د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

شیرین اغا جهانګیر

د شیرین اغا جهانګیر پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

31 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرین اغا جهانګیر

عمر بې دیاره بس همداسې وي

ډک له انتظاره بس همداسې وي

 

ډار د قافلې د لوټ کیدلو دی

شپه پرلویه لاره بس همداسې وي

 

عشقه قدمونه منصوري واخله

دالاره تر داره بس همداسې وي

 

تاته اشنا ستا د حسن څه پته

ستوري له مداره بس همداسې وي

 

زما د غزل توري جادوګر نه دي

غږ له یکه زاره بس همداسې وي

 

شیرین اغا جهانګیر

بند سبزک کرخ هرات

۰۷-۱۰-۲۰۰۹

ته مې تماشه کوهبشپړ شعر ولولئ

ته مې تماشه کوه

شیرین اغا جهانګیر

پرېږده چې ستي شم لولپه شمه ایره شمه

ته مې تماشه کوه

اور شمه سکروټه شم لوګی شمه لمبه شمه

ته مې تماشه کوه

پرېږده چې د خپل وجود ټوټی په خپله ووینم

پرې چې د زړه ماتې آینې په خپله ووینم

پرېږده چې بدرنګې زمانې په خپله ووینم

پرېږده خپل سبا لره ویرجنه ترانه شمه

ته مې تماشه کوه

پرې چې یو ځل بیا د غار او غر دور ته ورشمه

پرېږده چې ګونګی شمه وخشي شم ځناور شمه

پرېږده چې د خپل لرې ماضي ځني خبر شمه

ووځم د وخت له حافظې نه افسانه شمه

ته مې تماشه کوه

پرې چې د سپرلي د رنګینو پسې زړه واچوم

پرې د ماښامونو د ډیوو پسې زړه واچوم

پرېږده د سهر تازه وږمو پسې زړه واچوم

پرېږده چې لاهو د خپلو اوښکو په څپه شمه

ته مې تماشه کوه

پرېږده د ګلونو ماشومانو په ویر وژاړم

پرې د خپلو کونډو یتیمانو په ویر وژاړم

پري ددې بې وسو انسانانو په ویر وژاړم

پرېږده چې خپل غم ته مې سندره شم ټپه شمه

ته مې تماشه کوه

پرېږده چې د وران جومات منار ته خپه نیولی شم

پرېږده شاړ ګودر سوي چنار ته خپله نیولی شم

پرېږده مات منګی چلم ستار ته خپه نیولی شم

پرېږده د کنډر وطن کنډرو ته دمه شمه

ته مې تماشه کوه

پرې چې د وختونو قافلی راځني لاړې شي

پرېږده چې د نن په سوچ کې شپې راځني لاړې شي

پرېږده چې یواځې شم نشې را ځني لاړې شي

پرېږده چې د ژوند د کشمکش لار کې ویده شمه

ته می تماشه کوه

پرېږده د باروتو په لوګو کې انسان پټ ښه دی

پرېږده د خپل بم په سرو لمبو کې انسان پټ ښه دی

پرې د وخت په تورو ترږمو کې انسان پټ ښه دی

پرېږده موړ د خپلې بربادې په تماشه شمه

ته مې تماشه کوه

پرېږده که انسان دې د انسان په وینو رنګ ښه وي

پرې که د ادم بچي یو بل سره په جنګ ښه وي

پرې که ستا اشرف المخلوقات داسي بدرنګ ښه وي

بیا مې کړه ګنګی اشنا که تاته په ګیله شمه

ته مې تماشه کوه

شیرین اغا جهانګیر

رباط سنګی هرات

۰۷-۰۱-۲۰۱۰

نعت شريفبشپړ شعر ولولئ

نعت شريف

شیرین اغا جهانګیر

په کور کې د الهاد جوړ شوی غم وو هغه ورځ
تا ايښی پردې ځمکه خپل قدم وو هغه ورځ

سندرو باندې ستړي ول مرغان د باغ او بڼ
جوړ کړي هواګانو ترنم وو هغه ورځ

مړه شوې وه د فارس ها زر کلنه آتشکده
پېدا د هر ابليس سترګو کې نم وو هغه ورځ

پوهېږې په کعبه کې بتان ولې راګذار شول؟
لېږلی خالق زېرې د صنم وو هغه ورځ

توپير د فوقيت د رنګ او ژبې شو بې قدره
بشر شو؛ که عرب وو که عجم وو هغه ورځ

قانون راغی انسان لره حساب او کتاب راغی
په تله شو که دم وو که قدم وو هغه ورځ

د علم ډيوې بلې شوې د جهل په تيارو کې
روښان د ژوند د لارې پېچ او خم وو هغه ورځ

د جمعې مبارکه ورځ
د هرات لرغونی جامع جومات

ځناورې قافلېبشپړ شعر ولولئ

ځناورې قافلې

شیرین اغا جهانګیر

لوټ شوي په دې لاره دي اکثرې قافلې
خپل سري قافلې او زورورې قافلې

سرکشو ته دې چم کې د قدم اجازت نشته
سر ښکته ستانه شوي مروروې قافلې

زمونږ د توري غږ ورته تر غوږه رسیدلی
دا ښکتې قافلې وې که دا برې قافلې

زه نه وایم سپین غر او هندوکش به درته وايي
داړلي دې زمرو دي ځناورې قافلې

رباط سنګي هرات

د فوقیت توپیربشپړ شعر ولولئ

د فوقیت توپیر

شیرین اغا جهانګیر

هغه مرید یمه چې پیر مې زړه کې پټ ساتلی
د خپل جانان د مخ تصویر مې زړه کې پټ ساتلی

د پښو تل مې د ازغنو لارو تږ ته جوړ دی
پړی د دار شور د زنځیر مې زړه کې پټ ساتلی

وخته دا ژبه به ګونګۍ نکړئ ځان مه ستړوه
جنګ ته د خپلو بچو ویر مې زړه کې پټ ساتلی

ما عبادت د خپل ضمیر د آینې کړی دی
د فوقیت هر یو توپیر مې زړه کې پټ ساتلی

اوس د نیزې د ګذار ټپ مې په سینه کې نشته
د خپل ماضي ویشتلی تیر مې زړه کې پټ ساتلی
۰۴-۰۵-۲۰۱۰

له لرغوني هراته

آزاد نظمبشپړ شعر ولولئ

آزاد نظم

شیرین اغا جهانګیر

نن چې له کاره ستړی ستون شومه کوټې ته راغلم
مخکې لدینه چې د کار جامې بدلې کړمه
لکه د تل په شانتې
خپل ټېلېفون مې را اوچت کړلو او ومې کتو
پوره پنځه میسکاله
شمیره مې وکتله
کور نه وو زنګ راغلی
زړه مې طاقت ونکړو
زنګ مې ور ووهلو
بس سمدلاسه چې زنګ ورغللو
د مور له هلو سره
زړه په درزا شو زما
ځکه چې
هغه آواز بیا څه بدل شانتې وو
هغه آواز بیا دردیدلی ښکارېد
په هغې ستونې کې ژړا ښکارېده
سلام مې وکړو ورله
جار او قربان يې ووی
زما د حال پوښتنه يې هم وکړله
ما ویلې ښه یم مورې
ته د خپل ځان ووایه
هغې د تل په شانتې
ویلې زه روغه یمه
په ما هیڅ ندي شوي
سر مې درد هم نکوي
ملا مې بیخي ښه ده اوس
اوس د معدې او د اعصابو ګولۍ هیڅ نه خورمه
خوب مې بیخي زیات شوی
خو زه پرې ښه پوهېدم
زه پوهېدمه چې اوس څنګه به وي
ما سترګې پټې کړلې
مخ ته مې ودرېدله
له ډېره درده يې خپل سر وو په دسمال تړلی
او سپینو اوښکو يې پرمخ وې جوړې کړې لارې

رباط سنګي هرات

ړندې آینېبشپړ شعر ولولئ

ړندې آینې

شیرین اغا جهانګیر

زمانه ټوله ړنده ده، د دنیا سترګې ړندې شوې
آینې دي ړندې سوي، که زما سترګې ړندې شوې

له رقیب سره ملګری، لاس په لاس اوړي را اوړي
زه هم نشت یمه منم خو، د آشنا سترګې ړندې شوې

بیا چینار ځوانیمرګ شوی، بیا ګودر په وینو سور دی
بیا سالو ده د چا سوې، بیا د چا سترګې ړندې شوې

شپه به خدایګو چې تمام شي، د ازغنو تیارو لارو
تیندکونه خورم غورځیږم، د سبا سترګې ړندې شوې
رباط سنګي هرات

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

شیرین اغا جهانګیر

راشــي ســهــرونــو تـــه تــیارې ځــان ســره راولي
داســې ستــوري نــشـته چې ډیــوې ځان سره راولي

زمـــونــږ لا د خــزان زخمــونـه نـه وي رغیدلي چې
شــور شي سپـرلی راشي سرې لمبې ځان سره راولي

مــونږ ته به سبا څــنګ د بېــګا په شانــتې نه ښکاري
وخــــت د زړونــــو مــاتــې آیــنــې ځــان سـره راولي

هله به معلوم شي چې رندان څوک زاهــدان څوک دي
پــرېــږده چــې ســاقـي خـو پـېـمـانـې ځـان سره راولي

رنګ به مې د خیال او هنر وځلیـږي شـور جـوړ کړي
عـشــق بـه مـې څـه داسـې زمـانـې ځان سره راولي

رباط سنګی هرات
۲۴-۰۱-۲۰۱۰

خوشحال بابابشپړ شعر ولولئ

خوشحال بابا

شیرین اغا جهانګیر

خوشحال بابا وايي:

زه خوشحال توره په لاس به بیا راپاسم
که خبر شوم چې پښتون د چاغلام شو

د پښتون او افغان د اوسني ناورین په لیدو سره مې وغوښت چې بابا راوبولم ترڅو بیا دغو مغلو پیې خپله توره راوباسي او د امو او ډیلي نه يې واړوي. خدای دې وکړې وکړي چې زما دا پیغام بابا ته ورسي او د اوسني ناورین د افغان د ویتلو فکر وکړي
په ډیره مینه.

په خاوره د افغان بیا کوم مغل ایښی قدم دی
راپورته شه خوشحاله که راځې دغه دې دم دی

ملالې ټپې نشته اکبر خان په خوب ویده دی
پامیر له غمه ژاړي اباسین خپه خپه دی

بکوا سور سیلاب وړی دی کابل پرهر پرهر دی
کوم چا درته په سرو لمبو سیځلی پیښور دی

کنړ دی تالا شوی نښترونه ځوانیمرګ شول
سپین غره کوترې تللي چنارونه ځوانیمرګ شول

خبر نه يې خوشحاله نن افغان دبل غلام دی
راځه توره راواخله ضرورت درته د قام دی

۱۷-۱۰-۲۰۰۹
کرخ هرات

څلوریځهبشپړ شعر ولولئ

څلوریځه

شیرین اغا جهانګیر

عجیبه خلک یو سربایلو جنګ په بیـه اخـلـو
دبارودشنه لوګی دتوری
کړنګ په بیــه اخـلـو

مودونه پس چی کله هم سپرلی ترکلی راشی
وږمی ګلونه ایسته کیږدو بنګ په
بیــه اخـلـو