د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

عمادالدين دوران

د عمادالدين دوران پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

5 خپاره شوي شعرونه

ښکلی غزل/// دورانبشپړ شعر ولولئ

ښکلی غزل/// دوران

عمادالدين دوران

غزل 

د نفرتونو قافله به له دې ښاره اوځي
دا د نفاق مرۍ به نور د چم له تاره اوځي

: پرخه به بیا د مړاوي ګل غېږې ته و کوچیږي
د بدرنګیو جنازې به  له ګلزاره اوځي

: د وخت نجلۍ به د سپرلي موسم پلو کې راوړي
زما امید به د خوبونو له کتاره اوځي

زما پښتو او فکر دواړه د پخوا په شانتې
 له نرخه نه اوځي ملګرو له بازاره اوځي

 وړې، وړې خبرې ستا له راز او نازه ډکې
طوطي غږیږي که نغمې دي له ستاره اوځي

 که خدای کول ضرور به وخوري د قاتل غوږونه
د ښېرا شور د زخمي زړونو له درباره اوځي

 چې د حالاتو سترګې ولي ماشوم زړه په غشو
خود به ټټر نه د غزل د وینو داره اوځي

عمادالدین دوران

درې خیالیګر بیتونه // عمادالدین دورانبشپړ شعر ولولئ

درې خیالیګر بیتونه // عمادالدین دوران

عمادالدين دوران

   درې بیتونه

ناکردو د وخت لوګی کړ پورته لاړه

اوس مې ذهن له اسمان مچکې اخلي

 

ستا خویونه ،عادتونه چليګر دي

ستا خبرې له  لغمان مچکې اخلي

 

د شهید لالي اروا ته ثواب لیږي

پیغله ناسته له قران مچکې اخلي

 

عمادالدین دوران

 

د عمادالدين ښکلې څلوريزهبشپړ شعر ولولئ

د عمادالدين ښکلې څلوريزه

عمادالدين دوران

هر تاج دار  او زورور  د ې  را  پسې  شي

افلاطون او  سکندر دې را    پسې   شي

ما دې منې  کړي د یار  له   دره او   بامه

کاڼې ، بوټې ، سمه او غر دې  را  پسې شي

عمادالدین دوران

د يوه ورک ملګري په نوم : عمادالدين دورانبشپړ شعر ولولئ

د يوه ورک ملګري په نوم : عمادالدين دوران

عمادالدين دوران

د يوه ورک ملګري په نوم

ملګريه!!!

ملګريه شکر دی چې
د ښو او بدو تميز
عقل او  پوهه لرې
د ژوند معنا نه خبر
د مينې راز درسره
د هوس وږی نه يې
يې د اخلاقو ګوډی
د ذات پروا نه لرې
د انساني کرامت قدر کوې
د خدای په شان مين يې
په ټول جهان مين يې

.........................

خو.....!
زه نن څه يره لرم
ستا په سبا ډارېږم
زه له رڼآ مطمين
زه له رڼآ ډارېږم

ملګريه! پام کوه لږ
د امېدونو کلي مه ورانوه
زړه د حسر په لمبو مه پټوه
په  بازاري ښکلا باور مه ساته
خپلې ځوانۍ ته دومره سپک مه ګوره
د کوږ دېوال سيوري ته مه درېږه
احساس د حسن په جلاد مه وژنه
له خوشبختيو سره جنګ مه کوه
خپلو خوښيوو سره جنګ مه کوه

................................

ملګريه! پام دې وي چې
دا د ازر د لاس جوړ شوي بتان
د پاکو زړونو په ډالۍ نه ارزي
د يو ساعت په بندګۍ نه ارزي
له لېونتوب سره ياري ونه کړې
ليدلي خوب سره ياري ونه کړې
!په جهل مه احسان ملګريه
!خير دی! لږ وپېژنه ځان ملګريه!
په ناممکنو پسې مه زورېږه
په کاڼو مه وله اسمان ملګريه

................................

ملګريه ته له ما نه ښه پوهېږې
چې ته په هر څه باندې نه پوهېږې
دا ستا مزل تا نه منزل تښتوي
که ته په دې خبره وپوهېږې

................................

له ځان ګران ملګريه!
افغانستان ملګريه!
زما د سترګو نوره!
زما جانان ملګريه!
زه نور د عقل غلامي کومه
ستا لېوني زړه ته زاري کومه
ژوند د وهمونو له کيسې اړوم
تا له دې خپلې فيصلې اړوم

..............................

راځه دوخت په لور قدم اخلو
د پوهې باب سره نزدې اوسېږو
لکه نغمې، خولې وجود به باسو
له دې رباب سره نزدې اوسېږو
بس..! له کتاب سره دوستي جوړوو
بس..! له کتاب سره نزدې اوسېږو

عمادالدين دوران

د دوران غزلبشپړ شعر ولولئ

د دوران غزل

عمادالدين دوران

    غزل

زه مــې د زړه د ارمـــانونو قاتــل څـــوک وګـــڼم
د پســـرليو د رنــــګونــــو قــــاتل څـــوک وګـــڼم

خـــدایزده دا چــــا مو دنګـې دنګې ځوانۍ ولوټلې
زه مــــې د چــــم د ښايـــستونو قــاتل څوک وګڼم

د تورې شپې ښامار ته چا زمونږ کوڅې وښودې
د ســــپين ســــحر د مـــشالونو قــاتل څوک وګڼم

که مــحبت نه و ، مجنون دښتې ته چا مجبور کړ
د شـــالــــيلا د شـــنو خــــالونـو قاتل څوک وګڼم

دورانه ! ته خو به په شمع اوښکې اوښکې ژاړې
زه د پتـــنګ د وزرونــــو قـــاتــل څـــوک وګـــڼم

عمادالدين دوران