پښتو ادب · شاعران
حیران مومند
د حیران مومند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزل // حیران مومندبشپړ شعر ولولئ
غزل // حیران مومند
حیران مومند
غزل
ټولې وعدې دې دروغجنې خیږي
لاس نه مې ستا د یاد لمنې خیږي
لکه جانان ناز او ادا ئې نشته
دنګې که څو د چنار ونې خیږي
هجران دې داسې زه وریت کړې ېمه
چې سوئ بوئ مې له څرمنې خیږي
یا خو مې ږیره ستا په یاد ویستلې
یا به ويښته زما له زنې خیږي
حېران یم کومو سترګو وخوړمه
وجود مې ټول شو غنې غنې خیږي
حیران مومند