پښتو ادب · شاعران
اندیښمن ځاځی
د اندیښمن ځاځی پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.
شعرونه
1 خپاره شوي شعرونه
غزلبشپړ شعر ولولئ
غزل
اندیښمن ځاځی
غزل
زړه مــــې تنګ دی ګذاره له ما نه نه شي
یاره بس دی یارانـــــه له ما نه نه شـــــي
لاس مې پرېږده زه همداسې نشه ښه یم
ساقـــــــي ومنه توبه له مــــــا نه نه شي
د پښتو پــــــــــه زولنو کـــــــــې یم تړلې
ورتــــــه ووایه خفه له مــــــــا نه نه شي
زه په لـس روپو مـــزدور مور مې ناروغه
زړه مې رپي چېرته مړه لــه ما نه نه شي
خدایه ته مــــــې د زړګي خبـــــرې واوره
بـــــــې له تا بلــــــه اسره له ما نه نه شي
ما دې هر بدو ته ورین تندی نیــــــــــولی
زه خو ســـــوله یم جګړه له ما نه نه شي
نړۍ سوله