پښتو ادب · شاعران
ذبیح الله رحیمزی
د ذبیح الله رحیمزی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
3 خپاره شوي شعرونه
دګل رحماني رحماني نوې غزلبشپړ شعر ولولئ
دګل رحماني رحماني نوې غزل
ذبیح الله رحیمزی
غزل
تورې سترګې سپین رخسارپه خوب کې وینم
مسافریم خپل دیار په خوب کې ونیم
دوطن دهرسړي جبر مې هېر کړ
خو ستا کبر او انکار په خوب کې وینم
شین سهار، مست بارانونه او ګلونه
سوې دښته یم ، بهار په خوب کې وینم
نه منصور پېژنم ، نه په چا مین یم
خدای خبر چې ولې دار په خوب کې وینم
مخه ښه غواړمه ، مخکې دې ولاړ یم
یو له پرخو ډک سهار په خوب کې وینم
راته ښکاري چې ژوند لویه هدیره وي
زه یوازې یو مزار په خوب کې وینم
هر یو باد دګلابونو جنازې وړي
چا ویل چې لاله زار په خوب کې وینم
دبنګړو په شرنګهار کې پناه غواړم
بیا دسرو وینو بازار په خوب کې وینم
دوی پردي دي ، هر سرود یې بې مزې دی
ستا سندره ، یکه زار په خوب کې وینم
رحماني خو ستا دمینې کلیوال وم
ته ښارۍ شوې ځکه ښار په خوب کې وینم
۲۰۱۲ اکتوبر ۱۴
ګیلهبشپړ شعر ولولئ
ګیله
ذبیح الله رحیمزی
ګیله
چي ستا تصویر ته ما
امیل د اوښکو جوړ ګړو
تا دمننی پر ځای
زما د اوښکو امیل شینده وانه که
لکه کلونه وړاندې
چی دی زما ناچاره زړګې
یواځی او تنها پریښی وه .
۱۳۹۰،۳،۳
جلال اباد د شپی لس بجې
هوبشپړ شعر ولولئ
هو
ذبیح الله رحیمزی
هو
څومره په مینه
مې ستا هري خبري ته
هغه خبري
چې
له زهرو ترخه
په مسکه خوله
هو
ویلي
اخیر دي هم
په شان د نابللي میلمه
ځواب راکړ
او هیر دي کړمه .
ذبیح الله رحیمزی