د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

طاېر ځلاند

د طاېر ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

69 خپاره شوي شعرونه

نوی خط / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

نوی خط / طایرځلاند

طاېر ځلاند

 

 

نوی خط

طایرځلاند:

لکه یو ورک مسافر

دافریقا په یو ه تور ځنګل کې

کړي دښار لاره پیدا ،

یا سمندر کې بې بادبانه کشتۍ

چې ترېنه لاره دسا حل ورکه وي

په سمندر کې جزیره اومومي،

یا یوه چټه پیغله

له شل کلونو روسته

میړه یې راشي له زندانه کور ته ،

نو داسې حال کې دانسان حالت په څرنګه وی؟

له څو کلونو روسته 

چې ټولې هیلې مې ویستلې وې دزړه له کوره

زما احساس ، زما جذبې له ناکامۍ ماتې وې

ماخپل ژوندون دچا په نوم نه کوه

نه مې بیا لارې دکوم لمر څارلې

نه تورې شپې مې  د سحر شما رلې

په خوله خندل مې خو دننه په زړه مات ومه زه

دخپلو ټولو ناکامیو سره

داستړی ژوند مې په خندا تیروه

خو،

 نن چې ستا خط له ډاک خانې نه راغی

له خپله حاله یې بې حاله کړمه

ماویل که خط پرانزم بیا یې وي څه لیکلی

خدایه خبر بیا به دې  وی څرنګه تراخه لیکلي

بیا به مې زړه لره کوم زخم دنفرت راکوي

دلفافې دپرانستلو سره

ددغه نوي خط لیدلو سره

زما دپخو لاندې ازغي داظطراب راشنه شول

دزړه په سیمه زلزله د درد دڅړیکو راغله

هغه چې ما یې هیله نه  درلوده

مایې په اړه فکر هم نه کوه

نن ستا په خط کې هغه څه وینمه

په سپینه پاڼه  یې د زړه انځور و   

خو دا انځور په قلم رسم نه و

دګلابي وینو له څاڅکو جوړ و

ستا دوجود دګلابي وینو له رنګه قربان

ستا دوفا په تقدس باندې ایمان لرمه

له لس کلونو نه لیدو باجود

ددغه ټولو فاصلو باوجود

زمونږ په پخو کې درواج دزنځیرو باوجود

زه خبر نه وم انشا

چې ته به اوس هم زما لارې څارې

2010/11/8   کابل انټرنیوز دفتر

 

غزل/ امجد شهزادبشپړ شعر ولولئ

غزل/ امجد شهزاد

طاېر ځلاند

غزل

امجد شهزاد

مونږه هره ورځې يو خبر لرۀ
مونږه دَ مُودو نه جنګ پۀ سر لرۀ

مرګ مو خپل ليدو خو وارخطا نۀ وو
دومره مو ايمان پۀ خپل نظر لرۀ

مونږه دَ تيارو به څۀ خاطر کوۀ
مونږه چې هر فکر لکه نمر لرۀ

مونږه همه ګير انسانيت منۀ
زړۀ کښې مو دېوال لرۀ نۀ ور لرۀ

مونږ دَ محبت باچاهي غوره کړه
مونږه سوچ دَ زور اؤ نۀ دَ زر لرۀ

مونږ دَ تشدد دَ فلسفې خلاف
مونږه خو بس دغه يو هنر لرۀ

مونږه خو خانان وو دَ احساس دَ کور
مونږ پۀ محبت باندې باور لرۀ

اوښکې مو ليدې نۀ شوې دَ بل پۀ مخ
خپل کۀ مو ګرېوان پۀ اوښکو تر لرۀ

مونږ ستړو ملګرو ته ايسار نۀ شو
مونږه پۀ سر ډېر اوږد سفر لرۀ

داسې خو بې څوکه نۀ ؤ دا اولس
دوي خو يو منظر، هم پس منظر لرۀ

څۀ به قلار ناست وو پښتانۀ چې وو
ګرم مو پۀ هر موسم سنګر لرۀ

وو کۀ دَ بارودو پۀ ډېرئ اودۀ
بيا مو هم ارمان دَ روڼ سحر لرۀ

سوز به مو ضرور وي پۀ سندرو کښې
څۀ نۀ څۀ مو داغ پۀ خُوږ ځيګر لرۀ

لاسو کښې دَ هرسړي ؤ سُور ګلاب
پټ ئې پۀ لستوڼي کښې خنجر لرۀ

يه امجده داسې وخت ته پاتې شُو
نن مو دَ خپل ځانه هم خطر لرۀ

غزل / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

غزل / طایرځلاند

طاېر ځلاند

 

غزل

طایرځلاند

 

انعام دمحبت دي دې کوڅو کې زنځیرونه
راوړي مې دي خدایګو په لاسو کې زنځیرونه

ماداو کړل پرې په یو ځل دځوانۍ برکتونه
خو تا راته ساتلي وو کمڅو کې زنځیرونه

اظهار چې دالفت دسپین سبا دناوې غواړم
شرنګیږي مې دخیال په تورو شپو کې زنځیرونه

دوي حق دبیدارۍ دشعورونو مونږ نه اخلي
رااچوي ملګرو چې فکرو کې زنځیرونه

ګواه دي ستا دمینې دجنون په انتها ټول
طایره په لاسونو او په  پخو کې زنځیرونه
 

2004/8/12کواهاټ

افغان محصلینو په اټک کې مېله وکړهبشپړ شعر ولولئ

افغان محصلینو په اټک کې مېله وکړه

طاېر ځلاند

ړنګول

 

راليږونکی : محمد عابد علمي

ټليفونشميره: 0092 49130248

برېښناليکپته: abedelmi@yahoo.com

سرليک: افغان محصلینو په اټک کې مېله وکړه

نېټه: 31.10.2010 07:58

افغان محصلینو په اټک کې مېله وکړه
د اسلام آباد د نړیوال اسلامي پوهنتون افغان محصلینو پرون د عقرب په اوومه د اټک د سیند پر غاړه په کوونډ پارک کې یوه په زړه پورې او له افغان کلتوره ډکه مېله وکړه. په دغه مېله کې پر افغان محصلینو سربېره له پېښور څخه هم افغان لیکوال او شاعران راغلې وو. اټک ته له رسېدو وروسته د ګډونوالو ترمنځ پېژندګلوي وشوه. ورپسې د دغه پوهنتون د افغان محصلینو د ټولنې رئیس محمد ولي کاکړ خپله وینا واوروله. ښاغلی کاکړ لومړی د مېلې ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل. او خپلې خبرې یې په دوو ټکو کې (د ټولنې لاسته راوړنې او راتلونکي پلانونه) بیان کړې. په وینا یې د لاسته راوړنو په برخه کې مو د پاکستان له ډېری پوهنتونونو او علمي مرکزونو سره ټینګې اړیکې نیولې، د افغانستان له سفارت سره مو د محصلینو د تعلیمي او تحصلي اسنادو د ستونزو او په هغه کې د ځنډ له منځه وړلو لپاره تر یوه اوږده بحث وروسته پرېکړې ته رسېدلي یو، د ټولنې لپاره مو ویب سایت جوړکړي، په کابل کې مو د پاکستان د ټولو پوهنتونونو د افغان محصلینو د استازو په ګډون ټولنه جوړه کړه، او په دې مو سره پرېکړه وکړه چې د ایمل مرجان په مشرۍ به دا ټولنه مرکزي دفتر جوړوي، د محصلینو مالي کومک او فارغ شوو محصلینو ته به په دندو پیداکولو کې کوشش کوي. د ټولنې راتلونکي پلانونه به هم د محصلینو ستونزې راکمې کړي، چې په هغې کې مو د عربې، انګلیسي، کمپیوټر، ریاضیاتو او محاسبې کورسونه په نظر کې نیولی، چې انشأ الله په راتلونکې اونۍ کې به پیل شي. یو بل پلان مو په پوهنتون کې د افغان استادانو لخوا د درسي لړۍ په نامه جوړ کړی، چې استادان به په یوه ټاکلې موضوع خپل معلومات ورکوي. دا به هم په راتلونکې اونۍ کې عملي بڼه غوره کړي. ده د خپلو خبرو په ترڅ کې له نویو محصلینو نه د ځینو قوانینو او مقراراتو ته د پابندۍ غوښتنه هم وکړه. د ښاغلي کاکړ له خبرو وروسته له پېښور څخه راغلي شاعر او لیکوال عماد الدین دوران په خپل یوه خواږه غزل مشاعره پیل کړه. ښاغلي دوران د خپل شعر په پای کې پر دې خوښي وښوده چې د اټک د سیند پر غاړه د روڼ آندو افغان محصلینو پر مخ کې د شعر ویلو او ودرېدو بلنه راکړشوې. په مشاعره کې له پېښوره نورو راغلو شاعرانو هر یو ډاکتر محمد حنیف حیران او نصرت الله الهام سربېره د محصلو شاعرانو شعرونه او ټپې هم د محصلینو لخوا په تندو چکچکو بدرګه شول، چې د مېلې فضا یې د لونګو په کروندې بدله کړه.
د مشاعرې په پای کې محمد عابد علمي له محصلینو وغوښتل چې د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون د افغانستان په سطحه د افغان ځوانانو لپاره د علم تر ټولو لوي کور دي. راځئ چې له دغه طلایي فرصت نه کار واخلو، او د خپلو هغو وطنوالو بنیادي لاسنیوی وکړو چې په دې پوهنتون کې زده کړې کوي. راځئ چې په دغه پوهنتون کې د یوې اونیزې یا دوې اونیزې ادبي غونډې پیل وکړو. مونږ کولي شو چې په دغه ادبي غونډو کې کره کتنه، مشاعره او د غونډو ریپوټونه ولرو. زه د دغې ادبې غونډو بریالیتوب په پوهنتون کې پر ستاداونو سربېره د هغو افغان محصلینو شتون بولم چې د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې زده کړې کوي. دا کار به مو نه یوازې د محصلینو تر منځ د نیژدې اړیکو د ایجادېدو سبب شي، بلکه د خپل دین، مذهب، کلتور او خپلو دوو پښتو او دري ژبو د پرمختګ سبب به مو هم شي.
د ښاغلي علمي له خبرو وروسته د ټولنې رئس ددغه ځوان له نېک احساس نه مننه وکړه او زیاته یې کړه چې پدې برخه کې به ستا په همکارۍ خپل ټول توان په کار اچوم. او ټولو محصلینو په یو غږ د ښاغلي علمي نظر تأیید کړ.
له مشاعرې وروسته د فیض محمد په مشرۍ د ذهني مسابقې په ګډون ځینې تفریحي پروګرامونه او د ځغاستې، والیبال، او یو شمیر نورې عنعنوي لوبې تر سره شوې، او بریالیو محصلینو ته د ټولنې له لخوا ډالۍ ورکړل شوې. د یادولو وړ ده چې په دغه مېله کې لطف الله خیرخوا د ویاند دنده په غاړه لرله.
۲۰۱۰/۱۰/۳۱
محمد عابد علمي د اسلام آباد نړیوال اسلامي پوهنتون

غزل / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

غزل / طایرځلاند

طاېر ځلاند

‌
غزل ‌

ځلاند

ورښکاره یې چې څهره کړله میراته
اینه دوخت په لاس کې شوله ماته

نیست خو نه یې ، هو په هست کې دې ګمان دی
ځان راوپیژنه څه یې کایناته ؟

دهجران دتجربې له پاره ګرانه
یو څه وخت زړه صبروو له ملاقاته

دهرچا سترګو کې زخم ټوکیدلی
پرهرونه دزړه وښایمه چاته

یو ګلاب داضطراب له زړه چاودونه
چې خوشبو شوه ، ځان یې وسپاره هواته

 

نو ی غزل / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

نو ی غزل / طایرځلاند

طاېر ځلاند

غزل

طایرځلاند

کاینات واړه ،یاره ستا په انتساب ښکلی شي
تاته چې دریې کړم نو هله ګل ګلاب ښکلی شي

چې دلونګو خوشبو نه لري . وي تور په لوګو
نو دغه ښار به اشنا بیا په کوم حساب ښکلی شی

خدای شته دتا دسترګو نور وي معجزه ، که بل څه
کله ناکله رقیب هم لکه ثواب ښکلی شي

چې دلمرونو سره ساتي تړون ژوند اومومي
ګنې تور کاڼی وي خو لمر باندې مهتاب ښکلی شي

طایره هسې یو کنډر وي بې ارمانه چې وي
دزړه کورګی ستا دتصویر په انتخاب ښکلی شي

‌زه+ زما وطاق : طایر ځلاندبشپړ شعر ولولئ

‌زه+ زما وطاق : طایر ځلاند

طاېر ځلاند

‌زه+ زما وطاق : طایر ځلاند

چې دښار له شورو شره مې زړه تنګ شی
احساسات مې دفکرو سره په جنګ شی
دوطاق ورکړمه ځان پسې راپورې
تر غوږونو مې دا ستا دبنګړو شرنګ شی
ستا یادونه لکه سېوری په ما راشی
زما زړه یو سمندر شی په غورځنګ شی
ښایستونه دفطرت راته مسکی شی
ښاره ستا دښایستونو پیکه رنګ شی
نو دښار له ښکلاګانو مې زړه تور شی
راپه زړه راته یارانو کلی کور شی
هغه شپې ، هغه شیبې ، هغه وختونه
هغه زیړمازیګری ، تور ماښامونه
چې په ښکلو ښکلو حورو وې ابادې
هغه لارې او کوڅې او ګودورونه
په غنمو به تک شین کلی سمسور و
او شړشم به وو ولاړزیړ زیړ ګلونه
ټول ځوانان به له مستۍ نه لیونی و
وو شلیدلی به دژڼو ګریوانونه
پرهرونه مې دزړه په کې دمه شی

راپه زړه چې کلی کور یوه شیبه شی
هغه سترګې چې نشې وې خمارونه
دکتو سره راتلل به قیامتونه
چې به کله هغه دوه سترګې څلور شوې

نو سینو کې درزیدل به ورته زړونه
هغه شونډې چې خیرې یې وې سندرې
هغه لیچې غږول یې چې سازونه
یو انځور زما دخیال په اینه کې
راته وخاندی او راوړی بارانونه
په تنها و‌طاق کې ځان سره مسکی شم
ګله ستا دیاد مستۍ کې لیونی شم

ستا د تصوير په ليدو / طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ

ستا د تصوير په ليدو / طایرځلاند

طاېر ځلاند

 

 

 

ستا د تصوير په ليدو  **   

ګران افغانستا ته

زما په خيال خپسه کينا ستله
زما  د ذهن دروازې بندې شوې
زما احساس د خپله برمه پرېوت
زما دفکر انګازې بندې شوې
چې مې دستا دژوند منظر وليدو
لکه ماښام مې په سحر وليدو

 

نه شوم د ځان په کيفيت باندې پوئ
چې دکوم مرګ کوم اضطراب نه تېر شوم
قسم په خداىۚ  منافقت نه کوم
د ژوندون دومره لوۍ عذاب نه تير شوم
وينې را غونډې شوې زما سترګو کې
أوښکې مې وليدې چې ستا سترګو کې

دستا دسوي سوي مخ نه لوګۍ
داسې بارودو کې لمبه کړلې چا
ستا د ژوندون خوشحالۍ چا لوټ کړلې
دا په غمونو غرغره کړلې چا

ستا د زخمي زخمي وجوده قربان
 ستا د ستي ستي وجوده قربان

ستا په سينه چې کربلا وي جوړه
تانه پردو چې وي اختيار تروړلى
څه به خندا کړم داسې حال کې وايه
زۀ يو شاعر يم ستا په وير لړلى
په تا سپرلي سپرلي موسم غواړمه
لرې له تانه هر يو غم غواړمه

نن که بې  روحه اشنا ستا تصوير دى
سبا له زۀ به په کې سا اچوم
ستا په تياره تياره وجود کې به بيا
د امن ښکلې شان رڼا اچوم

بيا تۀ د وخت ژرنده کې دل به نه يې
څنګه چې نن يې داسې تل به نه يې

 

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

طاېر ځلاند

غزل

ته ازغي څه کوې خوشبو دې ورکوه ګلابه
داخو ژوندون دی په خندا یې تیروه  ګلابه
چې په کتاب کې ستا دلاس وچ شوی ګل وګورم
ګل مې هیرشي اوته مې زړه کې شې تازه ګلابه
هغه موسم سره بدلیږي نه هم هغسې ده
تشبیه اوس څنګه کړمه تاسره هغه ګلابه
دیاد رڼادې له لمرونو نه بیزاره کړمه
را دې کړه لاس کې راته دارنګه ډیوه ګلابه
تاخو په څوکو دازغیو تیرې کړي شېبې
ولې شې مړاوی، راته وایه، په غرمه ګلابه

طایرځلاند