پښتو ادب · شاعران
طاېر ځلاند
د طاېر ځلاند پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
61 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
طاېر ځلاند
رڼا، سپوږمۍ او خوشبويي روان دي
خلک په لور د تنهايي روان دي
په یو سړي ده د کتو تماشه
هی څه خوبونه د سړي روان دي
په پیښور که په کابل دي جانه
جنګونه تول مې په زړګي روان دي
نو اسمانو ته خو روحونه ختل؟
اوس اسمانونو ته لوګي روان دي
یا ده سینه د کابل زخم زخم
یا مې په شونډو اسویلي روان دي
یه سمندره لږ مې نور هم چوپ کړه
راته غږونه د مرګي روان دي
طایره نشته د ماښام مزګۍ
کیفیتونه را نه ځي روان دي
تازه غزلبشپړ شعر ولولئ
تازه غزل
طاېر ځلاند
نه د اقرار په ژبه پوه، نه د انکار ژبه
زه لکه بت چې نه لرمه د اظهار ژبه
کله نا کله انسانان شي د ازغو په مثال
کله ناکله ژبه شي لکه د مار ژبه
کاش کې چې زه هم داسې وی چې په هرڅه پوهیدی
کاش کې چې ماهم وی زده کړی ددې ښار ژبه
دا څنګه زه یمه چې اوف قدرې کولی نه شم
چا مې تړلې ده د درد په تېره تار ژبه ؟
چې شونډې پرانیزي ګلاب ګلاب خبرې کوي
طایره ښه ده د خو شبو د دوکاندار ژبه
محبتبشپړ شعر ولولئ
محبت
طاېر ځلاند
دمحبت په نوم یو چا رانه پېغام غوښتی
خو زه حیران یم ولاړ
یو سور ګلاب چې مې له ډيره وخت لاس کې ښکاري
هغه زه چاته ورکړم؟
زه باوري یم په دې چې محبت نه یو مکان لري
نه یو زمان لري
او نه مین انسان یو جانان لري
مامې خپل زړه ته د سکون په خاطر
ډير تصویرونه راوړل
خو پاتې شوی پکې یو هم نه دی
اوس زه حیران ولاړ یم
دمحبت په نوم یو سور ګلاب په لاس کې لرم
خو هغه چاته ورکړم؟
دمحبت په نام غوښتونکې جینۍ
دمحبت په دین قربانې جینۍ
دمحبت په لټون ستړې جینۍ
دا ګلاب ستا امید او هیلې به تازه کړي چرته ؟
که پرې دا ستا امید او هیلې تازه کيږي جینۍ
نو بیا دا ګل به ډالۍ تاته کړمه
دمحبت په نوم غوښتونکې جینۍ
سرليک: تشکر لیکبشپړ شعر ولولئ
سرليک: تشکر لیک
طاېر ځلاند
نېټه: 04.03.2013 23:29
ستا هنری پانی ، بلخصوص دا خوږه او له معانی څخه دکو اشعار ما لپاره دیر خوند او لذت ورکړ .
له دی کبله ما وغښتل چه خپل مننه تاسو لپاره تقدیم وکړم .
وسلام.
هیواد
دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیهبشپړ شعر ولولئ
دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه
طاېر ځلاند
دحافظ همیم جلالزي دنظم تجزیه
طایر ځلاند
۲۲ـ۱۲ـ۲۰۱۲
د دسمبر د ۲۱ نیټې په اړه مې له څو ورځو اورېدل چې دابه دقیامت ورځ وي دې افواه نه یواځې دا چې په غربي هیوادونو کې خپلې ډنډورې وغږولې بلکې ددې نغارو غږ تر افغانستانه هم را ورسېد په راډيو تلویزون او ټولنيزو رسنيو يوه مهمه موضو وګرځېدله داسې هم نه چې ددرېمې درجې پاملرنه يې ځانته را واړوله بلکې زیات شمېر پوه او سنجيده خلک هم ددې افواهاتو په سمندر کې لاهو شو او په اړه يې خلکو دريځونه خپل کړل په همداسې ډله کې یو هم زمونږ ځوان شاعر همیم جالالزی دی شاعر چې همیشه له توهماتو نه د یوې سرچينې په توګه کار اخلي دا ډول موضوعات هغه ته ډير په زړه پورې وي او کوښښ کوي چې له داسې مواقعو نه ګټه واخلي خو مخکې له دې چې زه په همدې موضوع دملګري همیم جلالزي نظم ته ورکوز شم غوره ګڼم چې د مایا تهذیب په اړه يو څه وغږېږم په اصل کې د ۲۱ دسمبر دورځې په اړه دقیامت اوازه د مایا تهذیب لرونکو ډلو څخه را پورته شوله خو مایا تهذیب څوک دي ؟ چرته ژوند کوي او په دې اړه دهغوي نظریه څه وه کوښښ به وکړم چې يو څه یې روښانه کړمه
دمایاها تمدن لرونکي ډله چې سورپوستي دي د مکسیکو په جنوب اودمرکزي امریکا شمال لورته پراته دي ، ماياها ديو ډير زوړ تمدن نوم دی چې په یادو شويو سيمو کې ژوند کوي او دژوند بڼه يې تر ډيره په دا ډول ده چې په ځنګلونو کې به وسېدل او دوسېدلوځايونه به يې په ونو او یاهم دزمکې په غارونو کې و هغه سیمه کې به يې ډير نښې نښانې ښکارېدلې چې بارني به وې
ددې تمدن لرونکي خلک ډير هنر پرور و په ځانګړې توګه په معمارۍ ،ستورو پيژندنه او ریاضياتو کې پوره پوره مهارت درلودلو
دمایاها تهذیب لرونکو يو ځانګړی خط هم درلودچې خپل آثار او تاريخونه يې پرې لیکل په اصل کې ددې ډلې دژوند په اړه ويل کيږي چې په درې برخو ویشل شوی دی دقديمې زمانې بیا له قدیمې زمانې را وروسته او بیا دپس کلاسیکیت تر دور رارسيږي چې په دې درې واړو مرحلو کې دا ډله له قسماقسم تکلیفونوسره مخ شوې ده او په هردور کې يو نه یو غذابه تېر شوي دي په دې تهذیب لرونکو کې مذهبي اعتقادات ډير زیات و او دمذهبي مشرانو داطاعت یې یو له ځانګړتیاو څخه شمېرل کيږي، دمایا ديني اعتقاداتو له مخې عالم هستي په دوه برخو ویشل کيږي انساني بعد او خدايي بعد چې ددې دپاره يې درې مرحلې یا درې برخې جوړې کړې وې اسماني ، ځمکني او دځمکې لاندې دوي خپل خدای د(ایتزامنا) باندې نوموه او دې ته یې میرمنه هم ثابتوله ددې دین زیاتره کیسې او اعتقادات په پوپول ووه نومي کتاب کې راټول شوي دي چې تر ټولو مهمه کیسه یې د (ستر طوفان) ده ددوي داعتقاداتو له مخې دخدایانو خدای دتمدن دلمنځه وړلو دپاره يو ستر طوفان راولي چې هرڅه نیست او نابود کړي ( زمونږ داسلام او د عیسي مذهب لرونکي معتقداتو کې هم ددا ډول ستر طوفان یادونه شوې ده خو په دې دينونو کې دا ستر طوفان د نوح دطوفان په نوم یاد شوی دی ) د مایا داعتقاداتو له مخې دا ستر طوفان دنړۍ دپاي ورځ ده او ددې دپاره هغوي په خپله جنترۍ کې يوه ځانګړې ورځ ټاکلې ده چې هغه د روان کال ۲۰۱۲د ډسمبر میاشتې ۲۱ نیټه ده چې دجمعې دورځې سره يې سمون خوره( په اسلامي اعتقاداتو کې ویل کيږي چې قیامت به د جمعې په ورځ واقع کيږي ) همدا ډول دا شپه دیلدا شپې سره هم نږدېکت لري کومه چې دموسم تر ټولو ستره شپه ګڼل کيږي دیلدا شپې په اړه هم ویل کيږي چې په پخوانيو زمانو کې دا ورستۍ شپه ګڼل کېدله او فکر کېدلو چې بیا به نه ورځ کيږي
وخت چې ساینس پرمختګ نه و کړی نو دیلدا شپه چې دموسم تر ټولو اوږده شپه شمارل کيږي په اړه به يې فکر کېده چې دا دنیا ورستۍ شپه ده نو له دې کبله به يې په دې شپه ښه خواړه ، دعیش اوعیشرت ، ښه محفلونه نیول او شپه به يې له دې کبله رڼوله چې کله به دنیا ړنګيږي ، اما چې کله به سهار شو او لمر به راوخته نو خلکو به خوشالي پېل کړه او لمر ته به يې چکچکې وکړلې ، دا رواج تر ډيره دجاپان او چين په څنډو کې دود و چې اوس هغه سیمې په شمالي او جنوبي کوریا پيژندل کيږي
نو دا ټول هغه قراين و چې په ريښتيا یې هم خلک يو څه اندېښمن کړي و
دا نیټه ده د جنتري دحساب له مخې ورستۍ ورځ ګڼل کېدله د مایا تمدن په دغه جنترۍ کې ۵۱۲۵ زره کلونه لیکل شوي و چې د۲۰۱۲ کال د دسمبر میاشتې په يویشتمه نیټه پای ته ورسېدل او ددې نېټې پوره کېدل په دې مانا و چې قیامت یا ستر بدلونونه په نړۍ کې رامنځته کيږي .
اوس نو راځو دې ته چې ددغه نظريې اغېزه د حافظ همیم جلالزي په نظم کې څومره ځای نیولی دی په دغه نظم کې چې (زه بېرته پاتې شوم فرمان د هجرت وځنډيده) نومي نظم کې څومره جوت دی
په دې نظم کې شاعر پېل له هغه افواهاتو کوي چې ګوندې ریښتیا قیامت راتلونکی دی او دا نړۍ به ړنګه شي ، شاعر په دې نظم کې ددې افواه درواني فشار لاندې راغلی دی او ځان دپاره نیټه لیکي چې په دې ورځ به نو دنیا ختميږي دهغه دپاره شاعر په کتابچه کې تاريخ لیکلی دی او انتظار باسي چې کله به ددې دنړۍ تخته اوړي او په دې لاندې بندونو کې پرې دغه سېوری ښکاري
پرون مې وخت د لمر ختو کړ سم سهي په نښه
د ساعت لويه عقربه تر شپږو لږ تېره وه
د کتابچې پر يوه پاڼه مې دقيق وليکو
ما وې چې هېر مې نه شي زړه کې مې پرته وېره وه
لمر چې راخوت زه په کړکۍ کې منتظر ولاړ وم
ما وې وروستی ځل به داستړې څېره ګورمه نن
سبا به هسې هم نه لمر وي نه به سترګې زما
د اوو رنګونو دا وروستۍ منظره ګورمه نن
لمر د پخوا په څېر را وخوت سره سکروټه غوندې
رو رو راهسک شو، درنګ شېبه يې برېښولې سترګې
زه پوهېدم چې دا څېره به بيا زه و نه وينم
خو زه مجبور وم ما به اوس ترې اړولې سترګې
ځای ته راستون شوم، يوه ژوره ساه مې واخيستله
لکه له ډېرې ستړيا وروسته چې ارام شي سړی
فکر مې وکړ چې د ژوند وروستۍ ورځ هم پيل شوه
همدغه وخت دی چې پخپل ځان کې تمام شي سړی
د ټيليفون ساعت مې سم کړ د سهار هغه وخت
چې د وروستۍ ورځې لمر څېره پکې ووهله
ما وې سبا به دغه وخت د قيامت پيل وي
زه به بيدار يم، که مې چېرته دا صحنه کتله
خو اوس چې نیټه بېښي رانږدې شوې ده او دشاعر په نزد ددنیا دورانېدلو ډيرې کمې شېبې پاتې دي دشاعر په لاشعور کې هغه تصویرونه راټوکيدلي کوم چې ددې قیامت په راتلو سره پېښېدونکي دي ، شاعر انسان دی او دانسان په حیث دهغه په لاشعور کې يوه پټه ویره ده هغه فکر کوي چې زما به لاس چرته وي ، زما به وجود چرته خور پورت وي ، زما ملګري به چرته وي او زما دژوند ټول اسباب به چرته ځي
دا هغه سوچ دی چې زمونږ شاعر یې ددنظم په دې برخه کې تر خپل رواني فشار لاندې نیولی دی او مونږ ته يوه تصویري صحنه په مخ کې غوړوي .
د شپې مې ځان سره حساب د ښو او بدو وکړ
ياران مې يو يو لکه فلم تېر په ذهن کې شول
د زندګۍ خواږه ترخه مې پرتله کړل سره
ډېر څه چې هېر مې و، نن بيا برسېر په ذهن کې شول
ژوند يوه دښته و، زه ورک پکې تر اوسه ومه
مينه يو خوب و چې تر سترګو بهر نه ښکارېده
غم مې نصيب غوندې تر اوسه ملګرتيا کوله
د خوشالۍ خو پکې نښه اثر نه ښکاريده
ما وې وروستۍ شپه ده سبا به دمه کېږمه لږ
زړه به مې چاته انتظار نه وي له دې وروسته
زه به مجبور نه يم چې وايې خلم پر لوڅو اوږو
ژوند به د وچو اغزو بار نه وي له دې وروسته
سبا قيامت دی، سبا هرڅه ښايي پای ومومي
سبا به نور غمونه نه وي، بس په ځان به يمه
سبا به هر څه ته په بل انداز کې ګورمه زه
سبا زما لومړنۍ ورځ ده چې انسان به يمه
سبا قيامت راځي، سبا به رانه ډېر څه هېر شي
سبا به نه وي انتظار، سبا به زړه نه خورمه
د چا د هو او نه سزا به راته نه رسېږي
سبا به نه وي خپل اختيار سبا به زړه نه خورمه
دا هغه ورکه سودا ده چې شاعر يې په مخه کړی دی او چې څومره سهار ته نږدې کيږي نو دسوچونو په ګرداب لاهو کيږي ، شاعر هغه ټول وسایل او شیان ځان ته را مخامخ کړل په کومو پورې چې دده زړه تړلی دی او دا دانسان خاصیت هم دی چې دکومو شیانو سره يې ډيره مینه وي دسختې پر وخت هم هغه وریاديږي تاسې وګورۍ کله چې مونږ لګ دردمند شو نو زیاتره مو خولې ته د مور نوم راځي ، نو شاعر دپاره هم یوه سخته لمحه ده ځکه چې هغه څه له لاسه ورکوي په کوم پورې يې چې زړه تړلی دی او دهمدې سودا یادونه په خپله وړاندې کوي
دغې سودا به زه ترکومه ويښ ساتلی ومه
خو ويده شوی وم او ټوله شپه ژور ويده وم
يو څه خوبونه مې هم ولیدل ګډ وډ خوبونه
راويښېدم هم کله کله خو اکثر ويده وم
خو ددې سودا سره سره هغه ویده کيږي او سهار يو ناڅاپي را ویښي خو چې سترګې غړوي نو دنیالا هم دغويي په ښکر ولاړه وي ، لاهم لمر له کنډوه راپورته کيږي او ترې مخکې د زرینو وړانګو کاروانونه راشي
سهار ناڅاپه يوه غږ راويښ کړم ژر راياد شول
دا هغه وخت دی چې پرون پکې لمر څرک وواهه
نن به لمر نه وي نن به پيل د قيامت وي دا وخت
زړه مې په درز ځان له کوګله سره کلک وواهه
زه منتظر وم ما وېل اوس به نو تياره خورېږي
اوس به لمر تندر نيسي اوس به سپوږمۍ هم پټه شي
زه به خپل ښی او کيڼ لاس نه وينم چې چېرته به وي
زما له سترګو به چاپېره نړۍ هم پټه شي
خو تر ټولو مهمه برخه ددې نظم له دې وروسته شروع کيږي چرته چې شاعر سترګې غړوي او نړۍ ودانه وي نو غمجن شي ، دا په دې نظم کې تر ټولو مهمه او ډراماتیکه صحنه ده ، په ځای ددې چې شاعر خوشاله شي ځکه چې نړۍ يې له ړنګېدلو بچ شوې ده برخلاف شعر خفه کيږي
په دې ځای کې شاعر مونږ ته خپل پیغام راکوي او په دې مو پوهوي چې مونږ پخوا کله په راحت کې ژوند تېر کړی دی چې اوس به له دې قیامت څخه غمجن شو ، شاعر مونږ ته دا پېغام راکوي چې ددې قیامت راتلل اړین دي ځکه چې دده ناخوالې ناخوالې ژوند به بدل کړي خو دشاعر هیلې اوبه وړي ځکه چې داسې ونه شي او دا دقیامت قیامت لمحو په غېږې پاتې کيږي
کړکۍ کې ودرېدم بيا مې لمر ته وکتله
دنيا هماغسې روښانه وه، تغير يې نه و
يو څو شيبې وروسته لمر هم تر غره راپورته شو سم
د پرون ورځې له هغه سره توپیر يې نه و
لمر ښه راهسک شو، مګر نښې نښانې د قيامت
ورسره نه وې، قيامت نه شو قيامت وځنډېده
زما اوږې د ژوند له لويه پيټې سپکې نه شوې
زه بېرته پاتې شوم فرمان د هجرت وځنډيده
ددې نظم په پس منظر کې مونږ ته دهغه ستړي انسان تصویرونه ښکاري چې ددې دنیا له ناکړدو ستړی شوی وي او دتېښتې په لټه وي ، په دې ځای کې په شاعر ( وجودي) اغیزه خوره شوې ده چې هغه له ژونده د بې زارۍ په بڼه را مخ ته کيږي د( وجودیت) دفلسفې له مخې انسان له ازله تر دې دمه په ناخوالو کې ګیر پاتې دی او پخې لاسونه یې تړل شوي دي ، دوجوديت فلسفه چې سارتر يې ستر سالار دی دا راښايي چې انسان د جبرونو ښکار شوی دی او له هر لورې د بندیزونو سره مخ دی نو ځکه ددې فلسفې نظریې له مخې دنیا ورته بې مانا شی ښکاري او له دې دنیا تېښته ورته دسکون دمنزل په لور يوه روښانه قرينه ښکاري
زما په شخصي نظر په پښتو نوې او ځوانې شاعرۍ کې دا نظم د وجودي کرب يوه په زړه پورې نمونه ده اوپه پښتو نظم دوجودیت دفلسفې د اثراتو په مثالونو کې يې یادولی شو دوجوديت دنظریې اغیزه دنوۍ شاعرۍ یو وصف او پيژندګلو ګڼل کېدلی شي نو په دې اساس دا نظم مونږ دنوي شعري مزاج دیوې نمونې په توګه وړاندې کولی شو
پاي
نظمبشپړ شعر ولولئ
نظم
طاېر ځلاند
خواست
لکه خوب کې چې خپسې يم نیولی
زما چغې زما ستونې کې وچيږي
زه د درد کوم یو تصویر په زړه کې پټ کړم
زړه مې وچاودېد ساګانې مې ډوبيږي
سمندر چې په ظاهر خاموش ښکاري
خو سينه کې يې ساتلي طوفانونه
کوم زخمي دیوال په لپه کې راَټول کړم
سړی پورې کړي دکوم کوم کور ورونه
کومه ماته آيېنه سترګو کې واخلم
دسینګار اسباب خواره واره پراته دي
خو څېرې مو خرڅې شوي دي بازار کې
او په شونډو دلفظونو تور سکاره دي
دا دکوم دور فضا کې مې سا اخلم
چې خو شبو مې تر حواسو نه رسيږي
دا دکوم دور غذاب ځنې تېريږم
چې لاسونه مې تر ځانه نه رسيږي
زما غږ په ځنځیرو د درد تړلی
زما چغې دي په ستوني کې وچويږي
زه په بړقو سترګو څه دي چې نه ګورم
په رڼا ورځ دلته څه دي چې نه کيږي
مایوسي کفر ده خدایه خو تر کومه
زړه خوشاله په نیمزاله امیدو کړم
زما پخې دي څه پڼې دپولاد نه دي
مزلونه به ترکومه په ازغو کړم
ته رڼا يې یوه لار درڼا را کړه
له ما تللې دنیا خدایه بیا زما کړه
ستړې سپوږمۍ!بشپړ شعر ولولئ
ستړې سپوږمۍ!
طاېر ځلاند
ستړې سپوږمۍ!
دجون دمیاشتې پوره څوارلس شپې
ما په شوګېرې تېرې کړې
دهغې میاشت چې هره ورځ يې يو په دوه اوږده وه
او له سهاره تر ماښامه پورې
زه دسوچونو ، تلوسو ، دارزوګانو تصور کې ومه
ما دښکلا په زخم زخم وجود
دملهمونو دپټۍ دلګېدو په خاطر
مانه ستړتیا هېره وه
او نن دجون څوارلسم تاریخ دی
دا دګولونو موسم هم نه دی
چې زه دګلاب په خوشبو خپل احساس ولمبوم
کلی هم نه دی چې لاړ شمه دګودر په غاړه
زه دسنځلې ګورې وینې لاندې خوب وکړمه
او څو شېبې دخوشبويۍ په جنت کې پاتې شمه
داخو ښار دی
هغه چې هره ورځ يو لوړ دنګ ښکلی سړی
سپنو جامو کې
چې په پخو يې تور بټان هم وي
او په دې لوړې دروازه باندې داخل ته ورځي
دهمغې فابرېکې
د انګړونو نه لوګي راخيژي
نن دجون دمیاشتې څوارلسمه شپه ده
سپوږۍ ته راغلې ،
نو دشپې له سره لوپټه هم ښویه شوه
زه په خپل زړه پوهیږم
چې هغه هم زما سينه کې نشته
خو ته ستړې ښکارې
له تا چاېېره ددې ورېځو غرونه
ستا دځوانۍ نشې له ما پټوي
زه خو نور نه پوهيږم
خو که له لمره ویرېږې
نو هغه به دومره پوهيږي چې یو چا څوارلس شپې شوګیر کړی دی
او هغه څوارلس شپې دي څوارلس کاله
او څوارلس کاله وړاندې
زه دځوانۍ په کراماتو پوهیدلی ومه
خو ته نن ستړې ښکارې
او ماته دخپلې ستړتيا
قدرې احساس هم نه شي
طایرځلاند
۱۱ـ۶ـ۲۰۱۲کابل
نوې غزلبشپړ شعر ولولئ
نوې غزل
طاېر ځلاند
غزل
نن دښار هره کوڅه ده نابلده
زه به نه یم تر ابده نابلده
خدای خبرکه په وجودکې بیاراټول شي
روح مې وواته له حده نابلده
نیمه شپه کې له اسمانه راته کيږي
اوازونه بې سرحده نا بلده
دا دکومې پيړۍ خلکو کې شریک شوم
پکې ښکارم نابلده نابلده
ستاپه سترګوکې طایره خپل خوب ويني!
آيېنه له خپله قده نا بلده
طرحي مشاعرهبشپړ شعر ولولئ
طرحي مشاعره
طاېر ځلاند
طرحي مشاعره
(طایرځلاند)۲۳ـ۳ـ۲۰۱۲
ننګرهار رودات قدرځی
د فی البديه یا طرحي مشاعرو دود په پښتنو کې کوم نوی دود نه دی بلکې له پخوا راهيسي چې چرته هم څو شاعران سره راټول شوي دي نو ددغه دود دژوندي ساتلو هڅه یې کړې ده
تېره شپه (دمارچ ۲۳د۲۰۱۲)چې همداسې يوه موقعه په لاس راغله هڅه مو وکړله چې دخپلو اسلافو راپاتې شوي دا دود وساتلی شو
له کوزه پښتونخوا نه ځوان شاعر ښاغلی عثمان علي عثمان راغلی و او په همدې پلمه ښاغلی ارشاد رغاند، ښاغلی عبدالله هوډ، ښاغلی محبوب شاه محبوب ،ښا غلی زیارخان یاد مې مل شول او دجلال اباد ښار په ۲۰ کېلومېترۍ کې د روداتو ولسوالۍ د قدرځي په کلي کې دا ضمینه برابره شوه چې دوستانو سره ادبي بنډار وکړلی شم
هوډ او رغاند صیب ټېنګار کاوه چې یوه مشاعره وکړو او چې ريښتیاخبره وي نو زه (طایرځلاند) او ښاغلی عثمان علي عثمان لږ غلي غوندې شو خو چې محبوب صیب او یاد صیب هم هغوي سره ملګري شول نو زه او عثمان علي عثمان هم اړ شو چې پر پل يې پل کښېدو
دطرحې په توګه دا مطلعه وړاندې کړی شوله
(د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل
جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډیر وژړل)
بس نو ټولو ملګرو قلمونه راویستل خو مونږ دیو یو شعر پر ځای چې کله ټولو پوره کړل او ټاکلی وخت ختم شو نو سره راټول شو او همدا طرحيیزه مشاعره موسره یو بل ته وړاندې کړله چې تاسې هم ځان سره په کې شريکوو
طرحي مشاعره
د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل
جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډیر وژړل
لږ که مې وژړل اشنا دا به کمزوری نه یم
یم به کمزوری که اشنا په دار مې ډیر وژړل
هر یو کم عقل د دی خاوری مې خاموشه خو
خو دومره ده چې د دی خاک هوښیار مې ډير وژړل
عثمان علې عثمان
د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل
جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډیر وژړل
له وخته مخکی مرګ ته ګوره چې را اخیستی یې یم
مازدیګر څه تله چې په شنه سهار مې ډیر وژړل
په مرګ یې ما نه ژړل څکه مرګ خو حق دی کنه
اخ د لالې په دغه ورک مزار مې ډير وژړل
عبدالله هوډ
د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل
جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډیر وژړل
نن موده وروسته سره مخ شو خو په دغه ځل کې
د بیلتانه د بیا راتلو په ډار مې ډير وژړل
ستا په اقرار چې څومره خوښ وومه باور دی وشه
تر هغی ډیر په نني انکار مې ډیر وژړل
د کلې خان چې ستا په سر کلې نه وشړلم
رقیب مې خوښ وو مګر مور او پلار مې ډير وژړل
ما ته دی هر عمل په نوي رنګ وو نوی ژړا
څه مې پوښتی چې ستا په کوم یو کار مې ډير وژړل
لاړی یو بل معصوم ارمان دی راته بیا وواژه
ستا د غرور په دی ړانده بمبار مې ډير وژړل
ارشاد رغاند
د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل
جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډیر وژړل
تنده مې ما ته د نظر په یوه لاره نه شوه
ستا د یادونو په بې رنګه ښار مې ډير وژړل
د هغی بام تماشه ما نه شوه نیمګړی پاتی
له بې وسئ ځینی د وخت په دار مې ډير وژړل
بیګاه خو بیا وي زما سترګي د خوبو مقتل
د تعبیرونو په رڼا سهار مې ډير وژړل
نتیجه دا شوه چې ازغې شو د خوشبو قاتلان
د پسرلې په دغه نوي کار مې ډير وژړل
عجیبه نه ده چې مې کاڼو ته نیولی تندی؟
عجیبه نه ده چې د ګل په وار مې ډیر وژړل
شو ل چې قدونه پیمانی دتشخص طائره
د زماني په اوسنې معیار مې ډير وژړل
طائر ځلاند
د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل
جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډیر وژړل
شاید چې زه به د زړګې څنې مجبوره وومه
چې ستا د کلې نه وتم تر ښار مې ډير وژړل
نورو که وکړه خو اشنا ته په ما نه پوهیدی؟
لکه منصور یم د شیبلې په وار مې ډير وژړل
د اختر ورځ چې په زړو جامو کې ځان دی جوړ کړو
ستا په نیمګړي نیمه خوا سینګار مې ډیر وژړل
یوازی دا نه ده چې ستا د شپیلۍ ستونی ټپ شو
لکه سیتار د هر یو ترنګ د تار مې ډير وژړل
یوازی ته نه وی چې تا یې په غم وژړلی
ګوره هغی پسی مې زړه بیمار مې ډير وژړل
محبوب شاه محبوب
د پښتنو د بی حسی په کار مې ډیر وژړل
جلال اباد ته تلم اشنا په لار مې ډیر وژړل
په مخه ښه کې مو د اوښکو ملګرتیا یوه وه
خو د کلا تر وره یاره، یار مې ډیر وژړل
د زماني رهبر دا پریکړه کړی ټول میینان دار ته خیژو
وار مې رانغلو د اشنا په وار مې ډير وژړل
هغي ته زه او هغه ما ته ائینه غوندی ده
خو د یو چا په نالیدلي څار مې ډير وژړل
کا کا پنځه روپئ به راکړی د څپلیو د رنګ
آه د تنکې ګلاب ماشوم په کار مې ډیر وژړل
ویلنټاین ډیبشپړ شعر ولولئ
ویلنټاین ډی
طاېر ځلاند
ويلنټاین ډی :
طایرځلاند
له هرې لورې ماته
ډير میسجونه راغلل
په میسجونو کې ګلاب او زړګی هم رسم دی
دسرکو شونډو خاپې هم ښکاريږي
لکه چې ماته مې نن ورک مینیان
دمحبت دورځې
مبارکي راکوي
سره له دې چې په دې ورځ کې نه څوک ويره کوي
او نه له چانه څوک شرميږي په څه
نن خو له تېرو شپږ پېړیو دمینو کیسه
هر یو مین یادوي
دمامخ چې ماته
غټ تلویزون ایښی دی
ددې په سکرين هم څه لیکل ښکاريږي
جینۍ خپل نوم لیکلی او په ډاډه دخپل یار نوم اخلي
خو زه چې ژوند په داسې زمکه کوم
چې دیرش کلونه وشول
او لامې دا خپله وارنه شوې څېره
ښيښه کې ونه لېده
لا مې دخپلو سترګو
په اوښکو زړه سپک نه دی
لامې لاسونو کې ګلان نشته
ازغي لرمه
نو ازغي زه
دویلنټاین په ورځ چاته ورکړم
یوه جینۍ چې لا تر ننه پورې
زه دهغې په تقدس قایل یم
زه يې مریم ګڼمه
او زه له دې ټولې دنیا
هغې ته زړه کې احترام لرمه مینه لرم
هغې ته څنګه ازغي ولېږمه
زما مین ملګرو
او په مین باندې مین ملګرو
که مونږ ريښتیا چا سره مینه کوو
راځۍ اول دژوند له لارو کوڅو
دا بدرنګۍ ورکې کړو
ازغي ګوزار کړو او لاسونو کې ګلاب را واخلو
که دا ګلاب دکومې ښکلې جینې
زلفو ته وروړو
نو ریښتیا وایم چې
مونږ به دخپلو محبوبو سره دزړه له کومې مینه کوو
راځۍ له نن ورځې الهام واخلو چې
په ژوندانه کې مینه هم پکار ده
مونږ به ترڅو قفس کې ژوند تېروو
او دجیلوان لور به ګلونه راوړي
او یابه بیا مونږه شو په دار اویزان
ددار په سر به ویلنټاین دچا نوم اخلي
راځۍ له نن ورځې الهام واخلو
14ـ2ـ 2012 کابل انټر نیوز