د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان

پښتو ادب · شاعران

ډ. زړور ساپی حمیدالله

د ډ. زړور ساپی حمیدالله پېژندنه او شعري ټولګه. لاندې شعرونه د افغان اتلان له موجود کتابتون سره تړلي دي.

شعرونه

1 خپاره شوي شعرونه

(...ته سوله بي بي )بشپړ شعر ولولئ

(...ته سوله بي بي )

ډ. زړور ساپی حمیدالله

ستا د درندو وزرونو لاندې
د ستا ښایسته سترګو تر وړاندې
ستا د تودو لاسونو منځ کښې
ستا د بچو دي تاندې ساندې
د قمرګل سپینه کوتره وې ته سوله بي بي!
شیطان صفته آدمیانو
دا ستا وزرونه دي مات کړي
ستا غوږ او سترګې راویستلي
لاسونه او پښې دې دي تړلي
ژنیو، دوهه کښې مسخره ېې ته سوله بي بي!!
د بسوګۍ واده قصه ده
زل خلیلزاد لانګ مسافه ده
منځ کې د تیلو معامله ده
څلویښت ملکونو فیصله ده؟!
اصیل افغان ته لویه جرګه ېې ته سوله بي بي !!!
روس ،امریکا ته یوه پلمه ېې
دولت،طالب ته تهء بهانه ېې
خو؛
تهء ګاوڼډیانو کره میلمه ېې !!
(زړور ساپي) ته پښتنه ېې ته سوله بي بي!!!!!
بروکسل/۱۴/۱۰/۲۰۲۰