د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

قدرت الله درمان

د قدرت الله درمان پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

17 خپاره شوي شعرونه

د قدرت الله درمان نوی غزلبشپړ شعر ولولئ

د قدرت الله درمان نوی غزل

قدرت الله درمان

                                           غزل

ځه غاړه دې خلاصه چې هر څه وايې قربان دې شم
غلي نه   شې  وايه  وايه ښه  وايې   قربان   دې  شم

زه خو دې قربان شم په همدې ادا وژلى يــــــــــــــــــم 
آخ چې په اومه خولګۍ پــــــاخه وايې قربان دې شم
وکړه دا وعــده چې به مې نيمه لار کې نـــه پريږدې
هغه به کومـــه څه چې تــــــــــــــــــه وايې قربان دې شم
دا دې جفا وګڼم کــــــه ناز د يارانې يـــــــــــــــــــــــــــاره
کله د هيڅ نه وم کله زړه وايې قربـان دې شـــــــــــــــم
ښه د پيژنم چې بده ورځ شي په کار نه راځــــــــــــــې
څه معنا چې اوس خواږه خواږه وايې قربان دې شم

نن يې راته ووې چې درمانــــــــــــه ياره پام دې وي
ما ته به د خلکو منځ کې نه وايې قربان دې شـــــــــم

قدرت الله درمان 
خوست 

د قدرت الله درما ن نوی غزلبشپړ شعر ولولئ

د قدرت الله درما ن نوی غزل

قدرت الله درمان

                    غزل

په دار ختلي شو  اشنا که ضرورت  پیـــــــــــــــدا شي

چرته که دومره قربانۍ ته دې حـــــاجت پـــــیـــــدا شي

په تول پوره  ده په ښایست ذره کمـــــــــی نـــــــــه لري

خو بس په زړه کې يې که لږ څه محــــــــــبت پيداشي

ځان دې ساته چیرته اشنا  رانه ګناه ونه شــــــــــــــــي

ستا اننګو ته مې په زړه کې شرارت پــــــــــيــدا شي

چې دې په ژوند زما د مینې قدر نـــه کړو پـــــــــوره

په مرګ به ستادتړمواوښکو څه قیـــــمت پیـــداشي

داسې په نیمه شپه درمانه چـــــم ته مه رادرومـــــــــه

ملک د پښتو دی هسې نه چې مصیبت پيـــــداشي

             قدرت الله درمان

څلوريزه / درمانبشپړ شعر ولولئ

څلوريزه / درمان

قدرت الله درمان

څلوريزه

زه درته تېرشوم له دې غټ زړګي نه
ته له وړې خولګۍ نه تېره نه شوې

ما خوشالۍ کړې ټولې ستا په نامه
ته له يوې خولګۍ نه تېره نه شوې

قدرت الله درمان

نوی غزل / قدرت الله درمانبشپړ شعر ولولئ

نوی غزل / قدرت الله درمان

قدرت الله درمان

غزل

د چا د سترګو انتظار دی شيبه ، نه تيريږي
په زړه مې بار د غمو بار دی،  شيبه نه تيريږي

خوله راکوه ګرانې په دې خو قيامت نه رادرومي
شيخ پسې مه ګرځه وزګار دی ،شيبه نه تيريږي

شوو زاره چاودي په ټپو او په سندرو پسې
دلته بنديز په يكه زار دی ، شيبه نه تيريږي

لږ خو دمه شه لږه ساه واخله قربان دې شمه
لاړ به شې چېرته دې تلوار دی ، شيبه نه تيريږي

دا ستا د سپينې خولې چينې ته بلا تږي ولاړ
وايه چې کله زما وار دی شيبه نه تيريږي

ګرانه ده ډيره چې يې وشي بې له تانه درمان
زړه مې عجيب غوندې بيمار دی شيبه نه تيريږي

قدرت الله درمان

د زلمي شاعر قدرت الله درمان يو ښايسته غزلبشپړ شعر ولولئ

د زلمي شاعر قدرت الله درمان يو ښايسته غزل

قدرت الله درمان

غزل

کينه په قرار خوبونه مه وينه
نه دې راځي يار خوبونه مه وينه

بيرته له ورخ تيرې اوبه نه راځي
مه کړه انتظار خوبونه مه وينه

دا دمينې چارې دي زړه ستر لره
نه شي په تلوار خوبونه مه وينه

هغه دې تش نوم هم په خوله نه اخلي
ته يې د دېدار خوبونه مه وينه

وه درمانه ستا سپيره نصيب لره
نه راځي بهار خوبونه مه وينه

 قدرت الله درمان

د قدرت الله درمان نوى غزلبشپړ شعر ولولئ

د قدرت الله درمان نوى غزل

قدرت الله درمان

 

غزل

بيا په وطن شــپه راغله،  بـيا مو شولو چــم خـاموش
يو زه يم چې ويـښ يمه، هېڅ مې نه شو غم خاموش
هســـې نــه چــې ستا بنــګـړي، ټول کلى خبر کاندي
اخــلې بـه قــربان دې شم، دلتــه هـــر قــدم خاموش
داســــې د اخـــتر ورځ بــه، کلـــه وي خــاونده بــيا
زه چې کړم ګيلې ورته، ناست مې وي صنم خاموش
زړه کـــې مې د ښـــکلي يار، درد پـه څپو شوى دى
ګـــرانه ده چــې دا درد دې، کړي ملا په دم خاموش
وخت کـــه يې تر داره هم، بوځــــي ياره ستا درمان
نــــه به زړګـــی وبايلـــي او نه به کړي قلم خاموش

قدرت الله درمان

 

د قدرت الله درمان يو ډېر ښايسته غزلبشپړ شعر ولولئ

د قدرت الله درمان يو ډېر ښايسته غزل

قدرت الله درمان

 

غزل

خفه په دې نه يم چې ما پسې خبرې كـــوي
دا خلك تل زما په شا پسې خبرې كــــوي

خپله ګناه د ورميږ څټ دى چاته نه ښكاريــږي
مدام لګيا وي ما او تا پسې خبرې كـــــوي

خپل به جانانه د مړۍ په خوراك نه پوهيـــږي
خو په وزير او په پاچا پسې خبرې كـــــوي

كه ته زما منې نو ګرانې بهر مه راووځـــــه
جونې په كور ښې وي بيديا پسې خبرې كــوي

 

خدايه حيران يم چې انجام به د دې څه راوځــي
ملا امي ، امي ملا پسې خبرې كــــــوي

درمانه ما پسې چې هر څه وايي وايي دې يـــې
خو شي به ګرانه چې اشنا پسې خبرې كـــوي

قدرت الله درمان