د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

سیلاب خوستی

د سیلاب خوستی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

4 خپاره شوي شعرونه

غزل --- سیلاب خوستیبشپړ شعر ولولئ

غزل --- سیلاب خوستی

سیلاب خوستی

 
        غزل

د بـــــاران شپـه وه ښـــه وه
زه وم هـــــغـه وه ښـــــه وه 

مـــاويـــل کـه ټـوکـی کــوی 
راپـــسی مــړه وه ښـــــه وه 

لــه عـمـــره کـمــه وه خـــو
ميــنـه يـــی زده وه ښـــه وه

ســـخت ويــريـدمــه تريـــنه
چــا تــه غــوســه وه ښه وه

سيـــلابـه شـــپه څــنـــګه وه 
بـــس ګـــــوزاره وه ښــه وه

سيلاب خوستی

غزل // سیلاب خوستیبشپړ شعر ولولئ

غزل // سیلاب خوستی

سیلاب خوستی

 

 

غزل

نــه مـحلـونـه، نــه دنـــيـا غـــواړي

زړه رانـه تـا غـواړى ،يـو تـا غواړي

 

راز به ښکاره هسې نه چيغې وکـړم

سـتا جـدايي خوشې صحرا غـواړي

 

د زړه پــه ويـنـو بـه يـې ولـيـکمــه 

زمـا سـنــدرې کـــه اشنــا غــواړي

 

زړه مى ملدار دى دنيا نه خوښه وي

پـکـې پـيـنځه وختـه دعـا غــواړى

 

تــوره تـيـاره ده مـخ دې مـه پـټـوه 

د هــجر شــپه لــږه راڼــه غــواړي

 

سيـلابـه زړه يې له تا نه صـبريږي

هـغـه جـينى دى يـو ځـل بيا غـواړي

 

سيلاب؛خوستى

غزل ---- سېلاب خوستی سيلاب خوستی 23.08.2011 02:11

Edit ړنګول

غزل

نــه مـحلـونـه نــه دونـــيـا غـــواړى 

زړه رانـه تـا غـواړى يـو تـا غواړى

راز به ښکاره هسى نه چيغى وکـړم

سـتا جـدايى خوشى صحرا غـواړى

د زړه پــه ويـنـو بـه يـى ولـيـکمــه 

زمـا سـنــدرى کـــه اشنــا غــواړى

زړه مى ملدار دى دونيا نه خوښه وى

پـکـت پـيـنځه وختـه دوعـا غــواړى

تــوره تـيـاره ده مـخ دى مـه پـټـوه 

د هــجر شــپه لــږه راڼــه غــواړى

سيـلابـه زړه يى له تا نه صـبريږى

هـغـه جـينى دى يـو ځـل بيا غـواړى

سيلاب؛خوستى

د سیلاب خوستي یو زړه راښکونکی غزلبشپړ شعر ولولئ

د سیلاب خوستي یو زړه راښکونکی غزل

سیلاب خوستی

 غزل

نن مې اښکو په مخ لارې جوړې کـــړي
څو ټپې چې سندرمارې جوړې کـــــــړي

شپه وروړمه ديار کلي ته ورځمــــــــــه
ارادې مې څوڅو وارې جوړې کــــــــړي

هر سحر پکې د شونډو نښې ښــــکاري
اننګونه د هندارې جوړې کـــــــــــــــړي

خدایګو بيا د چا د زړه ښکار پسې وتـي
جينۍ بيا سترګې خونخوارې جوړې کړي

د سيلاب خوستي ځوانۍ کې څه اثــر دی
د چم نجونه يې بيمارې جوړې کــــــــړي

سيلاب خوستی

خوست

غزل : سيلاب خوستىبشپړ شعر ولولئ

غزل : سيلاب خوستى

سیلاب خوستی

غزل
نــه مـحلـونـه نــه دونـــيـا غـــواړى 
زړه رانـه تـا غـواړى يـو تـا غواړى

راز به ښکاره هسى نه چيغى وکـړم
سـتا جـدايى خوشى صحرا غـواړى

د زړه پــه ويـنـو بـه يـى ولـيـکمــه 
زمـا سـنــدرى کـــه اشنــا غــواړى

زړه مى ملدار دى دونيا نه خوښه وى
پـکـت پـيـنځه وختـه دوعـا غــواړى

تــوره تـيـاره ده مـخ دى مـه پـټـوه 
د هــجر شــپه لــږه راڼــه غــواړى

سيـلابـه زړه يى له تا نه صـبريږى
هـغـه جـينى دى يـو ځـل بيا غـواړى

سيلاب؛خوستى
خوست