاته وګـــــــــــــــــــــــــــورم ايمان زما تازه شي

چې وخاندې راوګــــــــــــــــــــورې مسکی شې راته ګله

د زړۀ پۀ باغيچه کې ټول ګلان زمــــــــــــــــــــا تازه شي

چې ستا پۀ غم کې وژاړمه ســـپينې اوښکې توی کړم

نظر زما تازه شي او ګــــــــــــــــــــــــــرېوان زما تازه شي

راځه جانانه نن د رقيبانو مخ کې راشـــــــــــــــــــــــــــــــه

چې بيا د لېونۍ مينې داســــــــــــــــــــتان زما تازه شي

چې کله فاطمي يمه غــــــــــــــــــــــمجن ياران خـــفه وي

چې کله شــم خوشـــــــــــــــــــــاله نو ياران زمـا تازه شي

کابل جان غوندې شو/ سيدجمال الدين فاطميبشپړ شعر ولولئ

کابل جان غوندې شو/ سيدجمال الدين فاطمي

سيدجمال الدين فاطمي

زړګی مې ټول زخمي زخمي افغانـســــــــتان غوندې شو

ټول لۀ زخــــــــــمونو څخه ډک دی کابل جان غوندې شـو

دا ســـــــــــــــتا غـــمـــونو مې پۀ زړۀ کې کرښه جوړه کړله

زړۀ مې پۀ منځ بانــدې شو بېل پښتونستان غوندې شو

چې مې پخــپل کـــــور کې ګـــــــــــرځيږي غمازان يارانو

قســـــــم په خدای ماته دا خپل کور نن زندان غوندې شو

چې وايي ځانته مـســـــــــــــــلمان او بـاايـمــان مــلـــــګرو

هــغـه ســـړی راته نن ښــــــــــــکاري بـې ايمان غوندې شو

چې هـــجــرت وکــړو او خـلـکـــو ته ګـــــــــــــدا ښکاريږي

پۀ حقيقت کې هغه خوار افـغـان ســــــــــلـطان غوندې شو

د فــــــــاطمي ذهن ته بيا بيا دا پــوښـــــــــــــتــنـه راځـــــي

مـشــــــــــــران مـو ولـې پــاکـه خــدايه ظالمان غوندې شو