د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

امیل همدرد

د امیل همدرد پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

22 خپاره شوي شعرونه

غزلبشپړ شعر ولولئ

غزل

امیل همدرد

غزل

له زړه نه ووځي د وختونو هديرې ته لاړ شــــــــــي

درد هم بلا دى د بلاوو معشرې ته لاړ شـــــــــــــــي

 

هغه چې ځان ورته د بل د ځان په شان ښکاريــــــږي

هغه به څنګه د بل روح شي د بل خولې ته لاړ شـــي

 

وخته نو ولې پسې منډې وهې نه يې پــــــــــــريږدې

پريږده چې ځان وويني ځان کې اينې تــــــه لاړ شي

 

د مينې ښار کې دې د سولې مرغى نه مړه کـــــــيږي

ښکاري دې بل ځنګلي ښار قصاب خانې تـــه لاړ شي

 

هغه چې شور ورباندې ښه نه لګي ورځ دې پريږدي

هغه دې زما په شان بې شوره غوندې شپې تـه لاړ شي

عادل عزيزي

 

د سپوږمۍ رڼابشپړ شعر ولولئ

د سپوږمۍ رڼا

امیل همدرد

ما ستا  سترګو  ته   کتلی

ستا په سترګو کې حيا وای

 

د دې   ښار   له   شوره   لرې

د ځنګل     پاکه     هوا   وای

 

په دې    يخ    يخ   شمالو کې

پورته   شوې ستا خندا وای

 

ترينه     جوړه   يوه   سندره

ورته   زرکې   په   نڅا  وای

 

محبت   خوږې   نغمې  وای

نه  دې  غم  چرته ژړا   وای

 

د   انسان    له    شره   لرې

د لته  مونږه  يک  تنها  وای

 

د   نښترو   په     شرار   کې

بور ا ستا  ته  د  بورا     وای

 

دغليم برخليکبشپړ شعر ولولئ

دغليم برخليک

امیل همدرد

 

ښکلې آريـانـا ده اشغـــــالـــګــــــــروته همېــــــش دوزخ
ويښ سه اي مغــــروره  !فکــــروکـــړه تاريخــونـــو کي

وړې به آخـــــير مـــات ســـــــــر لـــــه زلميــو ابابيلـــــو نه
هر څو که دفيــــل په اوږو سپــور راشې جنګــــونـو کي

کلي دي کـــــه ښاردي کـــه ځنګل دي اوکـه غــرونه دي
واړه سنګـــــــرونه دي تلاي نه شې تــرې ټانګــونــو کي

داداحمدشاه او ميرويس خـــان اوايوب خان کــــوردي
دلتـــه ګــورکينــان دي پرځــــــېدلي ميـــــدانـــونــــو کي

دلته دبرايــډن او کـــيوناريانـــو زامې مــاتې شــــــــوې
دلته دروســـانو زړونه ســـري شـــول ځيګـــــــرونـــو کي

ګرزې  ! خو په منــډه خـــو لــــږ ګــوره شــاوخـــــــوالارته
وبه وينې مــاتې کــکـــــــــرۍ دې کــــــږ ليچــونـــــــــو کي

دلته داسي ليک دي برخليــک غـــربي باغيــــــــانـــوته
يابه حــق ته غـــاړې ږدي يا مـــري به په بريــدونــــــو کي

ستا دلــغـــړنې عقـــيـــــدې تـــــوربه يې څــــه تــــــــورکي
سپين لښکـــر حسين دي ستــايل شوي آياتــــــو نو کي

غـواړم  شفــــاعــت ورتــه لـــــه ربه ج دشـــهــيــــــــــــد لالي
ځکـه چي الهــام  : ستـــايي ښــاغــلي په شعــــرونـــو کي

سيداحسان الله الهام

رخصت يي اخستلي غليبشپړ شعر ولولئ

رخصت يي اخستلي غلي

امیل همدرد

اوس ورته خیر مخامخ ناست یمه پروا یې نشته

وخت به راځي چې به جانان راته کوکارې وهي

هغلته ډیره تنهایي ده په یارفکر کیږي

له ښاره تښتم بیابان راته کوکارې وهي

زه هم انسان یمه خو خوی د اژدهاوو لرم

زه ژوند ترې اخلم که انسان راته کوکارې وهي

ګوری بدرنګ یو ګورې لار رانه غلته ښکاري

ځی چې بدل شو ځی دوران راته کوکارې وهي

د تبسم به باب یې چاته تیره شپه وویل

چې خوب کې راشي دا نادان راته کوکارې وهي

 

منصوربه خپل مرشد کړمه خيام به خپل جانان کړم

ملګرو! ما به نه ويل يوه ورځ به مو حيران کړم ؟

ساقي مې دې ته جوړ کړو چې سجدې کوي مزدک کې

اوس واردى د ملا ، چې ميکدې ته يې روان کړم

يو داسې درد لرمه په زړګوټي کې د ننه

رباب که غېږ کې کېږدمه راښکته به باران کړم

رخصت يې اخيست غـــــلې، غـــــلې ژړېـــده تېره شوه

خالقــه! دا دى بيا پر دوو زړونو چــــــــــــاړه تېره شوه

لکه ماشـــــــوم راته ژړېږي بيا دي شـــــونډي غواړي

د زړه لـــــــه مخې مي يوه پېغلـــه تلـــــــــوسه تېره شوه

ستړي نــــظر مي ستا د خولې حجر الاسـود ښکلاوو

پر واوره، واوره سپينــــــــه زنه دي خــــــولـه تېره شوه

د نړېــدلي بام له ســـــــــــوړې نه رڼا ښــــــــکاره شــــوه

لا چــــــــا وژلى نه يم دا دى بلــــــه شپـــــــــــــه تېره شوه

                زمــــا پر مــــــخ يې تشې کرښې د ستم پاتې شـــــــوې

هغــــــه چې راغلــــــه بې پروا لکــــــه سنــــــه تېره شوه

لا د بېلتــــــــون وړانــــــګې وژل کـــــوي د ګل پر اوږو

هغـــــــه دى بيا د کـومې پرخې جنـــــــــازه تېره شــــــوه

دا مي وعـــــده ده د اختر په سهــــار خــوله درکـووم

که ژونــــــدى پاتې شــوې سقيمه! او روژه تېره شوه

 

دا درد زمـــــــــا د زړه زما درمان څومره ښايسته دى

هر څو كه مې قاتل دى، خو جانان څومره ښايسته دى

چا وينې ترېنه وڅښې چا سپرلو له وينــــــــې وركړې

انسان څومره بدرنګه دى، انسان څومره ښايسته دى

د قيامت په اړه د محمديار يار نوی شعربشپړ شعر ولولئ

د قيامت په اړه د محمديار يار نوی شعر

امیل همدرد

پر وحشت یې اړولی

دلته ځمکه کې بشردی

***

داسې وایي، چې درې ورځې به تور تم وي

درڼا رڼه څېره به

ورکه شوې له هر چم وي

انسانان به اوړیدلي

په یو بل شاني الم وي

د دنیا د پای پیام به

رسیدلی تر عالم وي

***

مګر زما سره تشویش دی

خدای ومکړه چې درواغ وي

نه محشر وي نه یې شر وي

نه تیاره نه یې خطر وي

خلیفه د بادار نه وي

انسان لا هماسې خر وي

رڼاګانې به خپرې وي

د جنګونو د اورونو

او بویونه به جګیږي

د انسان د کبابونو

زموږ کوره به وي کرکجنه

د خالق تر دوږخونو

***

نو زما سر تشویش دی

خدای و مکړه چې درواغ وي

دنیا هسې هم تیاره ده

بس یوڅو شیش محلو کې

ځل و بل د رڼاګانو

په څو سپینو قندیلو کې

لمبې ناڅې د شمانو

یو څو سترګې دي رڼیږي

په شغلو د څراغانو

 

د سپوږمۍ له لڅ بدنه

څو بدمست اخلي خوندونه

پر بستر د دې بربنډې

څو بربنډ کړي بانډارونه

لمر یواځې تاوده کړي

یو څو لوی ښکلي کورونه

د تودوخي دې بچي ته

زموږ نه رسي لاسونه

***

کاشکې کاشکې چې محشر شي

پر څو پړکنده ماڼیو

د وحشي تور تم ګذر شي

 

موږ خو هسې هم لاهو یو

د ابهام تورو اوبو کې

موږ رڼا ده اورېدلې

خو لیدلې مو لا نه ده

زموږ د ژوند تعریف تیاره ده

موږ اشنا له رڼا نه یو

 

که دا لمر توره تبۍ شي

که دا ځمکه تکه توره

توره شپه ټوله نړۍ شي

زموږ به څه تکلیف سیوا شي

خو تیاره به څو ماڼۍ شي

***

لویه خدایه! لویه خدایه!

ستا په کرکه پر هر ځایه

لکه سپي خوري یو له بله

انسانان شوله بدرایه

د اټوم پر خره سپاره دي

ستا نړۍ به کي پایماله

ښه به دا وي چې ته خپله

موږ کړې خلاص له دې جنجاله

 

خدایه! خدایه ! لویه خدایه !!!

نور رښتیا دا اوازه کړه

نور دخپلې سختې ورځې

کړې ژمنه دې پوره کړه

نوره ختمه، ختمه، ختمه

ادم زاد د ویر کیسه کړه

د حوا د لور له سره

د ژوند لرې فاجعه کړه

 

هله ، هله ، خدایه هله

را خوره توره پرده کړه

نوره بشپړه خاونده

د نړۍ د غم جمله کړه

دا جمله ډیره اوږده شوه

را خطا باندې نقطه کړه

 

خدایه! خدایه! لویه خدایه!

نور رښتیا دا اوازه کړه

لویه خدایه! نور در ټوله

دا تراژیده ډرامه کړه

........................

 

دالله (ج )په مينه مستبشپړ شعر ولولئ

دالله (ج )په مينه مست

امیل همدرد

نم ،کنګل او اور خو په الماسو اثر نه کوي
زنګ چې یې وهي،کم اصله اوسپنه یاجست وي

پیروي که فقیر،داحترام وړ یې ونه بولې!
نه دی مسلمان ،چې سکښتی بُت بابُتپرست وي

چا چې دملت په وینو ځان ته بنګلې جوړې کړې
یوه ورځ نه یوه ورځ به ورپکې دویرجرست وي

هم به سره شادی هم به موزی ورپورې وخاندي
څوک چې په بازار دیارانې کې ورشکست وي

چاچې دپتمن ژوندانه خوند یوځل څکلی وي
دام،ځنځیر او دار ورته څوکۍ،رتبه او بست وي

لاس ،پښې ،مخ اوسترګې یې په ویاړسره ډیرزر ښکل کړه!
څوک چې په ازل کې دعزت په بڼه هست وي

 

د شريعت ښكلى قانون او عدالت لټومبشپړ شعر ولولئ

د شريعت ښكلى قانون او عدالت لټوم

امیل همدرد

 

چې د مظلوم څيرې ګرېوان ته كړي نظر د رحم

په اوسنو زلمو كې داسې شخصيت لټوم

 

پېغلې زلمي واړه زاړه چې اتفاق شي همه

د شريعت په مقتضى ښه مدنيت لټوم

 

د مسلمان په حال چې تل كوي ژړا د ورورۍ

دغه شان تل په اخوت كې محبت لټوم

 

چې غدارۍ جفا كارۍ تخم له ملكه كړي ورك

داسې رښتېني فدايان د حقيقت لټوم

 

د خوار يتيم اوښكې چې تل همېش مدام پاكوي

هر مسلمان له دغه خوى داسې خصلت لټوم

 

چې د بې وزلي بې نوا ژړا چې واوري تل

په يو دانا انسان كې دغه لياقت لټوم

 

چې د انصاف منګول يې سيورى په خوارانو كړي تل

په دې ملت کي دا صفت دغه زينت لټوم

 

چې كينه بغض حسد نه ساتي بڅرى زړه كې

داسې حاكم داسې قاضي او قضاوت لټوم

 

كچكول تر څنګ لكه ملنګ ګرځم كوڅه په كوڅه

مزخرفاتو خرافاتو نه نفرت لټوم

 

 

 

 

د ساير ځلاند تازه غزلبشپړ شعر ولولئ

د ساير ځلاند تازه غزل

امیل همدرد

يو سړی په ځمکه رغړي ژوندون غواړي

يو سړی په آس را سپور دی، د زړه زور دی

يو شېبه هم ستا له ياده غافل نه يم

ګني ښار دی څومره شور دی، د زړه زور دی

کيفيت مې له حواسو معلومېږي

شاعري هم لکه اور دی، د زړه زور دی

ستا سائر ته اوس د مينې توري زده دي

ستا سائر هم اوس تک تور دی د زړه زور دی

 

د دروېش دراني يو تازه شــــــــعربشپړ شعر ولولئ

د دروېش دراني يو تازه شــــــــعر

امیل همدرد

د مړو غوښه يې وي خوښه مګر هلته
دا خواړۀ نۀ وي، په دا وي را الوتے
چي خپل دغه  ارمان دلته سم پوره کړي
نېغ زموږ د ملک په خوا وي را الوتے

او دا خوب يې په رښتيا دلته رښتيا شي
چي را ننوزي زموږ د ملک فضا ته
مړي مړي وي، هر لور ته مړي مړي
چي له پاسه ګوري دَے د مځکي خواته
خو ټوټې د تن يې وي سره پاشلي
هيڅ يو مړے پرله پوري نۀ وي پاته

چرته جسم د ماشوم له منځه ورک وي
او ترې پاته وي وړه غوندي خپړه
چرته نيمه ککرۍ لاندي ښکاريږي
وي پرته پرې شوې پښه ورباندي لوړه
چرته وي يوه ټوټه د پستې غوښي
د سپېرې مځکي په خاورو باندي خړه

چي د دۀ وي څومره هيله، تر هغه وي
د سرو غوښو ټوټې زياتي يو په سله
دَے د دې ټوټو له منځه را اوچته
کله کړي يوه ټوټه او کله بله
پکي ډوبي کړي د خپلو پنجو نوکي
ورته سمه کاندي ژر مشوکه خپله

ترې را بېله کړي خاشه او بيا په خُلۀ کي

هغه واړوي را واړوي تر ډېره
خو په خُلۀ کي شي ښکاره ورته بېخونده
کواى نۀ شي چي تر ستوني يې کړي تېره
ژر د بلي په طرف باندي روان شي
دا تر پښو لاندي ټوټه کړي دلې هېره

خو دا بله هم په خوند کي هغه رنګ وي
نو په دا شي ترې يو مخ د دۀ خوا توره
وږے وي مګر له دغي غوښي موړ شي
زړۀ يې نۀ غواړي چي و ژويي ترې نوره
بېرته تګ ته برابر کړي وزرونه
چي روان شي نو دا ووايي په زوره:

 

چي دا غوښه وه ما لُوى نعمت ګڼلې
خو بدله مي اوس رايه په دا باب ده
دا په دا چي موږ نعمت ګڼو مرداره
دغه غوښه مګر پاکه تر ګلاب ده
يو ټپوس غريب يې نۀ شي هضمولاى
دغه غوښه وړ د باز يا د عقاب ده.

 

د زړه احساسبشپړ شعر ولولئ

د زړه احساس

امیل همدرد

ليکوال: نورمحمد غفوری

د عـــيشـو پـــه نـېشـو مـسـت کـله ويښيږی؟          د رنـځـو نـېـشـه يــاران د بـار مې نـشـته

دا د مينې د ادراک پـــه مـشــغــــــولاکـــې         ماخــسـتـن را ځـنـې هير، ماښام مې نشته

له هــــیواده مې ګـــــرداب د ویـنـو جوړ دی         آرام نـــــــلـرم، د زړه قــــرار مې نـشـتـه

د تـنکـــو هـــــــيلو په و یـنـو تجـــارت دی!          لــه صـفا نه ډ ک زړګي بــازار مې نشته

ما د شــپو د زړو  په تــل کې سـفـر کــړي          د مـاښـام لــه تــروږمــو نـه ډار مې نشته

هر قدم چې وړاندې ږدم اغزی، ځوزان دی         فــولادی پـونـدې لـرم، پرې کار مې نشته

ددې ځمکې مخ هــر ځای راته کورګئ شـو         تیت پــــرک لــــرم یاران، دیـار مې نشته

ســـر مې هم د چا په وره کې کښته نه دیٔ!          که د ســتـرو خــدمـتـو یادګار مې نـشــته

د رقیب د خــپـل ځــــان واک د لاســه تللی         زه خپلواک خو یم، که نوراختیارمې نشته

ســاقی راشــه د ځـــیګــر وینې مې وېـشـه!          چا ویل چې خُم مې مات خمار مې نشته؟

دغه خـپـل د زړه احساس یاره درلــیـږم              د حـسـاسـو شـیـبو بـل ریـبـار مې نـشـته