د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

مشفق حريتمل

د مشفق حريتمل پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

53 خپاره شوي شعرونه

بهاره ستړی مه شې//قاري عبدالستار سعيدبشپړ شعر ولولئ

بهاره ستړی مه شې//قاري عبدالستار سعيد

مشفق حريتمل

 
بهاره ستړی مه شې

ته به خبرنه یې چې زما او ستا په دې مېنه کي

په غرو ، رغو ، په اېلبندو ، په ورشوګانو باندې

دا لس یوولس کاله کیږي چې کلسټر وریږي

په هرکلسټر کې سل او شپږشلې بمونه پټ وي

نیم یې چاودلي ، نیم ناچاود پاته دي

نو په شپنو او اوبورو دې غږ وکړه چې ډېر پام وساتي

دلته دهر اېلبند او هرې ورشو

تر هرې تېږې ، کمر لاندې بم کمین نیولی

هسې نه ، خدای مه کړه ، لا قدرالله

له شوروي بمونو پاته پښې مو هم تالا کړي

داځل صلیب هم په یرغل راغلی

نو وایئ بیا به مصنوعي اعضاء په چا جوړوو !!

. . . . . . . . . . . . . . .

بهاره ستړی مه شې

ته به خبریې او کنه چې کندهار یې لوټ کړ

دپنجوایي ، ژړۍ او ډنډ انګور یې ټول ورېبل

ارغند په خپلو اناري وینو کې ولمبېده

او دمیوند په (کشمش خونو ) لمبې وګرځېدې

نو دمیوو سوداګران دې لږ په دې خبر کړه

چې هسې ځان دې دېخوا نه ستړیوي

هغه تاکان چې په ثمر یې دوی پیسې ګټلې

اوس دصلیب دزرهدارو تر چینونو لاندې

دشهادت رنګین خوبونو ویني !!

. . . . . . . . . . . . . .

بهاره ستړی مه شې

ته به خبر یې چې غربي دیموکراسۍ پښې له بړستن ایستلي

او د ذکورو ازادۍ نوی ریکارډ جوړ کړی

له څه مودې په دیموکرات نظام کې

په دری کلنو طفلکانو هم تیری دود شوی

بهاره خدای ومنه

سږکال شیخلي ، بشکې ، غاټول شنه نه کړې !!

هسې نه زمونږه ماشومانو ګلالیو ته بیا کار ومومې

نه چې د دوی سروشرمښانو اربکیو ته بیا ښکار ومومې

بهاره خدای مه کړه ، سپیڅلی ماشومتوب مو بیا بې پته نه شي

چې لاریونونه بیا فایده نه کوي !!!

يو شهيد شاعر او يو تلپاتې شعر یې....! // عنايت الله کاکړبشپړ شعر ولولئ

يو شهيد شاعر او يو تلپاتې شعر یې....! // عنايت الله کاکړ

مشفق حريتمل

۲۰۰۲ کال وو چې يوه شپه ځينې ملګرې ميلمانه راغلل. له دغو مليمنو سره يو ښکلی، ګلورين، جذاب، حليم او متين ځوان هم ملګری وو. ډير حياناک او ډير دروند انسان وو. د ژوند په نولسم کال کې يې نوی ګام ايښی وو، تر سپين مخ يې د تورې ږيرې هاله را تاو وه، سپين غاښونه یې د سرو شونډو په منځ کې ډير خوندور ښکاریدل.
له هرې خبرې سره موسکا موسکا وو. د دغه نابلده ځوان ميلمه دروندوالي، متانت، حيا او کريمانه خويونو ته په کتلو سره مې له مينې سره سره غبطه هم پرې راغله...!
وروسته یوه ملګري راوپيژاند چې احسان الله جان نوميږي او احسان تخلص کوي. شاعر او ليکوال هم دی او کراچۍ ته د درس لپاره راغلی دی.
هغه شپه له ملګرو سره بنډار اوږد شو، اوږد شو او ټوله شپه مو رڼه کړه...!
خو زموږ د دغه بنډار ډيوه ملا احسان الله جان احسان وو چې تر سهاره يې يو په بل پسې راته خپل غزلونه، نظمونه او رباعيات اورول او موږ خوند پرې اخيست...!
څپانده استعداد او نبوغ ته په کتلو سره يې ما له احسان الله جان سره وعده وکړه چې يوې معتبرې مدرسې ته په داخله کې درسره مرسته کوم. د مدرسو داخلې ته لا وخت پاتې وو، ځکه نو دی د افغانانو په يوه مدرسه کې مېشت شو...!
نژدې دوه مياشتې وروسته چا راته وويل چې احسان الله جان افغانستان ته لاړ، ما افسوس وکړ چې کاشکې له ماسره يې مشوره کړي وای...!!
خو د شهادت تږي او مشوره...!!؟
څه موده وروسته راته چا ټليفون وکړ چې احسان الله جان احسان په خپل ټاټوبي (ګيلان ولسوالۍ، غزني ولايت) کې له يرغلګرانو سره مخامخ په یوه جګړه کې په شهادت رسیدلی دی...انا الله و انا الیه راجعون....!
ما ترې هاغه شپه څو شعرونه کاپي کړي وو. يو نظم يې له تاسې سره شریکوم، په دې هيله چې ما او د ازادۍ د لارې ټول شهيدان له دعاګانو هېر نکړئ.....!!!
-------------
دستوروقافله 
ملا احسان الله جان احسان شهيد (تقبّله الله)

دلته لمانځل دتروږمۍ نه دي روا 
دلته دستورو قافلې تيري شوي 
زموږدمينی جذبې نه ختميږي 
زموږپه مینه زماني تيري شوې 
دلته دسرپه بیه فتحي غواړه 
سل ديرغل په نوم جګړې تېري شوې 
اوس لاهم نوح خپله کشتۍ چلوي 
دلته دهرتوپان څپې تېري شوې 
* 
ته لاجارج انګل زيږولی نه وې 
زه یوفاتح وم،په دُنياکي ومه 
ته لاماشوم وې ته په خوب ويده وې 
زه په اُندلس په صومالياکې ومه 
زه دپاريس په غرواوښتی ومه 
تبرپه لاس په کلېساکې ومه 
هلته طارق ابن زيادنومېدم 
هلته دغرب هره غزاکې ومه 
* 
کوزسومنات ته رسېدلی ومه 
لوی بُت شکن وم غزنوي نومېدم 
دډيلي تخت زما وو زه پرناست وم 
باباملت وم ابدالي نومېدم 
برپه ترمزاوبخاراکې ومه 
شيخ بُخاري ،شيخ ترمذي نوميدم 
دبلخ کوڅوکې اوسيدلی يمه 
شيخ الهرات وم ملاجامي نوميدم 
نن مې هماغه دبدبه خاوري ده 
نن رانه ټول لاړل اوبو وړي دي 
هاغه سپين وينې دکیوباپه جبين؟ 
هاغه راڼه ستوري موغلو وړي دي 
کلی مو وران دی کلی څوک آبادکړي؟ 
نشته دژوندخلک مرګو وړي دي 
دا علامې به دقيامت نه ګڼو؟ 
چې دزمروبچوڼي سپو وړي دي؟ 
* 
لادبري منزل ته لارپاتي وه! 
داُميدونو قافله ورکه شوه 
دپلارقاتل مو لاوژلی نه وو 
زموږدمشر ورور غسه ورکه شوه 
زه لاغوسه وم،مابدله اخيسته 
خودپلار توره اوچاړه ورکه شوه 
دی نن جناب دی دبلډنګ خاوند دی 
زما زړه توره خېمه ورکه شوه 
* 
خدايه زموږ دُعاقبوله کړه نور 
داثموديان سيلۍ ته وخېژوه 
پردوي دخپل قهرتوپان راوله 
خوموږ دنوح کشتۍ ته وخيژوه 
په دوي مکان دقارون بياووينه 
موږدنجات سپوږمۍ ته وخيژوه 
دوي ته داتورجهان دوزخ غوندي کړه 
موږدجنت نړۍ ته وخيژوه 
* 
خدايه یوتالرو اوتاته ژاړو 
زموږیوسف بياله کيوبا راوله 
داد دجال بچي په کور راغلي 
دوي ته مهدي دوي ته عيسی راوله 
دافرعونيان دي دنيل غاړه غواړي 
دوي ته هارون دوي ته موسی راوله 
زموږکليوال بياپه اذان راويښ کړه 
زموږمنبرته بياملا راوله 
خدای به دلمرڅرکونه وځلوي 
په تورو توروکې به سپين راولي 
واک دجهان به لراوبرزموږ وي 
بيابه اميرالمؤمنين راولي 
بيابه یوځوک داحمدشاه په نوم وي 
بيابه ولکه کې آباسين راولي 
داټول احسان دزړه په وينو ليکی 
دبري توري به رنګين راولي

 

پتمني خوري! استاد عبدالرحيم مسلم دوستبشپړ شعر ولولئ

پتمني خوري! استاد عبدالرحيم مسلم دوست

مشفق حريتمل

پتمني خوري اسلامي دین ستاعزت غواړي
دانساني کرامت خوله ستابغاوت غواړي

کيڼې پښتۍ دحوالوري څوخبري واوره
له میني ډکي ښې خوږې لکه شکري واوره
دزړه له کومي صمیمي اوښې ژوري واوره
غوږورته کښېږده ښه په سوچ یې برابري واوره
نن دهوس ګوډاګی ستاشراوذلت غواړي

داستاپه هکله پیداشوي اندېښنې راسره
یوخوا ناوړه رواجونه عنعنې راسره
بل خوادظلم اوستم دي افسانې راسره
داله فریب اومکر ډګي زمانې راسره
ددوستۍ رنګ کې ستادښمن درنه ستاپت غواړي

هغه رایادکړه چې په خاوره کې ژوندۍ خښېدې
هسي بې ځایه اوپه ظلم نارواځورېدې
ته ې رټلې له ستمه تل په وېرژړیدې
په دي ګناه چې ته یې ښځه په کورنه یادېدې
اوس هم هغه انسان ناولی ستاسیرت غواړي

اسلام چې راغی ستاعزت اوفضیلت په ځای شو
ته شوي درنه ستاکرامت اوطهارت په ځای شو
ستااحتشام ؤ ستاارزښت اوستافطرت په ځای شو
ستاټول حقونه شو په ځای ستاحمایت په ځای شو
نن داسلام دښمنان تاته ذلالت غواړي

که زماموریې زه وتاته احترام لرمه
که زماخوریې ستاعزت لره اکرام لرمه
که زماښځه یې دمینې یوپیغام لرمه
تاخبروم څواحمقان ستاحماقت غواړي

زموږټولنه کې پتمنه محتشمه یې ته
له حیاډکه په پرده کې محترمه یې ته
په کورني نظام کې زماسره همدمه یې ته
له باندیني غم اوګړاؤ څخه بيغمه یې ته
زمااوستاپه منځ کې نوریوعداوت غواړي

ستاکه علاج دی که ډوډۍ ده که جامه په مادي
کوردی که نورضرورتونه اومېلمه په مادي
کارکوم نه ګورم ساړه ګرمي غرمه په مادي
ته په کورناسته دربړونو پیلامه په مادي
اسلام یوازي تل خوندي ستاشرافت غواړي

زه یې ګټم ته یې وېښي دکورنظام دی ښه جوړ
دبچومیني ته وزګاره یې مرام دی ښه جوړ
کورنی ژوندموپرمخ ځې پیل وانجام دی ښه جوړ
مینه الفت دی زه اوته سهارماښام دی ښه جوړ
اسلام خوتل ستانظافت ستاسعادت غواړي

قربانه ؤ ستاپه عزت موږخپل سرونه ګلې
پت دي ساتو قربانه ؤ پري خپل مالونه ګلې
ستاپه درنښت قربانه ؤ خپل قسمتونه ګلې
تابه ساتوقربانه ؤ خپل ارمانونه ګلې
خونن غربي دنیایرغل ستاپه غیرت غواړي

په غرب کې سپکه یې میدان کې دهوس ګډیږې
یوه ګوډیانه ملعبه یې ولې نه پوهیږې
ستړې یې ورکه یې وقارنه لرې نه شرمیږې
درنه سنګینه دعزت په کورکې نه اوسیږې
دازادۍ په نوم خواني کې ستاصورت غواړي

کله دټې وي اشتهارکې په نڅاښکاره شې
پرتوګ اېستلې اوبربنډه بې حیاښکاره شې
هرشرابي اوبې تمیزته په اداء ښکاره شې
دتجارت په متاع لوڅه په خنداښکاره شې
په بډۍ توب کې تابېڅوکه په حسرت غواړي

داهم منم چې تادودونه اورواج ځوروي
اسلام دي نه ځوروي تایوبدمزاج ځوروي
تادناسمورواجونو بدعلاج ځوروي
تابې دیني تاجهالت تااحتیاج ځوروي
اسلام داټول ردوي تاته عدالت غواړي

راځه چې دواړه په شریکه رواجونه سم کړو
دنارواپه ضدجهادوکړو عیبونه سم کړو
یوحقیقي انقلاب پلی کړوفکرونه سم کړو
دابي تهذیبه بې انصافه مذهبونه سم کړو
اسلام ستاعلم ستاتعلیم ستابصیرت غواړي

زه پردی نه یمه ستازوی اوستامولودیاديږم
اویادي وروریم ستاپت باندي موجودیادیږم
یادي خاوندیم که دي نه پالم مردودیادیږم
اویادي پلاریم ستاباعث اوستاموجودیادیږم
مسلم دوست تاته دیانت اوشهامت غواړي

دريمه انلاين په طرحه مشاعرهبشپړ شعر ولولئ

دريمه انلاين په طرحه مشاعره

مشفق حريتمل

 

بيګا دجمعې مبارکې په شپه د۲۰۱۳ ميلادي کال ددسمبر په ۱۹مه نيټه دښاغلي احمدګل ريان دفیسبوک په پاڼه دانلاين مشاعرې دلړۍ يوه بله هغه يې وشوه  چې دمشاعرې مطلع دښاغلي عبدالحنان همت دغه بيت وو.

 

( موږ ژوند غواړو له خدايه ابدي پر دغه لاره )

( بايللي مو له وخته دي سړي په دغه لاره )

چې ملګرو پرې ډیر خوندور بيتونه وليکل چې دادی ستاسو درانه حضور ته يې وړاندې کوو هېله ده چې دپاملرنې او خوښۍ وړ مو وګرځي.مننه

مشفق حريتمل

 

 

د ګران وطن له پاره سر او مال قربانوی شو

خو هيڅکله به نه پرېږدو پردي په دغه لاره

احمدګل ريان

 

تاريخ چي يې په پلونو دميړانې ځل اوبل دى

راغلى زموږ دچم اکثر زلمي په دغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

دا لاره دهرچا د تللو نه ده ايمان غواړي .

په  زغم د کړاو تللی ميړني په دغه لاره

افغان غازي

 

موږ درومو او بس درومو څو منزل ته ورسېږو

هر څو که وي پراته راته اغزي په دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

سړيومو زغملي دي زخمونه زندانونه

دپيغلمو مو مات شوي دي بنګړي پدغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

دا لاره ده اغزنه، چې ساده تر پام درنشي .

ما ولیدل چې ولويدل پګړي په دغه لاره

افغان غازي

 

 

دښمن مو ډېر قوي وي خو اخر سوبه زموږ شي

اسونه زموږ ډیر ځي ګړندي پر دغه لاره

عبدالحنان همت

 

سرونه مو تری جارشه ځیګرومو تری جارشه »»

وهر غلیم ته سپر یو که را ځی بر دغه لاره»»

ياسين عليزی

 

چې خدای ته رسیدلی ده زمونږ د ایمان لاره

نو ځکه ږدو پنځه وخته تندي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

دغرب په رڼاګانو روږده مه راځه تیاروته «

کرلي مو ځونانو دي اغزي پر دغه لاره

عبدالحنان همت

 

ديو دريځ ديو موقف ديو هدف په لور ځو

بس پالو مونږ دوستي او دښمني په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

د ګران وطن د هر يوه غازي و استقبال ته

موږ ايښي له ګلونو ډک کودي په دغه لاره

احمدګل ريان

 

احساس دهو سای به را نه ونکړی هیڅ کله »»

چه هر څه یه را درومی لا به مری پر دغه لاره»»

یاسين عليزی

 

بلد يو موږ څو څو ځلې پر دغه لار يو تللي

نادانه ده نړۍ چې مو ګواښي پر دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

- چې تږي پرې اوبه شي د شهيد د ديدنونو

ما ايښي درڼو اوښکو ګړي په دغه لاره

فيض احسان

 

لیمه به ورته فرش کړم رقیبان دې هم پر ګرزي ٪

جانان خو کله کله هم راځي پر دغه لاره

عبدالحنان همت

 

مؤمن چي تورشيطان وي روان کړى بلې خواته

آخير کوي له زړه نه پښېماني پردغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

 

ما وليدل چې غاړه غړۍ خوله مسکه روان وو

د خداى پر مينه مست او ليوني په دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

بخمل به ورته ځمکه کړو په سرو ګلونو باندي

غازي لالی مي نن سبا راځي پر دغه لاره

ياسر ودان

 

 

هغوی دې ډیر احتياط کوي ډير پام په اولسيانو

بمونه چې يهودو ته څوک ږدي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

پر دغه لار چې څوک د خيرن نيت سره راغلي

ټيټ سترګي شرمېدلي بېرته ځي په دغه لاره

اسماعیل عندليب

 

دې تورو توتکیو به یې زیري په موږ وکړل

پخوا چې به راتللو پسرلي په دغه لاره

فيض احسان

 

عجبه سر چپه زموږ ددې زنګله قانون دی ٪

هوسۍ اخلي باجونه له زمري پردغه لاره

عبدالحنان همت

 

اې ړوند شې ګوډاګيه دا خو پاک افغانستان دى

تاڅنګه غلى راووست صليبي پر دغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

دا خاوره د افغان ده دپښتون او مسلمان ده

چليږي دلته هيڅ نه انګلیسي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

دبرم او ستاینی لوړ منار مو نن ځلیږي

دا ځکه، دی روان استشهادی په دغه لاره

عاصم وطنپال

 

ګذار يې کلک خوړلی او هم سوي يې ټانګونه -

ترې پورته شوې لوخړې او لوګی په دغه لاره

محمد طاهر

 

هغوی به په ژوندون دخیر خاوند نشي هيڅکله

چې څوک خيانتونه وپالي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

د ګران وطن دفاع کي له ستومانه زلمو ځار شئ

خالق هم دغه ښکلي نازوي په دغه لاره

احمدګل ريان

 

كه ګران اشنامي وواهه كمين په اربكيو...

كړم دودبه ورته خلكه سپيلني په دغه لاره..

جان طالب جان

 

نادان يې چې ونه بولۍ په عقل ښه پوره دي

د خداى حضور ته سر په لاس کې وړي په دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

په ځیر ځیر ورته ګوري دزړې خاطرې یاد ته ٪

مات شوي یې په مینه کي بنګړي پر دغه لا ره

عبدالحنان همت

 

هر ځل زما باغچې ته چې زاغان را ایله شوي .

باغوان زما د چم غلیم شړي په دغه لاره

افغان غازي

 

ای عشقه! په دوو لاسو دارواوو سلامونه

تر داره دي ځوانان سرونه وړي په دغه لاره

فيض احسان

 

څومره بختور دی چی په توروغرومزل کړی -

تری قربان لوږی تندی تیروی په دغه لاره

محمد طاهر

 

آخيرکي چي يې کنده وي له ورايه معلوم داره

عاقل بالغ انسان کله ورځي پر دغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

صدقه به خپله وینه کړي شي جاربه له وطنه:

قربان به کړي سرونه غیـــرتي په دغه لاره

بلال محمدي

 

هغوی پسې مې زړه په ياد کرار کرار په درد شي

مرګي راڅخه وړي څو سړي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

چا سر ورته ډالۍ کړ او چا ویني دزړه ورکړي «

رادرومي په ویاړونو ازدي پر دغه لاره

عبدالحنان همت

 

ته هم شولې پيښیمانه په راتلو زما انګړ ته.

تاريخ کې مې دښمن همدا چم کړی په دغه لاره

افغان غازي

 

يو څوک پر دغه لاره د دې غره لمن ته لاړو

خپره شوه څه عجبه خوشبويي په دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

زارستانه شم وطنه ستافطرت داسي جورشوي.

پردي چې راځي سربه ضرورخوري پردغه لاره..

طالب جان

 

ډاډه راځه موږ ایښي نظرمات کي درته زړونه

دود کړي مو جانانه! سپېلني پر دغه لاره

ياسر ودان

 

ملائیکي یي لیدو ته راوتلي خوشحالي کړي:

خبرشوم جنازه دطالب جان نن تیروي په دغه لاره

بلال محمدي

 

غليمه سوچ ونکړې چې بس ختم به زلمي شي

زلمي دي انتظار ډير چې  درځی په دغه لاره

زبیر کلیوال

 

چاوېل چي دغه لاره ده سيده جرګې ته تللى

چي ګورمه شهيد پروت وو غازي پر دغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

سپېڅلې مفكوري پياده كوو دخداي لپاره ،

نصيب مو كړې ای خدايه كاميابي په دغه لاره

اسدالله غالب

 

په مينه دجهاد پايو او خوښ يو سنګرو کې

کړې خولې مودغرب ماتې او تندي په دغه لاره.

باهر حقپال

 

لاځمه لاروان یم چې دیار کوڅه پیداکړم

اوښتي مي دعمر ډیر سپرلي پردغه لاره

عبدالحنان همت

 

دوه شنې سترګې كافرې به ړندې كاندي په غشو

،ناڅاپه راښكاره به شي ښكاري په دغه لاره

اسدالله غالب

 

ګرېوانه! د غازي اشنا یادونه در روان دي

څو اوښکي د فردیس نن تویوي پر دغه لاره

ياسر ودان

 

دژوند پاڼي یې نغاړي تل ماينونو،کمينونو

ای!تا غوندي ډیر ډېر کډي تړي په دغه لاره

فيض احسان

 

چې څوک دخدای په لاره او دخدای په خوښه درومي

په برخه به يې تل وي سرخروي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

 

ترې جارموسراومال کړې آن چي ښکلي شهيدان شول

غاښونه درسول هاشمي پر دغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

 

کامیاب دي رسیدلي هغه خلک خپل مقصد ته

هرچا چي دي ورکړي قـرباني په دغــه لاره

بلال محمدي

 

دا خپل شریر طبیعت ته کله کله حیرانېږم

چي مات مي نه بنګړي کړل، نه منګي پر دغه لاره

ياسر ودان

 

دابعضې بعضې خلک دپرديو په خدمت کې

ځانونه او قومونه شرموي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

 

الهام د احسانونو دجهاد ډګر ده وړی

دا ځکه نن هر یو،حریتمل ځی په دغه لاره

عاصم وطنپال

 

دی غره په لور ختلی سنگرو ته مرکزو ته

روان يم اوکوم به شاعري په دغه لاره

توبه ګار خروټی

 

کمین کي ورته کښېنه دلوېدلي قام محسنه !

غلیم مو عنعنات او کلتور وړي پر دغه لاره

عبدالحنان همت

 

قربان له مسافر اشنا ولس يې انتظار دى

ګلان د استقبال ورته کري په دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

قربان شم مجاهده له ستړيا او تيندکو دې

جهاد دی تکلیفونه به راځي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

څرمنژ دياغي ياغی شرمخو راوباسي

لاشته دې هم يو څودانې زمري په دغه لاره

اسدالله غالب

 

دفاع د دین وطــن کړي له خپل  سرڅخه تیریږي

روان دي څوسـرتیري شازلمي په دغــه لاره

بلال محمدي

 

ملګرو ستړي نشي له دې ستغو کږلیچونو

له موږه وړاندې تللي دي زلمي په دغه لاره

عمران خلیل

 

جانانه چې ژوندي وي شازلمي زمونږ دغرونو

دښمن به رانه څرنګه روغ ځي په دغه لاره

طالب جان

 

دسپين سپېڅلي صف غازيان پرې څنګه رحم وکړي

غدارخوپاک الله هم نه بخښي پر دغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

اسمان یي نن د فتح او بریا پر خوښۍ باندي

باران د سپینو ستورو اوروي پر دغه لاره

ياسر ودان

 

لاس لپه کړه مور جانې زوى دې سخته لار نيولې

نصيب يې چې مولا کاندي بري په دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

سپین ږیری باب لاړلو شهيد له دې دنيا نه

کول يې ډير غمجن غمجن زګيروي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

ملګري ستوري ټول وو له مداره راپرېوتي «

همت وو ، توره شپه وه ، او پر دي پر دغه لاره

عبد الحنان همت

 

يو دنګ نري زلمي لكه دلدل داسي روان وي،

ادكې مجاهد دي ځي راځي په دغه لاره

اسدالله غالب

 

کافرو يرغلګرو ټولوژنې شروع کړي

شهيد شي له بابا سره لمسي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

ټاکلی وخت شو ختم له ملګرو نه مننه

ريان صیب دې دپای نقطه نور ږدي په دغه لاره

مشفق حريتمل

 

دا ځينې ځينې ځينې بايد پوه په دې منطق شي

په دې لاره که ځي! نو دي پردي په دغه لاره

اسماعیل عندلیب

 

راځه چې سره لاړ شو له پکتيانه پکتيکاته

کمين کمين به هره سيمه وي په دغه لاره

توبه ګار خروټی

 

دوه سترګې مو څلور شوې خو يې اوس هم درک نشته

ريان به راته کله بيت ليکي په دغه لاره

طالب جان

 

چي ښکلي ښکلي ښکلي  طالبان ځوانان پري درومي

ای خدايه!بوځه  ته  هم مــحمــدي په دغــــه لاره

بلال محمدي

 

غازيان لکه بازان داسي اوچت خوشحال رفتار کړي

باک نکوي که يخ وي که ګرمي پردغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

ډېر پام کوئ غازيانو پيټرايوس مکار دښمن مو

شيندلي بيخي زيات دي اربکي په دغه لاره

احمدګل ريان

 

څو ځله يرغلګر مو پرځولي شرمولي

خو بياهم دلته راشي لیونی په دغه لاره

محمد طاهر

شاعره توبگاره وخت نازک شو که منی يې

غم وخوره  د محشر او دمرګي په دغه لاره

توبگار خروټی

 

الهامه ! زړه دي مه خوره چي جاسوس به پټ خلاصيږي

قادرغښتلى ذات يې شرموي پر دغه لاره

سيداحسان الله الهام

 

يادونه :څلورمه مشاعره به ان شاء الله دراتلونکې جمعې په شپه (۲۰۱۳/۱۲/۲۶)نيټه کيږي چې دمشاعرې ادرس او اعلان به له مشاعرې نه يوه ورځ مخکې له تاسو سره په فیسبوک کې شريک کړو .مننه

 

مشفق حريتمل

دوهمه په طرحه آن لاین مشاعره//احمدګل ريانبشپړ شعر ولولئ

دوهمه په طرحه آن لاین مشاعره//احمدګل ريان

مشفق حريتمل

بيګا ماخستن دجمعې مبارکي په شپه د ۲۰۱۳ زېږديز کال د دسمبر په ۱۲ مه نېټه د تاند شاعر سیدا حسان الله الهام د فيسبوک په پاڼه دوهمه په طرحه مشاعره وشوه، د مشاعرې مطلع په خپله د الهام صاحب لاندي بيت وو.

 ( شهيدان واړه ګورته درومي له اقراره سره )

( ځي به قاتل قبرته خوار له درانه باره سره )

د مشاعرې ګډونوالو خورا ښکلي بيتونه راسره شريک کړل چې ځيني يې له تاسي سره هم شريکوو، هيله ده د خوښي وړ مو وګرځي.

 

احمدګل ريان

 سرونه هرڅوک ګرځوي خو ځيني خيني پکې
خوند کړي په منځ کې د يارانو له دستاره سره
سيداحسان الله الهام

 زما دي لاس رقيب ته وتړل ته ولاړې رانه 
ورځه ورځه الله دي ورک کړه له دې کاره سره
خاکسار فاریابی

زه دي بدنام په تروریست کړم ته بې غمه ګرځې 
خدای دي تبا خدای دي بربادکړه له باداره سره
اسدالله غالب

ته به راځې زما د روح د جنازې له پاره
زه درته ناست يمه له ستړي انتظاره سره
احمدګل ريان

چې خپه نه شې ستا په څېر کارونه نشم کوی
ملګريه ته خو بس ګرځېږي له اوزګاره سره
پختون زلمي 
غداره خامخابه ستا نه انتقام اخلمه
تابه لیږمه جهنم ته له باداره سره
خاکسار فاریابی
 دا شهادت دي مبارک شه بختوره یاره
لاربه دي څاري شکلي حوري له سنگاره سره
سيداحسان الله الهام 
کولى نه شي آرام ژوند دشازلمو وطن کي 
قلبي سکون نشته زره هم له غداره سره
پختون زلمي
 چې مي بابا رانه شهید شو اوس تنها پاتی شوم
ماهم غوښتل چې لاس نیولی تلای له پلاره سره
پختون زلمي
غلمي به دغه ميدان چيري رانه ونه ګټي
ما همېشه دا لوبه کړې له اغیاره سره
Abdul Hanan Himat 
دلته زما ژبه ګونګۍ ده څوک پرې نه پو هيږي
بلد به نه شمه اشنا ستاسو له ښار سره
Amanullah Nakhial 
نور نو دټینګي نه یې تښته خپله لارپیداکړه
اې اربکیه ژر شه تښته خپل باداره سره
 پختون زلمي
په مادي څرنګه تورتم او توري شپې راوستې
خدای دي په قبر کې یو ځای کره له ښاماره سره
ابراهیم تکل
 مرسته د پاک الله يې مل ده هيڅ ترې ډار نه لري
غازيان جنګېږي او جنګېږي له ښا ماره سره
Amanullah Nakhial
دلته سپین تور دي اوتور سپین دي هیڅ انصاف نشته دی
خلک یې تور زړونه یې تور دي له تور کاره سره
سيداحسان الله الهام
د اساسي ډيمکراسي قانون په تور انګړ کي 
مطربان وايي بيا سندرې له سيتاره سره
Abdul Hanan Himat 
څه ورته ولیکم ښکلا یې زموږ غلیم لوټ کړې
ګودر مزه کړي له منګي او له چنار سره
Amanullah Nakhial
راځه یوداسي څوک دروښایم په عشق کې رښتیا
خپل سر بایلي هم ځان بایلي له یوه دیداره سره
ابراهیم تکل
راکټ لانچر دي په اوږو ده ځې سنګرته ګرانه !
دا توري څڼي دي مزه کړي له رخساره سره
پختون زلمي
د ازادي ناوي تیاره ده اميد لرمه
طالب جانان مي را روان ده له سهاره سره
Ghosullah Majroh Eshaqzai 
خدای مهربان دی دغه توري شپې به ژر سهار شي
دښمن به وشرمېژي ځي به له سالاره سره
  Abdul Hanan Himat
ستا د پتلون او نیکټایې کلتور مي نه خو ښېږي
زه ښه ښکارېږم د خوشال بابا د ستار ه سره
Amanullah Nakhial
دلته د نس او د حلوا مجنونان نه چلېږي
طالب ولاړ ده په میدان کې ذوالفقاره سره
Raz Muhammad Agha 
زموز فه اولس دي ظلم كرب دب وحشي غليمه !
پرې به دي نه ږدم درپسې يم د متاره سره
احمدګل ريان 
پرون يو ځوان راته د کلي په غيبت وجوړېد
ما ويل ورک شه ورک دي نوم شه له بازاره سره
Amanullah Nakhial 
داربکیانو پتلونان په څیریدلو دي نور
ډېر وارخطا دي اجیران له خپله واره سره
 پختون زلمي
دفدایي جانان په هکله محمدی ته غوږ شه
هغه سودا کوي له پاک پروردګاره سره
سيداحسان الله الهام
ديرغلګرو آشنايي ده تر مقصده پوري
پخپله وژني خپل جاسوس له اعتباره سره
محمد طاهر
دابدالي بچي لا ژوندي دي انتقام به اخلي
ورک به دغه غلامان کړي خپل بادار سره
افغان غازي
زما مذهب، زما تاريخ ثابته کړې بار بار
چې مي غلیم له کور شړلی له غداره سره
خاکسار فاریابی 
چې غلامی کړي نه شرمیژي بې غرته شولو
ځي به دوزخ ته له دې خپل بې دینه یاره سره
  اسماعيل ملکزې
زه لاس نيولی دي ور وسپارلم خپل وطن كې
ته مي په سر ډالري وېشه له اغياره سره
پختون زلمي
شهید جانانه هېر می نه یې یادوم دي ګرانه
نمجني سترګي يمه ناست ستا له مزاره سره
اسدالله غالب
دا پېشبيني د خپل شاعر زړګي له تله كوم
رقيب ماتېږي د تېرې توري له واره سره
خاکسار فاریابی
ژوندون دي ټول په غلامۍ تېرشو بدبخته شولې
اوس په شرمو وشرمېدلې له اقراره سره
 افغان غازي 
زه یم مین په خپل اسلام، کلتور، ټاټوبي باندي 
په هر يوه باندي زغمم زندان له داره سره
  Abdul Hanan Himat
دسپي رقیب د زړه درزا هغه وخت زیاته شی لا
چې خواته کښېنمه یوازې له رویبارسره
 ابراهیم تکل
داسي مي یار راته ویل چې په سنګر کې ومه
خوند به مي اخیسته راکټ او ماشینداره سره
سيداحسان الله الهام 
کمين کمين دي درته لارې ګودرونه د چم 
غليمه تېر به قرار نه شې له چناره سره
احمدګل ريان
نور مو له درز او دروز نه زړه چاودي چې کله به وي
زمونږه ژوند له خړ پړ کلي او قراره سره
اسدالله غالب
 ملكرو ووايئ له څه شي سره مينه كوئ
زما خومينه ده له مور سره له پلاره سره
محمد طاهر
مجنونه راشه د عشق طرزله فدائي نه زده کړه
ليلى ته ور وړه زړه او روح له انفجاره سره
ابراهیم تکل
زه درته نر غوندی ولاړ یم په میدان غلیمه 
میدان ته راشه چی معلوم شوله ګزاره سره
اسدالله غالب
نوي رنكونه اولفظونه اوخيالونه نوي
غالبه ماشاالله غزل كې له شهكاره سره
Abdul Hanan Himat
 زه ښه پوهیږم دبیان ازادي قدرلري
خو جوړ به نشم په فیسبوک کي له (قراره) سره
Raz Muhammad Agha 
سي مى سنګر ته كله راشى ته به ګورې اشنا
زه به سپيرو خاورو كى پروت يم له غباره سره
سيداحسان الله الهام
مرتد په بيړه قدم اخلي دغرور په مسير
ښکاري تورمخ ځي وعقبا ته له انکاره سره
پختون زلمي
غلیم مي ولي ډاروي په زولنو او په دار
موږ منصوریان یو ټول تاریخ مو ده له داره سره
ابراهیم تکل
یمه مین درباندی زه ای فیدایی جانانه
ترګل نازک ځواني تیریږي له خپل کاره سره
Mansour Afghan
كله چنگيز ، كله انګريز او كله سره شورويان
په غورځنگو راغلي دلته تللي عاره سره
سيداحسان الله الهام 
نور درته نه شم څه ويلى اې مغرور جانانه
منګى دي مات سه زموږ درولو او چناره سره
ابو سلیم
 فیضی د ګور تیاری وکړه ښواعمالوسره
حساب به کېږي له هر خانه او له خواره سره
فاتح کاروان
 مونږ قرباني ورکړه امېد لرو چې بيابه راځي
سپين امارت له سپين بيرغ او سپين سهاره سره
سيداحسان الله الهام
مري به که خداى کول الهامه دخپل زړه له درده 
تل دتعرض وهمونه مله دي له اغياره سره
پای
يادونه : درېمه مشاعره به ان شاء الله د راتلونکې جمعې په شپه (۲۰۱۳دسمبر۱۹)کېږي چې رسمي اعلان او د مشاعري ادرس به هم د مشاعرې له وخت يوه ورځ مخکې له ملګرو سره شريک کړو.

 

لومړۍ انلاين فيسبوکي مشاعره //مشفق حريتملبشپړ شعر ولولئ

لومړۍ انلاين فيسبوکي مشاعره //مشفق حريتمل

مشفق حريتمل

دتیرې جمعې په شپه د ۲۰۱۳ زيږديز کال د دسمبر په ۵ مه نيټه دښاغلي سیدا حسان الله الهام دفيسبوک په ديوال يوه په طرحه مشاعره وشوه چې مطلع يې دمشفق حريتمل دغه بيت وو

کاش چې داخلک بدلېدی نه څومره خوند به يې وه

چې هريو ډول ته ګډیدی نه څومره خوند به يې وه

چې ملګرو پرې ډير خوندور بيتونه وليکل چې نژدې ۷۰ ته ورسيدل .

بعضې ملګري چې ډير خوندور بيتونه يې ليکلی وه خو په قافيه او رديف کې سره خطا شوي وو هغه بيتونه مو ترې لرې کړل هيله چې خوابدي نشي مننه
مشفق حريتمل
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

کاش چې داخلک بدلېدی نه څومره خوند به يې وهچې هريو ډول ته ګډیدی نه څومره خوند به يې وهمشفق حريتمل

 

 

زموږ دسترې پاکي خاوري ځيني ځيني بچيان
په هيڅ رقم چي خرڅېدى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

چې ورور له ورور سره دمينې زندګي کولای
او له کافر نه ځاریدی نه څومره خوند به يې وه
مشفق حريتمل

نوردرنه هيڅ غوښتنه نه لرمه ګران يې راته
دغمازخواکي ګرزيدى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

چي مي ټـول عمـر دخواږه جانان ترڅنګ تيریدی
چې له جانان نه بیلـېداي نه څـومــره خونده به یي وه
زبیر کلیوال

کفار زمونږ خلاف په شومو پلانونو بوخت دي
خو چې افغان غافل کيدای نه څومره خوند به يې وه
مشفق حريتمل

رانه تيريږي په ټيټ سراوراته هيڅ نه ګوري
په لويه لارکي شرمېدى نه څومره خونده به يې وه
سيداحسان الله الهام

زمونږ په څڼو، په برېتونو او په دنګه شمله
دا ځيني ځيني سوزېدی نه څومره خوند به يې وو !!!
احمدګل ريان

داچی یو څوک او یا بل څوک رانه اړي غواړی
که مو په خپله تری غوښتی نه څومره خوند به يې وه
محمدقاسم دلاور

دپيسبوک درست ملګري ډيرډيرخوښوم الهامه
خو چي له مانه ورکيدى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

چی دا بی دینه نور زمونږ له پاک حریمه لاړشي
په پاک کابل کی می ليدای نه څومره خوند به یی و
عاصم وطنپال

لکه خوشحال چي يې په وصل يم دښکلى جانان
په جدائي چي کړېدى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

غازیان ملگری په ماگران دی زه یی قدر کوم:
خو دومره ژر چې رژيدی نه څومر خوند به يې وه
عباسي خدرخيل

ځواني دحُسن پسرلى وي په وجود چه راشي.
خوچه جانانه ختميدى نه سومره خوند به يي وه
اسلام گل شيرزاد

زما دننګ او دغیرت او دميړانې دستار
چې دغليم په سر کیدی نه څومره خوند به يې وه
مشفق حريتمل

دازمانرمه نرۍ ژبه د خوړلووخت کي
زما ترغاښ لاندي کيدى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

يار دستا دراتلو لار ته مې شوې سترګې څلور
دستا وعدې چې اوږدېدی نه څومره خوند به يې وو
مشفق حريتمل

دځينو ګرانو او خوږو خوږو ملګرو بخت کي
فېسبوک پاڼه بند ېدى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

زماوعدي به پوره کیدي نه انتظاربه وي ته
چې شبګیرونه ختمیدی نه څومره خوندبه یې ؤ
. امان الله ناخيال

ریان خوورک دی چرته غلی یخ وهلی نه وي
هواپرې بده لګیدی نه څومره خوندبه یې ؤ
امان الله ناخيال

څومره عبث وختونه تېرشول دفیسبوک په شاني
کاشکي په عمرشماریدی نه څومره خوندبه یې ؤ
امان الله ناخيال

فه قافيه باندي ملكروايله اوس فوهه سوم
چي مي داسترګې تيروتی نه سومره خوندبه ييوه
اسدالله غالب

خیر دی ریکویسټ که لږ معطل شي انتظار به شو مونږ
خو چې تر ډیره ځنډیدی نه، څومره خوند به یې وه
عزیز مومند

داشرمناک او قدرمن اونا زولى جانان
چي له الهام نه پټيېدى نه څومره خوند به يي وه
سيداحسان الله الهام

یو فدائی جانان ورستئ سلگئ کی داسی وویل؛
آه چی می قبر ورکیدی نه سومره خوند به یی وه
البته دمورجانې دتسلۍ لپاره .
عباسي خدرخيل

چې دابي شرمه بيغیرته ګوډاګي اربکیان
دجنګ په وخت کې پټیدی نه څومره خوندبه یې ؤ
امان الله ناخيال

مشفقه شعر دې ګوزاره کوی بد نه لګيږي
خو ښاپيرۍ چې تښتیدی نه څومره خوند به يې وه
مشفق حريتمل

دا ځينو خلکو چې په ځينو ځينوخلکو باندي
لکه د ځان ګمان کېدی نه څومره خوند به يې وو
احمدګل ريان

دزره تناكي مي فه زره فلي فلي فاتي وي
چي سربه خوده ماتيدي نه سومره خوند به ييوه
اسدالله غالب

ريانه بعضې وخت کې وايم چې له مونږه سره
داځينې خلک مخ کیدی نه څومره خوند به يې وه
مشفق حريتمل

د حريتمل او د الهام او د درنو ملگرو
خواژه بيتونه ختميدى نه سومره خوند به يي وو
حقمل غزنوی

داسی مجلس داسی شعرو کی به مزه مزه وای
چه خوار میلت مو کړی دی نه څومره خوند به يې وه
ياسين عليزی

وطن یی خرڅ کړ په پرديو ابدي غلام شو
خوچی افغان افغان کیدئ نه سومره خوندبه يې وه
محمد بن خاکسار

وای مخامخ درته ولار لاس په نامه جانانه؛
چی په دیدن دی مریدی نه سومره خوند به یی وه
عباسي خدرخيل

مونږديرغل په شتون کې ګران هيواد ازاده نه بولو
کافر چې نور ايساریدی نه څومره خوند به يې وو
مشفق حريتمل

له خلکو بيله مو دمينې وای جانانه ژبه
چی غمازان پری پوهيدی نه څومره خوند به يې وو
فضل ربي شاکر

خير كه سينه دګران کابل پرهر پرهر پرته ده ،
خوچې كافر پرې اوسيدی نه سومره خوند به يي وه
اسدالله غالب

ملګري ډیردي ښه لګیږي شه شعرونه یې دي
خوداچې پوسټ یې پري کیدی نه څومره خوندبه یې ؤ
امان الله ناخيال

دګران مشفق اوخوږالهام نه په نړۍ مننه
کاشکی بیوخته خبریدای نه څومره خوند به يې وه
ياسين عليزی

دا دزړګى خاموش ارمان چاته ويلي نه شم
رانه په څنګ چي تېرېداى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

غليم دي پوه شي شهادت مونږ كمولاى نشي
خو چي يو ځوان شهيديدى نه څومره خوند به يي وه
حقمل غزنوی

زه يم ياران وي او ځوانان وي مجلسونه خواږه
خو مازديګر چې لنډيدی نه څومره خوند به يې وه
مشفق حريتمل

مينه،نفرت چی پکی راشي نو شي مينه نفرت :
په دي بدلون،چی بدليدي نه سومره خوندبه يي وو.
باهر حقپال

پټ په زړګي کې د یار غم ساتنه څومره خوند کړي
چې په ژړا رسوا کیدی نه، څومره خوند به یې وه!!
عزیز مومند

بعضې ياران دباران څاڅکو نه ځانونه ساتي؛
خو چی ناوې ته ودریدی نه څومره خوند به یی وه
عباسي خدرخيل

دښمن مو مات کړ تورياليو ننګيالیو زلمو
چې دا ټانګونه وړل کیدای نه څومره خوند به يې وو
مدثر اسیر

د غشو شڼ د نيزو خرپ را باندي ښه لګېږي
خو چې سړی پرې خوږېدی نه څومره خوند به يې وو
احمدګل ريان

کميس كې تن وي او په تن كې بيا غيرت وي يو څه
خو چي دا تن غلاميداى نه سومره خوند به يي وو
حقمل غزنوی

دغزل بولې شاعري به يې زه څه صفت ووايم ،
خوچې غالب پرې خنديدی نه څومره خوند به يي وه
اسدالله غالب

د وطن مينه عجيبه ده ليونی يې کړمه
خوچی تری لرې اوسيدی نه څومره خوند به يې وه
محمد بن خاکسار

پدي غريب غريب اوستړي ستړى ستړى ژوندکي
څوک چي په چا مينېداى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

بلادی واخلمه اخیر به را تر غاړې وځې؛
خو دا چې زړه نازړه کیدای نه څومره خوند به يې وه
شوخی به هم پکی کوو که سنگه؟
عباسي خدرخيل

مرګی خو هسي هم راځي خوند به يې هلته وو چې
سړی بړستن کې مړ کېدی نه څومره خوند به يې وو
احمدګل ريان

چه هر ملګری هر افغان دلته را تلی په مینه
چی مې نفاق نه پکښی لیدینه څومره خوند بیه وه .
ياسين عليزی

فه تذكرو باندي دي اور پورې شي ای ملګرو .،
په افغانيت مو شرميدي نه څومره خوند به يي وه
اسدالله غالب

هریوستم دې تیرومه خوګلابه یاره.
بس چې دایو کس مې چې لیدی نه .څومره خوند به يې وه
مسلم غزګيوال

طالب جانانه زړه مې ستا زلفو کې بند دې رانه
خو چي له ما جدا كيداى نه سومره خوند به يي وو
حقمل غزنوی

د دی غازي اولس ميړانې ته سلام دی زما ؛
چی قربانی یی خرڅيدای نه څومره خوند به يې وه
عباسي خدرخيل

څومره خواږه خواږه شعرونه دي خوږوملګرو
خو کاش چې ماته خوب راتلاي نه سومره خوند به يې وه
راز محمداغا

په څو ټکو په څو انو او په يوڅو ډالرو ،
دوطن مور مو خرڅيدی نه څومره خوند به يي وه
اسدالله غالب

په سپين ميدان دټينګي نه دي يرغلګر ځواکونه
پاس چې چورلکې تاویدی نه څومره خوندبه یې ؤ
امان الله ناخيال

خیردراتللوانتظاردی دابه وکړمه زه.
خوچې بيا بیرته رانه تلی نه څومره خوند به یی و.
مسلم غزګي وال

چې بېرته لاړشي ښه په بېړه هسي مخ یې ورک شه
چې دابدمخي مي لیدی نه څومره خوندبه یې ؤ
امان الله ناخيال

چی ځانته نروايي میدان تہ راشی بیرتہ تښتي
خوچی گيدړګيدړ کیدای نه څومرہ خوندبہ یی وہ
محمد بن خاکسار

خداي پيدا کړي دا حسين حسين حسين ګلونه
په هيڅ خزان هم رژېداى نه څومره خوند به يې وه
سيداحسان الله الهام

الماس الماس وطن به نه وای ديهودو ځاله
چې مې خپل ورور پردی كيدی نه څومره خو ندبه يي وه
اسدالله غالب

په پخواني جهاد يې ښه په خرپ کړه ينه سړه
نن يې چې وينه سړېدی نه څومره خوند به يې وو
احمدګل ريان

له خپله انده که مې وژنې هيڅ پروا مې نشته
خو چې بل ډول ته ګډيدی نه څومره خوند به يې وه
فضل ربي شاکر

عباسي زما هم دغه حال دی مبايل کاروم
چي إنترنيت مې بنديداى نه څومره خوند به يي وو
حقمل غزنوی

دغه یاران لکه ګلان لږ په حساب دفیسبوک
داسي ژر ژر فناکیدی نه څومره خونده به یې ؤ
امان الله ناخيال

مئین زرگی می د هجران په زولنو تړلی؛
خو چی رقیب پری خبریدای نه څومره خوند به يې وه
عباسي خدرخيل

کډې یې بار دي اشغالګرو نه وطن به خلاص شي
چې ژوندي بیرته ستنیدی نه، څومره خوند به یې وه
عزیز مومند

پای

يادونه:بله مشاعره به ان شاء الله دراتلونکې جمعې په شپه (۲۰۱۳دسمبر۱۲)کيږي چې رسمي اعلان او دمشاعري ادرس به هم پکې اعلان کړو .مننه

دعبرت سبقبشپړ شعر ولولئ

دعبرت سبق

مشفق حريتمل

بيابه ترې واخلي دا نړئ دعبرتونو سبق

دلته   پردو ته مونږ ويلی د غمونو سبق

دلته نازوانا بچو ته دزانګو ښوونځي کې

وايې دننګ او په اسلام دغيرتونو سبق

دلته راتلل دي په هوس خو بيرته تګ په غم  دی

له ياده وځي دخوښۍ او هوسونو سبق

ته ليونی يي ته دوکه شوی له تا سهوه وشوه

تابه لوستلی وو زما دتاريخونو سبق

دوی خو مرګي وخوړل دوی خو کيسې نه شي کوی

خپلو بچوته به ليکي په تابوتونو سبق

ماته خو هم دا مدرسه دغه ښوونځی وښايه

چيرته دې ويلی دی مشفقه دشعرونو سبق 

سرچپه دنيابشپړ شعر ولولئ

سرچپه دنيا

مشفق حريتمل

ښه بد شوی او دبدو نامه ښه ده

دادنياخوسمه نه ده سرچپه ده

دکافرو په دوستۍ کې پاليسي ده 

خو دسو رکافر دښمن بیا القايده ده

توره شپه ده دچورلکو شور ماشور دی

ښايي بيا په هغه برکلي چاپه ده

کله ورور مړ کله خور مړه کله پلار مړ

خدايه داڅه دغمونو سلسله ده  

رسنيو هم تور داغ په تندي خپل کړ

چې زما په غم کڼه ده او ړنده ده 

 پاچادومره دی په سرو اوروکې غرق شي

چې دا څومره ستا سپېره چپن اوږده ده 

خودمې کړيکه له خولې ووته مشفقه 

دمورغيږه کې تنکۍ ګلالئ مړه ده

دستم غيږه کېبشپړ شعر ولولئ

دستم غيږه کې

مشفق حريتمل

ټپي ژوندون مې تقدير ميشت کړ دستم غېږه کې

راتويومه په ژړا دسترګونم غېږه کې

زمونږ ګلبڼونه دبارودو په ګردونو خړ دي

ګل لانېولى نه دى پرخې او شبنم غېږه کې

کله به ايل شو ذوالجلاله دظالم له پنجو

مونږ خو مودو نه يو نيولي يو سترغم غېږه کې

زمونږ بستر خاورى اوکاڼي او ګردونه ښه دي

نوردې کړي خوب دخپل جانان او خپل صنم غېږه کې

منو چې وي به ګنهګار خو بيا يې هم وبخښه

خدايه نور واخله دا اولس دخپل کرم غېږه کې

له هغو اوښکونه به جوړې مرغلرې شي چې

په ښه نيت تو ى کړي څوک دپاک رب دحرم غېږه کې

زه به له هغه خو ږ نسيم څخه مننه وکړم

چې مې دلبر ته سلام وړي دصبحدم غېږه کې

ورنه ټولنې ته ((مشفقه)) يو مشال جوړوم

دزړګي وينې اچومه دقلم غېږه کې

يتيم افغانستانبشپړ شعر ولولئ

يتيم افغانستان

مشفق حريتمل

ژوندون ګران دی مرګ ارزان دی په دې چم کې

قدر ورک بس د انسان دی په دې چم کې

دبارودو دلوخړو په ګردو کې

خدايه ورک رانه اسمان دی په دې چم کې

هغه څوک چې خپل په نورو باندې مړه کړي

بس همغه قهرمان دی په دې چم کې

تيندکونه خوري خو رسي به منزل ته

يو سړی په لار روان دی په دې چم کې

زماهم له ډېرو خلکو نه نفرت دی

خو يوڅوک راباندې ګران دی په دې چم کې

چا پکې واخيستې نومرې او څوک ناکام شول

وخت اخېستی امتحان دی په دې چم کې

چاپرې لاس درحم کينښود مشفقه

يو يتيم افغانستان دی په دې چم کې