پښتو ادب · شاعران
جواس خان جنون
د جواس خان جنون پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزل --- جواس خان جنونبشپړ شعر ولولئ
غزل --- جواس خان جنون
جواس خان جنون
راليږونکی : اميد
غزل
يوه شـــپه پخپل زنـــګون ويده کـــېدمه ته راياد شــــوي
د خـــوب نه ډکې ســــترګې زنــــګېدمه ته راياد شــوي
ته هم د ډيـــوي مخ ته مخـــامخ راســـره ناســـــت وي
د خـــيال په خــړ څـــادر کي تاويـــدمه ته راياد شـــوي
نن څـــومره عجـــيبه غونـــدي کــمال شـــوی ،خـبر يې؟
لــمــانځه کي اخـــيري رکعات ته تلـــمه ته را ياد شــوي
موده پــس ســـتا په پلونو بانـــدي بيــا له ســـره راغـلم
هر پل بانـــدي به بــيل بــيل ودريـــدمه ته را ياد شــوي
پــدي مي تر ســهاره پـــوري شـــپه ســـپينه صـبا کړه
(( جنونه )) خــير که ســتا نه هيريـــدمه ته راياد شوي
جواس خان ( جــنون )
خوست ښـار ماڼي کلي