پښتو ادب · شاعران
سلیم احمدزئ
د سلیم احمدزئ پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
غزل/// سلیم احمدزئبشپړ شعر ولولئ
غزل/// سلیم احمدزئ
سلیم احمدزئ
غزل
لکه آسمان چې بې پښو ولاړ دﺉ
داسې مې زړه ستا په یادو ولاړ دﺉ
په نیمه شپه کې مې نیمګړﺉ آرمان
ګوره چې یار ته په سجدو ولاړ دﺉ
زړه مې دا ستاغمو کې داسې خوښ وې
لکه ګلاب چې په ازغو ولاړ دﺉ
شپه د جمعې ده، داچې رانه غللې؟
لکه چې پلار دې په پیرولاړ دﺉ؟
منم چې ښکلي په دنیا کې ډیر دي
خو ستا تصویر مې په لیمو ولاړ دﺉ
څومره یې ډاګ له ډاګې وویشتلو
خو سلیم بیا هم په پښتو ولاړ دی
سلیم احمدزی
نوی غزل /// سلیم احمدزئبشپړ شعر ولولئ
نوی غزل /// سلیم احمدزئ
سلیم احمدزئ
غزل
خیاله دا دې کوم جهان ته راوستم
تاد مینې ډک جانـــــان ته راوستم
چا وې؟ سترګې مړې چاته څه نه وایې
سم یې د پانسۍ میدان ته راوستم
خښې کړې منګولې زما زخمې زړه کې
چا دغــــــــــــــــه ظالم درمان ته را وستم
را یې نه کړ ګل یاره ستا زلــــفـــــو ته
چا دغه سپیره باغوان ته راوستم
ګرځیدم سلیمه لـــــــه مـــــودو پــــسې
خدای د ټول ژوندون ارمان ته راوستم
سلیم احمدزئ
غزل// سليم احمدزئبشپړ شعر ولولئ
غزل// سليم احمدزئ
سلیم احمدزئ
غزل
شپه نیمه شپه خلک ویده شول ټول خوبونه کوی
زړه مې ماشوم شو راته ژاړې فریادونه کوي
دا که راتلله نو وختي به اوس راغلې وله
بس که ویده شه انتظاره ازانونه کوي
لکه یتیم دیوال ته کینې مړې مړې اوښکې توې کړي
خدایه مین مسافر مکړې تل غمونه کوی
دیار ژړا مې نن په زړه کې د غم څلي جوړ کړه
سلګې می ستوني کې پرتې اوښکې ټالونه کوي
زه خو چې لاره کې قدم اخلم میږي ته ګورم
ښکلې زمونږ په زړونو خیژې ډیر کبرونه کوي
سلیمه بس که قلم پریږده نور نو مه ژړیږه
اشنا دی خاندې نه دی سوچ نه دې فکرونه کوي
سليم احمدزئ