د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

صفاری

د صفاری پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

زما دزړه دردبشپړ شعر ولولئ

زما دزړه درد

صفاری

په نیمه شپه می غیږ ته راسه
چی دی په تورو زلفو ووهم لاسونه.

په نیمه شپه می خواته راسه
چی دی دتورو ستر ګوواخلمه خوندونه.

په نیمه شپه می دیدن وکه
چی می د سوی زړه پوره سی ارمانونه.

په نیمه شپه راباندی راسه
دا زمجنون به درته غلی ولاړ یمه.

ستر ګی دی مه راړوه یاره
نور می دسوی زړګی مه اخله ازارونه.