د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

محمد امين بسمل

د محمد امين بسمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

16 خپاره شوي شعرونه

دمینې خطبهبشپړ شعر ولولئ

دمینې خطبه

محمد امين بسمل

 ۱۴ـ۰۲ـ۲۰۱۳

کاش چې نن خو مې لیدلی وای جانانه
ټینګ مې غېږ کې رانیولی وای جانانه

نن ده ورځ د میینانومرغ دې ښه وي
ترپالنګ دررسېدلی وای جانانه

سورګلاب مې نن دسترګو په ستیج ناڅي
ستا په زلفومې ټمبلی وای جانانه

یوساغر دې له میګونو وای راکړای
په مزه مزه مې څښلای وای جانانه

دکلوکلو ارمان مې زړه کې اوسي
ته راغلی دی وتلی وای جانانه

اوږدې زلفې دې خورې وای زما په مټو
زنخدان مې دې زبېښلی وای جانانه

ما دمینې خطبه وېلای په محراب کې
ته مې څنګ کې درېدلی وای جانانه

بسمل تاله ربه غواړي ارمانجن دی
دغه سوال یې خدای منلی وای جانانه

بیا تللی و چې وتلي سامان دملکانوبشپړ شعر ولولئ

بیا تللی و چې وتلي سامان دملکانو

محمد امين بسمل

 

لوړپوړی سوداګردی چپن وړي چپن راوړي
دټول جهان نوکر دی چپن وړي چپن راوړي

هرڅوک که ورته سترګې برګوي یا پرې تېری کړي
بې تریخي بې ځګر دی چپن وړي چپن راوړي

له لوړوملکانوسره ګرزي په چپن کې
نه لوړنه سوروردی چپن وړي چپن راوړي

وهلی یې چلم و برملک ته یې غوسه کړه
پرې مړ یې برادر دی چپن وړي چپن راوړي

په دوولسوکلوکې یې خپل ملک له بدبدترکړ
نه مشر نه رهبر دی چپن وړي چپن راوړي

سترګک چې کوي هرځل داخوهسې ټوکې نه دي
په دې کې یې هنر دی چپن وړي چپن راوړي

چې ویښ وي دهرچاله وېرې رپي لکه بڼه
په خوب کې زوروردی چپن وړي چپن راوړي

بیا تللی و چې وتلي سامان دملکانو
مات شوی یې وزردی چپن وړی چپن راوړي

بسمله تېروې داقېمتي وخت په چاباندې؟
نه ښځه اونه نر دی چپن وړي چپن راوړي

دنیکپا په ویاړبشپړ شعر ولولئ

دنیکپا په ویاړ

محمد امين بسمل

درنو لوستونکو!
سلامونه او نېکې پیرزوینې مې ومنئ هیله ده دمباره کې روژې بختورې اوبرکتي پلوشې درڅخه را تاو وي تاسو شاهد یاست، چې دروژې په مباره که میاشت کې ما کومه لیکنه نه درلوده دا ځکه چې نه مې غوښتل څوک زما دقلم په تېره څوکه خوږ شي البته زما لیکنې،نیوکې اوتندوالی یوازې داصلاح او ناخوالو دورکېدو لپاره دي خو یو نیم کس بیا لږ څه په بله سترګه ورته ګوري په هرصورت وخت مو ډېر نه نیسم تاسو ټولو ته دګران افغانستان او زموږ دپیاوړو زلمو دبریا او ځلېدو مباره کي وایم په همدې اړوند مې په یو نظم کې دخپل زړه غوټې راسپړلې دي هیله ده ستاسو دخوښي سبب وګرزي .

دملي یووالي او نیکپا په ویاړ

نن مې بیا افغانستان افغانستان شو
نن مې بیا په غلیم تندر اوتوفان شو

نن مې نوم دملک دژبو په سر ناڅي
نن ګټونکی په لندن کې یوافغان شو

نن زه ویاړمه پخپل افغان زلمي مې
هزاره ورورنن زموږ د درد درمان شو

روح الله نیکپا سمبول شو دیووالي
بخت یاره ورسره وکړه نور هم ګران شو

نن دقوم له وړو کوڅو راووت
نن شریک د هرافغان په دستارخوان شو

نور به نوم دهزاره ورباندې نه ږدئ
نن نیکپا بریا دهر قام اوزبان شو

هزاره وروڼه زما زه هم ددوی ورور
دا تاجک ازبک ترکمن هم زما ځان شو

نورواړه قومونه هم دي زموږ وروڼه
کوم بدبخت وایي یووالی مو پاشان شو؟

دنیکپا بریالیتوب لوی سبق راکړ
دملي یووالي ګل دی شګوفان شو

اوس که غواړې دسر خیر دې غلیمه
پښې دسپکې کړه جهان له تا پښېمان شو

بهاوي تا په یوه پښه رقیب مات کړ
ستا مېړانې ته هر یو افغان حیران شو

درد دې واخلم درواوري شم هیواد واله
افغانیت دې نړیوالو ته عیان شو

نیکپا ګرزه لر اوبر کې په سرو سترګو
ته دټولو یې ستا ټول افغانستان شو

زه بامیانو ته درځم ته هم پکتیا ته
دبسمل یاران هر یو ستا دعا خوان شو

شمله ور ماتم ځپليبشپړ شعر ولولئ

شمله ور ماتم ځپلي

محمد امين بسمل

شمله ور ماتم ځپلي

څو موزیان یې دمشرانو په نوم موږ باندې تپلي
مشران نه دي غلا مي ته یې له وخته وو روزلي

دایمان سودا نو چا په غیران وکړه دا خو دوی وو
ننګ یې خرڅ همت یې خرڅ کړ موږ شړلي دي له کلي

چې امام خپل مقتدیان لکه چرګان په شیطان پلوري
شرم نه دی چې لا هم وي پسې نېغ نېغ درېدلي

پخپل لاس یې ورتېره کړه دقصاب چاړه ښاغلو
اوس به هر یو حلالیږي دا سپېره اجل نیولي

په تاریخ کې ما ونه لوستل چې دومره دون همت وي
خپل ناموس په نورو ساتي لکه مړي غځېدلي

نن به څومره داحمد او میرویس خان روح وي نارامه
چې په ملک مو مسلت شول دا راغلي نابللي

دا یو څو خرڅ شوو بارکړه جنازه زموږ دفخر
دوی پخپله په ځان وکړل اوس دې ګرزي لاس تړلي

څه شوې څه شوې ها سجدې هغه الکې هغه ځګونه
دغه یو عالم سکه وروڼه مو ځکه غولولي

د الله په نوم چې څوک کړي تجارت انجام یې دا وي
راوتی به بهر نشي وي به تل سوړو کې غلي

دکابل په کنډوالو کې غرېو نیولی ګرځم ځکه
ای بســـــملـــــه پکې وینم شمله ور ماتم ځپلي

څو موزیان یې دمشرانو په نوم موږ باندې تپلي
مشران نه دي غلا مي ته یې له وخته وو روزلي
کابل ښار دغبرګولي ۱۵ مه نېټه

اخترونه او ویاړونهبشپړ شعر ولولئ

اخترونه او ویاړونه

محمد امين بسمل

له اختره ګیله من یو ګیله نه کوو له ځانه
هرزیاتی له موږه شوی یو خوابدي له اسمانه
داپه بده ورځ چې سر یو نتېجه مو داعمالو
پند مو نه واخیست هیڅکله له رېښې رېښې ګرېوانه
پخپل لاس مو زولنې ځان ته کړې جوړې دا موحال دی
هره خوا دېوال دېوال دی وتی نه شو له زندانه
چې په جوش راشو خپل هوش ورکړو ونورو ته په لاس کې
په یو څو باټو تېروزو خالي لاس ځو له میدانه
هر چنار لمبه لمبه شو هرمنګی توکړې توکړې شو
دګلرنګې دپېزوان پړک نه را رسي له دالانه
هم په پټه هم ښکاره مو اغیار راووست خپل کاله ته
په لوی لاس موخپل واک ورکړ شولو پاتې له کاروانه
پخپل ځان کې مو یوه زره احساس دنېکي نشته
سر وهو په ځمکه ځمکه هر څه غواړو له یزدانه
ځیني شوق اخیستي حورې او غلمان غواړي چې خپل کړي
ناجایزې لارې نیسي ناخبر له سود اوزیانه
نو په کوم انصاف دا خپله پړه په اختر خواره کي بار کړو
موږ پخپله خپل باغ سوی ارمانجن ځو له بوستانه
دا وحشت او دا ذلت به لا تر څو خپور وي بسمله
اخترونه او ویاړونه یې ولجه کړل له افغانه

سپینې ماڼۍبشپړ شعر ولولئ

سپینې ماڼۍ

محمد امين بسمل

دسپینې ماڼۍ واکمنانو ته
غله ته وایې غلا کوه دکور څښتن بیدارساتې
څو به یې دوه مخې څو به داسې اقتدارساتې

دا درغلۍ نه دي چې دا ته یې شپه او ورځ کوې؟
ولې دا غدار دوستم افغان ولس ته مار ساتې

ریچرد هولبروک تا خپله ترکې ته پسې ولېږه
اوس ولې پرشا سوې دغه ځان څنګه کنار ساتې؟

ستا ماڼۍ خو سپینه خو بلاوې پکې تورې دي
تورې نقشې ته باسې ترهګر ساتې کوکنارساتې

هم به شهیدان هم به غازیان هم به وي روغ اوجوړ
ته چې دکابل قاتلان داسې دوامدار ساتې

زموږه دلستوڼي ماران غلي لکه مړي وو
ته یې نازوې راته هریو لکه ښامار ساتې

ستا په نړیوال برم دشمال ټلوالې څه وکړل
اوس هم په تخرګ کې لا چرګوړي دنظارساتې

ښه بازار دتود دی دچړو او باروتي وسلو
یو حلالوې بل په اورونو کې حیصارساتې

دا دهمت غولی داحمد او دمیرویس کوڅې
اوروې پرې غشي په لمبو کې قندهار ساتې

بیا دې کړه ناولې په ناولو پښوزموږ خاوره
څو به دملالې او ایوب سیمه په څار ساتې؟

هم مرداري ته وکړې هم نور په کاڼو ولې ته
نور څوک غولولی نه شې ولې ځان ناګار ساتې

ستا دا فرعوني لښکر به مات ته به تري تم شې
ته چې زموږ کونډې یتیمان همېش ازار ساتې

ای بسمله لوی خالق ته لپه کړه لاسونه خپل
ولې دومره سوځې ولې زړه کې سور انګار ساتې