پښتو ادب · شاعران
طاېر ځلاند
د طاېر ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
69 خپاره شوي شعرونه
غزل /اتل فغانبشپړ شعر ولولئ
غزل /اتل فغان
طاېر ځلاند
غزل
په دښتونو کې د ښار سندرې وايي
ليوني څومره د کار سندرې وايي
يو مزدور بنګړي اخستي ډېر خوشال دی
را روان دی له بازار سندرې وايي
اوس د هغو بابولالو دور تېر دى
اوس دې خلک د معيار سندرې وايي
زه دې دواړو اورېدلو ته قايل يم
ملا وعظ کړي، که فنکارسندرې وايي
د ساحل په شګو ناست ليکې راکاږي
سمندر ته د خپل ېار سندرې وايي
يو سړى بيا ګناهګار شو د چا ېار شو
د منصور غوندې په دارسندرې وايي
بد خواهان يې د فرياد دپاره غوږ دي
خو اتل ورته په جار سندرې وايي
اختر مو مبارک شهبشپړ شعر ولولئ
اختر مو مبارک شه
طاېر ځلاند
دا ستا په خوا کې هر ماښام هر یو سحر ښکلی دی
اختر دی هروختی راځي یاره اختر ښکلی دی
ځلاند
ځه دظلم توري شپي دي انصاف نستهبشپړ شعر ولولئ
ځه دظلم توري شپي دي انصاف نسته
طاېر ځلاند
غزل/قدرت الله عتيق
ځه دظلم توري شپي دي انصاف نسته
پرمظلوم باندي چاپي دي انصاف نسته
هرمـظــــــلوم بانــــدي بمــونه راوريږی
په مــوږډکي هــدیري دي انصاف نسته
دصلیب په لاس یي ټولــــه شهيدان کړو
بس دلیــــری تـــماشي دي انصاف نسته
په چوکي کي درته کښیني چي باچاه یم
ددخپله هــــــــــم ګیلي دي انصاف نسته
غزل / شاهنواز باقربشپړ شعر ولولئ
غزل / شاهنواز باقر
طاېر ځلاند
غزل
شاهنواز باقر
سـاده پـه مـخ ورځـي او شــاتــه حســرتـونـه پـرېـږ دي
د يــــو ســــړي لـــپــاره خپل روايــتـونـه پـرېـږ دي
بـېګـا مې خوب لــيـده چې زه هـم پـه خـېـرت كې ومـه
سـتـوري دې مځكې تـه راتـلل او اسـمانـونـه پـرېـږ دي
د فــــطـــرت دغــــه كــيــفــيــت ولاړ پــه كـــومــه ادا
ګل چې شي مړاوى نووږموكې خپل رنګونه پـرېـږ دي
زه د هــغــه ســـړي بـس دومــــره شــنـاخت پــېـژنــم
پـه مخـه نـه راځي خو ماته خپـل عـكسـونـه پـرېـږدي
راشــئ د وخـــت دا يـــوه نـــوې تـجــزيــه وګـــورئ
هوا په ځان باندې خپې ګدي اوڅيراغـونـه پـرېـږ دي
غزل / شېرالرحمان بېتاببشپړ شعر ولولئ
غزل / شېرالرحمان بېتاب
طاېر ځلاند
غزل
شېرالرحمان بېتاب
شکر ماتم خو يې له مرګه پس پر ما وکړو
چې ساه مې ووته قاتل بريد په ژاړه وکړو
نور مې د ژوند په دې خونخوار ښار کې څه نه کړي
د يو ظالم مخکې اقرار مې په رښتيا وکړو
ما چې تورتم کې خپل بې وسه شان څراغ روښان کړو
بغاوت څنګه په سپيڅلي نوم هوا وکړو
دومره د فکر له زندانه تښتېدلى ومه
ما انتها کې سوچ په خپلې ابتدا وکړو
غزل / منګل خيوه والبشپړ شعر ولولئ
غزل / منګل خيوه وال
طاېر ځلاند
غزل
خپل سر مې د حق لاره کې څو ځل کېښود اولاړم
منصوره ستا پر پل باندې مې پل کېښود اولاړم
زما په مرګ به نه شي د ژوندون په خوږو پوى
دښمن ته مې پر لاره کې اجل کېښود او لاړم
پرواه نشته که ما ترېنه پرهر پرهر زړه يوړو
په چم کې د ا غزيو خو مې ګل کېښود اولاړم
د ژوند سخت پړاوونه به اسان کړمه نږدې وخت
په زړه کې مې دا ستا د نوم توکل کېښود اولاړم
منګله! تر دې دمه سفر دومره اسان نه وو
د دور هر نقاد ته مې غزل کېښود اولاړم
منګل خيوه وال
غزل /طاېرځلاندبشپړ شعر ولولئ
غزل /طاېرځلاند
طاېر ځلاند
غزل
دادنیا په کومې لورې ده روانه
څه خو وایه خاموش ولې یې اسمانه؟
غبرګ لاسونه دخپل ځان ځنې چاپیرکړم
تنهايۍ باندې مين شومه ارمانه
دا هنداره خو انسان راته راښايي
پکې ولې زه ویرېږمه له ځانه
دکاروان ملګري ولې ستړي ښکاري
دشپې شمع تر سهاره وي روښانه
دسپرلي په اهمیت باندې دې پوی کړم
ښه ده ته هم يو موسم چې يې خزانه
باران هم دی سيلۍ هم ده خاموشي هم
دروازه هم خلاصه پاتې ده جانانه
طایرځلاند
نوی غزلبشپړ شعر ولولئ
نوی غزل
طاېر ځلاند
دګل په پاڼه چې قطره پاتې شي
نن دې دلمر سترګه ویده پاتې شي
دورځې کار کوو دنیا دپاره
زمونږ په خپله برخه شپه پاتې
ژونده تکمیل ته به دې څوک راځي نور؟
نیمګړې ستا که تماشه پاتې شي
دنظرلمر به مې ویده شي په کې
پر انګو يې که خوله پاتې شي
مونږ دې اسمان سره خبرې کوو
مونږ نه دې وروسته زمانه پاتې شي
دتا یاد راشي ورته لاړشي ترېنه
زما په زړه کې زلزله پاتې شي
په بڼو ګرد او خاموشي په شونډو
وخته ستا یاد دې ماسره پاتې شي
طایره دا په کوم پړاو کې یمه
قافله راشي قافله پاتې شي
۲ طایره لاره به بیا نه ورکوم
په دې هوا کې که ډيوه پاتې شي
ستا په سترګو کې دچا دسترګو نور دیبشپړ شعر ولولئ
ستا په سترګو کې دچا دسترګو نور دی
طاېر ځلاند
غزل
هر نظر کې یې يو نوی کوه طور دی
ستا په سترګو کې دچا دسترګو نور دی
غونډه ورځ یې ستا دبام په سر ولاړ و
داچې لمر نن په ماښام کې داسې سور دی
دیوالونه دې هم ځان سره په شور کړل
دا په شونډو دې دچا دفن زبور دی
ژوند بې ځایه په څو کرښو کې راګیر شو
بغاوت له سرحدونو نه ضرور دی
صلیبونه خو په هره لاره جوړ دي
خوکمی دحق اواز ته دمنصور دی
ځلاند
نوی غزل/طایرځلاندبشپړ شعر ولولئ
نوی غزل/طایرځلاند
طاېر ځلاند
غزل
ورځه چې ستړي شي نو ژوند ته شي دشپې ضرورت
دهجران لمر کې راته دی ستا دسايې ضرورت
مابه ژړل زه به له درده غرو نيولی ومه
ماکه خندل نو وه به دا دزمانې ضرورت
څان به پېدا کړي په کې ځان به په کې وپيژني
دمرګي ښار ته دی دژوند د آيېنې ضرورت
داهسې نه دی شو له خپلې ناکامۍ خاموشه
دی دې تصویر ته ستا دزړه داستانې ضرورت
طایره نور به داحساس رڼا کې سا اخلمه
ستړي مزل ته به ترڅو وي دډيوې ضرورت
2011ـ7ـ30 کابل