د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ځوانzawan

د ځوانzawan پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

20 خپاره شوي شعرونه

دپښتو اصل او ريښهبشپړ شعر ولولئ

دپښتو اصل او ريښه

ځوانzawan

ليكوال: پوهاند دوکتور حبيب الله تږی

کله چې سړی هغه روايات او نظريات راسپړي چې دپښتو داصل او ريښې په باره کې په مختلفو آثارو کې راغلي دي، نو له راورټی سره دا خبره هرو مرو منی چې (دپښتنو دژبې داصل او ريښې په باره کې هم دنظر اختلاف تر هغه نه کم نه دی، لکه خپله دپښتنو داصل او نسب په باره کې چې دی.) (۱)
پښتو چا ددېوانو ژبه بللې ده، چا سامی طبو ته ورکش کړې ده او چا په هندوايرانی طبو پورې تړلې ده. چا دهندو ايرانی ژبو دسترې ونې په ندي څانګه پورې مربوط ګڼلې ده او چا يې په ايرانی څانګه پورې. چا بيا پښتو اصلاً، دساکانو پاسيتيانو ژبه بللې ده او چا دهندو ايرانی ژبو تر منځ يوه متقله ژبه او د اتصال کړۍ ګڼلې ده.
د تذکرةالملوک (۲) مؤلف وايی چې ځينې روايتونه پشتو ددېوانو ژبه بولي. دی ليکي:
(ځينې روايتونه وايی چې افغانانو خپله ژبه له دېوانو زده کړه ، ځينې نور بيا وايی دا دکسی د غره داوسېدونکو ژبه ده ، دافغانانو دا عادت ؤ چي ددغو خلکو ښځې او لوڼې به يې ترې بوولې او ودونه به يې ورسره کول او ځکه یې نو پښتو طبه ورنه زده کړه او خپله طبه يې چې ابراهيمی (عبری) وه، هېره کړه.) (۳)
کوم مطالب چې دپښتو داصالت په باره کې ځينې غربی مؤلفينو ليکلي دي، په هغو کې هم بعصی دتذکرةالملوک له افسانوی روايت نه وروسته نه پاتې کيږي. هنري راورټي ليکي:(دپښتو ژبې اافعالو او صماير له خصوصياتو او ځينو نورو مشخصاتو نه داسې ښکاري چې دا يوه عجيبه او لرغونې ژبه او له هرې معلومې طبې نه متفاوته ده.) (۴)
راورټی وايي ددې خبرې دليل دادی چې پښتانه اصلاً ديهودو دلسو ورکو شوو قبېلو بقايا دي. دی وايی کوم وخت چې دا قبيلې دفلسطين په يهوديه کې اوسدې هلته يې ژبه ديو شمېر نورو قبايلو له لهجو سره ګډه شوه.
کله چې دا قبيلې له خپل اصلی ملکه دهغوی دا اوسنی ملک،افغانستان ته روانې وې، په لاره کې يې زبه دډېرو نورو ملکونو له ژبو سره هم ګډه شوه.څرنګه چې پدأسې وړو وړو قومونو وېل شوي وو چې له بهر سره يې رابطه او مخابره نه لرله. ځکه يې نو دهر قوم زبې له نورو طبو سره بېخی توپير لاره.راورټی په پای کې ليکی څرنګه چې دپښتو ژبې اساس همدغه ګډه وډه ژبه جوړوي نوله دې امله دا يوه عجيبه او له نورو نه متفاوته زبه ده. (۵)
کله چې راورټی دخپل ګرامر په مقدمه کې دپښتو او نورو ژبو په ارتباط غږيږي، دهغو کسانو نظريات ردوي چې وايی پشتو يوه آريايی ژبه ده او وايی چې (پشتو زما په خيال دسامی ژبو په کورنۍ پورې اړه لری.) پدې پسې راورټی کوشش کوي دا وښيی چې پښتو هم په صوتی، هم په صرفی او هم په نحوی لحاظ له له عربی او عبرانی ژبو سره تؤلې ده. (۶)
راورټی يو ځيرک او دډېرې وسيعې مطالعې خاوند محقق و او له زړه ايرانی ژبو په تېره بيا زند سره يې دپښتو نژدې ارتباط درک کړی و.مثلاً يو ځای ليکی:
(نن له اباسيند نه سمدستی لويديځ پلوته داسې يوه ژبه ويل کيږی چې دعباراتو او ساختمان په لحاظ له هرې معاصرې ژبې نه بېخي فرق لري او په غالب ګومن له زند، پهلوی او عبري نه راوتې ده او دا ژبه پښتو......ده) (۷)
خو څرنګه چې دراورټی مطالعه په زړو فارسی او پښتو آثارو کې ډېره پراخه وه او پدغو آثارو کي، چې راورټی په ډېر زيات اهميت ورته قايل و، پشتانه په مکرر او متواتر ډول بني اسرائيل بلل وي وو او خپله پشتنو هم دا روايت تائيداوه، نو له دې امله دی ترپايه له سامی ژبو په تېره بيا عبري سره دپشتو داصل اوريښې په نږدې ارتباط کلک ودريد او ورنه تېرنه شو.سرويليم جونز، دبنګال د شاهنشاهي آسيايی ټلنې دمؤسسې رئيس، له راورټی نه پخوا پشتو له سامي ژیو سره ورته بللې وه. جونز دبنګال دآسيايی ټولنې په مجله کې په هغې يوې لنډکۍ اوبې درنګه تبصره کې چې ديوې تاريخي ليکنې په ارتباط يې وکړه، وويل چې (پښتو کلدانی ژبې ته ډېره زياته ورته ده) (۸)
مګر دپښتنو دتاريخ او ژبې يو شمېر څيړونکو او دژبنيو مطالعاتو مقتدرو پوهانو له کلدانی او نورو سامی زبو سره دپښتو ارتباط په قاطعيت رد کړ او وې ويل چې پښتو له اصله يوه آريايی ژبه ده.
کلاپروت لومړنی وتلی مستشرق ؤ چې په کال. ۱۸۱۰ کې يې دآسيايی ادبیاتو دآرشيف په اول ټوک کې دا نظريه په صراحت رد کړه چې ګوندې پښتو له سامی ژبو سره تړلې ده . ده وليکل چې ( دپښتو او سامی ژبو ترمنځ نه په کلماتو کې اندکترين شباهت شته اونه په ګرامري جوړښت کې.) (۹)
منستو ارټ الفنسټن، چې دپشتنو دټلنې او تاريخ د مطالعې په برخه کې دډېرو وچ صلاحيت خاوند و،په کال ۱۸۱۴ کې دپښتو او کلدانی ژبې دورته والی په باره کې دويليم جونز خبره رد کړه او ويې ليکل چې ده دوه سوه او اتلس پښتو کلمې ديو شمېر نورو ژبو له معادلو کلمو سره مقايسه کړې. خو :( له دې وونه يوې هم له عبراني او يا کلداني سره اندکترين شباهت نه لاره.) (۱۰)
يو بل انګريز مولف، جان ملکم، هم دفارس په تاريخ کې الفنسټن ته ورته نظر څرګند کړ او ويې ليکل چې(د عبري او پښتو يا دافغانانو د معاصرې ژبی تر منځ دنژديوالي هيڅ څرک نه لګيږی). (۱۱)
۱۲ ۱۳؟؟؟؟؟؟
په يو بل اثر کې هم چې دهرې مځکې انجيل نوميږي او په کال ۱۸۴۸ کې بېګسټر خپور کړی دی، دپښتو دساميت نظريه په قاطع ډول رد شوې او ليکل شوي دي چې پښتو (دسامی ژبو هيڅ خصوصيات نه لری.) (۱۴)
البته يو زيات شمېر غرتی مؤلفينو او دژبنيو مطالعاتو پوهانو نه يوازې دا چې له ډېر پخوانه دپشتو دساميت نظريه ردکړې،بلکه دايې هم په ډاکه کړې ده چې پښتو يوه هندو اروپا يی ژبه ده.
بيا هم کلاپروت لومړنی غربی محقق دی چې پښتو يې يوه آريايی ژبه وبلله او دا عقيده يې په ډېره کلکه په ډاکه کړه چې(پښتو بې شکه دهندو، جرمانيک طبو دسترې ډلې يوه څانګه ده.) (۱۵)
دژبنيو مطالعاتو ډېر لوی عالم پاټ هم پشتو په قاطع ډول آريايی ژبه وبلله . لوونتال پدې ارتباط داسې ليکی:
پاټ چې بل دده په سويه ستر دفق اللغه عالم نه دی تېر شوی، يوه شيبه هم پدې صرفه نه کوي چې پشتو دهندو اروپايی ژبو په کتار کې ودروی.) (۱۶)
ډورن هم دپښتو منتخباتو په مقدمه کې پښتو يوه سوچه آريايی ژبه وبلله او ويې ليکل چې (پښتو دهندو فارسی ژبو په لويه کورنۍ پورې مربوطه ده.) (۱۷)
اما هر څومره چې دژبې تاريخي مقايسوي څېړنې زياتره دعلم حيثيت غوره کاوه، دژبو په باره کې مطالعه هم هغومره دقيقه کېدله. دپشتو په برخه کې هم پوهانو يوازې پدې قناعت ونه کړ چې دهندو- ايرانی ژبو په کورنۍ پورې مربوطه آريايی ژبه يې وبولی، بلکه غوښتل يې دا هم معلومه کړي چې ددغې لويې کورنۍ له کومې څانګې سره خاص ارتباط لري.
څرنګه چې په پښتو کې دهندو ايرانی ژبې دلويې کورنۍ ددواړو ډلو خصوصيات دورايه او په وفرت موجود دي، نو په اول کې چا پښتو په هندی ډله پورې وتړله او چا په ايرانی ډله پورې.
کوم غربی لیکوال چې پښتو يې لومړی ځل دهندو ايرانی ژبو له هندی ډلي سره مربوطه وګڼله هغه رابرت ليچ دی.ليچ په کال ۱۸۳۹ کې دبنګال دآسيايی ټولنی په مجله کې دپښتو ګرامر په باره کې يو مضمون، چې په حقيقت کې په لويديځ کې دپښتو ګرامر لومړنۍ ېرحه ده. خپور کړ او دهغه په مقدمه کې يې دپښتو او سنسکرت داصواتو ښيي چې پښتو په قاطع ډول دسنسکرت بڼه لری. (۱۸)
اما چا چې پښتو دهندی ژبو ديوې ښايسته وسيعې تاريخی-مقايسوی مطالعې په نتيجه کې دهندو ايرانی ژبو له هندې څانګې سره مربوط وګڼله هغه رودولف هورنل دی. هورنل په خپل هغه اثر کې چې دګادي ژبو مقايسوی ګرامر نوميږي، ليکی چې د هندشمال غربی سرحد ترنهايی حدودو پورې پراکرت ژبې ويل کېږي. (خوله دې ځای نه ها خوا پښتو او کافري ژبې پرتې دي.) دی خبرې ته دوام ورکوي اوليکي: (ترومپ په خپلو هغو مقالو کې چې دپښتو او کافري ژبو په باره کې يې ليکلې دي، له ګادي سره ددغو دوو ژبو نژدې والی ته توجه ور اړولې ده........مګر خبره له دې نه وړاندې ځی او (دغه ژبې) خصوصاً پښتو دمګادي پراکرت ژبې مسلم خصوصيات لری.) (۱۹)
هورنل پدې پسې له ځينو ګادي ژبو سره دپښتو او نورستانی ژبو يو شمېر ګډ خصوصات او مميزات په ګوته کوي او په پای کې ليکي چې (له دې نه څرګنديږي چې مګادي پراکرت او پښتو او کافري ژبې په لرغونې زمانه کې بېخی سره نژدې وې او حتی يوه ژبه يې جوړوله.وروسته سور اسينی ژبې دمګادي او دغو ژبو تر منځ واقع شوې او مګادي ژبه يې ورو ورو د شرق په لور بيخي لرې ټېل وهله .) (۲۰)
په پښتو کې دهندی آريايی ژبو خصوصيات دومره بارز وو چې حتی فرانسوي لوی ختيځ پوه جېمز ډار مستتر هم په اول سرکې په خپل هغه اثر کې چې هند ته دفلالوجيکو مطالعاتو دسفررپوټ نومېږي او په کال ۱۸۸۷م کې خپور شوی دی، دهندو ايرانی طبو په هندي ډله پورې مربوط وګڼله. (۲۱)
اما چاچې پښتو اول وار دهندو ايرانی ژبو دونې له ايرانی څانګی سره دوتړله هغه شيلې ډيور دی.ده په خپل هغه اثر کې چې (دمقايسوی فلالوژی اجمال) نومېږی او په کال ۱۸۵۳ کې خپور شوی دی، پښتو، اساساً، دایرانی ژبو په کتار کې ودرو له خو په عين وخت کې يې وويل چې پښتو څانته خاص موقعيت لری.دی دايرانی ژبو په بحث کې ليکي چې دافغانستان ژبه يهنې پښتو هم په همدې څانګه پورې ارتباط لري خو (ځانته يې په يوه خاصه او ابتکاري طريقه انګشاف ورکړی دی.) (۲۲)
دژبنيو مطالعاتو لوی عالم ماکس ميولر هم پښتو له ايرانی ژبو سره مربوطه وګڼله. ده په خپل هغه اثر کې چې عنوان يې ( په شرق کې د جګړې دمرکز ژبې) دي اوپه کال ۱۸۵۵م کې خپور شو،وليکل: (افغانی ياد پښتنو ژبه.......د خپل ګرامر په لحاظ دفارس دژبو له ډلې سره تړلې ده. (۲۳)
ميو لروروسته په خپل يوه بل اثر (دافغانانو زبه) کې چې په کال ۱۸۶۲م کې خپور شو، خپله خبره نوره هم تصريح کړه او پښتو يې دايرانی ژبو په شرقی ډله پورې مربوطه وګڼله اوپدې ترتيب يې له (زند) سره ونښلوله. (۲۴)
پاټ په کال ۱۸۳۳م کې اروپايی ژبې په پنځو کورنيو وېی او پښتو او فارسی دواړه يې په دوهمه کورنۍ پورې مربوطې ګڼي. (۲۵)
اما ځينو پوهانو بيا پښتو دهندي او ايرانی ژبنيو ډلو ترمنځ يوه څانته او مستقله ژبه بللې ده.
ډاکتر ارنست ترومپ چې دخپلو ډېرو وسيعو ژبنيو مطالعاتو او څېړنو په لړکې يې پښتو ګرامر هم ليکلی دی،پښتو دهندي او ايراني ژبو ترمنځ يوه اتصال کړۍ بولي او ليکي: ( پښتو کلمات مستقيماً له ګاونډيو پراکرت لهجو،په تېره بيا پنجابی او سندهي نه مشتق شوي دي، دصرف او ترکيب دعمليې دساختمان له نظره سندهی ته بېخی زياته ورته ده: پښتو په تېره زمانه کې دمتعدی افعالو له نظره له سندهي سره کامل مطابقت لري او يوازې دسندهي ژبې پر اساس تشريح کيدلی شی.مګر پښتو په هيڅ صورت کومه دپراکرت لهجه نه ده ، بلکه یوه زړه مستقله ژبه ده چې له هندی آريايی ژبو نه دايرانی ژبو کورنۍ ته دبدلون لومړنۍ مرحله ښيی او ځکه نو ددواړو خصوصيات او مميزات پکښې څرګند دي، خو بيا هم دپراکرت خصوصيات زياتره پکې بارز دي. دپښتو دا خصوصيت دهغې له جغرافيايی موقعيت سره هم اړخ لګوي.) (۲۶)
پروفيسور اډيلنګ Adelung هم پښتو يوه ځانته مستقله او خاصه ژبه وبلله. (۲۷) او شيلی ډيور هم، لکه څنګه چې وړاندې وويل شول، وايي چې (پښتو ځانته په يوه خاصه او ابتکاري طريقه انکشاف ورکړی دی.) (۲۸)
ډورن خپله دپښتنو په باره کې هم همدا نظر لري او وايی چې پښتانه، نه د ايرانيانو له پښته دي او نه دهندیانو، بلکه داددغو دواړو سترو ولسونو تر منځ يو مستقل قوم دی. (۲۹)
جان ملکم هم پدې برخه کې ډورن ته ورته نظر لري او ليکي چې (پښتانه له فارسيانو او هنديانو نه متفاوت خلک دي.) (۳۰)
اما دچا خبره چې دپښتنو دژبې ديښې او اصالت دټاکلو په برخه کې د کاڼي کرښه شوه،هغه فرانسوي لوی عالم او ستر مستشرق جېمز ډار مټټر ؤ. ده دخپل هغه درانه او ستر اثر په اوله برخه کې چې دافغانانو ولسی سندرې نومېږي تو پشتو او زند په پوره تفصيل اوډېر دقت سره مقايسه کړې اوپه پای کې دې نتيجې ته ورسېد چې پشتو له زند سره دومره نژدې ارتباط لري، لکه نوې فارسي يې چې له زړې فارسی سره لري. پدې ډول ډار مټټر ديوه واقعي طالب العلم په حيث پخوانۍ نظريه دنويو حقايقو په رڼا کې بدله کړه او پښو يې په قاطع ډول دهندو ايرانی ژبود لويې ډلې دايرانی ډلې په شرقی ډلګۍ پورې مربوطه وګڼله او په ډاګه يې کړه چې پښتو زند ته بېخی نژدې يوه بله ژبه ده. خو پښتو دشمالی هندي ژبو عناصر هم په بېخی خلاص لاس او پراخه پيمانه کسب کړي دي. (۳۱)
جورج مارګنسټرن چې دپښتو ژبې په تېره بيا دهغې دتاريخی-مقايسوي څېړنې په برخه کې له ډار مټټر نه راوروسته دډير اوچت صلاحيت خاوند دی، دډار مټټر نظر کاملاً تائيدوی. خو په عين وخت کې پښتو په شرقی ايرانی ژبو کې دساکانو لرغونې ژبې ته دومره ورنږدې بولی چې وايی پښتو له اصله، غالباً، يوه دساکا لهجه ده. دی خبرې ته دوام ورکوي او وايي البته ددې امکان نشته چې سړی دې ددغو دوو ژبو ډيرې نږدې اړيکی تثبيت کړي. (۳۲)
دمار ګنسټرن خبره ځينې نور مؤلفين هم، اساساً، تائيدوي. (۳۳)
که سړی دمارګنسټرن نظريه منی اوپښتو دساکايوه لهجه ګڼی، نو معنا به يې داوي چې پښتو لږ ر لږه دوه زره کاله پخوا معموله وه. ځکه د ساکانو مشران ل ميلاد نه تخمين سل کاله دمخه يعنې د (۹۷ ق.م.) په شاوخوا کې، په نننۍ پښتونخوا کې مسلط شول اوپه پنځم ميلادي کال کې يې سلطه پای ه ورسېده اوپدې پسې يې ژبه هم لادر که شوه.
اوس سوال دادی چې پښتو او ساکاخو، اساساً دايرانی ژبو په شرقی ډله پورې مربوطې ژبې دي،نو پښتو دا دومره قوي دهندي ژبو خصوصيات له کومه کړل؟ داسوال دوه احتمالی ځوابونه لرلی شی. يو دا چې پښتو له اصله يوه ايرانی ژبه وه او هندي ژبو ډېر زيات عناصر، لکه څنګه چې ډار مسټټر او نور وايی، وروسته ور داخل شوي دي. بل دا چې پشتو له اول سرنه داسې يوه ژبه وه چې هم يې دهندي ژبو خصوصيات لرل او هم دايرانی ژبو. راځئ چې لومړی دا اول احتمال وڅېړو.
ديوه قوم ژبې ته ديوه بل قوم دژبې په ډېره وسيعه پيمانه خصوصيات، معمولاً، هغه وخت ور داخلېدلی شی چې لومړی قوم ددوهم قوم تر ډېرې قوي او اوږدې سياسی او ثقافتی سلطې لاندې راغلی وي. خو تاريخ شاهددی چې دپښتو ملک په اسلامی عصر کې هيڅکله هم دهندوستان تر دغه راز سلطې لاندې نه دی راغلی، بلکه پدې دوره کې ډېر ځله هندوستان دافغانانو او پښتنو تر سياسی سلطې لاندې راغلی او اساساً همدا کار په هند کې داسلام او اسلامی ثقافت د خپريدو سبب ګرځېدلی دی. اما له اسلام نه وړاندې داسې يوه دوره تېره شوې چې په هغې کې دپښتنو ملک دهندوستان تر يوې قوي او طولانی سياسی او ثقافتی سلطې لاندې راغلی و. دا دوره دموريا دکورنۍ دواکدارۍ عصر دی چې دچندراګوپتا دواکدارۍ له سرنه (۳۲۳ق.م.) پيل شوې او دآشوکا په مرګ (۲۲۷ق.م.) پای ته رسېدلې ده او نږدې سل کاله يې دوام کړی دی. په واقعيت کې همدا يوازينۍ دوره ده چې کېدی شی پښتو ته دندي ژبو خصوصيات په دومره وسعت او قوت ور ننوتی وي او که دا خبره داسې وي نو پښتو به لږ تر لږه يوه دوه نيم زره کلنه او حتی تر هغه نه هم زړه ءبه وي. اما کله که سړی هغه اول احتمال وني او داسې وګڼی چې په پښتو کې دهندی او ايرانی ژبو خصوصيات ان دوال سرنه موجود وو، هلته نو بيا دترومپ نظيه تقويه کېږي اوپښتو دندي او ايرانی ژبو تر منځ يوه ډېره لرغونې داتصال کړۍ يا په بل عبارت ددغو دوو کورنيو ديو شمېر ژبو دانشعاب منشأ ګرځی. ددوهم فصل يادداشتونه:
۱) راورټی،هنری،پښتوګرامر،مخ۱۷.
۲) تذکرةالملوک دپښتنو تاريخ دی او راورټی دخپل ګرامر په مقدمه کې معرفی کړی دی.
۳)راورټی،پښتو ګرامر،مخ ۸.
۴)راورټی، پښتوډکشنري،مقدمه،مخ ۱۲.
۵) همدا اثر ، همدا مخ
۶)راورټی،پښتو ګرامر،مقدمه،مخ ۲۲-۲۳.
۷)همدا اثر،مخ ۴.
۸)جونز ويليم، آسيايی مطالعات،ټوک۲،مخ ۱۷۶.
۹) راورټی، پشتو ګرامر، مقدمه،مخ ۱۷.
۱۰)الفنسټن،منستورات،دکابل سلطنت،مخ ۱۹۰-۱۹۱
۱۱)ملکم،جان،دفارس تاريخ،ټوک ۲ ، مخ ۵۹۷.
۱۲)ډورن،برنارد،دافغانانو تاريخ ، يادداشتونه، مخ ۶۵.
۱۳) ډورن،پښتو منتخبات، مقدمه،مخ ۲.
۱۴)لونتال،ايسيدور،دبنګال دآسيايی ټولنې مجله،ټوک ۲۹،کال ۱۶۰م مخ ۳۲۵
۱۵)راورټی، پښتو ګرامر،مقدمه ، مخ ،۱۷.
۱۶)لوونتال، مخکې ياده شوې خپرونه،مخ ۳۲۵.
۱۷)ډورن،پښتو منتخبات، مقدمه،مخ ۲.
۱۸) ليچ رابرت، دبنګال دآسيايی ټولنې مجله،ټوک۸،مخ۱،کال۱۸۳۸.
۱۹)هورنل،رو دولف دګادي ژبو مقايسوی ګرامر ، مقدمه،مخ ۳۳.
۲۰)همدا اثر،مقدمه،مخ ۳۴
۲۱)ګريرسن،جورج،دهند دژبو سروې ،ټوک۱۰ ،مخ ۹.
۲۲)دبورشيلی،دمقايسوی فلالوجی اجمال،مخ ۲۹۹.
۲۳)ميولرمکس، په شرق کې دجګړې دمرکز ژبې،مخ ۳۲.
۲۴)ګريرسن،جورج،دهنددژبو سروې،ټوک۱۰مخ۹.
۲۵) لونتال، مخکې،ياده شوې خپرونه،مخ ۳۲۵
۲۶)ټرومپ،ارنست،پښتو ګرامر،مقدمه،مخ ۱۲.
۲۷) راورټی، پښتو ګرامر،مقدمه،مخ ۱۸
۲۸) شيلی ډېر،مخکی ياد وی اثر،مخ ۲۲۹.
۲۹) ډورن،دافغانانو تاريخ،يادداشتونه، مخ ۷۲ (انګريزی)
۳۰) ملکم،جان،دفارس تاريخ،ټوک۱،مخ ۵۹۷.
۳۱) ګريرسن، دهند دژبو سروې، ټوک۱۰،مخ ۹.
۳۲) مارګنسټرن، جورج،اسلامی دايرةالمعارف ،ټوک۱،مخ.۲۲.
۳۳) اولاف کرو، دي پټانز،مخ ۶۶-۶۸

دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنېبشپړ شعر ولولئ

دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنې

ځوانzawan

دپښتو ليکدود په اړوند خاصې لارښودنې

اروا ښاد استاد صديق الله رښتيني

1. د ( مې، دې، پرې، ترې ) اوداسې نورې کلمې چې په پای کې سپک زېر لري، تل په کوچنۍ (ی )) ليکل کيږی. د ( چه) توری هم د وينا له مخې ( چې ) ليکل په کار دی.
2. د ټولو پښتو کلمو سپک پېښ په ( واوګی ) ليکل کيږی. لکه : بوخت، لومړی، کوچنی، پوښتنه.
3. د پښتو( ښ ، ږ ) به په هغو کلمو کې ليکل کيږی، چې هلته په اول کې د ( خ، ش) او په دوهم کې د ( ګ،ژ) غږونه موجود دی، لکه: ( ښځه، پښتو، غاښ، غوږ، ږيره، ږمنځ او نور).
4. په ټولو افعالو کې د مصدري (د) پرځای، راتلونکي ((ږ)) دغسې (ږ)) ليکل کيږي او په (ګ ) يا ( ژ ) يې ليکل غلط دی. لکه: پاڅيږې، ځليږې، دريږې، ودريږه او نور.
5. د تلل او وتل مصدرونو حاليه فعلونه په پښتو ( ځ) ليکل کيږی. لکه: ( ځې، وځې، راځه، پورې وځې، کښې وځې، تير وځې)
6. د پښتو ټول افعال چې د سرينه ( و) په زياتولو جوړيږی، په هغو کې له(٠ و) سره د ( الف) ليکل غلط دی، لکه : وکوت، وليد، وګوره، وخوره. يادونه: د لرې پښتو نخوا ليکوال ( او کوت) ليکي، مګر دا کوم ګرامري اساس نه لري .
7. ټولې مطلقې ماضي ګانې د مفرد مذکر غايب د پاره په موقوف صورت، يعنې بې له (( د،ی، و)) ليکل کيږي. لکه : وکوت، وغورزيد، وچليد. د ( وليدې، وليدو، وليدلو ) شکلونه پرېښودل شوې او ناوړه ګڼل شوی دی.
8. په هغو کلمو کې چې د (( ر، ز، ج) درې واړه تورو غږونه موجود وی، هلته يوازې (( ژ)) ليکل کيږی. لکه: ژمی،ژبه، ژور، ژړا، پېژندل. او (( جمی، زمی ، جړا ، زړا ، جبه ، زبه )) يا دغسې نور ليکل ښه نه دی.
9. په کومو کلمو کې چې د پښتو د (ځ) پر ځای، په پاړسي کې يا د پښتو په کومه بله لهجه کې (( ج)) موجود وي، هلته د پاړسي ((ز)) ليکل سم نه دی، بلکې په پښتو (( ځ)) ليکل په کار دی. لکه: ( ځوان، ځای، ځنګل ، ځار) چې په پاړسي کې د ( جوان، جای، جنګل ) او د پښتو په بله لهجه کې د (( جار)) په صورت ويل کيږی.
10. د ( ځنډ، ځله، ورځ ) او داسې نورې کلمې د پخواني ليک په اساس په ( ځ) ليکل کيږی.
11. په کومو کلمو کې چې د (( څ)) په ځای د ((چه)) لهجه موجوده وي، هلته د (( څ)) ليکل په کار دي او په ((س)) باندې ليکل غلط دی. لکه: (( څوک، څانګه)) ولې چې بنګښ خلک، ورته ( چوک ، چانګه ) وايي، نو (سوک او سانګه ) ليکل سم نه دی.
12. د لرې ماضي ضمير ونه په دې وروسته ډول ليکل په کار دی: (وم،وو، وې، وئ، واست، ؤ، وه، وې ).
13. د (( شول)) د مصدر فعلونه په دی ډول ليکل کيږی: (( وشوم، وشوو، وشوې، وشوئ، وشو، وشول، وشوه، وشوې ).
14. د ( زه، زما ، زمونږ، زموږ) ضميرونه د (( هوز )) په ((ز)) سره ليکل کيږی. که په پښتو (( ځ)) وليکل شی، نو دا مر له فعل (ځه) سره التباس پيدا کوی.
15. د ( لمبه، خمبه، چمبه، تمبل،سمبل ) کلمې په (( م)) ليکل په کار دی او په (ن) باندې (( لنبه،...... تر اخره )) ليکل سم نه دی.

ایا مینه کوم دلیل ته اړتیا لري ؟بشپړ شعر ولولئ

ایا مینه کوم دلیل ته اړتیا لري ؟

ځوانzawan

ژباړه :رڼا لودین اند 

ښايي ځینې خلک ددې پوښتنې په ځواب کله هم پوه نه شي .

وايي چې یوه ورځ  یو نجلۍ له خپل میېن څخه په خبرو خبرو کې  وپوښتل،  ولې له  ماسره مینه لرې .  او ولې درته ګرانه یم   ؟

هلک:  زه  یې رښتیا په دلیل  نه پوهیږم  چې ولې خو دومره پوهیږم چې له  تاسره بې کچې  مینه لرم ...

نجلۍ : ته چې یې په لامل نه پوهیږي نو بیا ولې وايي چې زه درته ګرانه یم او ماسره مینه لري ؟

هلک : هو ، زه یې ريښتیا په لامل نه پوهیږم خو خپله مینه ثابتولی شم چې درسره یې لرم .

نجلۍ : د مینې ثابتول ؟ نه ! زه غواړم چې ته ماته ددې دلیل چې ولې درته ګرانه یم ووايي.  

هلک : سمه ده ...سمه ده !!! وایم  یې...ددې لپاره چې ته ډیره ښکلې یې ،غږ دې هم ډیره خوږ  دی ،تل په ما باندې پام کوې ،نور ه ته مینه وړې یی ، هوښیاره یې ، ستا له مسکا او ستا له حرکاتو سره مینه لرم .

نجلۍ  دهغه ددې ځوابونو سره ډیره خوشحاله او قانع شوه .

له بده مرغه څو ورځې  وروسته دا نجلۍ  د یو بد ټکر سره مخ شوه او د کوما حالت ته ولاړه .  

کله چې هلک له دې پېښې خبر شو نو روغتونو ته راغۍ او  د تلو په وخت کې یې یو لیک د دې نجلۍ تر څنګ پرېښود.

په لیک کې لیکل شو ې وو :

(( ګرانی ! ما درته ویلي و چې زه  ستا  پر خواږه غږ مین یم ،خو ته اوس  خبرې نه شي کولی . ایا کولی شې ؟  نه !نو نه شم کولی چې درسره مینه ولرم .

درته مې ویلی و چې پر ما پام کوي   ځکه  درسره مینه لرم،خو ته نور پر ما پام  هم نه شې کولی ،نو زه هم باید درسره مینه ونه لرم .

همدا راز مې تاته  ویلي و چې ستا موسکا مې خوښیږی او ستا پر حرکاتو  مین یم ، خو ته اوس موسیدلی نه   شې  او د خوځیدلو نه یې  .

نه ،نو زه هم درسره مینه نه شم لرلی ...

که مینې  کوم دلیل ته اړتیا لرله نو اوس هیڅ داسې دلیل پاتې نه شو  چې زه در سره لاهم مینه ولرم .

ایا مینه کوم دلیل ته اړتیا لري ؟

نه! هیڅکله نه  ،

زه اوس هم درسره مینه لرم .

رښتینې مینه هیڅکله له منځه نه ځي  ،او هغه مینه چې ورځ په ورځ کمیږي او له منځه ځي هغه هوس دی مینه نه ده .

خامه مینه  دا ده چې وايي :زه درسره مینه لرم ځکه درته اړتیا لرم په داسې حال چې پخه او کامله مینه  وايي : درته اړتیا لرم ځکه چې درسره مینه لرم .))

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

ځوانzawan

زه خو شرا بی يم پيما نه را و ا ړو ه
نن نو ی ا ند ا ز کې رند ا نه را و ا ړ و ه

مست د ميکد ی په شرنګها ر يم سا قی جا نه
مستو پيما نو ته ز ما نه ر ا و ا ړ و ه

مسته ترا نه مطر به ؤ چيړ ه ر با ب کې
نن پکې نغمي عا شکا نه ر ا و ا ړ و ه

شيخه ژو ر مځه هسی نه چی بت پرست شی
ښکې فلسفه يو ه مستا نه ر ا و ا ړ و ه

ګو ر ه ا با سينه په ورو ورو د ا ميئ نو شی کو ه
بيا ښکلې غز ل شا عر ا نه ر ا و ا ړ و ه

----------------

اورنګ اباسين

نظمبشپړ شعر ولولئ

نظم

ځوانzawan

څوک یې چي زما د پردېسۍ پر وطن
هېري کوڅې ته رالېږې شعرونه
چا مي د زړه لاره در وښودله
چي پر کوگل مي اوروې نظمونه
د دې بې دردو په مالت کي اشنا
څنگه دي زه په زړه کي وگرځېدم
ژوند دي د ستورو په حساب غواړمه
د خدای په یاد سې چي دي ویادېدم
نظم دي داسي پر ما خوږ لگېږي
لکه شرنگی چي د سیتار اورمه
تر خوله دي وگرځم گړېږه راته
پکښي کیسې مي د خپل ښار اورمه
پکښي تصویر د خپل جانان وینمه
پکښي سندري د خپل یار اورمه
سترگو ته راسي د خالپوڅو کوڅې
پکښي مي نوم د کندهار اورمه
لا خو مین یم د ارغند د څپو
وایه‏«‎په زړه کي به مي څه تېرېږي‏»‎
لا مي خیالونه له هلمند سره ځي
پکښي مي هیلي مستانه بهېږي
زه د یاغي میني زانگو روزلی
«‎تار د سکوت مي خوله گنډلای نه سي‏»‎
زه د آزادو الوتلو مین
قفس مي زور ته ټینگېدلای نه سي
زه د قسمت زولنې نه منمه
اسمان مي چیغي گرځولای نه سي
زه چي ژوندی یم در سره به یمه
زه به زلمو ته غزلونه لیکم
پر بوډۍ گوتو به مي جام نڅوم
ساقي ازل ته به نظمونه لیکم
له ‏«‎ماشوخېله ‏»‎به قلم تښتوم
«‎د ‏‎زړه په وینو به شعرونه لیکم‏»‎
څه د خیام څه د مغان په ژبه
پر منبرونو تعبیرونه لیکم
لا مي د خیال د شنو دښتو پر لمن
ښکلي کوچۍ پېغلي خېمې وهلي
لا یې مستېږم د شپېلۍ له نغمو
لا مي گودرته دي کوڅې نیولي
لا به پېزوان کي زنگوم خوبونه
لا پر غزل مي دي بوتکۍ لیکلي
ما د ارغند له څپو ژوند میندلی
زه د میوند له افسانو راغلی
زه  د کنړ زه د ترنک له اوبو
ما د هلمند آب حیات چښلی
وایه زما ویني به سړېږي څنگه؟
په زړه کي مینه به وچېږي څنگه ؟
زه مي د شمعي د لمبو پر وطن
د ابوجهل چپاوونه وینم
زه د خلیل د محرابونو پر کور
د نمرودانو سره اورونه وینم
له شنه اسمانه د سکروټو باران
پر خپله مېنه دوږخونه وینم
هم د نامرادي ځوانۍ مات هډونه
هم له باروتو جوړ قبرونه وینم
وینم لمبه دی انارگل پر ونو
د نسترن غوټۍ په وینو ژاړي
ناوي خپړي دي دعا ته پورته
د عزت قبر له خالقه غواړي
اوس  د شپانه ترانې نه مستوي
د غرولمنو کي آواز د شپېلۍ
اوس یې له شونډو نغمو کوچ کړی دی
سور ته یې نه سمېږي ساز د شپېلۍ
اوس د خیبر په غېږ کي مستي نه دي
هغه شېربرېتي شمله وري درې
اوس افسانې د تاریخ نه جوړوي
هغه ببري برېتوري درې
اوس جوړوي د جنازو نکلونه
د ځوانیمرگو هدیرو نکلونه
اوس به له چا سره غزل ولیکو
اوس به مو څوک سي د مستۍ ملگري
څوک به پر شرنگ د پایزېب نظم لیکي
څنگه به ستایي د بورا وزري
پر کور مو اوري د باران په رسم
د شنه اسمان له سترگو سره بڅري
له جنازو سره به څوک نڅوي
د ربابونو د ماښام سندري
زموږ د غوټیو پر انگړ وهلې
د تور خزان اجاره دار ده کېږدۍ
اوس د نسیم له ستوني خیژي زگېروی
اوس په گلڅانگو کي رنځوري غوټۍ
اوس بلبلان په وینو وینو ژاړي
گلو ته نه وروړي نازکي پاپۍ
زموږ له وطنه تورېدلي تللي
اوس په سېل نه راځي یاغي توتکۍ
وایه زه څنگه شپېلۍ وږغوم
چاته به وایم د خیبر سندري
څنگه د کونډو په مالت کي غواړې
زما له قلمه د اختر سندري
خو یوه ورځ به داسي راسي اشنا
چی په یوه ږغ به سندري وایو
ته  د ارغند زه د هلمند ترانې
پر انار گل به یې ملگري وایو
ته به مي گورې ژوندى سوی به یم
بیا به له سره غزلونه لیکم
په کړوپه ملا به مي اتڼ ووینې
پر گل سرخ به مي نظمونه لیکم
بیا به مي گورې په میوند کي روان
پر ملالۍ به دي شعرونه لیکم
بیا به له سره د ساقي کیسه وي
بیا به شرنگی د گیلاسونو اورو
له شهبازونو به نغمې اورېږي
نوی به ږغ د پایزېبونو اورو
بیا به ‏«‎غني ‏»‎له میخانې راوزي
شرنگ به د نویو غزلونو اورو
ته به مي گورې چی سندري به مي
له مطربانو سره شپې تېروي
کور به خراب وي د مختور محتسب
تورو تیارو کي به شېبې تېروي
بیا به مي گورې چی نظمونه به مي
پر سورکو شونډو زمزمې نڅوي
له میني مسته درخانۍ غزل مي
په ربابونو کی نغمې نڅوي
ته به راځې راته د‏«‎ ستوري‏»‎ پر چم
زما ترانې به درته شپې نڅوي

 

                                                                                                            

                                               ویرجینیا     ٢٠٠٨-١٥-سپټمبر

په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخیزه رنګارنګيبشپړ شعر ولولئ

په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي

ځوانzawan

په پټه خزانه کې د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي

پټه خزانه د هوتکي پاچا اعليحضرت شاه حسين هوتک، د عصر نامتو ليکوال محمدهوتک د داود خان هوتک زوی هغه تذکره ده چې په (۱۱۴۱- ۱۱۴۲ هجری ق.) کلونو کې ليکل شوې او د پنځوسو پښتنو شاعرانو او ليکوالو ژوند ليکونه يې د تاريخ د خاورو په زړه کې ساتلي دي. دغه اثر په کال ۱۳۲۲ لمريز کې لوی استاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبی وموند او له پاړسي ژباړې سره يې خپور کړ. د ((پټه خزانه)) له برکته د پښتو ادبياتو تاریخ ډیرې ورکې خو نامتو څیرې رابرسیره شوې او دا زبات شوه چې پښتو ژبه لرغوني ادبيات لري خو د وخت ناخوالو، پیښو او جګړو ورڅخه ډیر څه خوړلي دي. که څه هم د پټې خزانې تر خپریدو کلونو وروسته یوشمیر پښتو دښمنو او پردي پالو عناصرو پر دغه کتاب هوايي او له غرض و مرضه ډکې نیوکې هم وکړې او ځینو خو ځانته دا جراأت ورکړ چې دغه کتاب ته (جعلي) ووایي.
زما له شخصي نظره: قلندر مومند او د هغه شاګردانو ددغو عواملو پر بنا پټه خزانه جعلي ګڼلې:
۱- علامه حبیبي د (پټه خزانه) پر رابرسیره کولو سره د پښتو ادبیاتو په تاریخ کې د یوه داسې په حیث وپیژندل شو چې د پښتو ژبې تاریخ یې راژوندی کړ، ټولو پښتنو د علامه دغه هڅه هومره وستایله چې د قلندر مومند په شان ځانته غره لیکوالانو او محققینو حسادت او رخه یې راوپاروله، ځکه خو یې په علامه حبیبي او پټې خزانې پسې راواخیستل. دوی فکر کاوه چې په دې کار به هماغومره شهرت وګټي لکه علامه حبیبي چې د پټې خزانې په موندلو او خپرولو سره ګټلی و.
۲- د پټې خزانې تر خپریدو پورې داسې ګومان کیده چې پښتو ادب له بایزید روښان، خوشال بابا او رحمن بابا څخه راپیلیږي او دوی ټول د پیښور د حوزې یا لږ تر لږه د لوی افغانستان د هغې برخې اوسیدونکي وو چې اوس یې کوزه پښتونخواه ګڼي. حال دا چې پټې خزانې ثابته کړه چې تر دې ډیر پخوا د غور- کندهار، زابل او کوټې په علاقو کې ستر شاعران تیر شوي دي، له بده مرغه دغه حقیقت هم د پټې خزانې مخالفینو- چې د ټولو پښتنو نه بلکې یوازې د خپلې سیمې او د خپل شهرت په اړه فکر کوي- ونه شو زغملای او پټه خزانه یې جعلي وګڼله.
۳- د شلمې پیړۍ له پیله چې د پښتو ژبې او ادب د پرمختګ لپاره یو ملي غورځنګ راپیل شو او یوشمیر فاضلو استادانو ددغې ژبې د ادب د تاریخ تیاره ګوټونه روڼول دې مسئلې د ګاونډیو فرهنګونو یوشمیر متعصبو کړیو ته خوند ورنه کړ، د هغوی په نظر پښتو د غرو د خلکو یوه وحشي ژبه ده او که د فرهنګ نړیدلي څلي یې ودان شي نو پښتانه به مدني ژوند ته متوجه شي او بلاخره به یې ملي شعور لوړ شي چې په پای کې به سیاسي واک هم په لاس کې ونیسي، ددې پروسې د مخنیوي لپاره ایرانیانو او پنجابیانو په یوشمیر دسیسو جوړولو پیل وکړ چې یوه یې هم د پټې خزانې د جعلي والي ډنډوره وه، له بده مرغه یوشمیر پښتانه لیکوال هم یا مخامخ یا په غیرمستقیمه توګه ددغو ډنډورو ښکار شول.
دا و، زما له شخصي نظره، له پټې خزانې سره د دښمنۍ عوامل.
خو ولې پټه خزانه له دومره دښمنیو سره سره لا هم د افغاني فرهنګ پر هسک د لمر په شان ځلیږي؟، ځکه چې دغه کتاب که له علمي پلوه وڅیړل شي ګڼ شمیر داسې نه انکار کیدونکي اسناد پخپله د کتاب په متن کې شته چې ددغه کتاب پر اصالت ګواهي ورکوي، له دې دلایلو څخه یو هم په پټه خزانه کې د راغلیو شعرونو د سبکونو هراړخیزه رنګارنګي ده چې هیڅ کله هم زموږ د پیړۍ د یوه یا حتی څو تنو محققینو پر لاس نه شي ایجادیدلای او که څوک ډیر لږ هم د هنري ارزښتونو پر رموزو پوه وي پر دې پوهیدلای شي چې د داسې متفاوتو هنري ارزښتونو رامنځ ته کول د تاریخ په بیلابیلو پړاوونوکې د بیلابیلو شرایطو او تاریخي موقعیتونو په نظر کې نیولو سره د منحصر به فرد سبک لرونکو شاعرانو کار دی، نه د یوه یا څو تنو محققینو.
له دغې مقدمې وروسته د پټې خزانې سبکي ویش له درېیو اړخونو څخه ترسره کیدای شي؛ له تاریخي پلوه د پټې خزانې د سبکونو توپیر، له موضوعي پلوه د سبکونو پیژندنه او د هغو شکلي بدلون. په لاندې کرښو کې به د هرې موضوع لپاره بیل بحث وکړو.
۱- په پټه خزانه کې د سبکونو تاریخي رنګارنګي:
اساساً پټه خزانه له (۱۰۰) هجری ق. کال څخه تر (۱۱۰۰) هجری ق. پورې د پښتني فرهنګ بیلابیلې تاریخي دورې په ځان کې رانغاړي له همدې پلوه ټول هغه متون چې په پټه خزانه کې ثبت شوي د خپل وخت له پلوه د بیلابیلو منځپانګو لرونکي دي.
عجیبه دا ده چې د پټې خزانې فاضل مؤلف (محمدهوتک) هم په دې تفاوتونو پوهیدلی او پټه خزانه یې په درې برخو (پخوانیو شاعرانو، د مؤلف معاصرو شاعرانو او ښځینه شاعرانو) باندې ویشلې ده.
تر ټولو زوړ شعر د امیرکروړ هغه تاریخي ویاړنه ده چې له تاریخي پلوه د خورا ارزښت خاونده ده چې د ویلو تاریخ یې (۱۳۹) هجری ق. ته ورګرځي:
زه یم زمری، پر دې نړۍ له ما اتل نسته
په هند و سند و پر تخار و پر کابل نسته
بل په زابل نسته له ما اتل نسته
دغه ویاړنه هم د لغاتو له نظره لرغونې ده او هم د شکل له نظره ځکه تر ډیره حده په هغه وخت کې د پښتو معمول وزن او جوړښت لري چې ددغه میړني ولس زیږیدنه ده او له هیڅ پردي قالب څخه تقلید شوې نه ده.
له تاریخي پلوه د پټې خزانې د متونو بل اهمیت دا دی چې د یوشمیر قدماوو په متونو کې ګڼ تاریخي ارزښتونه، پیښې او حوادث ثبت شوي چې بل ځای نه شي موندل کیدای مثلاً د بابا هوتک په سندره کې:
پر سور غر بل راته نن اور دی وګړیه جوړ راته پیغور دی
پر کلي کور باندې مغل راغی هم په غزني هم په کابل راغی
چې په هغه وخت کې له مغلو سره د پښتنو د جګړو یو انځور ارائیه کوي او په کې د هغه وخت تاریخي پیښې ثبت شوي دي. د سبکونو له مخې څرنګه چې هر شاعر او ویېونکی د بیل ټیپ او شخصیت خاوند دی شعرونه یې هم په بیلابیلو سبکونو ویشل کیږي. امیرکروړ اساساً یو امیر او جنګیالی دی، پهلوان دی او له تورې او ننګ سره سر و کار لري ځکه یې شعر ویاړنه ده حماسي رنګ لري او په هغه کې پر خپله پهلواني نازیدلی دی، چې خپل سیال په کابل او زابل نه ویني، بابا هوتک د یو قومي ملي مشر، مدبر شخصیت او بانفوذه وګړي په حیثیت د ویاړنې او حماسې ترڅنګ د دښمنو (مغلو) وحشیانه اعمال غندي او د خپلو زلمیو جنګیالیو ویاړونه او شهامت ستایي او هغوی جګړې ته هڅوي:

غښتلو ننګ کړﺉ دا مو وار دی مغل راغلی په تلوار دی
په پښتونخوا کې یې ناتار دی پر کلي کور باندې مغل راغی
ترآخره
د ملکیار بابا هغه سندره چې ترنک سیند ته یې ویلې همداسې یوه تاریخي ارزښمنه هستي ده چې هم د شکل له مخې او هم د هغه وخت د ټولنیزو ځانګړنو ښه سند یې ګڼلای شو. ددې په مقابل کې بیا هغه مهال چې تصوف او عرفان په پښتو کې ډیر دود شو او پیري مریدي په کې معموله شوه صوفي شاعران وځلیدل او د عرفان ډیرې جلوې یې په پښتو ادبیاتو کې خوندي کړې. په دې دوره کې له شیخ متي او شیخ رضی لودي څخه رانیولې آن تر رحمن بابا پورې ګڼ شمیر نور شاعران راځي چې د دغې تاریخي دورې ځانګړنې په کې خوندي دي. په دې لحاظ د تاریخي دورو رنګارنګي یو له هغو معیارونو څخه دی چې په پټه خزانه کې د بیلابیلو شاعرانو سبکونه پرې بیلولای او ویشلی شو.
۲- له موضوعي پلوه د پټې خزانې د متونو تفاوت:
د پټې خزانې خوندي کړي شعرونه د موضوع له نظره خورا بډای او رنګارنګ دي، ویاړنې، عشقي موضوعات، ویرنې، حماسي شعرونه، د طبیعت د ښکلاوو ستاینې، فلسفي مسایل، عرفان او تصوف، د تاریخي پیښو ثبت او نور موضوعات په کې ارائیه شوي دي. مثلاً د ریدي خان مهمند د محمودنامې هغه برخه چې په پټه خزانه کې راغلې د افغانستان د ویاړلي تاریخ یوه مهمه برخه رانغاړي او د موضوع له نظره ډیره ارزښتمنه ده، یا هم د شیخ اسعد سوري بولله (قصیده) چې ښایي په شرق کې تر ټولو ممتازه او عالي ویرنه یې وبللی شو:
د فلک له چارو څه وکړم کوکار زمو لوی هرګل چې خاندي په بهار
هر غټول چې په بید یا غوړیده وکا ریژ وي یې پاڼې کاندي نار په نار
ترآخره
او په همدې توګه د ښکارندوی غوري هغه شهکار قصیده چې د پسرلي ښکلاوې یې په پوره مهارت ستایلي دي:
د پسرلي ښکلوونکي بیا کړه سنګارونه بیا یې ولونل په غرونو کې لالونه
مځکه شنه، لاښونه شنې، لمنې شنې سوې طیلسان زمردی واغوسته غرونه
ترآخره
د ښکارندوی ددغې قصیدې لویه برخه د نچرلیزم (طبیعت پالنې) یو نړیوال شهکار دی.
او د موضوع له نظره بیا د شیخ بستان بړیڅ بدله بیخي متفاوته ده:
اوښکې مې څاڅي پر ګریوان یو وار نظر که پر ما
راسه ګذر که پر ما
د مینې اور دې زما زړګی وریت په انګار کینا
ښې تار و نار کینا ...
ترآخره
دا بیا د عشق سوز او ګداز په هغه ژبه شرح کوي چې د یوه ښه لیریک شعر خصوصیت دی. په پټه خزانه کې د موضوع رنګارنګي دومره پراخه ده چې آن له پند و عبرت څخه ډکې کیسې یا منظومه ګۍ هم په کې شته او یوه ښه نمونه یې د حافظ عبداللطیف اڅکزي د سوی او اوښ کیسه ده:
غوږ ونیسئ یارانو دا د اوښ او سوی قصه سوه خورا ډیره خوږه سوه
ترآخره
د موضوع له پلوه د هر شاعر سبک دومره متفاوت دی چې سړي ته د پښتو لرغونو ادبیاتو د بډاینې او پراخوالي په اړه حیرانتیا پیښوي چې څنګه زموږ نیکونو د هرې ټولنیږې پیښې، پدیدې او ارزښت لپاره ادبي ایجاد او هستونې کړي دي او په دې اړه یو لوی ګنج (پټه خزانه) د ثبوت ښه شاهد دی.
۳- له شکلي پلوه د پټې خزانې د سبکونو رنګارنګي:
پټه خزانه د پښتو شاعرۍ د بیلابیلو فورمونو یوه لویه ګنجینه ده. د معمولو قالبونو لکه غزل، قصیده، مثنوي، رباعی، ترکیب بند، ترجیع بند، قطعه، او نورو پرته د هغه مهال پښتو معمولو قالبونو موجودیت هم خورا په زړه پورې دی، په دې کې بدله، ناره، سندره او نور محلي قالبونه دومره خواږه دي چې له عربو څخه راغلي یوشمیر ادبي قالبونه ورسره سیالي نه شي کولای او له دې څخه دا څرګندیږي چې هغه مهال د پښتو ځانګړي فورمونه ښه په کلکه پالل کیدل او په ولس کې ډیر منلي او په زړه پورې وو.
زه غواړم دلته پر همدې موضوع یو څه تم شم؛ غزل، قصیده، مثنوي او نور قالبونه له خپل عربي سټایل سره ډیر وروسته پښتو ادب ته راغلل او تر دې پخوا پښتنو خپل بومي شعري فورمونه لرل د ادب د تاریخپوهانو له نظره د لنډ یو تاریخ نه دی معلوم او زرګونو کاله پخوا ته رسیږي همداراز بدلې چې په طبیعي توګه د پښتو ادب یو ممتاز فورم دی، دغه فورم نه یوازې په ولسي او فولکلوریکه بڼه په خلکو کې، بلکه له نیکه مرغه په پټه خزانه کې هم خوندي پاتې شوی دی.
بدلې یو له بلې سره له وزني پلوه یو څه تفاوتونه لري خو د هندسي جوړښت له مخې ګډ قالب لري، لومړۍ مسرې یې اوږدې او دوهمې یې لنډې وي. دوه دوه بیتونه سره همقافیه وي او په ځینو بدلو کې اوله مسره تر دوو بیتونو وروسته تکراریږي. بدله عالي موسیقیت لري او ښکاري چې زموږ لرغونیو شاعرانو به په ترنم ویلې، ځکه خو یوشمیر دغه بدلې اوس هم په اسانۍ او خوږلنۍ سره د موسیقي په پردو کې راتلای شي. بدله د پښتنو له اجتماعي فطرت سره په طبیعي توګه مطابق فورم دی او که څوک وغواړي کره کتنه وکړي نو نظر غزل ته له موضوعي پلوه ډیرې پوره او بشپړې دي ځکه په بدلو کې وزني او قالبي محدودیتونه هیڅکله د یوه شاعرانه تصویر د ناقصې ارائیې، باعث نه ګرځي. په پټه خزانه کې د شیخ بستان بړیڅ، د سیدال خان ناصر او نورو ګڼو شاعرانو خوږې بدلې د یادولو وړ دي او د موسیقیت لپاره یې د بهادر خان دغه خوږه بدله د یادولو وړ ده چې زموږ د زمانې ښه سندرغاړي احمدولي ډیره خوږه سندره ورڅخه جوړه کړې:
بیلتون دې زور دی تر لېمو مې سهار نم څاڅي لکه شبنم څاڅي
دا سره یاقوت مې په لمن کې ستا په غم څاڅي په غم الم څاڅي
ترآخره
پایله:
له پورتنیو یادونو څخه دا زباتیږي چې پټه خزانه له تاریخي- موضوعي او شکلي پلوه د بیلابیلو سبکونو یو رنګینه خزانه ده چې په هیڅ ډول د یوه یا حتی څو ذهنونو حاصل نه شي کیدای او ددغه کتاب د منکرینو په حدس هیڅ کله یو جوړ شوی (جعلي) کتاب نه شي کیدای ځکه چې د دومره ډیرو رنګینو- متفاوتو او عالي سبکونو رامنځ ته کول په هغه مهال (۱۳۲۲) لمریز کې هغه هم د یوه شخص له خوا د نه منلو وړ خبره ده. زما په نظر دا مسئله لار نورو څیړنو ته اړتیا لري، ځکه د پټې خزانې د متونو رنګیني او عالي سطح او دقیقه پلټنه په خپله ددغه ارزښتمن کتاب حقانیت او لرغونوالی ثابتوي.

سعيد اتل

امير حمزه شينواریبشپړ شعر ولولئ

امير حمزه شينواری

ځوانzawan

امير حمزه شينواری د پښتو دغزل بابا

امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧، مړينه: فبروري ١٩٩٤) (په انګرېزي: Amir Hamza Shinwari) يو پښتون شاعر، اديب، د ډرامو ليکوال، فلم جوړونکی، د راډيو وياند او ليکوال ؤ. هغه د تصوف د لارې لاروی هم ؤ او په همدې ډګر کې يې هم کتابونه خپاره کړي. په شعر او ادب کې د ځانګړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار ګڼل کېږي.

مخينه

امير حمزه شينوارى په ۱۹۰۷ ز. کال کې د لنډي کوتل د خوږه خېل يا خوزه خېل نومي کلي کې د ملک ميرباز خان په کور کې زېږېدلی و. نوموړی په قبيله شينواری او په شينوارو کې اشرف خېل وه.

زده کړې

لومړنۍ زده کړې يې د لواړګي (دا د لنډي کوتل پخوانی نوم دی) په ښوونځي کې ترسره کړي خو وييل کېږي چې د ده په يوه وړوکې خطا يې استاد ده ته دومره جزا ورکړه چې د ده زړه د مدرسې نه تور شو او بيا يې هغه مدرسه پرېښوده. دی د اتو کالو وه چې په اسلاميه کالجېټ ښوونځي ته د زده کوونکي په توګه ومنل شو. ښوونځي ته به لکه د نورو ماشومانو په څېر ته راته او آزموينې يې هم په برياليتوب سره سر ته رسولې خو د درسونو او سبق سره يې دومره مينه نه درلوده. د سکول نه د زړه ماتي دا ذکر يې په يو شعر کې هم کړی دی او وايي چې د ښوونځي دا ټلۍ راباندې داسې لګي لکه د اسرافيل د شپېلۍ اواز. نو په همدې توګه په نهم ټولګي کې يې دغه ښوونځی هم پرېښوده. که څه هم حمزه بابا خپل سبق په نهم ټولګي کې نيمګړی پريښی و خو د حمزه بابا پوهه او مطالعه ډېره زياته وه او ارواښاد داسې کلامونه ليکلي چې هر يو يې ځانګړې فلسفه لري د يادولو وړ خبره دا ده چې د بابا په کلام د پېښور پوهنتون پروفېسر قابل جان خپل د دوکتورا تيسز ليکلی دی.

د حمزه بابا ژوند

امير حمزه شينواری د پښتو غزل بابا

د دود له مخې يې په کم عمرۍ کې واده وکړ او مراد شينواری يې چې د ازاد نظم باني ګڼلی شي نازولی ځوی دی.

دندې او کارونه

ارواښاد حمزه په عملي ژوند کې د پښو ايښودلو سره سم په تورخم پاسپورټي دفتر کې نوکر شو. په دې وخت کې دده قدرمن پلار د لنډيکوتل او تورخم تر مېنځ د اورګاډو پر ليکو د ټيکو کار کاوه نو حمزه بابا به هم کله نا کله د مرستې لپاره ورتللو. او په همدې توګه بيا وروسته پخپله هم په اورګاډو کې نوکر شو. وايي چې دا نوکري به يې ډېره په ايماندارۍ کوله. د حمزه بابا فن او هنر سره هم بې کچې مينه وه او د اورګاډي دغه نوکرۍ د هندوستان په ګوټ ګوټ وګرځاوه او همداسې تر پمبي پورې ورسېده. بمبي د ډېر پخوا نه د هندوستان د فلمونو مرکز پاتې شوی، کله چې نوموړی بمبي کې وه نو ده ته هم په فلمونو کې د کار موقع په لاس ورغله کوم چې ده د خدايه غوښته. څنګه چې په پخوا زمانو کې بې غږه فلمونه وه نو حمزه بابا هم په ١٩٤٠ زېږيز کال کې په همدغو بې غږه فلمونو کې لوبګري وکړه. او په هغه ورځ يې خو لکه د زړه ارمان چې پوره شوی وي، کله چې د سلما آغا نيکه رفيق غزنوي په ١٩٤١ زېږيز کال کې د پښتو لومړني فلم ((ليلا مجنون)) د کيسې، سندرو او ډيالوګونو د جوړولو وړانديز ورته وکړ. او په همدې توګه په پښتو ژبه کې د لومړني فلم د جوړولو وياړ هم د حمزه بابا په نصيب شو. حمزه بابا ته د دغه فلم د جوړولو لپاره ٢٥٠ روپۍ د معاوضې په توګه ورکړل شوي وې. تر دې وروسته د يوسف خان او شېربانو فلم هم جوړ شو او بيا يې د پېغلې او علاقه غېر غوندې د فلمونو کيسې هم وليکلې.

پښتو ادب ته مخه

امير حمزه شينواری د پښتو غزل بابا

داسې مالومېږي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شاعر وه او په هماغه کم عمر يې د شعر په ليکلو لاس پورې کړی و. کله چې حمزه بابا په پينځم ټولګي کې وه نو ارواښاد مولانا عبدالقادر (د پښتو اکېډمۍ بنسټ ايښودونکی او لارښود) په اتم ټولګي کې وه. داسې وييل کېږي چې په هماغه وخت کې به حمزه بابا خپل شعرونه مولانا صيب ته د سمولو لپاره ښودل. دا خبره پخپله دا په ثبوت رسوي چې حمزه بابا د ډېر ماشومتوب نه شعر او ادب سره مينه درلوده. خو په دغه وخت کې به حمزه بابا په اردو ژبه شاعري کوله او د اردو شاعرانو لکه مرزا غالب او علامه اقبال نه ډېر متاثره وه.پښتو ادب کې د حمزه بابا شاعرۍ ته ځانګړی مقام حاصل دی. د هغه شاعري ته د زړې او د نوې شاعرۍ يو ګډون ګڼل کېږي. هغه د پښتو شعر دوديزه زړه کلاسيکه لار څارلې او بيا يې د په يوه نوي روح ورکولو سره ګډه کړې. په همدې توګه ارواښاد حمزه پښتو غزل کې نوي اندونه او نظرونه ورپېژندلي او د خپل د وخت د پښتو غزل دوران يې بشپړېدو پورې رسولی او په همدې خاطر ورته د پښتو غزل د بابا لقب ورکړ شوی. حمزه بابا د ١٣٠٠ نه هم ډېرې غزلې ليکلي دي او کليات يې په څلور ټوکو کې خواره شوي دي. خو د حمزه بابا د شخصيت رڼا يوازې غزل پورې محدوده نه ده. د حمزه بابا په نظم هم پښتو ژبه تل د ننګه غړۍ ګرځي. حمزه بابا د ٢٠٠ نه زياتې نندارمې (ډرامې) ليکلي دي چې ډېری يې د پېښور راډيو لخوا خپرې شوي دي. ارواښاد په بېلابېلو ورځپاڼو او مهالنيو کې رنګارنګې تحقيقي ليکنې او مقالې هم کښلي دي، ډېرې منظومې او نثري ترجمې يې هم کړي دي لکه د اقبالياتو او په دې وروستيو تېرو کلونو کې يې د نهجل البلاغه په نوم د ژباړې يو کتاب چې د علي رضي الله تعالی عنه تقريرونه او ليکونه دي چاپ شوی. حمزه بابا د شلو نه ډېر پښتو کتابونه او څه د لسو په شاوخوا کې په اردو ژبه کتابونه هم ليکلي دي.

تصوف ته مخه

امير حمزه شينواری د پښتو غزل بابا

حمزه بابا په ١٩٣٠ زېږيز کال کې تصوف ته مخه کړې وه او خپله به يې په دې هکله داسې وييل چې حېرت آباد ته په دغه عشره کښې راغلی وم. او پخپله نه وم راغلی راښکلی شوی وم ورته. خو چې راغلم نو داسې وه لکه چې ما خپله ورکه لار بيامونده. حمزه بابا د چشتي طريقت لاروی وه. حمزه بابا اجمير شريف ته هم په دغه زمانه کې تللی وه او د تصوف خوندونه يې ليدلي وه. د تصوف د مکتب پير يې سيد عبدالستار شاه وه او همدغه شاه صيب حمزه بابا ته د اردو په ځای په پښتو کې د شاعرۍ مشوره ورکړې وه. شاه صيب په ١٩٥٣ کې په حق ورسېدلی وه او حمزه بابا يې يادونه د تذکره ستاريه په نوم په ١٩٦٩ کې په اردو ژبه چاپ کړې وه. د حمزه بابا ادبي مطالعه ډېره زياته او پخه وه او د ادبياتو يو پوهنغونډ وه. حمزه بابا د رحمن بابا ديوان په ١٩٣٥ زېږيز کال کې اردو ژبې ته اړولی وه. په ١٩٣٧ کې پښتو ادبي ټولنه (بزم ادب پېښور) هم د شاه صيب د سيوري لاندې جوړه شوه او د راحت زاخېلي، قلندر مومند او حمزه بابا په شان ډېر غمي د همدې ټولنې غړي او مشران پاتي شوي او دا په راپورې پښتونخوا کې لومړنۍ ادبي ټولنه وه. دوی به ځای ځای په ښوونځيو او پوهنځيو کې مشاعرې کولې او په همدې توګه به يې د ژبې او ادب خدمتونه کول او د دغې ټولنې د ډېر لوړپوړو شاعرانو، اديبانو تربيت هم کاوه. داسې مشاعرې به د رحمن بابا په هديره هم کېدلې او د په لومړي ځل يې په ١٩٤٠ زېږيز کال کې د خپل د يو ليکل شوي غزل په اورولو سره د غزل د بابا تاج ترلاسه کړ. د هماغه غزل يو شعر يې داسې دی:

تورې سترګې مې د يار زړه ته په ځير دي

 

بــيــا حــبــشــو پــه کــعـبــې تـړلــی لام دی

د پاکستان حکومت هم د حمزه شينواري د مړينې وروسته هغه ته د هغه د کارونو په پايله کې د ‘ کړنو ولسمشريز وياړ’ جايزه ورکړه، او پښتو ته د چوپړ په پايله کې د پښتونخوا حکومت په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نامه يو کلتوري موزيم پرانيست.

د حمزه بابا فلسفه

چاپ شوي آثار

 

د زړه آواز

يون

بهير

پري وونی

سپرلی په آينه کې

د خيبر وږمې

ژوند او يون

د کابل سفرنامه

د حجاز په لور

10. د ليلا مجنون فلم او د فلم کيسه

11. مږې څپې

12. د کارل مارکس اصول د عقل په نظر

13. د حمزه ژوندليک

14. غزونې

15. تجليات

16. د خوشحال بابا يو شعر

17. تذکرة الستارية

18. انساني رڼا او پوهه

19. د حمزه ليکونه

20. غزليات (اردو)

21. انسان او زنده ګي

22. د رحمان بابا د ديوان ژباړه په اردو نظم

23. د علامه اقبال د جاوېد نامې منظومه ژباړه

24. د ارمغان حجاز منظومه ژباړه

25. پټهان اور توهمات

26. قبايل کې رسم او رواج

27. ژور فکرونه

28. ډرامې

29. د حمزه کليات (پينځه ټوکه)

 

د شعر يوه بېلګه

غزل

راځـه چـې يـوه جـوړه کـړو جونګړه په ځنګـل کـې

 

راځـه چـې د وصـال جوړه دنيا کړو په دنيا کې

د ګــل پــه خــامــوشـۍ او د بـلـبـلـو پـه نـوا کـې

 

سېـوا چـې د خندا نور افشاني کړو په ژړا کې

تر هاغه ګورو يو بل ته چې ورک شو په يو بل کې

 

جهـان مو يو جهـان وي د جهان د حس نه لرې

مـکـان وي يـو مـکـان د لامـکـان د حـس نــه لـرې

 

تل دواړه يو حمزه يو د وجدان د حـس نـه لـرې

ازل ابـد چـې دواړه شـي فـنـا زمونـږ په تــګ کـې

 

راځه چې يوه جوړه کړو جوړنګړه په ځنګل کې

 روح دي ښاد وي او نوم دي يي ياد وي

سامع

ديونان لرغوني ادبيات/ سيد نظيم سيديبشپړ شعر ولولئ

ديونان لرغوني ادبيات/ سيد نظيم سيدي

ځوانzawan

سيدنظيم سيدي

په دې كې شك نه شته، چې د هر ولس يا په ټوليزه توګه هرې ټولنې وبپوهنه د هماغې ټولنې د وبې پورې اړه لري؛ خو ادبيات بيا داسې نه دي؛ په دې معنا چې ادبيات هېڅكله پوله او بريد نه پېوني كه څوك غواړي او كه نه هغه به له پولو اوړي او د نورو ټولنو له ادبياتو او په ټوليزه توګه له فرهنګ او كولتور سره به يو ځاى كېږي؛ خو اوس مهمه خبره دا ده، چې په خپله ادبيات څه شى دى؟ كه څه هم زموږ اصلي موضوع د ادبياتو تعريف او شننه نه ده؛ خو د موضوع د منځپانګې له مخې دلته يې پېوندنې ته اړتيا شته، كه چېرې د ادبياتو عمومي تعريف ته ورشو؛ نو د ادب څېړونكو په وينا د ادب تر ټولو اسانه او جا!
مع تعريف دا دى، هره هغه مخيله وينا كه نظم وي يا نثر؛ خو چې هنري ارزښت ولري ادبيات دي، يا په بله وينا((ادبيات په الفاظو او كلمو كې د يو ولس د افكارو وروستنۍ او عالي افاده ده، چې د ودې او انكشاف اورګانيك دوام يې مهم خصوصيت دى او له شفاهي او تحريري عنعنې يې بېلوي.
ادبيات د يو ولس د ټولنيز شعور يوه برخه ده، چې د هغه ولس د ادراك، طبيعي لياقت او د تفكر قوت په الفاظو كې څرګندوي. ادبيات په يوه معينه تاريخي مرحله كې د يوې معينې ټولنې له خوا د يو معين اقتصادي او سياسي نظام په غوښتنه منځ ته راځي او د مخابراتي وسيلې دنده سرته رسوي. د ادبياتو موضوع او مضمون بشري تجربه او عمل دى ))
له پورته پېوندونو څخه په ډاګه څرګندېږي، چې د ادبياتو موضوع او مضمون بشري تجربه ده؛ يعنې هر هغه څه، چې د انسان په ووند كې په تجربو زباد شوې او د عمل جامه يې اغوستې وي ادبيات بلل كېږي.
ډېر ځله به تاسې اورېدلې وي، چې ځينې خلك ادبياتو ته په عادي سترګه ګوري او داسې ګومان كوي، چې ګواكې يوازې د همدغه مسلك څانګوالو(ادبيانو) ته په درد خوري؛ خو د دغه مضمون حقيقت او اصلي معنا ته نه دي ځير شوي؛ په دې معنا چې د هر ماشوم پيل له ادب څخه دى او كه چېرې همدغه ماشوم له ماشومتوبه د ادب پر پوله روان نه شو؛ نو كېدلاى شي سبا ته په ټولنې كې تر ټولو لويې ستونزې او خنډونه همدغه ماشوم وزېږوي.
په هر حال زموږ موضوع د يونان لرغوني ادبيات ده، كله چې موږ د يونان او په ځانګړي توګه د لرغوني يونان نوم اورو سم له واره مو ذهن د فرهنګونو او مدينيتونو بنسټ او مبدا ته ورشي؛ ځكه د هر ډول ادبي اثارو، تكړه ليكوالو، فيلسوفانو، څانګوالو، ارواپوهانو او په ټوليزه توګه د ټول علميت او ادب پنځونكى لرغونى يونان دى، چې په را وروسته كې نورو ټولنو ته هم وغځېد، كه چېرې موږ د يونان لرغوني ادبيات مطالعه كوو او بيا اروپايي او په ټوليزه توګه لويديځې نړۍ ته راځو؛ نو پيل يې همدغه د يونان لرغوني ادبيات دي، چې اروپا ترې را اخيستنه وكړه او بيا يې همدغه ادبيات د خپلې ټول!
نې د دودونو او كولتور تابع كړ.
د يونان ادبيات تر ميلاد زر كاله وړاندې وزېږېدل او لكه څنګه چې پورته هم نغوته وشوه، باني يې يونان و. د يونان لومړنى پېر يا لرغونى دوره، چې د جهالت او ناپوهۍ دوره وه او خلك يې د مرييانو او غـلامانو ډېر مينـوال و، چې كابو په هر بډايه او نيمه بډايه كور كې مرئيان پيدا كېدل؛ خو بيا هم دغه دوره له فيلسوفانو او ادب د ډګر اتلانو څخه خالي نه وه، چې له نېكه مرغه تر اوسه پورې يې مورخين او ادبي كره كتونكي د ادب، فلسفي، فرهنګ، كولتور او بلاخره ارواپوهنې مخكښان بولي او لامل يې هم دا دى، چې د دغو مخكښانو يا د فلسفې او ادب استادانو نومونه تر اوسه پورې خلك په ډېر درن!
اوي سره يادوي، لكه، سقراط، چې وفادار شاګرد يې افلاطون و او نوموړي پرې حساب كاوه، د افلاطون با استعداده شاګرد ارسطو، چې نه يوازې د فلسفې استاد و؛ بلكې په ادبياتو او د شعر په فن كې يې هم دومره نظريې وركړي، چې تر اوسه پورې يې موږ د(بوطيقا) اثر شاهدان يو او بلاخره تر هغه وروسته هومر، چې تر اوسه پورې تركيه او لرغونى يونان يې پر سر شخړه لري، تركيه يې د ځان بولي او يونان يې د ځان؛ خو له آره د يونان و او څه وخت يې د تركيې په اُزمير كې تېر كړى و او په همدې وخت كې يې خپل دوه مشهور او پېوندل شوي اثار هم د ادب مينوالو ته ډالۍ كړل، چې له نېكه مرغه د خپل وخت شهكار وب!
لل شول او تر اوسه پورې يې دغه ارزښت!
ساتÙ
ى دى، هغه اثار دي ايلياد او اوديسې، دغه اثار له هماغه وخت راهيسې د هرې ټولنې خلكو خپلې ټولنې ته راووباړل او خپله ټولنه يې ترې برخمنه كړه. ځينو هېوادونو كې آن څلورو او پنځه تنو ووباړل او ترې يې ګټنه وكړه، له بده مرغه پښتو وبه او ادب لا تر اوسه ترې برخمن نه دى؛ خو كه د خداىﷻ رضا وه؛ نو په نږدې ګانده كې به پښتون ولس هم له دغه ارزښمتنو اثارو څخه برخمن شي.
په هر حال د هومر د اثارو په هكله داسې ويل كېږي، چې د يونان او تركيې د ادبي اثارو پيل همدغه دوو اثارو كېښود، چې وروسته نورو ليكوالو د همدغو اثارو په رڼا كې خپلې نوې پنځونې وكړې؛ خو بله نظريه بيا دا نظر ردوي او وايي وړاندې تر دې هم سقراط، افلاطون، ارسطو، اريستوكلېس او يوروپيدس ځينې اثار پنځولي وو، چې په خپل وخت كې يې ډېر شهرت پيدا كړاى و او د هماغې په رڼا كې هومر خپل اثار وپنځول؛ خو دا چې حقيقت څه شى دى هغه به پر ځاى پرېږدو؛ ځكه موږ ته همدا بسيا ده چې دوى په همغسې نشت امكاناتو او شرايطو كې نړۍ او په ټوليزه توګه بشريت ته دومره ارزښتناك اثار وزېږول، چې Ø!
ر اوسه پورې دغه لړۍ د هماغو اثارو له بركته پر مخ روانه ده.
په لرغوني يونان كې موږ له دغو مشهورو څېرو څخه وروسته له څو ډېرو مهمو شيانو سره مخ كېږو، چې هغه حماسي، تراويدي او كومېډي وانرونه يا ځېلونه دي، چې كابول ټول يې د شعر او نظم په قالب كې اوډل شوي او د بېلابېلو ليكوالو له خوا ويل شوي، ښايي دلته دا پوښتنه پيدا شي، چې ولې په نثر نه ليكل كېدل، چې په شعر يا نظم ليكل كېدل؟
كه چېرې موږ لومړى د پښتو ادب د ځينو دورو د ليكوالو، لكه د خوشال خان خټک، بايزيد روښان، اخوند درويزه او دې ته ورته نورو اثار له نظره تېر كړو؛ نو هلته هم همداسې خبره وه؛ په دې معنا د دوى په دوره كې هم كابو ټول اثار په نظم ليكل شوي وو او لامل يې هم دا و، چې د نثر په پرتله به نظم خورا ډېر خلكو زده كاوه او بله خبره دا، چې نثر كې هر چا له ځانه ګوتې هم وهلى شوى او ولس هم كله چې له يو ځاى څخه بل ځاى ته لېږداوه، بدلون به يې په كې راوړ؛ نو د دې لپاره چې د دغه ډول لاسوهنو مخنيوى يې شوى واى په كار وه، چې په نظم ليكل شوى واى، ښايي د يونان د اثارو د نظمېدلو يو لامل هم همØ!
ا وي.
كله چې د يونان لرغوني اثار پنځول كېږي؛ نو له خپلې پنځېدا پنځه پېړۍ وروسته نور هم دوام كوي او په دې وخت كې دغه ادبي تاريخي دوره د اتلانو د عصر په نامه نومول كېږي؛ ځكه چې د دغې دورې د ليكوالو او كه ساده يې ووايم د اتلانو اثار د يونان له پولو څخه اوړي او په ډېر لږ وخت كې د تور سمندرګي په شاو خوا سيمو، منځنۍ اسيا، هند او يو شمېر نورو سيمو كې خورېږي او د يادو شويو ټولنو پر ليكوال سربېره، چې دغه ادبيات يې د خپلې ټولنې د يوې برخې په توګه مني د همدغې ادبياتو په رڼا كې د خپلو ټولنو ادبيات هم پنځوي، چې له نېكه مرغه د هغې پايلې هم مثبتې وې او هم ټولنې او په ټوله ك!
ې بشر يې خوښې كړې.
د يونان ادبياتو نه يوازې ياد شوي ځايونه تصغير كړل؛ بلكې د روم ادبيات يې هم تر وسې وسې اغېزمن كړل، چې روميانو هم د دوى د فرهنګو د مشتركاتو په رڼا كې خپل پنځونې عيارې كړې؛ خو له بده مرغه په دې وخت كې د يونان لرغوني ادبيات له يو ډول ستونزې سره مخ كېږي او هغه دا، چې په دې وخت كې لوى سكندر هغه څوك، چې تر ټولو ډېره پاملرنه يې د خپلې ټولنې فرهنګ او ادب ته وه له دې نړۍ څخه سترګې پټوي او د نوموړي له مرګ سره سم؛ نور نو د لرغوني يونان ادبيات له زوال سره مخ كېږي او د تل لپاره د فراموشۍ څپې يې وهي؛ خو ښه خبره دا ده چې دغه ادبيات كه دلته د فراموشۍ باد وهي؛ نو بله خوا Ù!
ې نړۍ هم ټوله تصغير كړې ده او په نړۍ كې هم داسې پنځونې شوې، چې بنسټ او اصل يې له همدغه ځايه سرچينه اخيستې ده.
په ټوليزه توګه د يونان په لرغونې دورې كې د ادبياتو پنځونكو ځانونه (ايلين) بلل او خپل لرغونى ټاټوبې يې ((ايلياد)) باله، چې دا د هومر د يو اثر نوم هم دى، ښايي دوى خپل ټاټوبي ته ځكه دغه نوم غوره كړى و، چې هغه وخت كې د هومر دواړه ياد شوي اثار په نړۍ كې ډېر مشهور شول او د نړۍ د شهكار جايزې يې هم اخستې وې.
سربېره پر پورته خبرو د علم الكلام پوهه او ډولونه يې هم لومړى پلا په يونان كې منځته راغلل او بلاخره دا، چې د لرغوني يونان ادبيات او په ټوليزه توګه اثار يې د نړۍ د ټولو هېوادونو د اثارو زېرمې او سرچينې وې، چې د دغو اثارو په رڼا كې د هغوى چينې هم راوغوټېدې.
په ټوله كې د يونان لرغوني ادبيات د منځپانګې له پلوه په دوو سترو برخو ووېشل شو:
۱- حماسي اشعار.۲- غنايي اشعار.
۱- حماسي اشعار Epic: په دې كې شك نشته، چې د ادبياتو تر ټولو ځېلونو يا صنفونو لرغونى صنف همدغه حماسي اشعار دي، په دې اشعارو كې ټولې هغه موضوعګانې يا پېښې بيانېدلې، چې د ولس لپاره د ارزښت وړ وې او ولس يې درناوى كاوه، چې ښه بېلګه يې بيا هم د هومر دوه مشهور اثار، ايلياد او اوديسې دي.
۲- غنايي اشعار: لكه څنګه مو، چې پورته هم نغوته وكړه په لرغوني يونان كې يوازې حماسي، تراويدي او كومېډي اثار په شعر يا نظم نه و؛ بلكې د هغه وخت كابو ټول اثار او ليكنې په نظم وې، چې ښې بېلګې يې د پېندار، اسخېل، سوفوكل، يوروپيدس، ارستوفان، اريستوكلېس، هومر او... اثار دي. دغه شاعرانو ډېره هڅه كوله، چې د شعر بنسټ په سمه توګه كېښودل شي، چې له نېكه مرغه د دوى د هلو ځلو په پايله كې همداسې وشول او په نتيجه كې يې همدغه غنايي اشعار منځ ته راغلل، چې په حقيقت كې بانيان يې همدغه خلك دي.
اساساً په لرغوني يونان او لاتين وبه كې د وبپوهنې له پلوه دوه ډوله غږونه يا اوازونه وو، چې يو يې نسبتاً اوږد او بل يې لنډ و او د غنايي اشعارو تر ټولو مهم اصل هم همدا دى، د دوى په شعر كې به هر هغه ساده او كوچنى توكى د تول بحر په نامه يادېده؛ يعنې د لنډې هجا پر مهال به يې كاراوه او د دې په څنګ كې يې اوږده هجا هم لرله، چې هغه بيا په دغه نامه نه يادېده. كله به چې دوى د دغو هيجاوو ګرافيمي بڼې ليكلې؛ نو لنډه هيجا به يې په (ب) ليكله او اوږده هيجا به يې په دغه سمبول(_) ليكله. د دوى ترمنځ يا د دواړو هيجاوو ګډ تركيب به يې د Stop په نامه ياداوه، چې د غنايي اشعارو د تول بنس!
ټيز عناصر هم همدغه Stop بلل ګېږي.
د سېلابه تونيك شعر د لنډو او اوږدو هجاوو هغه تكرار ته به ستوپ ويل كېده، چې د هغې په وسيله به شعر تلل كېده او بحر يې ورته ټاكه او همدا لامل هم و، چې دغه ډول شعرته غنايي شعر وايه او تر اوسه پورې ورته ويل كېږي. په دې هيله، چې زموږ ټولنه هم يوه ورځ د سيالو ټولنو له ادبياتو سره سياله شي خپلو خبرو ته د پاى ټكى ږدم

افغان وژنيبشپړ شعر ولولئ

افغان وژني

ځوانzawan

راليږونکی : الحاج الهام الدين قيام

افغان وژني

چه انسان خپله ،دښمن دانسان جوړ شي
هسې نوم یی دانسان وي،شيطان جوړشي

تا اشرف المخلوقات پيدادي خدايه
وروسته ولې ترې خونخواره ليوان جوړشي

انسان ګوره چه په خپل لاس انسان وژني
زاړه وژني،ځوانان وژني،کوچنيان وژني

دانسان نوم ورته نه ښايي، نورخدايه
څوک چه پلاروژني،موروژني خپلوان وژني

زړونه ندي،هسې کاڼي دي سينوکې
چه په خوب ويده معصوم ،ماشومان وژني

څه ګيله به له کافر،ددين دښمن کړم
مسلمان ورورمې،خپل ورورمسلمان وژني

څوک ځانونه ستا ددين پتنګان بولي
ستا رضاته ستا ددين ،عاشقان وژني

لويه خدايه مونږ عاجز بندګان ستا يو
دلته ستا په نوم څوک ستا بندګان وژني

داسلام په نوم دښمن داسلام،جوړدي
دوی په هرځای کې ،پيرو دقران وژني

خدايه خپل مو دپردو مزدوران جوړشول
مونږپه خپلودپردو اجيران وژ ني

اوس قيام ته دومره پته لګي خدايه
که کافرکه مسلمان دئ،افغان ژني

الحاج الهام الدين قيام
والدورف/جرمني

يادونه اونكلونه : اكبر كرگربشپړ شعر ولولئ

يادونه اونكلونه : اكبر كرگر

ځوانzawan

 يادونه اونكلونه : اكبر كرگر
 
 خبر يې !زموږ دكلي فتح خان دشپيتو بړيڅو سره له ملكه ودانگل ٠ كرمى هم ورسره و ٠ كرمي ډيرې لاري ووهلي ډير كاروانونه يې لوټ كړل ٬ بيا يې ډير پاټكونه جوړ كړل اوډير څه يې را ټول كړل خو اخير چې دمغلو په چړو ومړ نو بيا رابيا گلې ورته جسد څيرې كړ ٠جسد يې ورته  وچ  كړ اودگوارو په لويه كلا كې يې وساته ٠چې گوندې يوه ورځ يې كلي ته يوسي خو باالاخره ۰۰۰۰

داموده دڅو ورځو اوڅو ساعتونو په څير تيره  شوه ٠ بلكې دڅو ساعتونو په څير اودڅو شيبو په څير تيره  شوه ٠ زموږ دنسل  تور بريت  اوتور ويښتان په كې سپين شول ٠ چې شاته  مخ اړوو نو اوس يوه پراخه هديره پرته ده ۔دكلي دچنار ډډ هم چنجو خوړلى دى٠ښارو گانې اوكوترې په كې خپل غومبر وهي ٠ خو يوه خبره په كې داده چې اوس زموږ همزولې نجونې دويالې پر سر دلمر خاته په لور اوربل نه ږمنځوي دا ځكه چې وايي : كونډې بايد سينگار ونه كړي ٠
راشه له  بلې دې خبر كړم ٠ رښتيا مامونۍ  يې ووژله ٠ هغې دپښتنې پت يو رسم پر ځاى كاوه ٠ ميلمه ته يې تمباكو وركول ٠ خو ميړه ته يې تربره پيغور وركړى و چې ميرمن دې دميلمه سره پسېدله ٠ شيرعلم ناڅاپه راغى ٠ له سترگو يې وينو دارې وهلې ٠ دهغې لا دواده كالي په تن كې و اودلاسونو نكريزې يې لا نه وى سپينې شوې ٠ چارگل يې دمخ په كاسه كې رڼا كوله ٠اوږدې زلفې يې په ټټر ځنگيدلې خو دشيرعلم دچاقو گانو په وارونو سره دهغې خنداله مرۍ سره يو ځاى غوڅه شوه  ٬خندا څه په خوله كې اوڅه هم  په ټټر كې پاتې شوه ٠ 
په خوړ كې ټكى اوبه نه وې        دمامونۍ په وينو راغلل سيلابونه
نو دمامونۍ داستان اوس هره ورځ زموږ په  چم گاونډ كې تكراريږي ٠ مامونۍ هره ورځ حلاليږي ٠ رابيا گله هم نشته چې پوښتنې ته يې ورشې اودشيرعلم په  مخ توف وكي ٠
داځل په وستل كې هغه شور نشته اوهغه زور هم نشته ٠ په  كلي كې ارامه بده ورځ ده ٠ ښاروگانې دچاودلو ديوالونو په سوړو ننوځي اونورې ترې راووځي ٠ ونې سمسورى دي خو اوس هر سهار  ددنگې ونې اوچنار په جگه لښته هغه توراڼكه  نه كښيني چې سندره ووايي ٠ يوازې گوگوشتكه كله ناكله راځي اوهمدا سندره ترپايه وايي :
گوگو شتو ٬ گوگو شتو
كه غوښي مو خوږى نه واى چا به ولې وويشتو ٠
رښتيا خبر يې ؟
يو وخت چې  دپشه كال ډيره سخته گرمي وه كربوړو دديوالونو له سوړو گز گز ژبې راويستې وې ماران له تندې  لښتيوته  راوتلي و ٠ زه په لاره تيريدم ٠ دخپل كلي دوستل دخنډي ديوال شاته يو زلمى ناست و ٠ رباب يې غږولو ٠ پوه شوم چې داادم خان دى هغه په خوند رباب غږولو ٠ دسيد كمال اوببوجانې دمينې داستان يې  د رباب په پردو كې غږولو ٠ پوه شوم چې دهغه په ذهن كې سيدكمال پښې ابلې سرتور سر  اوچاودې پوندى دښيوې  په سړك پورته روان دى ٠ دتوكل بابا زيارت ته ورځي چې ورته دوعا وكړي اوووايي :  چې اى توكل بابا يا خو ببوجانه زما كړې اويا خو مې  په دې تنكۍ ځوانۍ اور راپورې كړې ٠
 بيا ادم خان ناڅاپه تال بدل كړدسيدكمال كيسه يې نيمگړې پريښوده  ٠ ديوسف خان اوشيربانو غمجنه كيسه يې درباب په پردو كې سوره كړه  اوټوله صحنه يې  خپلې مخې ته راحاضره كړه ٠
ادم خان په رباب كې هغه كيسه را واخيسته چې يوسف خان  هندوستان ته په لاره دى ٬ اوپه يوه ځنگله كې په يوه بوډا اوپير   وربرابريږي ٠ هغه ترې پوښتنه كوي ٠ اودې ورته دخپلوتربورانو له لاسه شكايتونه كوي ٠ پير يې پر سر لاس راكاږي ٠ اويوسف خان ته دشيربانو دوصال دوعاهم  كوي ٠ يو سف خان رخصتيږي ٠ پير ترى تم كيږي  په دې دومره اوږده موده كې ان تر ننه پورې زموږ كليوال دهغه پير په لټه كي دي اوڅوك يې  نه مومي ٠پير ورك اوترى تم دى كليوال يي گوري ٬ خلك وايي چې پير په كلي كې دى خو چاته ځان ورښكاره كوي اوچاته هم نه ٠ دا ځكه چې پير زموږ له كليوالو سخت خپه دى ٠ 
ادم خان لا په همدې نغمه كې و  چې درخانۍ ورته ديخو اوبو له جام سره سرته ولاړه وه ٠ هغه سترگې راپورته كړې ددرخو په ليدو يي درباب شهباز له لاسه ولويد اوبيايي سترگې همداسې ددرخو په اننگو اودټټر په كوترو نښتې پاتې شوې ٠ زه لا دديوال شاته ولاړوم چې دشاعر دا خبره راته فكر كې راغله چې ويلي يې و ٠
درخانۍ به په سرتورې گډيدله      چې به چيرته دادم درباب ترنگ شو
له ځانه سره مې وويل : دا شاعران هم بلا كوي ٠ له ځانه خبرې جوړوي ٠ دلته خو چې زه  گورم ددرخانۍ په ليدو دادم خان له لاسه شهباز ولويده اودرخانې چې گورم دادم خان په ليدو پركاله شوه اوداوبو ډك جام يې واړاوه ٠ شاعران دې هم خداى لري چې څومره اوتې بوتى وايي ٠ په همدغه شيبه کې دجومات له موړې نه  پايو خان پر ادم خان غږ وكړ  چې ادمه نور  دې له كلي پښې وباسه ٠ خو په هغه ورځ دځمكې په پاس چت كې هيڅ نوكريوال نه و دنغلو دبرښنا پايه هم چا الوزولى وه برښنا نه وه كنه نو ما به دادم اودرخو دزړونو درزاوى تاسو ته په  ام پي ترې كې ثبتې كړى واى  اواوس به مو اوريدلې واى خو وروسته  خبر شوم  چې  دبرښنا دستنې الوژونکې په  پښه ټپي  دى او اوس په   لار گوډ گوډ ځي ٠
ياره داسمه ده !كه زموږ دليدو كتو كلونه لږ تير شوي دي خو دا دروغ په شرع روغ دې چې موږ يوه پيړۍ شاته واچوله ٠ په دې موده كې مو ايله  بيله دومره وكړل چې دژوند خوند زده كړو ٠ خو زه چې وينم ستاسو تور ويښتان هم رنگي دي ٬ عينكې مو هم ذره بيني كړي دي ٠ خو يوه پوښتنه  درنه كوم چې څرنگه يي دشعر ملايكه  درته كله نا كله دخشكيار اوشاه تريني كيسه كوي اوكنه ؟ شاترينې دخشكيارد ځوانۍ په ليدو سره ځان له موذې وژغوره اودخشكيار دغاړې هار شوه ٠
ځكه هغه په دې پوه وه چې :
موذې په مينه څه پوهيږي ٠          په گيډه يې موړ كه تر سبا كوي خوبونه
خو يوه بله به هم درته ووايم : ارومرو چې خواشينى  به شې ٠ مومن خان تيره اونۍ دشيرينو دپلار په باغ كې له شيرينو سره وليدل ٠ لومړى يې خواوشا وكتل چې څوك نه وي ٠ خو چې ډاډه شول نودواړه  دگلابو دبوټې لاندې كښيناستل اودواړو يو بل ته دمينې اظهار وكړ ٠ شيرينو دمومن خان خبرې په زور وزير واورېدې ٠ اومومن خان هم ومنلې ٠ تيره پنجشنبه مومن په دروازه كې دقران پاک  لاندې تير شو ٠مچ يې كړ اودبلخ په لور روان شو دا ځكه چې شيرينو ورته ويلي و چې :
ورشه له بلخه دونيا راوړه      په رواجې دونيا مې پلار نه دركوينه
له دروازې څخه په وتلو سره دمومن خان مور داوداسه دكوزې يوه ډكه كوزه اوبه  دهغه پسې وشيندلې اوبيا يې دجوارو سوكړك ورپسې تول كړ ٠ دكابل نه واوښت ٠ اودشمال په لار  دجنگل باغ په سيمه كې څو تنو ټوپك والاو ودرولو ٠ په بډه يې څلور سپينې روپۍ وى ٠ ترى راوې ويستلي  اوترې وايي اخيستلي ٠
خو چې كله تاشقرغان ته ورسيد ٬ نو يو پهلوان   پخپله ولاړ  و جيبونه يې ورته وپلټل ٠ يوازې يوه سړه چنډه سوكړك ورسره و٠ له هغې يې هم نيمايي لا له مخه د اوبو اوايلنې سره خوړلي و ٠د پهلوان  سړو هغه په مرگ وواهه  ٬ يوازې دومره يې ورته وويل : په دې لار بيا بې پيسو رانه شي ٠ 
مومن له څه زياتې مودې وروسته  بيرته تيره شپه كلي ته راغى ٠ په كلي كې يوه اوږده شپه وه ٠ دا شپه لكه دولس كاله شپه ٬ داسې لكه چې كوم استازى معراج ته دراز ونياز له پاره تللو ٠ خو دمومن صبر ونه شو په توره شپه كې دشيرينو كټ ته ودريد اوچې هغې  چيغه كړه نو ظفر په خپلو چاقوگانو سورى سوى كړ ٬ اوچې كله شيرينو دتيلو چمنۍ ولگوله نو ظفر خان هاغه وخت وپيژندلو چې دا خو مومن خان دى٠مومن سورى سورى په وينو كې سور پروت و ٬ خو ظفر خان هم چاقو پخپله گيډه ومانډه اوشيرينو هم چې كله پوهه شوه نو  په مومن پريوته اوان ترننه دهغه له سره ټټر نه راپورته  نه شوه ٠همداسې پرته ده او اوس هم سلگۍ وهي ٠
ابله ورځ رابيا گلې دفتح خان مړى په اوښ تړلى و٬نور اته پنځوس بړيڅ يې ښخ كړي و ٠ بيا په وطن راغله ٠ دمومن خان دكلا له مخې په داسې حال كې تيرېدله چې داوښ جلو يې په لاس كې نيولى و ٠ خو دليلامي سراى  دوكاندار په نريو قمچينو رابيا په پښو ووهله ورته وې ويل چې ولې دې دپښو بيجلكونه ښكاري ٠ فتح خان له تابوت نه سر راپورته كړ ٠ دليلامي سراى  پلورونكي ته يې وكتل ٠ همدومره يي له ځانه سره وويل ٠لكه چې قيامت رانږدي شويدى ٠ بيرته يې په تابوت كې سركيښود ٠جنازه زموږ دكلي په كوڅو ننوته دكلي په وستل كې ډير خلك راټول و٠
ما چې مخ واړاوه  نو يو بريتور ځوان مې په ونې پورې تړلي وليد ۔ داكبر پاچا سپاهيان ترې تاو وه ٠ په لښتويې  وهلو٠ ماويل دا څوك دى ؟۔ يو ماشوم وويل دادشهۍ عاشق  دلى دى٠  هغه ددې له پاره چې خپله معشوقه  ترلاسه كړي اوواده يي كړې نو داكبر پاچا  غلا يي كوله خود اكبر پاچاسړو  ونيو بندي يې كړ اوس هالته گورې شهۍ هم هالته په هاغه كونج كې ناسته ده ۔ شهۍ ورته له ورايه كتل ۔ شهۍ سرتوره وه ۔ ټكرى يې پر لاره لويدلى و   اودهغې مجنون دلى په لښتو وهل كيده ٬ سپاهي چيغه كړه چې ژر يې مړ كړى  كه ژوندى پاتې شو نو له  ټولې  پاچاهې نه به گرد پورته كړي   ٠ خو شهئ ورته له ورايه كتل ٠دلي ورته په موسكو شونډو وويل  مه خپه كيږه كه زه  چا نه واى تړلى نو ستا له سره به ټكرې نه و لويدلى ٠
شهۍ ويل ستا ژوند مې په كار دى ۔
 دلي وويل :مه خپه كيږه  زموږ  مور  ډير ارموني زيږولي دي  ۔ ولد يې زما دپلار كښلى خو خداى خبر چې دچا اولاد دى ۔ تابه هم  كوم يوچاته  په نكاح كړې ۔
شهۍ ويل :  سودا مه كوه  ٠
هغه بيا ويل : زه پوهيږم كه زه ژوندى نه ووم ستا  چړ ي ليورونه  به تا په كوم  لاروي  وپلوري ۔ ما  اوس په خپل نوي سفر كې  شرم نه دى بار كړى ۔ زه په دې پوهيږم  چې يو وخت به  وروستي نسلونه ووايي  چې دلى غل نه و بلكې دشهى عاشق و ۔ دعشق مرتبه تر هرڅه لوړه ده ۔
په همدې خبره دلي خپل روح حق ته وسپاره ۔